کور / سپورټي / حمید حسن او محمد نبي په ایم سي سي کې لوبې کوي

حمید حسن او محمد نبي په ایم سي سي کې لوبې کوي

د افغانستان دملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي(حمید حسن، محمدنبي عسی خیل) اوس په دوبی کې د انګلستان په مېري لبون کرکټ کلب( ایم سي سي ) له لوري لوبې کوي. پدې څلور ورځنیو لوبو کې د نړی نور نوموتي لوبغاړي هم ګډون لري. لکه د هندوستان راهول ډراویډ، د انګلستان ایس ایم ډیوېس او یو شمیر نور.
افغانستان ته پدې لوبو کې د افغان لوبغاړو شتون ځکه مهم دی چې لدې معلومیږي چې افغان لوبغاړي دومره تواناي لري چې د نړی په مهمو مهمو کرکټ کلبونو کې لوبې ترسره کوي، پدې اړوند د افغانستان کرکټ بورډ ایچ پي پي بشیر ستانکزی وایي چې پدې سره به د افغان لوبغاړو خوصلې نورې هم لوړې شي او د افغانستان ځوان کل لوبغاړي به د کرکټ لوبو ته لاوهڅیږي. دا لوبې چې دامهال د ابوظهبی نړیوال لوبغالي کې روانې دي افغان لوبغاړي پکې ښه روان دي. دا دوه تکړه افغان لوبغاړي د نوموړي کلب له لوري د موهیر غاشیر کاونټي په وړاندې چې دنړی بل مشهور کلب دی لوبې کوي. حمید حسن او محمد نبي عسی خیل په ۲۰۰۵ کې دغې کلب ته ټاکل شوي ول.
د ایم سي سي کلب په نړی کې هغه مشهور کلب دی چې د کرکټ نړیوال قوانین هم همدغې کلب جوړ کړي او دا مهال په نړی کې له پورا شهرت نه برخمن دی.