کور / سپورټي / هندوستان پاکستان ته ماته ورکړه

هندوستان پاکستان ته ماته ورکړه

هندوستان د ٢٠١١ کرکيټ د نړۍ وال کپ په نيمه پايلوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه.
د هندوستان لوبډلي پچه وګټله او بيټينګ ته ودرېده چي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سرره يې ٢٦٠ منډي جوړي کړې.
له پاکستان څخه وهاب رياض تر ټولو ښه بالينګ وکړ چي په ١٠ آورونو کي يې ٤٥ منډي ورکړې او شپږ هندي لوبغاړي يې وسوځل.
د پاکستان تېز بالر عمرګل له معمول خلاف ښه ونه ځلېدئ، په اتو آورنو کي يې ٦٨ منډي ورکړي وې او کوم کس يې هم نه وو سوځلى.
د پاکستان له خوا محمدحفيظ يو او سيداجمل دوه هندي لوبغاړي وسوځل.

پاکستان ونسواى کولاى چي په ټاکلو ٥٠ آورونو کي د هندوستان ورکړى ٢٦١ منډي جوړي کړي، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٣٠ منډي په داسي حال کي جوړي کړې چي يو بال يې لا پاته وو.
بايد وويل سي چي دغه لوبه د هند د پنجاب ايالت په موهلي ښار کي ترسره س ه، چي د پاکستان صدراعظم يې هم نندارې ته ورغلى وو.
د مارچ پر دوهمه به د هندوستان او سريلانکا ترمنځ د هند په ممبى ښار کي پايلوبه ترسره سي.

وېډيو ګاني :