کور / سپورټي / افغان کرکټ بورډ ډاکټر صادق مدبر ته مډال ورکړ

افغان کرکټ بورډ ډاکټر صادق مدبر ته مډال ورکړ

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د چارو د ادارې (اداره امور) مشر ډاکټر صادق مدبر ته دهغو همکاريو له امله ايوارډ ورکړ چې نوموړي له کرکټ بورډ سره کړيدي. په هغه مراسيمو کې چې پدې موخه جوړ شوي وو، د افغانستان د کرکټ بورډ مرستيال مشر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ د پرمختياي چارو مشر ډاکټر نور محمد مراد،، د بورډ ادارې مدير ډاکټر ضيا الرحيم ضيا د کرکټ بورډ مالي مدير عبدالعلي، شينواري او د کرکټ بورډ د رسنيو مشر ډاکټر کمال سادات ګډون کړي وو، ددغې ايوارډ په اړه شهزاده مسعو وويل چې کرکټ بورډ هغه چاته ايوارډ ورکوي، چې د کرکټ د پراختيا او ودې لپاره يې ډيرې چارې کړي وي، نوموړي زياته کړه يو له هغو کسانو نه ډاکټر صادق مدبير هم دي، چې پدې اړوند يې له کرکټ بورډ سره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړيدي.
ورپسې دافغانستان د کرکټ بورډ د پرمختياي چارو مشر ډاکټر نور محمد مراد د ايوارډ په اړه د خبرو ترڅنګ د افغانستان د کرکټ په اړه وويل، چې د افغانستان کرکټ په ډيره لږه موده کې ډيرې برياوې ترلاسه کړي او په لږه موده کې يې د افغانستان بيرغ په ډيرو هيوادونو کې په ميړانه ورپاوه، ډاکټر مراد د چارو د ادارې له مشر نه وغوښتل چې د دغو برياو د ساتلو او د لاډيرو برياو ترلاسه کولو لپاره بايد د افغانستان دولتي چارواکي له کرکټ بورډ سره نورې همکاري هم ورکړي تر څو د افغانستان کرکټ لاډيره وده وکړي. ډاکټر نور محمد مراد دا غوښته هم وکړه چې د افغانستان حکومتي چارواکې بايد له پاکستان، هندوستان، سريلنکا، ويسټ انډيز او د نورو هيوادونو له مشرانو سره د افغانستان د کرکټ په اړه وغږيږي ترڅو د نورو هيوادونو لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې سره لوبو کولو ته وهڅوي، نوموړي زياته کړه چې که داسې وشي ډيرې ګټې لري، د ده په خبره هم به د افغان لوبغاړو تجربې زياتې شي، وبه هڅول شي او هم به د افغا نستان اړيکې له نورو هيوادونو سره د کرکټ له لارې ښه ډيره پراختيا ومومي.
د مراسيمو په جريان کې اداري مدير ډاکټر ضياالرحيم ضيا د ايوار په اړوند خبرې وکړې، ضيا زياته کړه چې ايوارډ په معنوي لحاظ ستر اهميت لري او تر ډيره هغه چاته ورکول کي چې خپل ژوند کې يې داسې ښې چارې کړي وي، چې ډيرو خلکو نه وي کړي. ډاکټر ضيا دا ايوارډ چې ډاکټر مدبير ته ورکړل شو، دواړو غاړو ته د افتخار ځاي وباله.
د کرکټ بورډ مالي مدير عبدالعلي شينواري هم د ايوارد په اهميت وغږيده، نوموړي زياته کړه چې په نړي کې ايوارډ ډير کمو خلکو ته ورکول کيږي او هغه څوګ چې ايوارډ اخلي هغې په ژوند کې ډير مثبت کارونه ترسره کړي وي او په خپلو چارو کې بريالي وي، چې هغه برياوې نه يواځې خپله د ايوارډ کټونکي لپاره بلکه د ټولنې لپاره هم د ګټې سبب ګرځيدلي وي.
پدې مراسيمو کې د کرکټ بورډ د رسنيو مشر ډاکټر کمال سادات وويل چې ايوارډ داسې يو شي دي، چې د يوچا د ژوند ارزيابي کوي، پدې معني چې ايوارډ هغه چا ته ورکول کيږي چې ژوند يې له برياوو سره وي، برياوې په ډير تکليف او زحمت سره تر لاسه کيږي.
ورپسې د چارو د ادارې مشر ډاکټر صادق مدبير د کرکټ بورډ له مشر تابه، له نورو ټولو غړيو او له لوبغاړو مننه وکړه چې په دومره لوړه کچه يې د دوي د کارونو ستاينه وکړه. مدبير زياته کړه چې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ريښتيا هم چې د افغانستان نوم په سيمه او نړي کې اوچت کړي او افغانستان يې په نوي انداز په نړي پيژندلي دي، نومړي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هغو ډيرو برياوو يادونه هم وکړه چې په لږه موده کې يې ډيرې کاميابې ترلاسه کړي. ډاکټر مدبير دا برياوي نه يواځې د کرکټ بورډ لپاره بلکه د ټول افغا نستان د خلکو لپاره د افتخار ځاي وباله. نومړي د کرکټ بورډ د پرمختيايي چارو د مشر ډاکټرنورمحمد مراد کړو وړانديزونو ته مثبت ځواب ووايه اوزياته يې کړه چې شوي وړاندېزونه به وزيرانو شورا ته ورسوي او بيابه دغې شورا ته د کرکټ بورډ مسولين هم وغواړي ترڅو د کرکټ بورډ مسولين خپله خپلې غوښتنې د وزيرانو شورا ته ووايي.