کور / سپورټي / دسرې مياشتي اوونۍ په مناسبت دکرکيټ لوبي رواني دي

دسرې مياشتي اوونۍ په مناسبت دکرکيټ لوبي رواني دي

دا چې په لغمان او جلال اباد کې د ځوانو رضاکارانو لپاره د کرکټ ټيمونه فعال شوي نو روزانه د خپل تمرين ترڅنګ يې په ګڼو ولايتي سياليو کې برخه اخستې ده.


 د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ په را راسېدو ده نو پر همدې مناسبت د ننګرهار او لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ لوبډلو دوستانه سيالي تر سره کړه.


  لمړۍ توپ وهنه د لغمان د سرې مياشتې ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ پیل کړه چې د ۱۴ ټاکلي او رونو په پوره کولو يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د ننګرهار د سرې مياشتې ټيم ته يې ۱۹۵ – هدف ټاکلی وو، ورپسې د ننګرهار د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کرکټ لوبډلې توپ وهنه پيل کړه چې د۱۲۷ منډو په جوړولو سره يې په ټاکلي او رونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.


   لوبه د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ په ګټه پای ته ورسېده، چې د لمړي مقام په ګټلو سره يې لمړی کپ د لغمان او دوهم د ننګرهار د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ لوبډلې ته ورکړل شو، د يادونې وړ ده چې پدې لوبه کې د کرکټ ډېرئ مينه والو ګډون کړی و.