کور / علمي / دڅلویښت کلنۍ اسرار او حکمتونه

دڅلویښت کلنۍ اسرار او حکمتونه

نويو او جدیدو څیړنو ښودلي ده جی دانسان دماغ دهغه دعمر دڅلویښت کلني تراخیره پوري دودي په حالت کی وي.
خو دغه حقیقت له نن څخه څورلس سوره کاله مخکي لوی پرودګار په خپل سپیڅلي کتاب کی څرګندکړی دي.
اوس به لاندی دڅلویښت کلني داسرارو او حکمتونو په ا ړه نور تفصیل ولولو.
څرنګه چي دپاک خداي جل جلاله له لوري څخه زمونږ پرخوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی وحي هغه وخت نازله شوه کله چی دنوموړي عمر څلویښت کاله وو، داچي لوی پروردګار دڅلویښتو کلنو په عمر کی پرخپل نازولي پیغمبر باندی وحي نازلي وي، په دی کی دحاکم خداي لوی حکمت پروت وو، ځکه الله پاک چي کله هم کوم شی ته اشاره کړی اویایی دکوم شی په اړه امر کړی دي او یایی منعه کړ ی دي په دی کی دلوی پروردګار سترحکمت پروت وي.
بی نیازه ذات په خپل کتاب کی وایی (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ) الاحقاف.
پورته الله پاک په خپل سپیڅلي کتاب کی دانسان دبدني قوت او دعقل دتکمیل او پوخوالي نیټه څلویښت کلني ښودلي ده، اوددی خبري دپخلي یقین او حقیقت لپاره قران شریف زمونږ په وړاندي پروت دي.
اوس به راشو وبه ګورو چي نوي څیړني او ساینسي تحقیقات دانسان دعقل دتکمیل اوپوخوالي په اړه څه وایی.
ترڅو داراته څرګنده شي چی نوي څيړني دالله پاک دهغه قول په اړه چی له نن څخه څه دپاسه څلورسوه کاله مخکی دانساني عقل اوبدني قوت په اړه کړی وه څه وایی.
له دغو نویو تحقیقاتو څخه وروسته نور باید دهغه کسانو په زړونوکی چی دپاک قران درښتین والی په اړه لا تراوسه پوري بی ځایه شکونه ورسره دي باید نور ددغه کتاب په اړه ټول شکونه او وهمونه له زوړونو څخه وباسي او دغه کتاب باندی ایمان راوړي، او دمومنانو لپاره بیا لوی زیري دی چی باید له دغه څیړنو وروسته یی پرلوی پرودګار دپروردګار پرمقدس کتاب او پرخیرالبشر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی نور ایمان ټینګ او قوی شي.
تراوسه پوری اکثره ساینس پوهان په دی ګمان وو چی دانسان دماغ په شل کلني کی پوره کیږي او له شل کلني څخه وروسته نوره وده نه کوي، خو جدیدو څیړنو او تحقیقاتو ښودلی ده چی انساني دماغ دانسان ترڅلویښت کلني پوري دودي په حالت کی وي، چي دغه ټکی له نن څخه څلورسوه کاله مخکي په قران شریف کی ثابت شوی وو، چی انسانی دماغ دانسان ترڅلویښت کلني پوری دودي په حالت کی وي.
ټلیګراف مجلي تردغه عنوان لاندی یوه مقاله خپره کړي ده(Brain only Fully mature in middle age)
یعنی انساني دماغ یواځي دانسان ترنیمایی عمره پوري دودي په حالت کی وي، چي دمقالي نورتفصیل په لاندی ډول دي.
(You might think that you become fully mature when you turn 21 but new research suggests that your brain does not stop developing until your late 40s.
ژباړه: شاید ته به فکر کوی چی په یویشت کلني کی ته پوره لوی شوی او عقل دی پوخ شوی یی، خو جدیدو څیړنو ښودلي ده چی ستا دماغ دستا دعمر دڅلویښتم کال تراخیره پوری دوده په حالت کی دي.
ساینس پوهانو دیوي الي په واسطه چی ورته (fMRI ویل کیږي څیړني او تحقیقات کړی دي، دغه داسي یوه اله ده چی ددماغ مختلف برخي په ډیره دقیقه توګه سره څیړي او ټول دماغي حرکات له ځانه سره ثبتوي، شنونکي وایی چی له یویشتمي پیړي څخه مخکي هیڅ یوه ساینس پوه دافکر نه کاوه چی دانسان دماغ دي دنوموړي دعمر دڅلویښت کلني تراخیره پوري دودي په حالت کی وي.
ساینس پوهان وایی دانساني دماغ هغه برخه کومه چي دانسان ترڅلویښت کلني پوري دودي په حالت کی وي دی ته (prefrontal cortex وایی او ددماغ دغه برخه دسر دمخ ولوري ته له تندی څخه لږڅه پورته وي، ددماغ دغه برخه یوه ډیره مهمه برخه ده انسان په خپل ژوند کي دپریکړو کولو،پلانونو جوړولو، په ټولنه کی له خلګو سره سلوک او رویه کی مهم رول لوبوي، اوددماغ دغه برخه ده چی انسان ته یی له نورو ژوندیو ژویو څخه توپیر ورکړي دي.
پروفیسر ساراه جاینی بلاکمور وایی تقریبا له تیرو لسو کلنوڅخه زمونږ سره دافکر وو چی انسانی دماغ دانسان په کوچنیوالی کي وده له لاسه ورکوي اوخپلی اخیرني مرحلی ته رسیږي.
نوموړی پروفیسره خپلی خبري په لاندی ټکوسره بیانوي: Until about ten years ago we pretty much assumed that the human brain stops developping in the early childhood).
لیکن اوس دیوي نوی الی په واسطه سره تجربو او څیړنو داوښوده چی انساني دماغ دعمر دڅلویښت کلني تراخیره پوری دودي به حالت کي وي، عجیبه او مهمه خو لا داده چی دانساني دماغ مخکنی برخه یعني له تندي سره څیرمه برخه دودي په حالت کی وی چی دغه برخه دانساني دماغ ډیره ارزښناکه او مهمه برخه ده، چی انسان په ژوند کي اکثره لویی او مهمه پریکړی ددماغ ددغي برخی له لوری رامنځ ته کیږي، اوهمدارنګه دانساني دماغ همدغه برخه ده چی الله پاک انسان ته له نورو ژوندیو ژویو څخه ددغي برخی په درلودلو سره غوره والي او فوقیت ورکړي دي.
اوس به دلته دهغه ایات کریمه ذکروکړو کوم چی الله پاک ددغي ایات په واسطه سره دانسان دتندي ددماغ دمخکني برخي غوره والی بیان کړی دي( دلته الله پاک ددماغ دمخکني برخي یعنی تندی غوره والی دخپل نبی هود علیه السلام واسطه بیان کړی دي( هودعلیه السلام خپل قوم ته خطاب کوی اوورته وایی انی توکلت علی الله ربی وربکم مامن دابة الا هو اخذنا بنا صيتها ان ربي علي صراط مستقيم)) هود: 56)…. همدارنګه زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وخپل خدای ته لاس په دعاکیږي او وایی ((ناصیتی فی یدک)) دلته مونږ له هرهغه مشکک یعنی شک کونکي کس څخه پوښتنه کوو چی څرنګه محمد صلی الله علیه وسلم دتندي په غوره والی او اهمیت باندی پوه شو)))۰
اوس به راشو هغه ایات کریمي ویوي برخی ته دکوم په واسطه چی لوی الله دڅلویښت کلني ذکر کړي دی، الله پاک وایی ((( حتی اذابلغ اشده وبلغ اربعین سنة قال رب اوزعني ان اشكر نعمتك)))) الاحقاف: 15)) ,,,,,.
انسان باید فکر وکړي، ایا څوک وو چی دمحمد صلی الله علیه وسلم رسالت اوبحثت لپاره یی دعمر څلویښت کلنی غوره کړه، ایا خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم وو چي دڅلویښت کلني په سر اوحکمت باندی پوهیده چی دنبوت اورسالت دابتدالپاره یی دژوند دغه نیټه غوره کړه، اوکه لوی الله وو چی دنوموړي درسالت او بحثت دابتداء لپاره یی دنوموړي دعمر څلویښت کلني وټاکله او دغه ذات وو چی دڅلویښت کلني په سر او حکمتونوباندی پوهیده.
ایا له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دا پوه او علم ورسره وو او پوهیدی چی (( آن الانسان لا یبلغ اشده الا فی سن الاربعین، او که کوم بل ذات نوموړي ته داعلم اوپوه ورکړه.
ایا غربی ساینس پوهان نه پوهیږي چي دوی په دغه حقیقت باندی دتیرکال تراخیره پوری ونتوانیدو کوم چی الله پاک له نن څخه څه دپاسه څلورسوه کاله مخکی ددغه حقیقت په اړه خبرداری ورکړي وو.
الحمد الله دغه دی چی نن غربی ساینس پوهانو خپله دهغو حقایقو تاید وکړ کوم چی درسول الله صلی الله علیه وسلم پررسالت او داسلام ددین پررښتن والی او حقیقت باندی دلالت کوي.
سبحان الله ،،، والحمدالله ،، ولااله الاالله والله اکبر.