کور / سپورټي / کرکيټ: افغان ملي لوبډله سياليو ته تيارﺉ نيسي

کرکيټ: افغان ملي لوبډله سياليو ته تيارﺉ نيسي

کابل  ٣١ ثور ١٣٩٠


د پاکستان د کرکټ  الف لوبډلې سره د دريو سياليو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنيز کمپ په جلال اباد ښار کې روان دى.


دغه ټريننګ کمپ د دوه ورځې مخکې د ثور په ٢٩مه، پيل او ټاکل شوې د ه چې د جوزا تر دويمې نيټې پورې دوام وکړي.


په دې کمپ کې د پاکستان د سفر لپاره اعلان شوي ١٦ کسيزه لوبډله او دوه نور احتياطي لوبغاړي برخه اخلي او هره ورځ په دوو وختونو کې خپل تمرينات ترسره کوي.


د  افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکى ښاغلی راشد لطيف جلال اباد ته راغلى او د هغه د سرپرستۍ لاندې دغه روزنيز پروګرام ترسره کېږي.


ښاغلی لطيف وايي چې د کرکټ لوبې د بېلا بېلو برخو د روزنې ترڅنګ لوبغاړو ته بدني ورزش هم ورکول کېږي .


هغه زياتوي چې افغان ملي لوبغاړي ښه وړتيا لري او هيله يې څرګنده کړه چې د پاکستان په سياليو کې به خپله وړتيا څرګنده او ښه لوبه ترسره کړي. 


بلخوا د پاکستان د کرکټ  بورډ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د دريو سياليو لپاره په جوړ شوي مهال وېش کې تغير راوستى دى.


له دې مخکې دوى اعلان کړى و، چې لومړى لوبه به په فيصل اباد، دويم په راولپنډۍ او درېيمه به په ايبټ اباد کې ترسره کېږي.


خو اوس د پاکستان د کرکټ بورډ  اعلان کړى، چې لومړۍ لوبه د ايبټ اباد پر ځاى په اسلام اباد ، دويمه په راولپنډۍ او درېيمه به دشپې لخوا په فيصل اباد کې ترسره کېږي.


ټاکل شوې ده چې لومړۍ لوبه د جوزا په پنځمه، دويمه به په اوومه او درېيمه به په نهمه ترسره شي.


د پاکستان د سياليو لپاره  ملي لوبډلې لوبغاړي په لاندې ډول دي.


نوروز منګل ( کپتان) محمد نبي ( مرستيال کپتان) کريم صادق ، محمد شهزاد، نور علي ځدران ، محمد اصغر ، جاوېد احمدي، سميع الله شينواري، ميرويس اشرف، حميد حسن، شاه پور ځدران، عزت الله دولتزى، دولت ځدران ، شبير نوري او نسيم الله خان .


افتاب عالم او فضل نيازى په احتياطي لوبغاړو کې اخيستل شوي دي.


ددغې روزنیز کیمپ په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش وایي چې لوبغاړي په پوره نظم او دسیپلین سره خپلې روزنیزې چارې پرمخ بیایي. ښاغلي دانش هیله وښوده چې لوبډله به یې په پاکستان کې په کیدونکو لوبو کې ښې لاس ته راوړنې ولري، نومړي دا خبره هم وکړه چې د لوبغاړو د روزنې لپاره یې جلال اباد ځکه خوښ کړه چې، د جلال اباد او د پاکستان اب هوا تر ډیره توپیر نه سره لري.


ښاغلي دانش زیاته کړه چې دا د کیمپ په درشل کې ملي لوبډلې ته نوي راغلي لوبغاړي هم د ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو او داشان له کیپتان سره هم اشنا شول، او له یوه بل سره یې خپلې تجربې او نظزیې شریکې کړې. دانش له پاکستان سره راتلونکي لوبې مهمې او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو بل مهم ګام وباله.