کور / علمي / حب الوطن من الایمان

حب الوطن من الایمان

وطندوستي اوملتپالنه د ملتونویوه مرحله یی اوحالی اړتیاده چی دنړۍ اوسنی ډیرپرمختللي ملتونه هم له دي مرحلي تیرسوي دي.


دملي دولتونواساس پرملي غورځنګونوولاړدی اوملي غورځنګونه دملي شعور،ملتپالوولولواوهیوادنیواحساساتوڅخه په وجودراځي.
دمثال په توګه : د ۱۸۸۰ـ۱۹۱۴ میلادی کلونو ترمنځ چي په نړۍ کي کوم بدلونونوراغلل په ترڅ کی يی هرملت د ځانواکۍ او ځانله د هیواد جوړولو حق وموند، چي ملتپاله خوځښتونه رامنځته سول اوکوچنیوکوچنیوملي دولتونوتشکیل وموند.
دامرحله که په اسیااوافریقاکي پرولسونو راغلي نو په اروپاکي هم ملتونو دامرحله تیره کړي ده، او د وطندوستي حس او ملتپاله ولولو اوسني پرمختللی دوران ته رسولي دي.
خو په وطندوستانه اوملتپاله احساساتواوخوځښتونوکي مهمه داده چي داهرڅه په خپل فکر، خپل واک او دخپلوداخلي او خارجي عیني شرايطوته په کتودخپلوګټولپاره وي ، نه داستعمارګروله خواڅخه ،ځکه ځیني مهال استعمارګرقوتونه هم پروړو او وروسته پاته ولسونواوهیوادونودخپلواهدافو لپاره موقت وطني اوملي جزبات تحمیلوي چي دانو بیاد ګټی پرځای تاوان پیښوي.
د پردیو په تحرک وطندوستانه او ملتپاله خوځښتونه کله کله په قومی افراطیت او فاشیزم بدلیږي ، چي دانو بیاددي پرځای چي ملت او هیواد ښیرازه او ودان کړي لادنوری نړۍ څخه منزوي کوي او دعصرله اقتصادي اوصنعتي پرمختګونو څخه بي برخي کیږي.
تردویمی نړیوالي جګړي وروسته چي کله د (هاپسبرګ) او (عثماني خلافت) دوي جهاني سترواکۍ ړنګي سوي په اسیااو افریقاکي ملي غورځنګونه رامنځته سول چي په پایله کي خويي ملي دولتونه جوړسول مګرله دي امله چي ملي ویش یي استعامرګرو ځواکونوپه خپله خوښه کړي و، واقعي باثباته ملي دولتونه اوپکښي ملي اتحاد نسو رامنځته .
کله چي دروسيي انقلاب رامنځته سو، ددي لپاره چي دنړیوال پرمختګ مخه یي ونیول سي لویدیځ دامریکایی ولسمشر(ولسن) داصل پربنسټ په اروپاکي دولتونه پرملي بنسټونوودرول خوله دي امله چي ترشایي استعماري اغراض موجوده ، به پایله کي یی په المان او ایټالیه کي ملتپالنه اوهیوادو دوستي په نازی او فاشیستي قومي افراطیت واوښتل.
زماددي اوږدي مقدمي څخه هدف دادی چي ملتپاله او وطندوسته احساسات زموږ دنن تقاضاده ، خو دخپلو ګټولپاره ، نه دملیتي تعصب ، تنګ نظري او قومی افراطیت پربنسټ.
دا زموږدوطندوستي غوښتنه ده چي دخپل هیواد مځکني تمامیت او سیاسی ، اقتصادي او فرهنګی خپلواکي  خوندي کړو، خپله ژبه ،فرهنګ او عنعنات وساتوخو نه په دي ‌ډول چي د نړۍ د نورو هیوادونوګټوته صدمه ورسوو(لکه زموږ یوشمیرګاونډیان چي داکارکوي)، یاد نورو ملتونوښي خواوي د ځان نه کړواو نوی صنعت او نوري نړیوالي ژبي زده نه کړو.
غواړم دنن په مبحث کي په دي برخه کي دوو اساسي پوښتنو ته ځواب ووایم ، لومړۍ داچي : وطندوستي څه شي ده ؟ او دویم داچي : دوطندوستۍ تقاضا څه ده ؟.
وطندوستي څه شي ده ؟
د پالیولیټیک (Paleolithic) او نیولیټیک (Neolithic)  تروختونو روسته چي کله انسانانواوبوته څیرمه ځایونه ونیول ورو ورو يي تکثروکړاو دزمان په مرورسره ښارونه ابادسول ، لکه په بین النهرین کي د بابلیون، نینیوه او آسورتاریخي ښارونه چي دتاریخ به کتابونو کي ورڅخه بحث کیږي .
هغوانسانانوبه چي کله په یوه ښاراویایوه هیوادکي دمشترکوارزښتونوله مخي ګډ اونیژدي ژوند سره کاوه اویوله بله یي ښه پیژندل داسي فکرکاوه چي ګنی دوی دمځکی پرمخ ترتولو ښه خلک دي ، دوی عالی ملت دی  او وطن یي هم ترنورو ښه دی چي کله نه کله به دغه بیځایه او جهولانه کبرله یوبل سره په جنګ هم اخته کړل .
خوحقیقت داسی نه دی ، ټول انسانان له یوي منشاڅخه دي او یوپربل دنژاد، قومیت ، ملیت او وطنیت له امله لوړتیانه لري . اوس هم یوشمیرملتونه (لکه ، اسرائیل او یوشمیرلویدیځ هیوادونه ) ځانونه او خپل وطنونه ترنورو سیڼه ګڼي او فکرکوي چي نظامي زور، اقتصادي پیاوړتیااو سیاسي برلاسی،دملتونواوهیوادنودبرترۍ عوامل دي .
ریښتیاداده چي هرملت ، هرولس او هره ټولنه هم ښه خصوصیات لري او هم بد،په دنیاکي هیڅ داسي ملت نسته چي له یوي مخي عالي او یاناکاره وي.
دوطندوستۍ ، ملتپالني ، ملي شعور او ملي ویښتابه معني دانه ده چي ګوندي موږ خپل ځانونه ترټولو ښه وبولواویاددنیاپرنوروولسونو ناوړه فکروکړو، بلکي دوطندوستۍ او ملي ویښتیامفهوم دادی چي موږ دنړۍ په بین الملیت کي دیوه ځانګړي ملت په توګه ورګډسواو خپل هیوادنی تشخص وساتو.
ځانګړی په دي معني چي موږ خپل ځانوالی وساتواوددنیادنورو ملتونوپه لیکه کي په ښه جوله ، ښه قوت ښه علم او ښه اقتصاد سره دافغانیت په بڼه ودریږو.
که موږ خپل ملیت ونه ساتو نوله نوروملتونوسره ګډیږو اوخپل تشخص له لاسه ورکوو، موږ هغه وخت ددنیادنوروملتونوسره اوږه پراوږه په قوي بدن دریدای سوچي ملي شعورله ځان سره ولرو، خپل وطن دنړۍ په جغرافیه کي وځلوو او په دي چوکاټ کي دنورو ولسونوښي خواوي د ځان کړو او بدي خواوی له ځانه لیري کړو.
دوطندوستۍ ، ملتپالني اوملي ویښتابه تقاضادانه ده چي موږ وچ کلک دځان په ستاینه او دنورو په غندنه وخت ضائع کړواویاخپل هرڅه که ښه وي که بد  ترنورو ښه وګڼو، بلکي دملي شعورغوښتنه په ملي ځیرتابه سره دخپلو ګټو خوندیتوب او دخپلو ګټو او تاوانونوپه اړه فکرکول دي.
دوطندوستۍ تقاضاڅه ده ؟
 زموږ هیواد (افغانستان) دنړۍ دلرغونوهیوادونوپه قطارکي راځي او دزړو مدنیتونو ټاټوبی ګڼل کیږي . زموږ دهیواد جیوفیزیکی موضع ددی سبب سوی چی تل له دي ځایه خلاقه قوتونه راپورته سوي ، مدنیتونه پیداسوي او دلته قوی ملیت او ودان مملکت وجود درلودلی دی.
دافغان ملت ملي موجودیت یوثابت واقعیت دی او داملت له زرونو کلونو راپه دیخواخپل ملي ځانوالی ساتلی دی ، خو متاسفانه چي اوس مو هم هیواد او هم هیوادوال په خورابدحالت کي قرارلري.
هیود مونه یوازي داچي ترنورو هیوادونودابادۍ او انکشاف په مسیرکي وروسته پاته سوی بلکي لانوروران سوی او ویجاړسوی دی .
دولس ډیره برخه مو هم خوراستړي دي ، له یوي خوا استعماري مداخلاتواو جګړو ځپلي او له بلي خوا یي فقر، بي کاري او بی سوادي ځوروي.
زموږهیواد اوس ډیربي وزلي دی ، دلته لادخلکوډیره برخه ښه او خوشاله ژوند نه لري ، لاجنګ جګړي دي او خلک په جنګ کي سوځي ، لاپوره ملي اقتدارنسته ، اولاهم عاغدي افغان ته دانسان حقوق او بشري ازادي نه ده تامین.
موږ دافغانانو په توګه اوددي هیواد داوسیدونکوپه حیث مسئولیت لرو چي خپل وطن له دي حالته وباسواو خپل ولس نیکمرغه کړو.
دوطندوستي تقاداده چي نن موږ ترخپلو شخصي ګټو ملي ګټواو ترفردي منافعواجتماعي او هیوادنیومنافعوته تقدم ورکړواوپه دي لاره کي دهیڅ رازایثاراو قربانۍ څخه ځانونه ونه دریغوو.
نن باید موږ زموږ دنیکونودامتل چي (نه کال ، په هغه دي څه کار) دوطن دابادۍ اودهیواد دورانۍ دمخنیوی څخه راونه ګرځوي بلي موږ داد ځانونوکاروګڼوچي ترخپله وسه دخپل وطن د جوړولو اودخپلو خلکود ښیرازه کولو لپاره فکراوعمل وکړو.
دپیاده رودیوي خښتي بیځایه کول هم له وطن سره دښمني ده اوموږ تش په دي سره نه وطندوسته کیږو چي خپل وطن وران نه کو، بلکي زموږ دوطندوستي معنی داده چي هغه څوک چي وطن ورانوي لاس یی ونیسواو په مخ کي یي خنډسو.
زموږ وطندوستي دانه ده چي رشوت وانه خلو، بلکي زموږ دطندوستۍ تقاضاداده چي درشوت خورمخه ونیسواودخپل نظام داصلاح لباره کاراومبارزه وکړو.
دوطن په ابادۍ کي زموږ ابادي نغښتي ده او اجتماعي مصالح زموږ دفردي منافعو تضمین کوي. وطندوست ولسونه دخپل وطن دساتلواو ابادولولپاره ځانونه واری کوي اونه پریږدي چي پردي اویاخپل ورته سترګي بدي کړي.
دهیواد دمادي او معنوي ودانۍ لپاره فکراوعمل ، دساتلو اوخوندیتوب لپاره یي له ځانه تیریدل، دهیوادنیواصولواوقوانینورعایت، دمالیاتوورکړه اوپه ملي اووطني مسائلوکي ځان شریکول دوطندوستۍ اساسي تقاضاوي دي.
اجتماعي احساس هم اجتماع او هیواد ښیرازه کوي اوهم افراد لوی او مترقي کوي.
که موږ (افغانان) ټول دافغانستان په اړه فکروکړواودافغان ملت د ښیرازه کولو لپاره ګډ مساعي ترسره کړو، نوبیابه زموږ له هیواده دافلاطون (مدینه فاضله ) جوړسي چي هم به موږ نیکمرغه یواو هم به موهیواد ابادوي .