کور / سپورټي / پاکستان له افغانستان نه دريمه لوبه هم وګټله

پاکستان له افغانستان نه دريمه لوبه هم وګټله

د افغانستان او پاکستان د الف لوبډلې ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو سیریز پرون دپاکستان په بریا پای ته ورسیده.
دریمه لوبه دپاکستان د پنجاب ایالت د فیصل اباد ښار په اقبال سټیډیم کې له غرمې وروسته پیل او دشپې په لسو بجو پای ته ورسیده.
ددې لوبې پچه یا ټاس دافغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وګټله او لومړی یې د بیټنګ کولو پریکړه وکړه، دافغانستان لوبغاړو په دې لوبه کې ډیر ښه بیټنګ وکړ او ويې کولی شول چې ټول ۵۰ اورونه ولوبوي.
د افغانستان ملی لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۴ منډې جوړې کړي او پاکستان ته يې د ۲۷۵ منډو هدف وټاکي.
د افغانستان له لوري نور علي ځدران ۵۱، کریم خان صادق ۴۲ ، میرویس اشرف ۳۱ ، شبیر نوري ۳۱ او محمد نبي ۲۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لوبډلې ددې هدف ترلاسه کولو لپاه ډیره تیزه لوبه پیل کړه، خو په ۴۸ منډو یې لومړی لوبغاړی وسوځیدو، بیا دافغانستان د لوبغاړو د ښه بالنګ له امله د پاکستان لوبغاړو ونه شو کړای چې تیزې منډې جوړې کړې، د پاکستان به ۱۸۳ منډو ۶ لوبغاړي سوځیدلی وو او داسې ښکاریده چې لوبه به افغانستان وګټي خو دوو پاکستانیو لوبغاړو سرفراز احمد او صدف حسین ډیره ښه لوبه وکړه آن داچې لوبه یې پخپله ګټه پای ته ورسوله..
پاکستان په ۴۸ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۸ منډې جوړې او دغه راز لوبه یې وګټله.
پاکستاني لوبغاړي سرفراز احمد چې په دې لوبه کې یې ۶۱ منډې جوړې کړې ، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د لوبې په پای کې د پاکستان د کرکټ بورډ مسوولینو او د فیصل اباد ښار د دولتي چارواکیو پر افغان او پاکستانیو لوبغاړو ډالۍ او مډالونه وویشل شول.
له دې مخکې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد او راولپنډۍ ښار کې هم دوې لوبې چې شوي وې، هغه دواړه هم پاکستان وګټلې..
خودا چې هغه کوم لاملونه او ستونزې وې چې زمونږ لوبغاړو په مسلسل ډول ماتې وخوړې، پدې اړه د کرکټ بورډ اړونده چارواکي لګیادي چارې کوي چې لومړی هغه نیمګړتیاوي پیدا او بیا ورباندي عملي چارې وکړي.
دا ستونزې که په هره برخه کې وي د کرکټ بورډ چارواکو دا پتیلي ده چې خامخا به ورباندې عملي کار ترسره کیږي.