کور / سپورټي / کرکټ: خوست او غزني ماتې وخوړه

کرکټ: خوست او غزني ماتې وخوړه

د ایلیټ جام په سیالی کې نن په مارکو لوبغالي کې وردګ او غزني لایت کرکټ لوبډلې لوبه سره وکړه، ټاس میدان وردګ کرکټ لوبډلې وګاټه او غزني ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، غزني په ۲، ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره ۶۰ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه.
ورپسې چې میندان وردګ کرکټ لوبډلې بېټینګ پیل کړ، دوی په لسو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوزیدو سره ټاکل شوي، هدف ته ځانونه ورسول او دالوبه یې وګټله، دلوبې غوره لوبغاړی حمزه شو، نومړې ۵ لوبغاړي وسوځول.
هلته پاس د بهسودو په لوبغالي کې بغلان اود خوست ولایت کرکټ لوبډلې لوبه سره وکړه، خو خوست مات شو. پچه بغلان وګټله او خپله یې ټوپوهنه هم پیل کړه، دوی په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۴ منډې هدف مقابلې کرکټ لوبډلې ته وټاکه، خو د خوست ټول لوبغاړي په ۴۴،۲ اور کې په ۲۳۵ منډو باندې وسوځیدل او دا لوبه یې بغلان کرکټ لوبډلې ته وبایلله.
پدې لوبه کې غوره لوبغاړی محمود ونومول شو، محمود ۹۳ منډې جوړې کړې.