کور / سپورټي / افغان لوبډلي پنډۍ زون لوبډلي ته ماته وركړه

افغان لوبډلي پنډۍ زون لوبډلي ته ماته وركړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د پاکستان هیواد ته تللې او په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې یې د اسلام آباد سیالي لوبډلي ته په یوه ویکټه ماته ورکړه.
لومړی توپوهنه د اسلام اباد لوبډلي وکړه او افغان لوبډلي ته یې په ۴۰ اورو کي ۲۰۳ منډي وکړي او افغان لوبډلي ته یې دوه سوه څلورمه منډه هدف وټاکه.

افغان لوبډلي د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو په ۳۹ اور کي ټاکل شوی هدف پوره کړ او د لوبي ګټل یې خپل کړل، په دې لوبه کې د افغانستان توپ اچونکو محب خان او افتاب عالم درې درې وبکټې واخستلې.
د توپ وهنې په ډګر کې یونس خان ۵۶ او نجیب ځدران ۵۱ منډي وکړې.
افغان کرکټ بورډ نوموړې لوبډله تمریني لوبو دپاره د پاکستان هیواد ته لېږلې او د فبروري په میاشت کې به د اسیائي هیوادو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره کرکټ سیالۍ کي برخه اخلي.