کور / سياسي / ناځوانه المانیان

ناځوانه المانیان

المان  دغیر اسلامي هیوادونو په ډله کې ښایي  هغه هیواد وي ، چې افغانستان دبل هر غیر اسلامی هیواد په پرتله ښې اړیکې ورسره  درلودلې او پاللې دي ،  ددې اړیکو څو ښکاره وجوهات شته ، اصلي علت یې ښایي داوي ، چې د اروپا ددې ستر هیواد ( المان ) اوسیدونکي دنورو اروپایانو څخه ښکاره جلا او بېل خویونه او عادات لري ، په تاریخي  لحاظ که دالمان له تاریخ  څخه دهټلر لیونتوب ( چې دنورو اروپایانود استثماري او منافقانه سیاستونو نتیجه وه ) مستثنی کړو ، المان  داشغالګرانه او استثماري  کړنو کومه سابقه نلري  ، المانیانو د انګریزانو ، روسانو ، هالنډیانو ، فرانسویانو ، پرتګالیانو  او نورو غوندې دنړۍ په مختلفو برخو کې ازاد اولسونه او هیوادونه نه دي قبضه کړي او نه یې ترخپل منځ سره ویشلي دي ، المانیانو  دنوې نړۍ ( امریکا ) داصلي اوسیدونکو ( سرخپوستو ) په قتل عام ، غلامولو او دځمکو په غصبولو کې هم ، دنورو اروپایانو غوندې ونډه نه درلوده ، دغه راز المان په ډيرو مسائلو کې دنورو اروپایانو په پرتله   له مسلمانانو سره ښې اړیکې درلودې ، چې څرګند مثال یې دلومړۍ نړیوالې جګړې په مهال دهمدې هیواد او دمسلمانانو دوروستني خلافت ( عثماني خلافت ) په یوه صف کې راټولیدل دي .


دالمانیانو همدې  بې پلویتوب او بې غرضه چلند دافغانستان واکمنو ته   ( چې له انګریزي ښکیلاکه ترپوزې رسیدلي وو)  دا زړه ورکاوه چې دهمکاري او دوستۍ تار ورسره وغځوي  ، دغه راز المان  چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته  له هرې خوا رقیبانو احاطه کړی وو ، او په هیچا یې نه پورې کیده یو داسې  ملګری هیواد غوښت چې له هیڅ استعماري قدرت سره  هم ایتلاف ونلري ، ځکه له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته دوی ترسخته سیاسي او اقتصادي کلابندۍ لاندې وو ، زیات کاري ځواک یې اوزګار وو او مصنوعاتو یې دخرڅلاو بازار غوښت  افغانستان  ددوی لپاره همداسې یو هیواد وو چې دهیچا مستعمره نه وو او نه یې له کوم زبرځواک سره ایتلاف درلود .


په دې توګه  د دوه اړخیزې لیوالتیا په پایله کې المانیان په لومړي ځل په ۱۹۲۰ میلادي کال کې افغانستان ته راغلل ، او دلته یې په بیلابیلو برخو کې کارونه پیل کړل ، المانیانو هغه مهال  په داسې حال کې قرار درلود لکه نن یې چې افغان ازادي غوښتونکی اولس لري ، دوی ته هم همداسې درسته نړۍ په بده اوښتي وه ، مګر دا یوازې افغانان وو چې  دټولو نړیوالو ابرقدرتونو  دخوابدۍ او فشارونو سره سره یې  المانیانو ته د ملګرتیا لاس ورکړ .


له لومړي ځل راتګ وروسته په افغانستان کې دالماني ګارګرانو شمیر په پرلپسې توګه زیاتیده ، دغه راز دافغان او الماني حکومتونو ترمنځ سیاسي اړیکې هم دټولو نړیوالو موانعو په شتون کې په تودېدو وې ، په دې موده کې  په المان کې ځیني اغیزمن سیاسي بدلونونه راغلل په ۱۹۳۲ کال کې  ادولف هټلر په المان کې قدرت ته ورسید ، چې  په ۱۹۳۹ میلادي کال یې ددختیځو او لویدیځو اروپایانو په خلاف نړیواله جګړه پیل کړه ، دا جګړه چې وروسته ایټالیا ، جاپان او امریکا هم په کې ګډ شول ، یوه عالمګیره جګړه وه ، چې درسته نړۍ یې د محور او متحدینو په  نامه سره وویشله  .


دا مهال دافغانستان لپاره چې  دالمانیانو  دسترو رقیبانو  شوروی اتحاد ، او برطانوي هند ترمنځ یې موقعیت درلود اوپه عین مهال کې یې له المان سره تودې اړیکې درلودې یوه واقعي  امتحاني شیبه وه ، دافغانستان  حکومت تر مستقیم او غیر مستقیم فشار لاندې وه ، چې باید ټول الماني اتباع دبندیانو په توګه متحدینو ته وسپاري او خپله هم د متحدینو په صف کې ودریږي ، ترڅو له دې لارې برتانویان  دهند له بحر څخه  دشوروي جنګیدونکو ځواکونو ته  اکمالات ورسوي .


خو افغان اولس دډیرو نړیوالو اولسونو خلاف ددې حالت په مقابل کې سخت مقاومت وکړ ، کابل ته رابلل شوې افغاني جرګې په حکومت غږ وکړ ، چې بې طرفه پاته شي ، دغه راز افغانان حاضر نه شول ، چې د ټول نړیوال فشار سره سره  دالمانیانو په سر سودا وکړي ، او دښمنانو ته یې وسپاري .


په پای کې په کابل کې محاصره المانیان  چې شمیر یې ۱۸۰ تنو ته رسیده ، له انګریزانو څخه دیوه تحریري  امنیتي  تضمین  له اخیستلو وروسته  ، په ډير درنښت  دسفر خرڅ او ډالیو په بدرګه رخصت شول ، ترڅوله کابل څخه د  پیښور ــ  کراچۍ ــ  بصره ــ  بغداد ــ او بیا انقرې له لارې المان ته ورسیدل .


هغه مهال چې دالمانیانو په وړاندې  له فرانسې نیولې ، تر بریتانیا ،  روسیې  امریکا  اود دوی  ترمستعمرو پورې ټوله دنیا راپورته شوې  وه ، یوازې افغان اولس وو ، چې د مومین خان په دې ښامار ( المان ) کې یې  دتورې سرې کولو هوس ونه کړ ، او په مسؤلانه او  ځوانمردانه توګه بې پلوه پاته شو.


دالمانیانو په وړاندې دافغانانو دې ځواني ایجابوله چې المانیان هم دافغان اولس په وړاندې همداسې  دځوانۍ چلند وکړي ، او په سخته ورځ یې نړیخورو  ته یوازې پرې نږدي .


مګر په ډیر تأسف نن سبا واقعیت دادی  چې المانیان دافغانانو په وړاندې  خوراناځوانمردانه چلند ته ملاتړلې  ، او په ښکاره توګه  له امریکایي او اروپایي نړیخورو سره دافغانستان په اشغال او ځبيښلو کې همکاري کوي ، که نوره نړۍ  امریکایي او اروپایي نړیخواره سم نه پیژني نوالمانیان خو یې ښه پیژني ، او ددوی بشردوستي یې دسر په سترګولیدلې ده ، آیا همدا امریکایان ، فرانسویان ، برتانویان ، او روسان نه وه چې ددوی هیواد او اولس یې دپخې ډوډۍ غوندې  په خط کش سره جلا کړ او خپل بیرغونه یې پرې هسک کړل  ، ایا همدغه بشر خوړونکي نه وو ، چې دبرلین تاریخي او له نفوسو ډ ک ښار یې لومړی دوه ټوټې او وروسته یې دبرلین ددیوال په جوړولو سره دوچې جزیره ترې جوړه  کړه ، چې ۲۸ کاله یې  اوسیدونکي دیوه بل دلیدو په ارمان  وو .


نه پوهیږو څنګه المانیان باور کوي ، هغه امریکا او اروپایان  چې ددوی په اولس یې بې شمیر مظالم کړي دي ، او تراوسه یې  ترسیاسي ، او پوځي اشغال لاندې ساتلي دي ، په افغانستان کې به دازادي بښونکي رول ولوبوي  ، که المانیان په اوسنیو سختو حالاتو کې دافغانستان داشغال په مسئله کې بې طرفه پاته شوي وای ښایي افغانانو ترې ګیله نه وای کړې  ، مګر دا تاریخي ناځواني ده ، چې اوس هماغه المانیان چې پرون دافغانانو دورکړي تضمین  له برکته  ترالمانه ژوندي ورسیدل ، اوس دافغانستان له اشغالګرو سره مرسته کوي ، او عملا داشغال برخوال دي .


  دتېر ځل غوندې چې دالمان  هیواد په بُن ښار کې دافغانستان داشغال او دلته دیوه مزدور او فاسد رژیم  دجوړولو لپاره ناسته ترسره شوه ، اوس بیا په دې هیواد کې دیوې ورته ناستې  لپاره تیارۍ کیږي  .


دا چې المانیانو هم اوس دختیځي اروپا او بالتیک دنورو  جمهوریتونو غوندې  پله بین سیاست ته ملاتړلې  ددوی  خپل کار دی ، مستغني افغان اولس  چې د ۴۸ نړیوالو غدارانو ستم ته یې سینه سپر کړې ، ښایي د ۴۹ م المان په  جفا یې هم خاطر دروند نه شي ، مګر دا حال په ژبه به داپیغام ضرور دالمانیانو په ادرس حواله کوي چې :


بورا به خدای په ګلو موړ کړي


باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه