کور / سپورټي / په کندهار کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړي روزل کیږي

په کندهار کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړي روزل کیږي

 


د لوبې سپورټي روزنيزې مؤسسې LSTO له لوري په کندهار کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړو ته روزنه ورکول کیږي، د کرکټ دغه روزنیز کمپ چې د فبرورۍ په دوولسمه پيل شوی د اتو ورځو لپاره به دوام وکړي او بیا به ورپسې په لرغوني کندهار کې د شل بالیزه کرکټ ټورنمنټ هم وشي، د ایل ایس ټي اوو پدغه روزنیز کمپ کې به د سویلي ولایتونو لوبغاړي وروزل شي او دوی ته به د کرکټ د لوبې مهارتونه، قوانین او تخنیکي زده کړې ورکړل شي.




د کندهار ولایت د کرکټ مسؤل عبدالولي امین د لوبی سپورټي روزنيزې مؤسسې مننه وکړه چې پدغو روزنیزو پروګرامونو کې یې کندهار شامل کړی او په سختو شرایطو کې د کندهار ځوانانو ته د کرکټ روزنه ورکوي، ښاغلي عبدالولي امین زیاته کړه چې له دې روزنیز کمپ به لوبغاړي زیاته ګټه واخلي او د دوی د لوبې د مهارتونو په لوړولو کې خورا مفید دی.




بل لورته د کندهار د بدني روزنې امر ښاغلي محمد الله ګلالي بیا وویل چې دا په کندهار کې لومړی ځل دی چې دغسی دکرکټ روزنيز پروګرام د ۲۰۰ ځوانانو لپاره ترسره کيږي او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې لدی موقعې ګټه واخلي.
د ایل ایس ټي اوو چارواکي وايي چې دوی په پام کې لري د افغانستان په درېیو نورو ولایتونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه په لار واچوي او په دې توګه به په افغانستان کې تر زرو پورې کرکټ لوبغاړي وروزل شي، پدغه روزنیز پروګرام کې د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي دولت احمدزی او احمد شاه احمدي، دا ډول زراب شاه زهیر او محمد عالم د روزونکو په توګه برخه لري.




د کندهار په دغه روزنیز کمپ کې لوبې سپورټي روزنيزې مؤسسې ګډون کوونکو لوبغاړو ته يو جوړ مکمل لباس، جرابې، خولۍ او بوټ ورکړل شول او د روزنې په پای کې به د کندهار د کرکټ امریت ته د کرکټ د لوبې څلور بستې مکمل سامان هم ورکړل شي.