کور / سياسي / د شوروي د سقوط سره د وال سټريټ د جنبش ورته والی

د شوروي د سقوط سره د وال سټريټ د جنبش ورته والی

د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر ۲۷ مه
Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.





ګورباچوف د پخواني شوروي اتحاد وروستنی جمهور رئيس


ګورباچوف د پخواني شوري اتحاد وروستنی لارښود په امريکا کي د وال سټريټ د نيولو جنبش په رسميت پېژني او وايي چي د امريکا د خلکو دغه پاڅون و هغه څه ته ورته والی لري چي تر دې دمخه يې د شوروي اتحاد د سقوط په درشل کي ليدلی وو .


نوموړي چي تازه د پنسلوانيا د لا فايټ په کالج کي خبري کولې په متحده ايالاتو کي يې وروستی ناخوالي وهغه څه ته ورته وبللې چي د شوروي اتحاد د شوړېدو مخکي يې ليدلي وې ، هغه و ويل چي ددې بحران د حل لاره په نړۍ کي د يوه نوي نظام رامنځته کول دي .


ګورباچوف وايي چي نن موږ د يوې داسي رهبرۍ د نتايجو شاهدان يو چي په هغه کي د نړۍ و تازه شرايطو ته د رسېدو د پاره د مشارکت او ګډي همکارۍ روحيه نده مراعات سوې او خلک پوښتنه کوي چي زموږ مشران ولي غواړي د خپل هر تصميم بار پر موږ باندي د فشار په بيه و نيسي .


د پخواني شوروي وروستی مشر زياتوي چي په متحده ايالاتو کي ځيني کسانو داسي تلاښ کاوه چي د نړۍ د يوه امپراطور په توګه د امريکا و ايډيا ته تحقق ورکړي ،خو دغه څه د اوله سره اشتباه وه. د امريکا خلک د خپل هيواد و راتلونکي ته فکر کوي، دې ته فکر کوي چي هغوی ډېر څه د بانکو او د لويو تجارتي شرکتو و خاوندانو ته ورکوي هغوی دې ته هېښ دي چي آيا دغه جريان به د هغوی دپاره په يوه دوامداره بحران وا نه وړي ؟


دغه اتيا کلن سياستپوه وايي کله چي موږ ګورو دغه اعتراضونه و نورو هيوادو ته ځان غزوي، نو داسي خو نسي کېدلای پرېښودل سي مسائل هماغسي لکه دي چي دوام پيدا کړي . همدا اوس د نړۍ ټوله هيوادونه دداسي مظاهرو شاهدان دي چي په هغه کي خلګ د بدلون غوښتونکي دي . په واقعيت کي که موږ وغواړو دد غه منځته راغلي چلنجو په مقابل کي عکس العمل و ښيو، نو بايد په دې پوه سو چي ددې اعترضو پسته به ستونزي لا نوري هم ډيري سي او موږ دې ته اړ باسي چي د نړۍ و راتلونکي نوي نظام ته لاره پيداکړو .


ګورباچف زياتوي چي موږ و يوې داسي نړۍ ته اړتيا لرو چي انسانيت يې په مرکز کي ځای ولري . خو په اوسني حالت کي ډېر مغزونه د پوځي صنايعو په خدمت کي راغلي دي چي هغه بايد د نورو هدفو د پاره په کار واچول سي . تاريخ لا دمخه ندۍ ټاکل سوی موږ که د نړۍ و اهمو مسائلو ته پام وکړو نوکولای سو د هغه په بدلون کي خپله وړتيا وښيو.