کور / سپورټي / مسک عينک لوبډله د احمدشاه ابدالي کرکټ تورنمينټ اتله سوه

مسک عينک لوبډله د احمدشاه ابدالي کرکټ تورنمينټ اتله سوه

کابل ، ٢٧ ثور ۱۳۹۰
د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د احمد شاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ پاى لوبه د مسک عينک لوبډلې ګټلو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
دغه درې ورځنۍ سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتيا لوړولو او تجربو زياتولو په موخه د پاکستان په پېښور ښار کې په لاره اچول شوې چې ،پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هېواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عينک، سپين غر او بند امير) لوبډلو ګډون کړي وو .
ددې سياليو وروستۍ يا پاى لوبه دمس عينک او بند امير لوبډلو ترمنځ ترمنځ درې ورځې مخکې پيل شوې وه او نن پاى ته ورسېده.

د پاى لوبې پچه يا ټاس د مس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې د بالنګ يا توپ اچولو پرېکړه وکړه.
د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز)کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، ددوى له روري حامد تر ټولو زياتې٥١ منډې جوړې کړې.
د مس عينک لوبډلې له لوري محمد نواز ‌څلور او عزت الله د بند امير درې لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز) کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦١ منډې جوړې کړې او دغه راز يې پر بند امير ٨٩ منډې زياتې کړې.

د مس عينک له لوري د لوبډلې مشر محمد نبي ٩٠ او عزت الله ٥٦ منډې جوړې کړې.
د بند امير لوبډلې پخپل دويم وار ( اننګز) د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٢ منډې جوړې کړې، حميد ٨٠ او نواب ٦٩ منډې جوړې کړې.
دغه راز ددې لوبې د ګټلو لپاره د بند امير لوبډلې د مس عينک لوبډلې ته د ٢٠٧ منډو هدف وټاکه، چې د مس عينک لوبډلې د اوه لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د مس عينک لوبډلې لوبغاړى محمد نبي چې په دې پاى لوبه کې يې ١١٥ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې هم وسوځول د پاى لوبې غوره لوبغاړى وګرځول شو.
د دې ټورنامنټ په پاى کې د کرکټ بورډ د غړي دولت احمدزي لخوا د مس عينک لوبډلې کپتان نوروز منګل ته د اتلولۍ جام او نورو لوبغاړو ته يې مډالونه ورکړل.
د سپين غر لوبډلې لوبغاړى شهزاد محمدي چې په دې سياليو کې يې تر ټولو زياتې ٤٧٤ منډې جوړې کړې وې، د ټورنامنټ غوره توپ وهونکى ( بيټسمين)، د بند امير لوبډلې لوبغاړى او توپ اچوونکى عزت الله چې په دې سياليو کې يې ٢٧ لوبغاړي وسوځول غوره توپ اچوونکى ( بالر) اعلان شو.
دغه راز شېر خان ښه ويکټ ساتونکى او نور علي ښه فيلډر اعلان شو