کور / سپورټي / د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې تر نامه لاندي ټورنمينټ پيل سو

د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې تر نامه لاندي ټورنمينټ پيل سو

په هلمند ولايت کي د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې تر نامه لاندي د فټبال ټورنمينټ پيل سو . ياد تورنمنټ چي د يكشنبې په ورځ د لښكرگاه په كرزي لوبغالي كي پيل سوپكــښي د لښكرگاه اوځينوولسواليو۲۶لوبډلو ونډه لرله او ٢٣ به دوام وکړي .
د هلمند د سپورت اوبدني روزني آمرعصمت الله مسلم د يكشنبې په روځ خبريالانوته وويل چې په دې تورنمنټ كي به د لښكرگاه سربېره د گرشك ،مارجې، ناوې اونادعلي ولسواليوټولي ۲۶لوبډلي برخه اخلي چي شاوخوا ۲۳ورځي به دوام وكړي.
د ده په وينا لكه څنگه چي په دې ولايت كي د نشيي توكوپه وړاندي مبارزه د تېر په پرتله گړندۍ سوې نوترهمدې نامه لاندي يې دا ټورنمنټ هم پيل كړى ترڅوځوانان وهڅوي چي د سپورت په لورمخه كړي اوپه راتلونكي كي هم پلان لري چي دې ته ورته نورپروگرامونه په لاره واچوي.
نوموړى وايي چي د شنبې په ورځ هم ددې تورنمنټ په لړكي د خراسان او وحدت لوبډلوترمنځ د فټبال لوبه ترسره سوه چې په مساوي توگه پاى ته ورسيده.