کور / علمي / انفلاسيون او د هغې ناوړه اغيزې د ټولني په اقتصاد

انفلاسيون او د هغې ناوړه اغيزې د ټولني په اقتصاد

پړسوب يا انفلاسيون په يوه هيواد کې هغه وخت رامنځ ته چې کله کاغذې پيسې له حد څخه زياتې چاپ شي او د طلايې سکو سره د تبادلې وړ نه وي او يا دا چې د طلايې او کاغذې پيسو تر منځ انډول له منځه ولاړ شي دغې پروسه د انفلاسيون په نوم ياديږي . انفلاسيون د پيسو د زياد چاپ او يا هم پانګوالو ته د ډ يرو بانکی اعتبارونو د ورکړې له مخې چې د پيسو د ارزښت کموالې راولې را منځ ته کيداې شي ، پدې حالتو کې خلک هڅه کوي خپلې پيسې په سودا ګريزو توکو واړوي چې دا عمل د نرخونو او د پيسو د لوړولو لامل ګرځي او پړسوب رامنځ ته کوي
دغه اقتصادی پديده په مختلفو وختونو کې په ټولنه کې را څرګنديږي چې په خپل وارسره د ټولنې اقتصادی حالت د زيادو مشکلاتو سره مخامخ کوي دا اقتصادې پديده زياتې معناوې او مفاهيم لري خو اصلا د يوه هيواد په دننه کې د عمومی توکو د قيمتونو د زيادوالې په پايله کې رامنځ ته کيږي .
پړسوب د مصرف کوونکو د اخيستلو توان کمزورې او د هيواد پولې واحد بې ارزښته کوي ، په لنډ ډول انفلاسيون لاندې اقتصادی فکتورونه په ژوره توګه تر خپل تاثير لاندې راولي .
ناخالص ټولنيز محصول ، د توليد کوونکو او مصرف کوونکو د قيمت شاخصونه ، د هيواد ليږد را ليږد او يو لړ نور
ناخالص ټولنيز محصول : 
په يوه اقتصادی دوره ( يوکال ) کې د بازار په موجوده قيمت سره د يوه هيواد په دننه کې د توکو او خدماتو مجموعې توليد ته ويل کيږي ، چې لدې له مخې د يو هيواد اقتصادی وده او پرمختګ ټاکل کيږي چې له امله يې کولاې شو په ډيره آسانې سره هيواد د نورو هيوادو سره پرتله ورسته والې او پر مخ والې يې معلوم کړو ، لکه څرنګه چې وويل شو انفلاسيون د پير او پلور پروسه ټکنې کوي چې په پايله کې نا خالص ټولنيز محصول کميږي اقتصادی وده او عايد دواړه راکښته کيږي .
بر عکس يو شمير هيوادونه چې په نسبی ډول د ښه  اقتصاد خاوندان دي چارواکې انفلاسيون ته د زيادوالې اجازه ورکوي تر څو د دوي نا خالص ټولنيز محصول سطح لوړه او اقتصادی وده زياده شي بايد د انفلاسيون سطحه د ۲ فيصده څخه زياده نشي چې د پانګې د کميدو باعث ګرځي .
د توليد کوونکو او مصرف کوونکو شاخصونه :
هر توليد د مفاد د لاسته راوړلو په خاطر تر سره کيږي او هغه وخت چې په توليد يا خدمت کې ګټه نه وي ، نه تر سره کيږي پس توليد کوونکې هغه وخت خپل توليد پراختيا ورکوي چې توليدات يې د خرڅلا بازار ولري او د خرڅلا بازار د نورو عواملو تر څنګ د کيفيت او د ټيټو قيمتونو په پايله کې پراختيا مومي ، ټيټ قيمتونه زياد عوامل لري مثلا : په توليد کې د کاريدونکو منابعو د قيمتونو ټيتوالې ، د کار مزد ټيټوالې ، د مالياتو او ترانسپورتې مصارفو کموالې ، چې د انفلاسيون په پايله کې د توليد لپاره د خرڅلا یازار تنګيږي ځکه عام ولس د لوړو بيو توان نلري په نتجه کې توليد کوونکې خپل د توليد مقدار راکموي ځکه دوي هم د خپلو توليداتو له پاره د مورد وړ تقاضا نلري که حالت همداشان دوام ومومي تصدی ګانې او فابريکې خپل کارونه په ټپه دروي او له توليدی فعاليت څخه لاس په سر کيږي چې نوموړۍ حالت اقتصاد ناوړه او منفی اغيزه لري .      ( نور بيا  )