«ايا دغه مړي د ولسي کسانو دي که د طالبانو؟» (ژباړه)

احمد ولي اڅکزی | جنوري 12th, 2012



سرليک: امريکايي عسکر د طالبانو د مړو په سپکاوي تورن سوي دي
منبع: ډېر شپيګل (http://www.spiegel.de/politik/ausland/0,1518,808632,00.html)
نېټه: د جنورۍ ۱۲مه ۲۰۱۲ م
ژباړونکی: احمدولي اڅکزی


 


په انټرنټ کي خپاره سوي دغه انځورونه تکان ورکوؤنکي دي: په خپره سوې يوه ويډيو کي ليدل کيږي چي په افغانستان کي د اټکل له مخي امريکايي عسکر د وژل سوؤ طالب جنګياليو پر جسدونو بولي کوي. د دغو ويډيوګانو رښتونوالی لا تر اوسه ندی ثابت سوی. د امريکا د دفاعي چارو وزارت د دغو انځورونو په هکله په خپل غبرګون کي ويلي دي چي دغه يوه بدرنګه پېښه ده.



د دغي پيښي په ترځ کي داسي ګواښ رامنځ ته سوی چي د امريکا پوځ يو ځل بيا د جګړې په ډګر کي د مړو د سپکاوي په يوه رسوا کوؤنکې لانجه کي راګير سي. د اټکل له مخي پر انټرنټ خپره کړل سوې ويډيو کي امريکايي عسکر د طالب جنګياليو پر داسو مړو بولي کوي چي په وينو لت پت دي.



د امريکايي رسنيو په وينا امريکايي پوځ ويلي دي چي د دغې موضوع په هکله يې پلټنې پېل کړي دي. تر اوسه پوري دا نده معلومه سوې چي ايا دغه ويډيو رښتنۍ ده او دا چي پدغه ويډيو کي د امريکايي عسکر رول څه ؤ.
نوموړې ويډيو ۳۹ ثانيې اوږدوالی لري او د چهارشنبې په سهار (د جنورۍ ۱۱ نېټه) د لومړي ځل لپاره پر انټرنټ خپره سوه. د نورو وېبپاڼو تر څنګ د يو ټيوب په وېبپاڼه کي هم دغه ويډيو رابرسېره سوه. پدغه ويډيو کي ښودل کيږي چي څلور شکمن د امريکايي سمندري ځواک عسکر چي خولې يې د خندا ډکي دي پر درو مړو خپل رفعه حاجت کوي. د دغه ويډيو سره ليکل سوي چي تر سترګو کېدونکي عسکر د امريکا د نارت کېرولاينا د کېمپ ليجون  (Camp Lejeune) د نښان ويشتونکي پوځي ډلي سره تړاو لري. د ويډيو سره په ليکل سوي متن کي ليکل سوي چي مړي د طالب جنګياليو دي. دغه ويډيو اوس د يوټيوب په وېبپاڼه کي نوره په آساني نسي ليدل کېدلای.



د سي اين اين په وينا پدغه ويډيو کي يو عسکر پر وژل سوؤ ټوکي هم کوي او ورته وايي: « ښه ورځ درته غواړم، ملګرې!» يو بل په يونيفورم ملبوسه کس پوښتنه کوي چي ايا دغه صحنه په کېمره کي ثبت سوه که نه. د دغې پوښتني په ځواب کي ويل کيږي چي «هو!» چي ښايي د فلم اخيستونکي کس ږغ دی.



د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په وينا د وژل سوؤ کسانو د افغانانو لپاره ټيپيکل جامې په تن دي. دغه ورځپاڼه زياته وي چي دا يوه ناممکنه خبره ده چي په ډاډه څوک وويلای سي چي ايا دغه مړي د ولسي کسانو دي که د طالبانو. واشنګټن پوسټ د امريکا د سمندري پوځ د يوه صاحب منصب له خولې ليکلي دي: « دغه موضوع زموږ د سمندري پوځ او عسکرو د ارزښتونو او د کردار سره په تضاد کي ده.»



د پنټاګون وياند جان کيربي هم د دغې شخړيزې ويډيو په هکله غبرګون ښودلی دی. نوموړي ويلي دي چي دا که دغه انځورونه د هرچا هم وي او دغه په هر ډول هم منځ ته راغلي وي، بيا هم دغه انځورونه تکان ورکوؤنکي دي. نوموړي زياته کړې «د امريکا د پوځ د هر غړي دا ډول چلن هيڅ د منلو وړ ندی.» د پنټاګون وياند زياته کړې ده چي کله چي يې دغه ويډيو وليدله نو يې «په لړمون کي لاس ووهل سو.»



طالبانو د دغې ويډيو په وړاندي د تعجب وړ د سړې سينې غبرګون ښودلی دی او د دغې لانجمنې ويډيو په هکله يې په څو څو ځله ويلي دي چي دغه ويډيو به د طالبانو مشر ملا (محمد) عمر (اخوند) او د امريکا تر منځ د روانو خبرو اترو مانع ونه ګرځي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شپيګل آنلاين مجلې سره په ټليفوني خبرو کي ويلي دي: « امريکايانو زموږ په هيواد کي په ويډيو کي د ښودل سوي جنايت څخه لا زيات جدي جنايتونه کړي دي.»



د طالبانو وياند زياته کړې ده چي طالبان دغي پيښي ته د « وړې پيښي » په توګه ګوري او «دغه ډول کوچني جنايات د امريکانو سره د خبرو اترو مانع نه سي کېدلای.» طالب وياند ويلي « په سخته جګړه کي دا ډول شيان رامنځ ته کېدلای سي.»



د طالبانو دغه غبرګون په راتلونکو اونيو کي د امريکايانو سره د دوی د خبرو اترو په هکله د دوی اراده روښانه کوي. اټکل کيږي چي د قطر خبري اتري به ژر پېل سي چي د جرمني ډپلوماتانو په هڅه ممکنه سوي دي.
د طالبانو وياند يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی دی چي خبري اتري د افغانستان د سياست په هکله نه بلکه د بنديانو د تبادلې په هکله دي. طالبانو په يوه بله خبرپاڼه کي هم همدغه خبره روښانه کړې ده.



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د افغانو مړو د سپکاوي ويډيو د لاندني لينک له لاري کتلای سئ
http://www.youtube.com/watch?v=FK22XDTbV4A
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Copyright Larawbar 2007-2024