کور / سپورټي / کندهار : د بست زون د کرکټ انټرکلب سيالۍ پيل سوې

کندهار : د بست زون د کرکټ انټرکلب سيالۍ پيل سوې

د کندهار د عينو مېني ښارګوټي په کرکټ لوبغالي کي د بست زون په سطحه د کرکټ کلبونو ترمنځ د انټر کلب په نوم د کرکټ ټورنامينټ رسماً پيل سو.
په دې ټورنامينټ کي د کندهار ترڅنګ د هلمند، هرات او زابل ولايتونو منتخبي کرکټ لوبډلي برخه لري او د شپږو ورځو په موده کي به له يو بل سره د زون په کچه د اتلولۍ ګټلو په موخه ولوبيږي.
په دې ټورنامينټ هري لوبډله درې-درې لوبي کولاى سي او هر هغه ټيم چي تر درې لوبو وروسته يې د نمرو دجدول په سر کي ځاى درلود ددې ټورنمينټ اتلولي خپلوي.
له دې ټورنامينټه وتونکى کلب به د هېواد په کچه د کلبونو ترمنځ په سياليو کي برخه اخلي او د خپلي اتلولۍ څخه د دفاع په موخه به لوبېږي.
ددې ټورنمينټ په لومړۍ ورځ پرون د کندهار او هرات ولايتونو د کلبونو ترمنځ لوبه وسوه ، ددې لوبي پچه د هرات ټيم وګټله او لومړى يې خپله د توپ وهلو پرېکړه وکړه چي په ٣١ اووره کي کي يې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو وروسته مخالفي ډلي ته د ١٧٤ منډو هدف وټاکه.
په مقابل کي د کندهار لوبډلي په ډېره اسانۍ سره د لوبي په ٢٢ اوور کي د درو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ټاکل سوى هدف تر لاسه کړ او په ډېره اسانۍ سره يو بل قدم مخته ولاړل.
د بست زون د انټرکلب کرکټ ټيمونو ترمنځ د پيل سوي کرکټ ټورنامينټ په دوهمه ورځ نن د هرات او هلمند لوبډلي د يو بل پر وړاندي د سيالۍ ډګر ته ووتې.
د لوبي پچه د هرات لوبډلي کپتان وګټل او يو ځل بيا يې د توپ وهني يا بيټنګ پرېکړه وکړه چي د مخالفي ډلي د تباه کوونکي بالنګ مقابله يې ونکړاى سوه او ټول لوبغاړي يې په ١٠٧ منډو کي وسوځېدل.
د هلمند لوبډلي ټاکل سوى هدف د پنځو لوبغاړو له سوځېدو وروسته تر لاسه کړ او په پنځو ويکټو يې د هرات ټيم په دوهمه لوبه کي هم له ماتي سره مخ کړ.