کور / سياسي / ملي ګټي له افغانانو لومړیتوب غواړي

ملي ګټي له افغانانو لومړیتوب غواړي

د افغانستان ولسمشر  حامد کرزي به چیغې کړې چې د ترهګرۍ مرکزونه له افغانستانه دباندې دي . د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي به د پاکستان په پارلمان کې نعرې کړې چې په منځنۍ پښتونخوا (قبایلي سیمو ) کې اوسېدونکو   ً  مېلمنو ً  پسې اور راځي دا وباسۍ . او امریکا به هم په دې اړه سره پر زنګون شوه چې پاکستان خو به پر اربونو ډالرو وړلو سربېره له موږ سره دوه مخې لوبه نه کوي؟


وخت هم هغسې ثابته کړه لکه څنګه چې فکر کېدی. د افغان ولسمشر حامد کرزي چیغي د محمود خان اڅکزي وړاند وینې او د امریکا شکونه هغه وخت رښتیا شو چې کله د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې  (سي آئ اې ) د ۲۰۱۰م کال د اګست په میاشت  کې د القاعده شبکې د هغه وخت مشر او د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر ګرځول شوی اسامه بن لادن  د خیبرپښتونخوا د ایبټ اباد په ښار کې د پاکستاني پوځ یوه نومیاتي روزنیز مرکز ته نژې مالوم کړ او بیا یې له  شپږ و میاشتو  څارلو او څېړلو وروسته د ۲۰۱۱م کال د مئ پر دویمه نېټه  پر پاکستان د بې باورۍ له کبله  له خبرولو پرته د  ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وواژی .


د مئ دویمې نېټې پاکستان د هغه کس په شان کړ چې  وزه یا بوزه یې له غلا کولو وروسته کورته بوته او د وزې خاوند د شک پر اساس ورپسې ورغلی او ورته یې وویل چې زما وزه ورکه ده او پر تا مي شک دی . دې کس ورته وویل چې ستاد وزې څو ښکر دي ؟ خاوند یې ورته ویل چې دوه ښکر یې دي او ښه   ً جګ  ً ښکر یې دي . دا کس کورته ننواتی او د وزې یو ښکر یې ورمات کړ او بیا یې را و اېسته ، پر وزه سرې وینې روانې وې او د ده دلیل دا وو چې زما د وزې دا دی یو ښکر دی.


خو د امریکا او نړیوالې ټولنې  یو نه بلکه ډېر څه ورک وو او دي. له هم دې کبله د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته پاکستان تر سخت فشار لاندې راغلی او امریکایو پلو په پوځي مرستو کې کمی راوستی او بل پلو یې ورته وویل چې ستا په پوځ او استخباراتو کې د اورپکو او په خاصه توګه د حقاني شبکې ملاتړي او همکاران شته. ته مهرباني وکه دا اړیکي وشلوه او په خپله خاوره کې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو اورپکو پټنځایونه له منځه یوسه . د امریکا دې پرېکنده دریځ د دواړو ملکونو ترمنځ اړیکي د تېر وخت په پرتله سختې کړکېچنې کړې .


د امریکا او پاکستان ترمنځ  د پوښتنو او ځوابونو لړۍ روانه وه چې د سپټمبر پر ۲۰مه د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني  په کابل کې  په خپل کوې کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.  د هغه د وژنې د پلټنو لپاره جوړ شوي  کمېسون  اعلان وکړ چې  د ملي امنیت یا استخباراتي ادارې په مرسته یې مالومه کړه چې د برهان الدین رباني د وژلو دسیسه د کوټې د ښار په سټلائټ ټاون کې د طالبانو د کوټې د شورا له خوا جوړه شوې وه او ورلېږل شوی  ځانمرګی بریدګر د چمن اوسېدونکی وو . له دې سم دستي وروسته د افغانستان له خوا هم د امریکا په شان فشار زیات شو او اړیکي یې ترنګلې شوې  .


حالت لا هم داسې وو چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اکتوبر پر ۴مه نېټه د پاکستاني اسټبلشمنټ او پوځ په وینا د دوی له دښمن هیواد هند سره چې هغه یې هم د اورپکو په ورلېږلو تورنوي  ، د ستراتیژیکي ملګرتیا تړون لاس لیک کړ.  د افغان حکومت دې ګام ته د پاکستانیو لوړپوړو چارواکو ، کارپوهانو او رسنیو له خوا داسې غبرګون وښودل شو لکه  یو مریی چې د خپل خاوند بې اجازې د هغه د دښمن  د خدمت کولو لپاره د هغه کور ته ورشي . دا پر دې سربېره چې یو خو  یې پاکستان په خپله  له تېرو څو کالو راهسې  د رضا کولو هڅې کوي او بل   د افغانستان له هند سره له هغه وخته ملګرتیا ده چې  علامه اقبال    ً  د پاکستان د جوړېدو خوب لا نه وو لیدلی ً .   خو افغان چارواکو په ډاګه وویل چې د دې تړون په اړه له اوږدې مودې راهسې کار روان وو او په ناڅاپي توګه او یا هم  پر پاکستان د فشار لپاره یې نه دی لاس لیک کړی.


د پاکستان ټلویزونونو لا په دې اړه د بحثونو لمن نه وه رانغښتې  چې د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیره مېرمن هلري کلنټن  ، د امریکايي پوځ د مشر جنرال مارټن  ډیمسي  او د دې هیواد د استخیاراتي ادارې  ( سي آئ اې )  د مشر ډیوډ پټریاس په ملتیا له یو لوړپوړي پلاوي سره یوه ځای افغانستان ته ولاړه .  له مېرمن کلنټن  سره تر لیدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تورونه  په سختو او څرګندو ټکو کې بیا تکرار کړل او ویې ویل چې طالبان  د پاکستاني اسټبلشمنټ په واک کې دي ، هلته مرکزونه لري او له هغه ځای څخه بریدونه کوي .


د مېرمن هلري کلنټن په مشرۍ کې یاد شوی پلاوی  له کابله وروسته د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه اسلام اباد ته ولاړی او هلته یې له لوړپوړو پاکستانیو چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل چې داسې نه شي کېدای چې یو څوک دي په کور ماران وساتي او دا فکر دي کوي چې یوازې به ګاونډیان خوري . نوموړې پر پاکستانیو چارواکو زور واچاوی چې  یوازې په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې هم  پولې ته نژدې د اورپکو پر ضد عملیات په کار دي او د هغوی پټنځایونه  له منځه وړل په کار دي .


د هلري کلنټن له تللو یوه ورځ وروسته یانې د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه د پاکستان له جیو ټلوېزیون څخه د افغان ولسمشر حامد کرزي  داسې مرکه نشر شوه چې وروسته د هغه ویاند وویل له دې مرکې کې څخه ځینې مهمې برخې  لرې کړل شوې دي .  په یاده شوې مرکه کې  افغان ولسمشر   د یوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنې ته په اشاره سره وویل ، دا څنګه کېدای شي چې  موږ  دي خپل پوځي افسران داسې پاکستان ته د روزنې لپاره ورلېږو له کوم ځای څخه چې د هغه په خبره ځانمرګي بریدکونکي افغانستان ته لېږل کیږي .  افغان ولسمشر دا هم وویل چې که  امریکا ، هند او یا کوم بل هیواد پر پاکستان  داسې برید وکړي چې په ترهګرۍ پورې نه وي تړلی نو افغانستان به له پاکستان سره ولاړ وي.  خو د هغه ویاند بیا وروسته وویل چې  د ولسمشر خبرې بشپړه نه دي خپرې شوي او د هغه مطلب دا وو چې لکه څنګه چې پاکستان افغانانو ته  د اوسېدلو لپاره ځای ورکړی وی نو افغانستان به هم داسې وکړي .


د دې پورته تفصیل موخه مي دا ده چې د خپلې ماتې ګوډې پوهې  پر اساس یې غبرګون ته ستاسو پام په داسې ډول راوګرځوم چې د لراوبر افغان وطن او افغان ولس په ګټه تمام شي .  پر پاکستان  د امریکا او افغانستان له خوا د فشار غبرګون تر اوسه دوو داسې کسانو په خپل انداز او فکر ښودلی دی چې  یو یې ځان د مذهبي علماوو او بل  یې د سیاسي شنونکو او ژورنالسټانو سرخېل بولي . 


لومړی د اکتوبر پر  ۲۳مه نېټه  په پېښور کې له یوې اوږدې مودې وروسته  یوې لویې او غونډې ته په ډېره احساساتي او ډاډه وینا کې د جمعیت علماء اسلام  (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان په اړه وویل چې  یو خو د ټولو مذهبي ګوندونو دا متفقه اعلامیه ده او بل له دوی سره  د دیوبند د علماوو  سند هم پروت دی چې د پاکستان د آیين او قانون له مخې به د وسوالې مبارزې پرته خپلې مبارزې ته دوام ورکوواو په دې ملک کې به له سیاسي او جمهوري لارې بدلون راولو.


ښاغلي مولانا فضل الرحمان بل پلو د افغانستان په اړه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ، د پاکستان او افغانستان په طالبانو کې فرق دی ، دا د افغان طالبانو حق دی چې جګړه وکړي .  هغه وویل ، د دوی په فکر د افغان طالبانو جګړه د هغوی د خاورې ، مذهب او ازادۍ لپاره ده.


له مولانا فضل الرحمان څخه یوه ورځ وروسته یانې د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه دپاکستان په یوه شخصي ټلویزیون کې د یوې سیاسي خپرونې کوربه حامد میر د پاکستان  په اردو ژبې  ورځپاڼه    ً  جنګ   ً کې د یوې لیکنې په ترڅ کې نه یوازې د افغانستان په ولسمشر حامد کرزي پسې سپکې سپورې ولیکلې  بلکه په افغانانانو کې د خپلې ازلي دښمنۍ له مخې د نفاق راوستلو لپاره  په تاجکو پورې تړلی کتل د یوه بهرني لیکوال له خولې لیکلی چې پر مار باور وکړ ی خو پر نڅېدونکې ښځه باور مه کوی او پر نڅېدونکې ښځه باور وکړی خو چې پر پښتون یې ونه کړی .  دا متل حامد میر د دې ثابتولو لپاره لیکلی دی چې د پاکستان تر جوړېدو وړاندې په افغانانو کې نفاق موجود وو.


مولانا فضل الرحمان  ، حامد میر او د دوی رنګه نور کسان چې کوم څه کوي او لیکي یې  ،د  دې  معنی دا ده چې هغوی خپلو یاني د پاکستان ملي ګټو ته لومړیتوب  ورکوي .  په لراوبر افغان وطن کې د جګړې دوام  او د افغانستان پر خپلو پښو نه درېدل په اصل کې د پاکستان د بقا سبب دی . نو دوی خو به خامخا داسې کوي او داسې هم نه ده چې دوی په خپل منځ کې همکاري او همږغي نه لري .  د حامد میر له خوا په  ولسمشرحامد کرزي  او ټول پښتون قام پسې سپکې سپورې لیکل ، د افغانانو په منځ کې د بېلتون کرښې راکښل ، او بل پلو د مولانا فضل الرحمان  له اړخه د ټولو مذهبي ګوندونو او د دیوبند د علماوو په استازیتوب  په پاکستان کې د سیاست او په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کول یو له بل سره تړلې او په یوه مجلس کې بحث شوې خبرې دي .  داسې کسانو او ډلو ته له سپکو سپورو ویلو څه نه جوړیږي ځکه هغه کار دوی له وړاندې  په ډېره ښه توګه کړی او کوي یې .  په کار دا ده چې  زده کړه ورڅخه  وشي . او په هر ډګر کې د لراوبر افغان وطن ، افغانیت او پښتو پر ضد تر سره کېدونکو فعالیتون  ځواب وویل شي . هر افغان او په خاصه توګه ځوان نسل په ملي ګټو او لومړیتوبونو خبر کړي . دا وخت تر ټولو مهم د افغانستان پر پښتو درېدل دي چې په هغه کې ملي اردو ، پولیس او د نورو داسې ادارو ټینګښت  ډېر ارزښت لري . په دې کې شک نشته چې افغانان امن ته سخته اړتیا لري خو دا خبره هم څرګنده  ده چې که په پاکستان کې سوله او سوکالي د پاکستان راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي نو له هغې خوا به لاس وهنه دوام لري . خو د نړیوالو په مرسته او د خپل پوځ ، پولیسو او ادارو له جوړېدو سره سره به دا خیرن لاسونه لنډیږي . خو د دې لپاره د یوالي او ملي فکر اړتیا ده .


د نورو خلکو له  مذهبي عالمانو  رانیولې تر ژورنالسټانو ، لیکوالو ، لوبغاړو  ، سندرغاړو آن  د ژوند له هرې څانګې سره تړلی کسان ملي ګټې پېژني او لومړیتوب ورکوي . په هر ځای ، وخت او دریځ باندیې ساتنه کوي .   خو له بده مرغه  افغانان له یوه پلوه جګړو او خواریو ځپلي بې سواده دي او کوم چې پوه دي په هغوی کې بیا زیاتره داسې دي چې  په کور یې اور پورې شوی وي او دوی هر یو په دې لټه کې  وي چې خپلې سدرۍ  یا واسکټونه وژغوري هغه ځکه چې یو څو روپۍ وي په کې چې هغه ونه سوځي .  دا فکر نه کوي چې که د ټول اور مخه ونیسم نو  له واسکټ سره به مي  هغه د نیکه زرینه او ارزښتناکه  پګړۍ هم له سوځېدو پاتې شي .