کور / سپورټي / افغان ملي لوبډلې ته کینیا ماتې ورکړه

افغان ملي لوبډلې ته کینیا ماتې ورکړه

نن د دوبۍ ورزشي ښارګوټي د کرکټ په نړیوال کرکټ سټډیم کې افغان ملي لوبډلې د کینیا هیواد ملي لوبډلې سره لوبه وکړه چې افغان ملي لوبډلې د پوره نه تمرینونو له کبله ماته وخوړله.

لومړی کینیا لوبه وکړه او د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو یې افغان ملي لوبډلې ته په اورونو کې ۲۹۰ منډې جوړې کړي او ۲۹۱ منډه یې افغان لوبډأې ته هدف وټاکه.

افغان ملي لوبډلې په ۴۵ اورنو کې ۲۴۰ منډې وکړی او لوبه یې د کینیا خلاف د لاسه ووتله، په نن لوبه کې نبي عیسی خېل ۴۸، نوروز منګل ۴۶، میرویس اشرف خروټي ۳۱ او اصفر سلام خېل ۲۲ منډې وکړۍ.

د افغان ملي لوبډلې مدیر وايي ((افغان ملي لوبډلې دې لوبو لپاره تمرینونه پوره نه وکړي او د کینیا لوبډله د پنځه میاشتو راهیسې د کرکټ نړیوال جام د لوبو لپاره لوبې او تمرینونه کوي)).
افغان ملي لوبډله سبا ورځ د شارجې په لوبغالي تمرینونه ترسره کوي او په بل سبا به د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیم کې د کاناډا هیواد سره ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.

د دې لوبو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
حمید حسن ، نوروز منګل ، کریم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، میرویس اشرف خروټی ، شفیق الله شفق ، ګلبدین نایب ، سمیع الله شینواری ، شبیر نوري ، عبدالله مزاري ، محمد سمیع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبی عیسی خیل ، جاوید احمدي او اصغر سلام خېل .

په دې لوبو کې د لوبډلې سره تخنیکي پلاوي:
د لویډلې مدیر: شفیق ستانکزی، د لوبډلې روزونکی: راشد لطیف، د لوبډلې ډاکټر عظیم ملک،د لوبډلې ویدیو څیړونکی.