کور / سپورټي / په هالنډ کې د افغانانو تر منځ د ولیبال سیالي وشوه

په هالنډ کې د افغانانو تر منځ د ولیبال سیالي وشوه



د نورو هیوادونو په څير په هالنډ کې هم ګڼ شمېر افغانان د ولیبال لوبډلې لري، چې د بریدا ښار افغان لوبډلې پتیلې وه د افغان لوبډلو تر منځ سیالۍ جوړې کړي.


د مې د میاشتې په نهه ویشمته نیټه د هالنډ له بیلابیلو سیمو څخه (۱۲) افغان لوبډلو تر منځ د ولیبال سیالۍ وشوې.


، دا سیالۍ د ورورګلوۍ فضا کې تر سره شوي، په دی سیالیو د روتردام او بریدا لوبډلو تر منځ اخیرانۍ لوبه تر سره شوه، که څه هم لوبه د روتردام لوبډلی په ګټه تمامه شوه، خود یادولو وړ ده چې لوبه دواړو خواو ډیره په زړه پوري ترسره کړه ، او د ننداره کوونکو له خوا هم په ډیرو زیاتو چکچکو بدرګه کیده.


د لوبې څخه وروسته یوې هالنډۍ ښځې ، چې د بریدا میشتو افغان ځوانانو سره یې د سیالیو په برابرولو کې مرسته کوله په خپل لاس انعامات تقسیم کړل، د انعاماتو له تقسیمولو څخه وروسته هغې هالنډۍ ګډونوالو ته په زړه پوري خبري وکړي، او له ټولو افغانانو څخه یې مننه وکړه.


د ویډیو لپاره دلته کلیک وکړئ http://www.youtube.com/watch?v=63u5VJ1Qy-o&feature=player_embedded