کور / سپورټي / څو شېبې له شاپور ((ځدران))سره

څو شېبې له شاپور ((ځدران))سره

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې ديوتن لوبغاړي شاپور((ځدراڼ))سره مرکه


حبيب زى :له هرڅه نه مخکې تاته ښه راغلاست وايم!
شاپورځدراڼ:مننه ،مهرباني .
حبيب زى :که په پيل کې داراته وويې چې له څومره مودې راهيسي دکرکټ لوبه کوې؟
شاپور:له ٢٠٠٠م کال رادې خوا مې لوبه پيل کړې.
حبيب زى :ملي لوبډلې ته څنګه راغلې ؟
شاپور:ماپه پېښور کې لوبه کوله اقبال سکندرراغى چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله جوړيږي او زه هم ورسره راغلم په کابل کې د ټولو لوبغاړو څخه ازموينه اخستل کيده ما هم په دغه ازموينه کې ښه هڅه وکړه او د تاج ملوک عالم په مرسته ملي لوبډلې ته راغلم.
حبيب زى:د لوبې لپاره چا هڅولې اوچاهمکاري درسره کوله ؟




شاپور:تاج ملوک اوخالق دادنوري راسره ډېره مرسته کوله چې تانه به سم توب اچوونکى جوړيږي چې په راتلونکې کې به دافغانستان سټار(ستورى ) توب اچوونکى يې .خولارښود استادمې تاج ملوک ((عالم ))دى .
حبيب زى:که دېته راشوچې دخپلو لاسته راوړنو څخه په لوبډله کې راضي يې که نه ؟
شاپور:هوراضي يم .الحمدالله
حبيب زى: کله چې په شل اوريز نړيوال جام کې چې په لومړي ځل دانډيا لوبډلې سره مخ کيدې نوڅه دې ترې زده کړل ؟
شاپور:په يورپ کې ډېر ښه کيلاړيان (لوبغاړي )وه يوراج ،ډوني …له هغونه مې ډېر څه زده کړل .واقعي چې يوباتجربه کار توپ وهونکى ته توپ اچونه کې ډېر څه زده کېږي .
حبيب زى:کله چې دافريقې پروړاندې لوبه ختمه شوه داسې اوازه شوه چې شاپور((ځدراڼ))د هندوستان سوداگريزو لوبو (I.p.L )ته اخيستل شوى دى،که د I.P.Lپه اړه مالومات راکړى که اخيستل شوي يې له کوم لوبډلې سره به لوبه کوې؟
شاپور :کله چې زمونږاودانډيالوبه وه،لوبه چې خلاصه شوپه هغه کې زمونږچرمين ايمل ((شينوارى))وه هغه ته دپونايوه لوبډله ده ، چې نوې جوړيږي اونوې I.P.Lته راځي،هغه ته ويلي وه چې ستاسوسره يوچپي توپ اچوونکى دى ،هغه ورته ويلي ووچې هغه لوړغوندې ،هغه ته شاپوروايي موږپه لوبډله کې نيولى دى .دځان سره په لوبډله کې نيولې دې .تراوسه داسې خبرې روانې دي چې دانډياپه ورځپاڼه کې هم داسې راغلي دي ،اوزيات خلک وايي :چې انشاالله ته هم ټاکل کيږي زه هم يقين لرم.
حبيب زى:دنورو لوبغاړوپه هکله څه واېې چې I.P.Lته غوره شوي دي که نه ؟
شاپور:دنوروپه اړه به زه درته ووايم،چې حميد حسن ډېر چانس لري ځکه چې يوښه توپ اچوونکى دى اوډېر باورلرم چې I.P.Lته يي واخلي .
حبيب زى:دنورعلي ((ځدراڼ))اوستاتخلص سره يوشى دى ،څه سره  کېږى ؟
شاپور:مونږ دواړه سره تربوران يوخوسيمې مو سره بيلې دي په خنداسره …
ګلاب :په اول سرکې موڅنګه احساس کاوه چې دافغانستان کرکټ به دومره پرمخ لاړشي که نه ؟
شاپور:کله چې مونږپه ماليزيا کې دهانکانګ سره ميچ وودسيمي فاينل هغه چې موږوبايله ،نوماخپله ځاني وويل :چې دافغانستان ټيم مشکله ده چې دومره مرحلې تېرې کړي .نوماپه همغه وخت کې استفاورکوله ،خداى کوه چې Division شروع کړي لوبې چې ګټلې نودټولوهلکانوزړونه جګيدل چې مونږپه بره روان يو.ټول خوشحاله ول ،چې مونږبه انټرنيشنل لوبې کوو،خداى راباند انټرنيشنل لوبې هم وکړې .
حبيب زى:که داراته ووايې چې دافغانستان دټيم روزونکى څوک دى ؟
شاپور:زمونږ کوچ کبيرخان وو،هغه لاړددوبۍ دټيم کوچ شواو اوس راشدلطيف دى اوزمونږسره ډېر زيات محنت کوي .
حبيب زى:دراشدلطيف په راتګ سره په ټيم کې څومره بدلون راغى ؟
شاپور:مخکې چې مونږکرکټ کاوه دخپلې خوښي و  اوټريننګ به سم نه وه دراشدلطيف په راتګ سره ټريننګ سم شودهلکانوچې ستونزې وې هغه هم ورکې شوې اوټول فيټ شوي دي .نودې سره زمونږ تجربه زياته شوه .
حبيب زى:که داراته ووايې چې لوبډله کې څوک درباندې ډېرګران دي اوخوږدوست دې څوک دى ؟
شاپور:زماخوږدوست شهزاد دى خودا اوس يودوه مياشتې کېږي چې خبرې سره نه کوو،خوپرماباندې ډېرګران ځکه دى چې ټوکې هم ورسره کومه .
حبيب زى:که راشوديته چې مينه دې کړې که نه ؟
شاپور:څه دروغ به درته وايم مينه مې کړې اوډيره زياته ،خوکله چې مې حج وکه نوبس مې کړه .
حبيب زى:ناکام يې په مينه کې ؟
شاپور: نه کامياب يم په مينه کې .
حبيب زى:واده دې کړى اوکه نه ؟
شاپور:واده مې څلورکاله کېږي چې کړى دى .اويوزوى لرم نوم يې محمد دى
حبيب زى:دزوى نه دې په راتلونکې کې څه جوړه ول غواړې ؟
شاپور:زه غواړم چې تعليم وکړي اودتعليم دلارې خپل وطن ته خدمت وکړي .
حبيب زى:دځان په شان يې کرکټ لوبې ته پرېږدې اوکه نه ؟
شاپور:زياته توجه يې تعليم ته کوم دتعليم سره په څنګ کې به لوبې هم کوي .
حبيب زى:فلمونه ګورې که نه ؟
شاپور:ګورم خوکله کله .
حبيب زى:پښتوفلمونه ګورې که هندي ؟
شاپور:زه زيات انډيا واله فلمونه ګورم ،خوکله کله دجهانګير ډرامې هم ګورم اودجهانګر ډيلاګ خوند راکوي .
حبيب زى:په هندي فلمي لوبغاړوکې دې څوک خوښيږي ؟
شاپور: سلمان خان او په پښتوفلمونوکې جهانګير .
حبيب زى:په رنګونوکې موکوم يورنګ خوښيږي؟
شاپور: زماتور رنګ خوښيږي اوزيات يې کوم .
حبيب زى: په خوړوکې موکوم خواړه ډېر خوښيږي ؟
شاپور:سابه مې ډير خوښيږي .
حبيب زى:دکرکټ يوه جالبه خاطره ووايه چې ډېرموورته خندلي وي !
شاپور:زه به درته څه ووايم . . . په خندا . . . .  رانه هيردي .
حبيب زى:راځو خوږې خاطرې ته چې پوره شوې وي اوډېر پرې خوښ شوى يې دهغه کارله امله
شاپور: هغه داده چې مونږدايرلنډسره فاينل وو،کله چې مونږګاټه هلته په سکرين باندې وليکل شول چې افغانستان ورلډکپ ته لاره وموندله ،زه په هغه باندې ډير خوښ شوم ان تر دې چې ژړا راغله ځکه چې افغانستان لوبډله نړيوالۍ لوبې ته ورووت په دې چې سبا به په T.Vښکارو اوټول افغانستان به يې ګوري په دې باندې زيات خوشحاله شوم .
حبيب زى:راتلونکې کرکټ څنګه ارزيابي کوې چې لابه پسې کرکټ ښه وده وکړې اوکه څنګه ؟
شاپور:انشاالله زماپه يقين دافغانستان هلکان چې وينم شوق پکې زيات دى انشاالله دافغانستان ټيم به ټيټيږي نه جګ به روان يي او ډېرښه روان وي .
حبيب زى :بغير په له ننګرهارنه په کوموولايتوکې اکاډمۍ لرۍ ؟
شاپور:بغير له ننګرهارنه په کندهاراوکندوزکې اکاډميانې شته .
حبيب زى :په ژوندکې موکله دروغ ويلي اوکه نه؟
شاپور:کله کله يې وايم په خندا سره .
حبيب زى: په دې لنډوخت کې لوبې لرۍ اوکه نه ؟
شاپور:داسې اوازه ده چې په سرلانکا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ لوبې دي .
حبيب زى:کومې لوبډلې پکې برخه اخلي ؟
شاپور:سرلانکا،بنگلديش،زومبابې او افغانستان لوبډلې په کې شاملې دي .
حبيب زى:مالومات لرې چې په تلويزيون يي ښايي اوکه نه؟
شاپور:امکان شته چې په T.Vيې وښايي ځکه چې درې،درې يو ورځينۍ لوبې دي .
حبيب زى:په پاى کې درنولوستونوکوته څه پيغام لرۍ مهرباني وکړئ
شاپور:دافغانستان ټولوخلکوته داپيغام لرم چې په يواتفاق ووسۍ اودافغانستان لپاره خدمت وکړئ.
حبيب زى:شاپور((ځدراڼ))صاحب له تانه يوه نړۍ مننه چې له مونږسره مرکې ته حاضر شوې مرکه مووکړه کور مو ودان !
شاپورله تاسونه هم مننه ډيره مهرباني