کور / سپورټي / د احمدولي خان کرزي په نوم د فټبال ټورنامينټ پيل سو

د احمدولي خان کرزي په نوم د فټبال ټورنامينټ پيل سو

د کندهار د ولايتي شورا د مخکيني رئيس او دولسمشر کرزي د کشر ورور احمدولي خان کرزي په نوم د فټبال ناک اوټ ټورنامينټ دکندهار په احمدشاهي لوبغالي کي تېر ماځيګر پيل سو.


په دې ټونارمينټ کي د کندهار د ٢ لوبډلوترڅنګ د فراه ولايت او  د چمن ښارګوټي فټبال لوبډلي هم برخه لري.


دغه ټورنامينټ به ٧ ورځي دوام لري او هرهلوبډله درې –درې لوبي کولاى سي تر څو  خپلو سيالانو ته په ماتي ورکولو سره ددېټورنامينټ اتلولي خپله کړي.


پرون چي د ټورنامينټ لومړۍ ورځ وه د کندهارب منتخبه لوبډله د چمن ښارګوټي د منتخبي لوبډلي پر وړاندي د سيالۍ ډګر ته راووتلخو هيڅ يوه لوبډله په دې بريالۍ نه سوه څو بال د مخالفي لوبډلي د ګول تر جاله ورورسوي او په دې توګه لوبه صفر د صفر په مقابل کي په مساوي توګه پاى ته ورسېده.


ټاکل سوې چي نن په دوهمه ورځ او دوهمه لوبه کي د کندهار الف منتخبه لوبډله د فراه ولايت د منتخبي لوبډلي پر وړاندي د زرګونهکندهاري نندارچيانو په مخ کي خپل بخت وازمايي.


هېره دي نه وي چي ددې ټورنامينټ ټول مصارف دکندهار د المپيک امريت او فټبال فدارسيون لخوا ورکول کيږي.