کور / سپورټي / افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته ماته ورکړه

افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته ماته ورکړه

افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې خپلې سیالې پنډۍ زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د پاکستا هیواد ته تللې او په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې یې د اسلام سیالې لوبډلې ته په یوه ویکټه ماتې ورکړه.
لومړی توپوهنه د اسلام اباد لوبډلې وکړه او افغان لوبډلې ته یې په ۴۰ اورنو کې ۲۰۳ منډې وکړي او افغان لوبډلې ته یې دوه سوه څلورمه منډه هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو په ۳۹ اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړه او د لوبې ګټل یې خپل کړل، په دې لوبه کې د افغانستان توپ اچونکو محب خان او افتاب عالم درې درې وبکټې واخستلې.
د توپ وهنې په ډګر کې یونس خان ۵۶ او نجیب ځدران ۵۱ منډې وکړي.
افغان کرکټ بورډ نوموړې لوبډله تمریني لوبو لپاره د پاکستان هیواد ته لیږلې او د فبروري په میاشت کې به د اسیائي هیوادونو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ سیالۍ کې برخه اخلي.