کور / سپورټي / کندوز: د ایل ایس ټې او مؤسسی دکرکټ روزنیز کیمپ جوړ کړ

کندوز: د ایل ایس ټې او مؤسسی دکرکټ روزنیز کیمپ جوړ کړ

د لوبې سپورتي موسسه( ایل ایس ټې آو )چې د لوبو( سپورت) یوه روزنیزه موسسه ده، په کندوز ولایت کې د ۲۰۰ ځوانانو لپاره د کرکټ لوبې د زده
کړې ۸ ورځنی کیمپ په لاره واچاوه. د نوموړي موسسې د روزنیزې څانګې مشر وویل چې د کندوز ولایت له ټولو ولسوالیو نه ګڼ شمیر ځوانان دکرکټ لوبې د زدکړې په موخه د کرکټ بورډ سمیز دفتر ته ورغلي ول چې له هغې نه ورسته دوی وکړای شول ۲۰۰ ‌ژڼي ( ځوانان) پدې روزنیز کیمپ کې د روزنې لاندې ونیسي. د ه دا هم زیاته کړه چې د کرکټ دغو منیه والو ته د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی میرویس اشرف، هستي ګل عابد او د محمد عالم کندهاري لخوا دکرکټ لوبې په هره برخه کې زدکړې ورکول کیږي.
ده زیاته کړه چې له روزنې وروستو به ددغو لوبغاړو ترمینځ شل توپیزه (شل بالیزه) لوبه هم ترسره شي. د ده په خبره له ټرینینګ وروستو به ټولو هغو ځوانانو ته چې پدې ټرینینګ کې یې برخه اخیستي ده، دوی ته به د کرکټ ټول وسایل او همداشان د لوبغاړو لباس هم ورکړل شي.
د دغو ټرینینګونو په اړه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش وویل چې د ایل ایس ټې او دا کړنې د قدر وړ دي او دا یو ښه قدم دی، پدې سره به د کندوز خلک د کرکټ له لومړنیو زدکړو برخمن شي او د نوموړي ولایت ځوانانو ته به بوختیا او د لوبې کولو زمینې برابرې شي، دانش زیاته کړه چې دوی له هر هغه چاسره همکاري کوي چې د هغوی د چارو له امله کرکټ وده او پرمختګ کوي.
نسیم دانش دا خبره هم وکړه چې ټولې هغه انجیوګانې او موسیسې چې د کرکټ په اړه کار کوي کرکټ بورډ به ورسره په هره برخه کې پوره پوره همکاري وکړي ترڅو کرکټ لاپرمختیا ومومي. نوموړی زیاته کړه چې که څه هم کرکټ په افغانستان کی اوږد تاریخ نلري، خو په لنډه موده کې یې سترې تاریخي بریاوې د افغانستان د خلکو په برخه کړي دي. د ده په خبره کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ځوانانو لپاره د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د کرکټ لوبغالي او اکاډمی جوړې کړي ترڅو ځوانان په آرامه فضا کې د کرکټ له لوبو څخه خوند واخلي.