کور / سپورټي / د فوټبال سيالۍ د احمدشابابا ليسې په ګټه پاى ته ورسېدې

د فوټبال سيالۍ د احمدشابابا ليسې په ګټه پاى ته ورسېدې

په كندهار كي د نشه يي توكو پر ضد د فوټبال سيالۍ پاى ته ورسېدې او لومړى مقام د احمدشابابا لېسې لوبډلي خپل كړ .
دا سيالۍ چي پوره يوه مياشت مخكي د كندهار په احمدشاهي لوبغالي کي په لاره اچول سوي وې ۵۲ لوبډلو ګډون پكښي كړى ؤ چي پايلوبي ته يې د احمدشا بابا لېسې او پامير لوبډلي را و وتې .
دې دواړو لوبډلو تېره شپه لس بجې د زرګونو ننداره چيانو په وړاندي په زړه پوري لوبه وكړه . په لوبه كي دواړو خواوو كوښښ كاوه چي په خپله ګټه ګول ووهي خو ونه توانېدل او تر لوبي وروسته پاينالټۍ ووهل سوې .
په پاينالټيو كي د احمدشابابا لېسې لوبډلي وكولاى سواى چي سيالي په خپله ګټه پاى ته ورسوي او لومړى مقام خپل كړي او د ټولو ننداره چيانو په وړاندي يي ګټلى كپ پورته كړ چي د زرګونو ننداره چيانو له لوري په تودو احساساتو كي په چكچكو بدرګه سول .
په پاى كي احمدشابابا لېسې لومړى ، پامير دويم او كندهار سپورټ لوبډلي دريم مقامونه خپل كړل .
په وروستيو كي پر برياليو لوبډلو برابري سوي تحفې هم ووېشل سوې .
بايد وويل سي چي د روژې په ټوله مياشت كي د شپې له لوري يادو سياليو دوام درلود چي په زرګونه ځوانانو به يې د شپې تر يوې بجې ننداره كوله