کور / سپورټي / لغمان، بغلان، میدان وردګ او پکتیا نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه

لغمان، بغلان، میدان وردګ او پکتیا نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه

د کرکټ بورډ لخوا ولایتي غوراوي سیالی چې د مارچ په شلمه پیل شوی وه، سبا به نیمه پای لوبې پیل شي. نیمه پای لوبو ته لغمان، بغلان، میدان وردګ او د پکتیا ولایت کرکټ لوبډله پدې وتونیده چې نیمه پای لوبو ته لار پیدا کاندي.
د مارکو په لوبغالي کې د شوي لوبې صورت حال:
نن په مارکو لوبغالي کې پنجشیر او لغمان ولایت لوبه وکړه چې د لغمان په ګټه تمامه شوه. ټاس پنجشیر لوبډلې وګاټه او توپوهنه یې هم پیل کړه. دوی په ۳۳،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۸۷ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته وټاکه. په دوی کې اوپنران (لوب پیلي) سربلند او نبیل وو. سربلند ۱۸ منډې جوړې کړې، نوموړی شکور اووټ کړ. نبیل په صفر باندې نورالحق وسوځوه.
کله چې لغمان ولایت لوبډلې توپوهنه پیل کړه، دوی په ۱۶ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ او دا لوبه یې د ځان په ګټه تمامه کړه. د دوی اوپنران (لوب پیلي) نورالحق او عبدالرحمن ول. نورالحق د ۱۶ منډو له جوړیدو وروستو د بریال په توپ کیچ کړای شو او عبدالرحمن په ۴۴ منډو باندې سلیم اووټ کړ.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی نورمحمد ونومول شو، نور ۵ لوبغاړي سوځوولي ول.
په بهسودو لوبغالي کې د شوي لوبې حال او احوال:
پدې لوبغالی د پکتیا او د لوګر ولایت کرکټ لوبډلې میدان ته وتي وې، خو لوبه د پکتیا لوبډلې وګټله. پچه( ټاس) چې واچول شو د پکتیا کرکټ لوبډلې وګاټه، خو د توپوهنې ( بېټینګ) ته یې د لوګر لوبډله راوبلله. لوګر په تر سره شوي بېټینګ کې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۳ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۲۳۴ منډې ټارګیټ کیښوده. د دوی اوپنران ناصر جمال او ضیاالحق ول. ناصر جمال د ۴۴ منډو له جوړیدو وروستو امیر وسوځوه او ضیاالحق په صفر باندې اووټ شو.
ورپسې چې پکتیا لوبډلې لوبه پیل کړه، دوی په ۴۱ اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او دا لوبه یې وګټله. د دوی اوپنران افسر ځاځی او فضل نیازی ول. افسر ځاځي ۲۵ منډې وکړې داود اووټ کړ او فضل نیازي ۴۶ منډې وکړې.نومومړی د نجیب لخوا وسوځیده. پدې لوبه کې مین آف د میچ امر ونومول شو، امر ۶۴ منډې وکړې او هم یې د مقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړي اووټ کړل.
سبا به نیمه پایې لوبې پیل شي:
پدې لوبو کې به میدان وردګ، لغمان، بغلان، او پکتیا ولایت ګډون وکړي.