کور / سپورټي / عمرګل: په سبانۍ لوبه کي شعيب اختر هم لوبېږي

عمرګل: په سبانۍ لوبه کي شعيب اختر هم لوبېږي

د پاکستان د کرکيټ لوبغاړى عمرګل وايي په پام کي لري چي له هندوستان سره په لوبه کي د پاکستان تر ټولو تېز بالر شعيب اختر هم ګډون وکړي.
عمرګل وايي په لوبه کي د شعيب اختر په ګډون ځکه خوشحاله دئ، چي يو خو هغه تجربه کار بالر دئ او بل به د ده هم اوږې سپکي سي.
عمرګل وايي دى هيله لري چي شعيب به د پخوا په څېر له هند سره په مسابقه کي ښه لوبه وکړي.
شعيب اختر د د ورلډکپ په مسابقو کي د پاکستان په وروستيو درو لوبو کي له ګډون څخه بې برخي وو. د نوموړي په هکله ويل کېده چي له کامران اکمل سره تر جنجال وروسته له لوبډلي څخه وتلى دئ، خو عمرګل وايي شعيب د نيوزلنډ تر لوبي وروسته استراحت کاوه.