کور / سپورټي / رضا ګيلاني شاهد افريدي ته ټليفون وکړ

رضا ګيلاني شاهد افريدي ته ټليفون وکړ

د پاکستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني د پاکستان د کرکيټ لوبډلي کپتان شاهد افريدي ته تلېفون وکړ او ورته ويلي چي ښه لوبه وکړي، بېله دې سوچ څخه چي کوم اړخ يې ګټي.
رضا ګيلاني افريدي ته ويلي چي د پاکستان د ټول ملت د اميد سترګي ده ته دي او د عوامو دوعاګاني ورسره دي.
راپور وايي شاهد افريدي لومړي وزير ته ډاډ ورکړى چي هر لوبغاړى به يې د لوبي د ګټلو دپاره نهايي کوښښ وکړي.
ټاکل سوې ده چي سبا د هند د پنجاب ايالت په موهلي ښار کي د پاکستان او هندوستان د لوبډلو ترمنځ د ٢٠١١ کال د منځلوبو دوهمه لوبه ترسره سي.
د دې لوبي نندارې ته د دواړو هيوادونو صدراعظمان ورځي.
که سبانۍ لوبه هره خوا وګټي په پايلوبه کي د نن ورځي له ګټونکي سريلانکا يا نيوزلنډ سره مخ کېږي.