کور / سپورټي / د هېواد ١٩ کلنو د کرکټ لوبغاړو کېنيا ته ماته ورکړه

د هېواد ١٩ کلنو د کرکټ لوبغاړو کېنيا ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو ټیم د نړېوال جام د غوراوي په سیالیو کې ديکشنبي په شپه کینیا ته هم ماتې ورکړه.
د لسو هېوادونو ترمنځ د نولس کلونو ځوانانو د ټیمونو ترمنځ د کرکټ دا لوبې لس ورځې مخکې په ایرلینډ کې پیل شوي دي.
د افغانستان ټیم تر اوسه په دې سیالیو کې اوه لوبي کړي چې درې یې ګټلي او څلور یې بایللي او په اوم مقام کې ځای لري