کور / سپورټي / د مسک عينک او بند امير لوبډلو تر منځ پاى لوبه روانه ده

د مسک عينک او بند امير لوبډلو تر منځ پاى لوبه روانه ده

د احمدشاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ
د بند امير او مسک عينک زونونو لوبډلو ترمنځ پاى لوبه روانه ده
کابل ، ٢٦ ثور ۱۳۹۰
د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د احمد شاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ په لړ کې چې د افغانستان د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي، د بند امير او مس عينک زونونو لوبډلو ترمنځ پاى لوبه پيل شوې ده.
دغه درې ورځنۍ سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتيا لوړولو او تجربو زياتولو په موخه د پاکستان په پېښور ښار کې په لاره اچول شوې چې پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هېواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عينک، سپين غر او بند امير) لوبډلو ګډون کړى دى.
ددې سياليو وروستۍ يا پاى لوبه د سپين غر او بند امير لوبډلو ترمنځ پرون پيل شوي ده.
د پاى لوبې پچه يا ټاس د مس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې د بالنګ يا توپ اچولو پرېکړه وکړه.
د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز)کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، د دوى له لوري حامد تر ټولو زياتې٥١ منډې جوړې کړې.
د مس عينک لوبډلې له لوري محمد نواز ‌څلور او عزت الله د بند امير درې لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز) کې تېره ورځ د ورځې تر پايه پورې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٤ منډې جوړې کړې وې. د مس عينک کپتان محمد نبي عيسى خېل ٨٢ منډې جوړې کړې او لا هم ندی سوځیدلی.
د بند امير له لوري شاه پور درې او حمزه هوتک دوه لوبغاړي وسوځول.
نن د لوبې دويمه ورځ ده او بند امير خپله لوبه بيا پيل کړې ده.