کور / علمي / د زمان نسبيت او د تقدير حقيقت

د زمان نسبيت او د تقدير حقيقت

ليکوال: د اسلام ستر عالم او فیلسوف هارون یحی


ژباړه: ډاکتر محمد داؤد حبيبزی


دا د ليکوال د هغه کتاب اتلسمه برخه ده چې د “’تکامل’ له درغلۍ ډکه تيوري” تر نامه لاندې ګڼو ژبو ته ژباړل شوی دی او دا دی زه يې د اتلسمې برخې ژباړه ستاسې مطالعې ته وړاندې کوم.


د زمان نسبيت او د تقدير حقيقت


د زمان ادراک


هغه ادراک ته چې موږ زمان وايو په حقيقت کې يو ميتود دی چې په مرسته يې يو حرکت له بل سره مقايسه کيږي. موږ دا د یوې بيلګې په مرسته روښانه کولی شو. د بيلګې په توګه، کله چې یو سړی يوه شي ته ګوتې وروړي، يو ځانګړی غږ اوري. او کله چې پنځه دقيقې وروسته بيا همدې جسم ته ډکه ورکړي، يو بل غږ اوري. له دې ځايه دا سړی درک کوي چې د لومړي او دويم غږ تر منځ فاصله موجوده ده، او دې فاصلې ته “زمان” وايي. په همدې وخت کې دی يو بل غږ اوري او هغه غږ چې يې له دې وړاندې اوريدلی و نور دده په حافظه کې د يوه يادښت او يا د معلوماتو د یوې برخې په توګه پاتې دی. دا سړی د “زمان” ادراک په حافظه کې د پرتو معلوماتو او د هغو شيبو د مقايسه کولو څخه رامنځته کوي چې د ده په ژوند کې جريان لري. که دا مقايسه جوړه نشي نو د زمان ادراک هم نشي رامنځته کيدی.


په همدې ډول يو سړی د هغه چا مقايسه هم کوي چې يوې خونې ته د دروازې له لارې ننوزي او پر يوه چرخي چوکۍ د خونې په منځ کې کښيني. هغه وخت چې دا سړی پر څرخي چوکۍ کښيني، هغه انځورونه چې د درواز له لارې خونې ته د ننوتلو، په خونه کې د ګرځيدلو، او د څرخي چوکۍ پر لور د تګ په اړه و اوس په دماغ کې د معلوماتو پر يوې برخې بدل شوي دي. اوس نو د زمان ادراک هلته رامنځته کيږي چې سړی د دې سړي پر چوکۍ کښيناستل له هغو معلوماتو سره مقايسه کړي چې دده په دماغ کې پراته دي.


لنډه دا چې زمان د هغو معلوماتو له مقايسې څخه رامنځته کیږي چې په دماغ کې پراته دي. که سړي حافظه نه درلودی، نو دماغ به يې دا ډول تعبيرونه نشو کولی او له دې کبله د زمان ادراک هم نه رامنځته کيده. دا چې ولې يو سړی خپل عمر ديرش کاله ټاکي له دې کبله دی چې دې سړي پخپله حافظه کې د ديرشو کلونو هومره معلومات راټول کړي دي. که حافظه يې موجوده نه وی، نو هغه به د تيرو وختونو په اړه هيڅ فکر نشو کولی او يوازې هغه “شیبه” به يې تجربه کوله چې همدا مهال يې ژوند په کې کاوه.


د زمان د نشتوالي علمي څيړنه


راځئ چې دا موضوع د بيلابيلو ساينسپوهانو او علماؤ د تشريحاتو په راخيستلو سره چې د همدې موضوع په اړه يې وړاندې کړي دي روښانه کړو. د دې موضوع په اړه چې وخت پر شا بهيږي، وتلی مفکر او د نوبل جايزې ګټونکی، د جنيټیک پروفيسر، فرانسوا يعقوب François Jacob پخپل کتاب احتمالات او واقعيتونه Le Jeu des Possibles کې داسې وايي:


“يو فلم که پر شا وچليږي دا شونتيا رامنځته کوي چې یوه داسې نړۍ تصور کړو چې په هغې کې وخت پر شا روان دی. موږ يوه داسې نړۍ وینو چې په هغې کې شدې له کافي څخه جلا کيږي او له پيالې هم بيرون دانګي چې ځان د شدو کټوې ته ورسوي؛ یوه داسې نړۍ وينو چې په هغې کې د رڼا پلوشې له ديوالونو راټولیږي او د رڼا د يوې منبع څخه د خپريدو پر ځای يوه ټکي ته راټوليږي؛ يوه نړۍ چې په هغې کې ډبره د اوبو د بې شميره څاڅکو په مرسته له اوبو راپورته کيږي او د سړي ورغوي ته راستنيږي. خو په داسې يوه نړۍ کې هم چې وخت دا ډول سرچپه ځانګړنې خپلوي، زموږ د دماغ پروسس او په هغه ډول چې زموږ حافظه معلومات تعبيروي کټ مټ هماغسې سرچپه کار کوي. دا حقيقت د تير، راتلونکي او د حاضر وخت په برخه کې هم صدق کوي.”


څرنګه چې زموږ دماغ د پيښو له يوې نړۍ سره روږدی دی، که څه هم نړۍ هغسې په شا نه ځي لکه چې پورته وویل شول، خو بیا هم موږ داسې فکر کوو چې وخت تل مخ پر وړاندې روان دی. خو، دا هغه پريکړه ده چې دماغ ته رسيدلې ده ځکه نو په بشپړه توګه نسبي ده. په حقيقت کې موږ نه پوهیږو چې وخت څه ډول روان او يا اصلاً روان دی او که نه. دا ښيي چې وخت اصلاً يو مطلق شی نه بلکې د ادراک يو ډول دی.


د زمان نسبیت يو داسې حقيقت دی چې د شلمې پيړۍ يوه وتلي فزيکپوه، البرټ اينشټاين Albert Einstein يې هم پخلی کړی دی. لینکولن بارنيټ Lincoln Barnett په خپل کتاب، کاينات او ډاکتر اينشټاين The Universe and Dr. Einstein، کې ليکي:


د مطلقې فضا تر څنګ آينشټاين د ټول عالم د يوه ثابت، يوشان او نه بدليدونکي زماني بهير څخه د مطلق زمان مفهوم، چې له لايتناهي تير څخه لايتناهي راتلونکي پورې جريان لري، هم له منځه ويوړ. زياتره خيره والی چې د نسبيت له تيورۍ چاپير دی له دې راپورته کيږي چې خلک متردد دي چې آيا د زمان حس هم د رنګونو د حس په څير یو ډول برداشت دی؟ فقد لکه فضا چې هم د مادي اجسامو يو ممکنه ترتيب دی نو زمان هم په همدې ډول د پيښو يو ممکنه ترتیب دی. د زمان نسبيت د آينشټاين په خپله وينا کې ډ یر ښه بيان شوی دی: “هغه وايي چې د يو سړي تجربه موږ ته داسې ښکاري لکه چې په يو لړ پيښو کې ترتيب شوې وي؛ په دې لړۍ کې هره فردي پيښه چې زموږ په ياد کې ده د “وړاندې” او “وروسته” معيار پر بنسـټ موږ ته په ځانګړي ترتيب کې ښکاري. له دې کبله هر فرد لپاره ‘خپل زمان’ يا نسبي زمان وجود لري. دا پخپله نشي اندازه کيدی. بې له شکه چې زه اعداد له پيښو سره ملګري کولی شم، په دې ترتيب چې زه يو لوی عدد د وروستۍ پيښې پورې او بيا د وړاندينۍ پيښې پورې تړم.”


لکه چې د بارنيټ په کتاب کې راغلي دي، آینشټاين پخپله دې ته اشاره کړې ده چې “مکان او زمان دواړه يو ډول ادراکات دي چې د رنګ، شکل او جسامت د مفاهيمو له شعوره بيل نه دي.” د نسبيت ټوليزې تيورۍ ته په پام سره، “زمان له هغو پيښو خپلواک نه دی چې په مرسته يې اندازه کيږي.”


د زمان د بهير سرعت هغو پيښو ته په پام سره توپير کوي چې موږ يې د اندازې لپاره کارؤ. ځکه چې د انسان په بدن کې داسې ساعت نشته چې په دقيق ډول معلوم کړي چې وخت څومره چټګ درومي. لکه چې لينکولن بارنيټ لیکي “فقد لکه د سترګو پرته چې رنګ وجود نه لري او نشي تشخيصیدي، نو يوه شيبه، يو ساعت او یوه ورځ هم پرته له هغو پيښو چې اندازه يې پر کيږي، هيڅ نه دي.”


د زمان نسبيت په خوب کې په خورا روښانه توګه تجربه کیږي. که څه هم هغه پيښې چې موږ يې په خوب کې وينو داسې ښکاري چې يو ساعت يې دوام کړی، خو په حقيقت کې دغه خوب څو دقيقې او يا څو ثانيې دوام کوي.


راځئ د يوې بیلګې په مرسته دا موضوع نوره هم روښانه کړو. فکر وکړﺉ چې موږ د یو ناټاکلي وخته پورې په يوه داسې خونه کې بند پاتې یو چې يوازې یوه ځانګړې جوړه شوې کړکۍ لري چې له هغې موږ یوازې د لمر راختل او پريوتل وينو او یو ساعت هم لرو چې په مرسته يې د وخت بهير اندازه کوو. یو څو ورځې وروسته به موږ په خونه کې د تير شوي وخت اټکل د همدې ساعت پر بنسټ او د لمر د راختلو او پريوتلو ته په پام سره کوو. له خونې د راوتلو وروسته موږ دې نتيجې ته رسيږو چې په خونه کې موږ درې ورځې تيرې کړي دي. خو هغه چا چې موږ بندیان کړي و وايي چې اصلاً دا يوازې دوه ورځې وې. په څه دليل؟ هغه “لمر” چې موږ مشاهده کاوه اصلاً د يوه سيموليشن ماشين په مرسته ستاسې نندارې ته ايښودل کيده او زموږ ساعت داسې عيار شوی و چې له عادي حالته يې تيز حرکت کاوه. ځکه نو زموږ محاسبه بې مانا ده.


دا مثال ښيي هغه معلومات چې موږ يې د زمان د بهير د اندازې په اړه لرو پر نسبي ماخذونو پورې اړه لري. د زمان نسبيت يو داسې ساينسي حقيقت دی چې په ساينسي ميتودولوژي هم ثابت شوی دی. د آينشټاين د ټوليز نسبيت تيوري په دې نظر ده چې د زمان سرعت د يو جسم د سرعت او د جاذبې د قوې د مرکز نه د لرې کيدو ته په پام سره توپير کوي. سرعت چې څومره زياتيږي زمان هومره کميږي او يا لنډيږي؛ او دومره راکميږي چې ته به وايې د “دريدلو” نقطې ته رسيدلی دی.


راځئ چې دا خبره په هغه بيلګه روښانه کړو چې آينشټاين پخپله وړاندې کړې ده. دوه غبرګوني نظر ته راولئ چې يو يې پر ځمکه پاتې کيږي او بل يې په فضا کې نور ته په نږدې سرعت سفر کوي. کله چې هغه بيرته راستون شي وبه ويني چې د هغه ورور له ده ډير زيات زوړ شوی دی. د دې دليل دا دی چې د هغه سړي لپاره چې په فضا کې د نور په سرعت سفر کوي وخت ډير ورو تيريږي. همدا راز، په فضا کې د سفر کونکي پلار او پر مځکه د ميشت زوی مثال هم په همدې ډول دی، که پلار د سفر د پیل پر مهال ۲۷ کلن او زوی يې ۳ کلن و، نو که پلار د ځمکې پر وخت ۳۰ کاله وروسته له فضا راستون شي، د هغه زوی به ۳۳ کلن او پلار به يې ۳۰ کلن وي.


بايد يادونه وکړو چې د زمان دا نسبيت د ګړي پر تيزولو او ورو کولو او يا د کوم بل ميخانيکي سپرينګ د ورو کولو له لامله نه دی رامنځته شوی. بلکې دا په ګرد مادي سيسټم کې د بيلابيلو عملياتي دورو پايله ده چې د اتوم-لاندې بڅرکو هومره ژور ځي. په بله وينا، هغه څوک چې د وخت لنډوالی تجربه کوي داسې نه دی لکه د یو فلم انځورونه چې ورو ورو د سترګو له مخې تيريږي. که په داسې شرايطو وخت لڼد شي نو د يوه سړي د قلب ضربان، د حجرو ويش، د دماغ فعاليت او نور شيان د هغه سړي له خوځښته هم ورو کيږي چې په خپل ورځني ژوند کې بوخت دی او د وخت لنډون ته يې هيڅ پام نه دی. بلکې خبره دا ده چې دا لنډيز تر هغې نه معلوميږي چې تر منځ يې مقايسه ونه شي.


د زمان نسبيت د قرآن له نظره


معاصرې ساينسي موندنې موږ دې پايلې ته رسوي چې وخت يا زمان د مټرياليستانو د فرضيې برخلاف يو مطلق شی نه بلکې يو نسبي ادراک دی. هغه څه چې له دې هم جالبه دي دا دی چې دغه حقيقت چې تر شلمې پيړۍ پورې هم ساينس ته معلوم نه و، ۱۴ پيړۍ مخکې قرآن مؤمنانو ته بيان کړی و. په قرآن کې د زمان د نسبيت په اړه بيلابيل آیتونه راغلي دي. د ساينس له خوا دا ثابت شوی حقيقت چې زمان يو سايکولوژيک ادراک دی چې پر پيښو، حالاتو، او شرايطو پورې اړه لري د قرآن زياتو آیتونو پرې ټينګار کړی دی. د بيلګې په توګه لکه چې په قرآن کې راغلي دي د يو سړي ټول ژوند ډير لږ وخت بر ته نیسي:


يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلا قَلِيلا (الاسراء: ٥٢)


ژباړه: په کومه ورځ چې هغه تاسې د بيا ژوندون پر لور وبولي، نو تاسې ټول به د هغه د ثنا او ستايلو په حال راپورته شئ او ګمان به کوئ چې ډير لږ وخت مو تير کړی دیږ


وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَنْ لَمْ يَلْبَثُوا إِلا سَاعَةً مِنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ (يونس: ٤٥)


ژباړه: او هغه ورځ چې ټول خلک را يو ځای شي، (نو صحنه به داسې وي) لکه چې په دنيا کې يې پرته له يو ساعت څخه نور هيڅ وخت نه وي تير کړی، يو تر بله سره پيژني، په تحقیق سره هغه څوک زيانمن شوی دی چې له الله سره ملاقات يې دروغ ګاڼه او پر سمه لار نه و.


په ځينو آیتونو کې بيان شوي دي چې خلک وخت په بيلابيلو ډولونو درک کوي او ځينې وخت خلکو ته يو ډير لنډ مهال ډير اوږد ښکاري. دا لاندې خبرې چې په آخرت کې د هغوی د جزا پر مهال د دوی تر منځ تبادله کيږي د دې خبرې ډير ښه مثال دی:


قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الأرْضِ عَدَدَ سِنِينَ (١١٢) قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ (١١٣)قَالَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلا قَلِيلا لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (المؤمنون: ١١٤)


ژباړه: بيا به يې الله وپوښتي چې د څو کلونو لپاره پر ځمکه واست (١١٢) په ځواب کې به ووايي “ورځ يا څه برخه د ورځې، ته له حساب کونکو څخه پوښتنه وکړه” (١١٣) الله به پخپله وفرمایی “پرته له ډیر لږ وخت څخه مو هیڅ زیات درنګ نه دی کړی، کاشکی هغه وخت پر پوه شوي وای”(١١۴)


په ځينو نورو آیتونو کې راغلي دي چې وخت په مختلفو حالاتو کې مختلف سرعت لري:


وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ (الحج: ٤٧)


ژباړه: او ای پيغمبره! له تا څخه په تلوار سره عذاب غواړي او الله به هيڅکله له خپلې ژمنې مخالفت ونه کړي، خو دا يو حقيقت دی چې ستا د رب په نزد به يوه ورځ ستاسې په شمار له زرو کلونو سره برابره وي (۴۷)


تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ (المعارج: ٤)


ژباړه: ملائيکې او جبرائيل په هغه ورځ هغه ته ورخيژي چې ستاسې په شمار له پنځوسو زرو کلونو سره برابره ده (۴)


دا ټول آيتونه د زمان د نسبيت اصطلاح روښانه کوي. دا حقيقت چې يوازې په ۲۰مې پيړۍ کې د ساينس له خوا وموندل شو، او ۱۴ پيړۍ مخکې قرآن عزيز بشريت ته بیان کړی و د دې څرګندوی دی چې قرآن عزيز د هغه الله له خوا نازل شوی دی، چې ټول زمان او مکان يې احاطه کړی دی.


د قرآن ګڼ نور آيتونه بيانوي چې وخت يو ادراک دی. دا په ځانګړي ډول په قرآني کيسو کې ډير روښانه شوی دی. د بيلګې په توګه، الله جل جلاله اصحاب کهف چې په قرآن کې يې د مؤمنانو د يوې ډلې په توګه يادونه شوې ده، د څه د پاسه درې پيړيو پورې ويده وساتل. کله چې دوی راويښ کړی شول، دوی وويل چې د یو لنډ مهال لپاره په دې حال پاتې و ، او دوی ونشو شميرلی چې څومره وخت يې په خوب تير کړی دی:


فَضَرَبْنَا عَلَى آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا (١١) ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَى لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا (الکهف: ١٢)


ژباړه: موږ په همغه غار کې د زياتو کلونو لپاره د هغوی غوږونه ټپ کړل (١١) بيا مو راپورته کړل چې څرګنده کړو کومې يوې ډلې د دوی د خوب د مودې ښه اټکل کړی دی (١٢)


وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ … (الکهف: ١٩)


ژباړه: او په دې توګه موږ دوی بيرته راپاڅول چې يو له بله پوښتنه وکړي، يوه يې نورو ته وويل “څومره ځنډ مو کړی دی”، هغوی وويل پوره يوه ورځ او يا له ورځې څخه لږ کم. بيا هغوی وويل چې رب مو ښه پوه دی چې څومره درنګ مو کړی دی…


په لاندې آیت کې بيان شوي حالات هغه شواهد دي چې ښيي وخت په حقيقت کې يو سايکولوجيک ادراک دی.


أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى يُحْيِي هَذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (البقرة: ٢٥٩)


ژباړه: او آیا تا ته د هغه سړي کيسه نه ده معلومه چې له يوه داسې کلي تيریده چې چتونه يې پرمخ راپريوتي وو، نو وې ويل چې دا ړنګ شوی کلی به الله څه ډول بيرته ودان کړي؟ نو ځای پر ځای الله د سلو کلونو لپاره مړ کړ، بيا يې را ژوندی کړل او ورته يې وويل “د څومره وخت لپاره دې درنګ کړی دی” هغه وويل چې پوره ورځ او يا له ورځې څخه څه کم وخت مې درنګ کړی دی. الله پاک ورته وفرمايل “نه، سل کلونه دې دلته تير کړي دي، خوراک او څښاک ته دې وګوره چې هیڅ خراب شوي نه دي او خره ته دې وګوره، او د دې لپاره چې موږ تا د خلکو لپاره يوه نښه وګرځوو اوس هغو هډوکو ته وګوره چې څه ډول يې موږ خوځوو او بیا غوښه ور اغوندو، نو کله چې ټوله پيښه ورته څرګنده شوه وې ويل زه ښه پوهيږم چې الله پاک پر هر څه ښه توانا دی”


دا پورته آیت په څرګند ډول ټينګار کوي چې الله چې وخت يې خلق کړی دی، پخپله د وخت پورې محدود نه دی. خو له بلې خوا انسان په وخت پورې چې الله ورته ټاکلی دی محدود دی. لکه چې په آیت کې هم راغلي دي، سړی ان د دې توان نه لري چې پوه شي څومره وخت ويده پاتې دی. که په داسې حالاتو کې بیا هم سړی دعوا کوي چې وخت مطلق دی (لکه مټرياليستان چې د ناوړه ذهنيت له کبله داسې فکر کوي) له منطق او استدلال نه به ډير لرې وي.


د زمان نسبيت د تقدير حقيقت روښانه کوي


لکه چې موږ د وخت د نسبيت او له هغو آیتونو چې دې پورې اړه لری پوهيږو، وخت يو مطلق شی نه دی بلکې هغه څه دی چې ادراکاتو ته په پام سره توپير کوي. د بيلګې په توګه د زمان هغه فاصله چې زموږ لپاره ميليونونه کاله اوږده ده د الله په نزد يوه لحظه ده. زموږ ۵۰ زره کاله وخت د حضرت جبراﺉيل عليه السلام او نورو ملاﺉيکو لپاره يوازې يوه ورځ ده.


دا حقيقت د تقدير د مفهوم په پوهيدو کې ډير مهم دی. تقدير په دې مانا دی چې الله هره واحده پيښه، که هغه تيره، اوسمهال او راتلونکي کې وي په “یوه شيبه” کې پيدا کړې ده. په دې مانا چې هره پيښه د کايناتو له خلقته تر قيامته، د الله په نزد پيښې شوې او ترسره شوي دي. د خلکو يو پام وړ شمير د تقدير حقيقت نشي درک کولی. دوی نشي پوهيدی چې الله څه ډول په هغو پيښو پوهيږي چې لا نه دي پيښې شوي او دا چې تيرې او راتلونکې پيښې څه ډول د الله په نزد ترسره شوي دي. زموږ په نزد هغه څه چې نه دي ترسره شوي هغه پيښې دي چې لا نه دي پيښې شوي. دا ځکه چې موږ خپل ژوند هغه وخت ته په تړاؤ سره تيروو چې الله خلق کړی دی او موږ پرته له هغه معلوماتو چې زموږ به حافظه کې دي په بل څه نه پوهيږو.


څرنګه چې موږ د دې نړۍ په ازمايښتځای کې پراته يو، الله تر اوسه د هغو شيانو يادښت زموږ حافظې ته نه دی اچولی چې موږ يې “راتلونکې” پيښې ګڼو. له دې کبله موږ نه پوهيږو چې په راتلونکي کې به څه پيښيږي. خو الله زمان او مکان پورې محدود نه دی؛ دا الله دی چې هر څه يې له وړاندې له نشته پيدا کړي دي. له دې کبله، تير، حاضر او راتلونکی ټول الله ته يو ډول دي. د هغه په نزد هر څه له وړاندې پيښ شوي دي؛ هغه اړتيا نه لري چې د یو عمل پايلې ته منتظر پاتې شي. د یوې پيښې اول او آخر ټول د هغه په نزد په يوه شيبه کې ترسره کيږي. د بيلګې په توګه الله فرعون ته د حضرت موسی علیه السلام له ليږلو وړاندې او ان د موسی علیه السلام د پيدايښت او مخکې له دې چې مصر يو شاهي دولت شي پوهيده چې د فرعون انجام به څه وي؛ او دا ټولې پيښې د فرعون له پای سره يو ځای، د الله په نزد په يوه شيبه کې ترسره شوې دي. د دې تر څنګ د الله لپاره د تيرو شيانو د راپه يادولو په څير څه نشته؛ بلکې تير او راتلونکي دواړه د الله لپاره حاضر دي. هر څه د الله په نزد په يوه شيبه کې شتون لري.


که موږ خپل ژوند له يوه فلم سره تشبیه کړو، نو موږ يې داسې وينو لکه چې يو ويډيو کيسټ پرته له دې چې د تيرولو (تيزولو) امکانات يې ولرو، ګورو. خو الله ټول فيلم په يوه شیبه کې ويني؛ دا الله دی چې ژوند يې پيدا کړی او ټول جزيات يې ورته ټاکلي دي. لکه موږ چې د يوه خطکش سر، منځ او آخر په يو ځل ليدلی شو، نو الله هغه ټول زمان چې موږ په کې محدود يو له اوله تر آخره په شيبه کې احاطه کوي. خو انسان يوازې هغه وخت دا پيښې تجربه کوي چې کله هغه ټاکلی وخت راورسيږي چې دی يې بايد خپل برخليک وويني. په دې نړۍ کې د ټولو خلکو تقدير په همدې ډول دی. هر هغه څوک چې يو ځل خلق شوی دی او يا به خلق کيږي، په دې نړۍ کې وي او که په راتلونکې هغې کې، له ټولو جزیاتو سره د الله په نظر کې دي. د ټولو ژونديو موجوداتو، سيارو، نباتاتو او نورو شيانو برخليک د ميليونونو انسانانو له برخليک سره يو ځای په ابدي ډول له الله سره محفوظ دي. دا به پرته له دې چې کم او يا له منځه لاړ شي همداسې محفوظ پاتې وي. د تقدير حقيقت د الله د ابدي سترتوب، قدرت، ځواک او د هغه د نوم الحافظ له نښو څخه یوه ده.


د تيرې زمانې مفهوم له هغو معلومات رامنځته کيږي چې زموږ په حافظه کې دي


د هغو وړانديزونو له کبله چې موږ يې ترلاسه کوو داسې فکر کوو چې موږ د وخت په بيلابيلو برخو کې ژوند کوو چې تيره زمانه، حاضره او راتلونکې زمانې په نامه ياديږي. خولکه چې مخکې مو يادونه وکړه، يوازينی دليل چې موږ “تيره زمانه” پيژنو دا دی چې مختلف شيان زموږ په حافظه کې ځای په ځای شوي دي. د بيلګې په توګه، هغه شيبه چې موږ په ابتدايي ښوونځي کې داخليږو زموږ په حافظه کې د معلوماتو يوه برخه جوړوي او له دې کبله يې موږ د تيرې زمانې د يوې پيښې په توګه درک کوو. خو، راتلونکې پيښې زموږ په حافظه کې نشته. له دې کبله، موږ دغه شيان چې تر اوسه يې لا نه پيژنو هغه شيان ګڼو چې په راتلونکي کې به پيښيږي او يا تجربه کيږي. خو څرنګه چې تير زموږ په نظر تجربه شوی دی، راتلونکی هم په همدې ډول دی، خو څرنګه چې پيښې يې لا زموږ حافظې ته نه دي ورکړل شوې له دې کبله يې په اړه نه پوهيږي.


که الله راتلونکې پيښې زموږ حافظې ته واچوي نو راتلونکی به د تيرې زمانې بڼه غوره کړي. د بيلګې په توګه، يو ديرش کلن سړی د ديرشو کلونو يادداشت او پيښې په خپله حافظه کې لري او له دې کبله فکر کوي چې ديرش کاله عمر لري. که د ديرشو او اويا کلونو تر منځ پيښې هم د دې سړي په حافظه کې اچول شوې وای، نو دا تير شوي ديرش کاله او هغه راتلونکی چې د ديرشو او اويا کلونو تر منځ دی هم د هغه تيره زمانه ګرځيدلې وی. په داسې حالاتو کې به تيره او راتلونکې زمانه دواړه د هغه په حافظه کې موجوده وای او دواړه به د هغه لپاره د تجربه شوي ژوند بڼه درلودی.


څرنګه چې الله موږ داسې پيدا کړي يو چې پيښې بايد په داسې ټاکلې لړۍ کې ووينو لکه چې وخت له تيرې زمانې راتلونکې هغې پر لور درومي، الله موږ له خپل راتلونکي نه خبروي او نه د راتلونکي معلومات زموږ حافظې ته اچوي. راتلونکی زموږ په حافظه کې نشته خو د ټولو شیانو تیر او راتلونکی له هغه سره د ابد لپاره محفوظ دي. دا لکه چې مخکې موږ یادونه وکړه، داسې دی لکه د يو سړي ژوند چې ټول په بشپړه توګه په يوه فلم کې راغونډ شوی وي او سړی يې ويني خو نشي کولی چې فلم مخکې تیر کړي او خپل ژوند هسې ويني لکه چې د فلم انځورونه يو د بل پسې د هغه له مخې تيريږي. دا سړی په ناسمه توګه فکر کوي چې هغه انځورونه چې ده لا نه دي ليدلي راتلونکی دی (دا انځورونه په فلم کې شته خو د ده له سترګو لا نه دي تير شوي).


تير او راتلونکی دواړه د غیب اخبار دي


په لاندې آیت کې الله فرمايي چې يوازینی ذات چې په رازونو، پټو، نه ليدلو شویو او د نامعلومو له احواله خبر دی، هغه پخپله دی:


قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (الزمر: ٤٦)


ژباړه: ووايه ای الله! د آسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه! په غيب او ښکارؤ پوهيدونکيه! همدا ته به د بنده ګانو په منځ کې د هغه څه پريکړه وکړې چې هغوی پکې اختلاف کوي (۴۶)


قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (سورة الجمعة: ٨)


ژباړه: ای محمده! ووايه له کوم مرګ نه چې تاسې تيښته کوئ ارومرو تاسې ته راتلونکی دی. بيا به هغه ذات ته وړاندې شئ چې پټ او ښکاره ټول ورته معلوم دي، نو له هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول (۸)


قَالَ يَا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (البقرة: ٣٣)


ژباړه: الله پاک وفرمايل، آدمه! د دې شيانو نومونه ملایکو ته واخله. کله چې آدم عليه السلام د شيانو نومونه واخيستل نو الله پاک وفرمايل، “ما تاسې ته نه وو ويلي چې د آسمانونو او ځمکې ناليدلي شيان ماته معلوم دي او هغه څه هم راته ښکاره دي چې تاسې يې څرګندوئ او يا يې پټوئ” (۳۳)


عموماً داسې فکر کیږي چې د “غیب” کلمه يوازې هغو شيانو ته کارول کيږي چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کي به ښکاره کيږي؛ خو تیره او راتلونکې دواړه غیب دي. هغه څوک چې پخوا يې ژوند کاوه او يا يې له دې وروسته کوي دواړه الله سره محفوظ دي. خو، الله له دې محفوظو معلوماتو څخه يوه برخه د خلکو په حافظو کې ږدي او هغوی ته دا غیب ښکاره کوي. د بیلګې په توګه، کله چې الله په قرآن عزيز کې د تیرو وختونو په اړه معلومات ورکوي، نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته فرمايي چې دا د غیب معلومات دي:


تِلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (هود: ٤٩)


ژباړه: ای محمده! دا هغه پټې خبرې دي چې موږ يې تا ته د وحيې په واسطه څرګندؤ، که نه نو له دې وړاندې نه تا او ستا قوم ته په دې اړه څه معلومات و صبر کوه اخري بری د پرهيزګارانو په برخه دی (۴۹)


ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنْتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ (یوسف: ١٠٢)


ژباړه: ای محمده! دا کيسه د غيب له خبرونو څخه ده چې موږ يې تا ته وحيه کوو که نه نو ته خو هغه وخت له دوی سره نه وې (۱۰۲)


الله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د داسې شیانو په اړه هم معلومات ورکوي چې لا نه دي پيښ شوي او د راتلونکي علم غیب دی، لکه د مکې فتحه (سورة الفتح:۲۷) پر مشرکانو د روم بريا (سورة الروم:۳-۴) له پيښيدو مخکې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته وحیه شوي وه. د آخر الزمان او قيامت په اړه د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم احادیث (چې د هغه وخت خلکو لپاره غیب و) ښيي چې الله دا شیان هغه ته ورښودلي و.


قرآن عزيز بيانوي چې د غیب معلومات ځينې پيغمبرانو او مخلصو مؤمنانو ته ورکړل شوي دي. د بيلګې په توګه، حضرت يوسف علیه السلام ته دا وحیه شوې وه چې د هغه په وړاندې جوړه شوې دسيسه به خنثی کيږي، (سورة يوسف:۱۵) او د حضرت موسی علیه السلام مور ته دا وحیه شوې وه چې د هغې زوی به د فرعون له ظلمه خلاص وي او پيغمبرۍ ته به رسیږي. (سورة القصص:۷)


نو هغه څه ته چې موږ تیر او راتلونکی وايو، دواړه غیب دي چې له الله سره محفوظ دي. الله د دې معلوماتو ځينې برخې د هغه چا حافظې ته د خپلې رضا سره سم کله چې وغواړي وراچوي او په دې ډول يې له ځينو غيبي پيښو څخه خبروي. بیا هغه پيښې چې وليدل شي د انسانانو له خوا تيرې شوې پيښې بلل کيږي.


تقدیر ته د تسلميدو اهمیت


دا خبره چې هر څه د الله په نزد له وړاندې خلق شوي دي او هر څه د هغه په نزد له وړاندې پيښ شوي دي، يو ډير مهم حقیقت روښانه کوي. هغه دا چې هر سړی په بشپړه توګه د خپل تقدیر تابع دی. فقد لکه يو سړی چې خپل تير نشي بدلولی خپل راتلونکی هم نشي بدلولی ځکه چې د تير په څير راتلونکی هم له وړاندې پيښ شوی دی. په راتلونکي کې موجود هر څه تعین شوي دي چې کله او چیرته به پيښيږي، هغه به څه خوري، له چا سره به خبرې کوي، د څه په اړه به خبرې کوي، څومره پيسې به ګټي، په څه ناروغیو به اخته کيږي او کله، چیرته او څه ډول به مړ کيږي. دا ټول شيان د الله په نزد له وړاندې پيښ شوي دي. خو دا معلومات لا زموږ حافظو ته نه دي رسيدلي.


له دې کبله، هغه څوک چې افسوس کوي، ناکراره، په غصه او يا د راتلونکي په اړه انديښمن دی، بې ځايه انديښنه کوي. هغه راتلونکی چې دوی يې په اړه دومره انديښمن دي له وړاندې پيښ شوی دی. نو بيا چې دوی هر څه وکړي په تقدير کې ليکل شوي شيان نشي بدلولی.


په دې ځای کې مهمه ده یادونه وکړو چې پکار ده د تقدیر د ناسم پوهاوي نه ډډه وکړو. ځینې خلک په ناسمه توګه داسې فکر کوي هغه څه چې د دوی په تقدير کې دي ارومرو به پيښيږي نو له دې کبله پکار نه ده چې دوی څه وکړي. دا سمه ده چې زموږ له خوا تجربه شوې ټولې پيښې په تقدير کې ټاکل شوې دي. مخکې له دې چې موږ يو کار ترسره کړو هغه له وړاندې د الله په نزد ترسره شوی دی او له ټولو جزیاتو سره په ام الکتاب (لوح محفوظ) کې د الله په نزد موجود دی. خو الله ټولو خلکو ته دا احساس ورکوي چې هغه کولی شی شیانو ته بدلون ورکړي او خپلې خوښې سره سم تصميم ونيسي.


د بیلګې په توګه، کله چې يو سړی غواړي يو ګیلاس اوبه وڅښي هغه نه وايی چې “که زما په تقدير کې وي نو زه به يې وڅښم” او يا کرار کښينې او هيڅ حرکت ونه کړي. بلکې هغه جګیږي يو ګیلاس اخلي او اوبه څښي. اصلاً، دا سړی هغه له وړاندې تعين شوې اوبه په هغه له وړاندې ټاکل شوي ګیلاس کې څښي. خو کله چې دا سړی دا عمل اجرا کوي نو احساس کوي چې دا سړی د خپلې خوښې سره دا کارونه ترسره کوي. د ده په ټولو اعمالو کې چې دی يې د عمر به اوږدو کې ترسره کوي همداسې احساس کوي. هغه څوک چې الله او د هغه له خوا ټاکل شوي تقدیر ته ځان تسليموي او هغه څوک چې دا حقيقت نشي درک کولی دا توپير سره لري: هغه څوک چې ځان الله ته تسلیموي پوهيږي چې هر څه چې دی کوي د الله رضا سره سم دي، ان که دی دا احساس هم ولري چې پخپله يې ترسره کوي. خو دا بل سړی په ناسم ډول داسې فکر کوي چې دا هر څه ده پخپله پوهه او ځواک ترسره کړي دي.


د بيلګې په توګه کله چې الله ته تسليم شوی يو بنده خبريږي چې کومه ناروغۍ باندې اخته دی، پوهيږي چې دا ناروغۍ د هغه په تقدیر کې ده نو پر الله توکل کوي. د ده په فکر څرنګه چې الله دا ناروغي دده په تقدير کې اچولې ده نو ارومرو به د ده په خیر تمامیږي. خو یقینا چې دا سړی په دې فکر، چې که په تقدير کې يې روغتيا وه ښه به شي،  لاس تر زنې نه کښيني. بلکې هغه خپل ټول ممکنه تدابير نيسي؛ يوه ډاکتر ته ځي، خپل پرهيز ته توجه کوي او دوا خوري. خو دا نه هيروي چې ډاکتر او درملنه او د دوا مؤثريت او دا چې ښه به شي او که نه هم د هغه د تقدير یوه برخه ده. هغه په دې ښه پوهيږي چې دا ټول له الله سره محفوظ دي او دي نړۍ ته له راتګ مخکې يې هم هلته وجود درلود.  الله په قرآن عزيز کې فرمايي هر څه چې انسان تجربه کوي له وړاندې په يوه کتاب کې ليکل شوي دي.


مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الأرْضِ وَلا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ (٢٢)لِكَيْلا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ (الحديد: ٢٣)


ژباړه: هيڅ مصیبت نشته چې په ځمکه يا ستاسې پر نفوسونو را پريوځي مګر موږ له وړاندې په کتاب (لوح محفوظ) کې ليکلی دی. بې له شکه چې دا کار الله ته ډير آسانه دی. څو تاسې پر هغه څه افسوس ونه کړئ چې لاس ته نه دي درغلي او پر هغه څه ونه وياړئ چې الله درکړي دي. الله پاک هيڅ متکبر وياړن نه خوښوي.


له دې کبله هغه څوک چې پر تقدير عقيده لري هيڅکله په هغو شيانو نه نهیلی کيږي او ځوريږي چې هغه ته پيښيږي. بلکې په ټول کوښښ به هڅه کوي چې خپل باور او اعتماد پر الله وساتي. الله له وړاندې هغه څه ټاکلي دي چې يوه انسان ته به پيښيږي؛ او په دې امر کوي چې يو سړی دې پر هغه څه افسوس نه کوي چې ورپيښيږي. او موږ باید پر هغو نعمتونو خوښي وښيو چې راکول کيږی. هغه ستونزې چې يو سړی يې تجربه کوي او  هغه سرمایه او برياليتوب چې ترلاسه کوي، د الله له خوا ټاکل شوي دي. دا ټول شیان په هغه تقدير کې دي چې زموږ رب د انسان د ازمايښت لپاره ټاکلی دی. لکه چې په يوه آیت کې فرمايل شوي دي، “… وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا…(الاحزاب: ٣٨). ژباړه: او د الله هر امر په ټاکل شوې اندازه وي.


په يوه بل آیت کې الله فرمايي چې موږ ټول شيان په “و کل شیء خلقناه بقدر.” (سورة القمر: ۴۹) نه يوازې انسان بلکې هر ژوندی او ناژوندی لکه لمر، سپوږمۍ، غرونه او ونې خپل خپل تقديرونه لري چې الله ورته ټاکلي دي. د بيلګې په توګه يو لرغونی مات شوی گلدان هغه وخت مات شوی دی چې په تقدير کې يې ټاکل شوې وه. کله چې جوړيده، ټاکل شوې وه چې دا لرغونی ګلدان به څوک کاروي، د کوم کور په کوم ګوټ کې به له کومو نورو شيانو سره يو ځای ايښودل کيږي. د دې ګلدان ډيزاين او رنګونه له وړاندې د هغه په تقدير کې ټاکل شوي ول. دا د الله په بلاکیفه حافظه کې وه چې په کومه ورځ، کوم ساعت، کومه دقيقه د چا له خوا به څه ډول ماتيږي. هغه لومړۍ شيبه چې ګلدان جوړ شوی و، هغه لومړی ځل چې دا د خرڅلاؤ لپاره وړاندې شوی و، لومړی ځل چې دا د کوم کور په يوه ګوټ کې ايښودل شوی و، هغه شيبه چې دا ټوټه شوی دی، لنډه دا چې د دې ګلدان د سلګونو اوږده عمر هره شيبه د الله په نزد د يوې شيبې په توګه موجوده وه.


په داسې حال کې چې دا سړی د ماتولو له پيښې يوه شيبه مخکې هم خبر نه و چې دی به ګلدان ماتوي، خو دغه شيبه د الله په نزد پيښه شوې او د هغه په علم کې وه. له دې کبله، الله انسانانو ته بيانوي چې د هغو شيانو پسې دې افسوس نه کوي چې د دوی له لاسه وتلي دي. هغه څه چې يې له لاسه تللي دي له تقدیر سره سم يې له لاسه ورکړي دي، او دوی کوم بدلون نشي ورکولی. خلک بايد له هغو پيښو درس واخلي چې د دوی په تقدير کې پيښيږي، او هغه اهداف او ګټې درک کړي چې له دې پيښو يې ترلاسه کوي. دوی بايد تل زموږ د رب هغه بې پايه رحمت، ترحم، او عدالت پر لور ميلان پيدا کړي؛ هغه ذات چې تقدير يې پیدا کړی دی او خپلو بنده ګانو ته بښنه او له هغوی ساتنه کوي. هغه څوک چې له دې حقيقته په غفلت کې ژوند کوي تل په ويره او انديښنه کې وي. د بيلګې په توګه، دوی د خپلو اولادونو راتلونکي لپاره ډير انديښمن وي.


دوی د دې پوښتنو په اړه ډير انديښمن دي چې په کوم ښوونځي کې به دوی درس ووايي؟ کوم مسلک بايد انتخاب کړي؟ روغتيا به يې څنګه وي؟ څه ډول به خپل ژوند تيروي؟ خو، د يوه سړي د ژوند هره شيبه د الله له خوا ټاکل شوې ده، له هغه وخته چې دی يوازې يوه حجره وه او هغه وخت چې دی ليک لوست زده کوي، هغه وخت چې دی د کانکور امتحان لومړۍ پوښتنه ځوابوي او هغه شرکتونه چې دی به بيا د خپل ژوند په اوږدو کې په کې دنده اخلي، هغه اسناد چې دی به يې لاسليک کوي او چيرته به کله مري ټول له وړاندې ټاکل شوي دي. دا ټول د الله په علم کې دي. د بيلګې په توګه، همدا شيبه يو سړی هم د جنین په مرحله او هم په لومړني ښوونځي او پوهنتون کې دی. دا ټول له هغو شیبو سره یو ځای چې يو سړی په کې خپله ۳۵مه کليزه لمانځي، په لومړۍ ورځ چې خپل کار پيلوي، کله چې له مړينې وروسته ملائيکې ويني، کله چې دفنيږي او کله چې د آخرت په ورځ الله ته حساب ورکوي، ټول د الله په علم کې د يوازې يوې شيبې په توګه شتون لري.


نو دې پايلې ته رسيږو چې دا بې ګټې دی چې سړی د هغه ژوند په اړه انديښمن او ويره کې وي چې هره شيبه يې له وړاندې تيره شوې، تجربه شوې او اوس هم د الله په علم کې حاضر دي. هر څومره چې يو سړی هلې ځلې وکړي او هر څومره چې انديښمن شي د هغه اولاد، ميرمن، ملګري او خپلوان به هغه ژوند تيروي چې د الله په نزد ورته ټاکل شوی دی.


په داسې حالاتو کې هوښيار او د ويښ ضمير خاوند چې دا حقيقت يې درک کړی دی بايد په خورا عاجزۍ سره الله ته تسلیم شي او هغه تقدیر ومني چې الله ورته ټاکلی دی. اصلاً هر سړی له وړاندې الله ته تسلیم دی او د هغه د بنده ګۍ لپاره پیدا شوی دی. که د دې سړي خوښه وي او که نه، دی په خپل ټول ژوند کې هغه تقدير ته تابع دی چې الله خلق کړی دی. هغه څوک چې له تقديره انکار کوي ځکه منکر دی چې انکار يې په تقدير کې ليکل شوی دی.


هغه څوک چې په خپله خوښه الله ته تسليميږي د الله د رضا، رحمت او جنت په تمه دی؛ دوی به د سلامتۍ، سولې او خوښۍ نه ډک ژوند په دې او راتلونکې نړۍ کې تيروي. ځکه هغه څوک چې ځان الله ته تسليموي پوهيږي چې د دوی لپاره له هغه برخليکه غوره څه نشته چې الله ورته ټاکلی دی، او ويرې او انديښنې ته هيڅ اړتيا نشته. دا سړی به هر کوښښ کوي خو له دې خبر دی چې دا ټولې هلې ځلې يې په تقدير کې ليکل شوي دي. نو هر څه چې وکړي، نشي کولی هغه څه بدل کړي چې د ده په تقدير کې له وړاندې ليکل شوي دي.


یو مؤمن هغه تقدیر ته غاړه ږدي چې الله خلق کړی دی. هغه څه چې ده ته پيښيږي، دی کوښښ کوي چې پوه شي چې د دې پيښو اهداف څه دي، عبرت اخلي او هڅه کوي چې راتلونکي لپاره ځان اصلاح کړي. خو هغه په دې ډاډه دی چې دا ټول د هغه له تقدير سره سم ورپيښيږي او دا چې الله ټول ګټور شيان له وړاندې د هغه لپاره ټاکلي دي. د بيلګې په توګه قرآن عزيز له هغو تدابيرو يادونه کوي چې حضرت يعقوب علیه السلام د خپلو زامنو د امنیت لپاره نيولي ول. د دې لپاره چې خپل زامن د خلکو له ناوړه نيتونو څخه خبر کړي، حضرت يعقوب علیه السلام دوی ته وصیت وکړ چې ښار ته له مختلفو دروازو ورننوزي خو د دې يادونه يې هم ورته وکړه چې دا تدابير هغه تقدیر ته بدلون نشي ورکولی چې الله ټاکلی دی.


وَقَالَ يَا بَنِيَّ لا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (يوسف: ٦٧)


ژباړه: او وې ويل زامنو! ټول له يوې دروازې مه ننوزئ بلکې په جلا جلا دروازو ولاړ شئ او زه تاسې د الله له ارادې څخه نشم ژغورلی، واکمني يوازې د هغه ده او ما پر هغه توکل کړی دیاو څوک چې توکل کوي نو بايد يوازې پر هغه يې وکړي (۶۷)


که خلک هر څه وکړي نشي کولی تقدیر ته بدلون ورکړي. دا خبره په دې آیت کې بيان شوې ده:


ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا يَغْشَى طَائِفَةً مِنْكُمْ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَلْ لَنَا مِنَ الأمْرِ مِنْ شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الأمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ مَا لا يُبْدُونَ لَكَ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الأمْرِ شَيْءٌ مَا قُتِلْنَا هَا هُنَا قُلْ لَوْ كُنْتُمْ فِي بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقَتْلُ إِلَى مَضَاجِعِهِمْ وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (آل عمران: ١٥٤)


ژباړه: بیا الله پاک له دې غم وروسته پر تاسې امن او ډاډ نازل کړ چې ځینو ته له ډاډه خوب جوټې ورکولې او له ځینو نورو سره یوازې د خپلو ځانونو غم و او په الله جل جلاله يې د جاهلیت ناحقه ګمانونه کول او ويل يې ايا په دې کار کې زموږ څه واک شته؟ ورته ووايه واک ټول له یو الله سره دی. هغوی د زړونو پټې خبرې تاسې ته نه روښانه کوي او وايي که په دې کار کې زموږ څه واک وای نو دلته به نه ؤ وژل شوي. ورته ووايه که تاسې په کورونو کې هم وای نو د چا لپاره چې وژل ليکل شوي و هغه به ارومرو د وژلو ځای ته وروتل او (دا معامله ځکه وشوه چې) الله پاک ستاسې د زړونو پټ رازونه وازمايي او ستاسې د زړونو درغلتيا صفا کړي. او الله ته د زړونو راز ډير ښه معلوم دی (۱۵۴)


له دې آیته معلومیږي چې که يو سړی د الله په لار کې له يوه کاره په دې نیت تيښته وکړي چې مړ نه شي، که مرګ يې په تقدير کې همدا وخت لیکلی وي، ارومرو به مړ کيږي. ان هغه لارې چارې چې سړی يې له مرګه د ژغورنې لپاره کاروي هم په تقدير کې ليکل شوي دي. او په دې آیت کې الله انسان ته فرمايي چې د هغو شيانو هدف چې په تقدير کې ټاکل شوي دي دادی چې دوی وازمايي او زړونه يې پاک کړي. په قرآن کې بيان شوي دي چې د هر سړي اجل د الله په نزد ټاکل شوی دی او يو حمل او يا جنین يوازې د الله په اجازه د مور په کيډه کې جوړيږي.


وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلا تَضَعُ إِلا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ (فاطر: ١١)


ژباړه: او الله دی چې تاسې يې له خاورې او بیا له نطفې څخه پیدا او بيا يې جوړه، جوړه ګرځولي ياست. هيڅ ښځه بار نه اخلي او نه یې زيږوي مګر الله ته معلوم دي او د چا عمر –نه زیاتيږي او نه کميږي مګر دا هرڅه په تلپاتې کتاب کې کشل شوي دي. بې له شکه چې دا کار الله ته آسان دی.


په لاندې آیت کې راغلي دي چې د يوه سړي ټول اعمال ټکی په ټکی ليکل شوي دي او هغه اعمال چې جنتيان يې په جنت کې ترسره کوي هم هغه څه دي چې له وړاندې پيښ شوي دي. لکه چې مخکې مو يادونه وکړه، د جنت حقيقي ژوند زموږ لپاره راتلونکي دی. خو د جنتيانو ژوند او د هغوی خبرې اترې او ميلمستياوې همدا اوس د الله په علم کې دي. مخکې له دې چې موږ دې نړۍ ته سترګې پرانيزو، د بشر راتلونکی په دې او راتلونکي نړۍ کې د الله په نزد په يوه شيبه کې ترسره شوی و او تر ابده به د الله په علم کې وي.


وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ (٥٢)وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ (٥٣)


ژباړه: او هر څه چې دوی وکړل ټول په کتابونو کې درج دي (۵۲) او هره کوچنۍ او غټه خبره په کې ثبت ده (۵۳)


موږ د قرآن له دې ډول بيانه پوهيږو چې د الله په نزد زمان يوازې يو شيبه ده او د هغه لپاره تير او راتلونکی وجود نه لري. لکه چې موږ وينو، هغه پيښې چې زموږ لپاره راتلونکې دي په قرآن عزيز کې داسې بلل شوي دي ډير پخوا تيرې شوې وي. دا ځکه چې تير او راتلونکی دواړه د الله له خوا د يوې شیبې په توګه خلق شوي دي. له دې کبله، هغه پيښه چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کې پيښه شي، اصلاً له وړاندې پيښه شوې ده، څرنګه چې موږ يې نشو درک کولی نو فکر کوو چې راتلونکي کې پيښيږي. د بیلګې په توګه، د قرآن عزيز په هغو آيتونو کې چې الله ته د خلکو حساب او کتاب تشريح کيږي د يوې پخوا تيرې شوې پيښې په توګه درک کیږي.


وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الأرْضِ إِلا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ (٦٨)وَأَشْرَقَتِ الأرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (الزمر: ٦٩)


ژباړه: او شپيلۍ به پوک وهلی شي او د آسمان او ځمکۍ ټول مخلوق به بې هوښه پريوزي پرته له هغو څخه چې د الله ورته خوښه شي، او بیا به په دوهم ځل شپيلۍ پوک وهلی شي، نو ګورې به چې ټول به ولاړ او هک پک به ګوري. ځمکه به د خپل رب په نور ځلانده او د اعمالو کتابونه به کيښودل شي، پیغمبران او شهيدان به حاضر او د خلکو به مینځ کې به په انصاف او عدالت پریکړه وشي، او هيڅ تیری به له هیچا سره نه کيږي.


د دې حقيقت نورې بيلګې په لاندې ډول دي:


وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ (ق: ٢١)


ژباړه: هر څوک به په داسې حال کې را روان وي چې يو شړونکی او یو شاهد به ورسره وي (۲۱)


وَانْشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ (الحاقة: ١٦)


ژباړه: او آسمان به وشليږي او پر دې ورځ به ډير کمزوری وي (۱۶)


وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا (١٢)مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الأرَائِكِ لا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلا زَمْهَرِيرًا (الانسان: ١٣)


ژباړه: او د صبر په بدله کې به ورته جنت او د ريښمو جامه ورکړي، دا کسان به په جنت کې پر تختونو ډډه لګولې وي، دوی به هلته نه د ګرمۍ تاؤ محسوسوي او نه یخه یخني.


وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَنْ يَرَى (النازعات: ٣٦)


ژباړه: او هر ليدونکي ته به دوزخ راښکاره کړی شي (۳۶)


فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ (المطفیفین٣٤)


ژباړه: او نن ورځ به مؤمنان پر کافرانو خنداګانې کوي (۳۴)


وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُمْ مُوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا (الکهف: ٥٣)


ژباړه: او مجرمان به په خپلو سترګو دوزخ وویني او دا يقين به يې راشي چې دوی ورغورځيدونکي دي او له هغه څخه به د خلاصی هيڅ لار ونه مومي (۵۳)


په پورتنيو آیتونو کې هغه پيښې له وړاندې تيرې شوې ښودل شوي دي چې موږ يې له مرګه وروسته تجربه کوو. دا ځکه چې الله زموږ په شان د زمان او مکان نسبي بعد پورې محدود نه دی. الله دا ټولې پيښې د زمان په نشتوالي کې اراده کړي دي؛ انسانانو هغه ترسره کړي دي، ټولې يې تجربه کړي او يوې پايلې ته يې رسولي دي. دا لاندې آیت بيانوي چې هر ډول پيښې که هغه لويې او يا کوچنۍ دي، د الله د علم په اډانه کې ترسره کيږي او په يوه کتاب کې کښل شوي دي.


وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأرْضِ وَلا فِي السَّمَاءِ وَلا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ (يونس: ٦١


ژباړه: ای محمده! ته چې په هر ځای کې يې او د قرآن هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو موږ پر تاسې شاهدان يو، ان په هغه حال کې هم چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب ياست. او ستا له رب څخه د ذرې په اندازه “كوم څيز” نه په ځمكي كي پټيدلى شي او نه په آسمان كي او نه له دې نه كوم وړوكى او يا لوى داسي څيز شته چي په څرګند كتاب كي دي نه وي (ليكل شوى)


د مټرياليستانو انديښنې:


هغه موضوع چې په دې برخه کې څيړل شوې ده، د بيلګې په توګه هغه حقيقت چې مټرياليستان له ګواښ سره مخامخ کوي، مانا د زمان نشتوالی او د مکان نشتوالی بالکل روښانه دي. لکه چې وړاندې وویل شول دا موضوع ګانې په هيڅ ډول کوم ډول فلسفه او يا کومه مفکوره نه ده، بلکې روښانه او د ټولو له خوا منل شوی ساينسي حقيقت دی. د دې تر څنګ چې دا يو تخنيکي واقعيت دی، خو عقلي او منطقي شواهد هم د دې پخلی کوي چې بل بديل ورته نشته: موږ کاينات، د هغه ټول اجزا او هغه خلک چې په کې ژوند کوي، هغه ډول پيژنو چې زموږ په دماغ کې دي.


مټرياليستان د دې موضوع په درک کولو کې ګڼې ستونزې لري. د بيلګې په توګه راځئ چې د پوليتزر د بس مثال ته ورشو: که څه هم پوليتزر Politzerپه دې ښه پوهيده چې له تخنيکي پلوه هغه له خپل ادراکه بيرون قدم نشي وهلی، خو هغه يوازې د څو ټاکلو حالاتو په برخه کې دا خبره منله. په دې مانا چې پوليتزر په اند پيښې تر هغه وخته پورې په دماغ کې پيښيدلې چې بس ټکر کوي، خو همدا چې ټکر پيښ شو، دا موضوع له دماغ بهر وزي او د يوه فزيکي واقعيت بڼه غوره کوي. په دې ځای کې موجوده منطقي نيمګړتيا خورا روښانه ده: پوليتزر هم هغه تيروتنه کوي چې مټرياليستي فيلسوف جانسن په دې وينا کې کړې وه چې، “زه ډبره له پښې سره وهم، زما پښه خوږيږي، نو له دې کبله (له ډبرې سره مستقیم تماس) وجود لري” او په دې توګه يې درک نشو کړی چې د بس له ټکره وروسته چې کوم شاک حس کيږي هغه هم په دماغ کې يو ادراک دی.


دا دليل چې ولې مټرياليستان دا موضوع نشي درک کولی د هغه حقيقته ډار دی چې له منلو وروسته به يې ورسره مخامخ کيږي. لينکولن بارنيټ ليکي چې دا موضوع د ټاکلو ساينسپوهانو له خوا تشخيص شوې ده:


د دې تر څنګ چې فيلسوفانو دا ټول عيني واقعيتونه د ادراکاتو څخه جوړه شوې يوه خيالي نړۍ بولي، ساينسپوهانو د انسان د حواسو هيښنده محدوديت هم کشف کړی دی.


کله چې درک کړي چې د هغه کايناتو يوازې يو برداشت تجربه کوي چې په اند يې ژوند په کې  کوي، دا نړۍ، د هغه خپل بدن، نور خلک، نور مټرياليستي فيلسوفان چې دی يې د نظرياتو تر اغيز لاندې راغلی دی او لنډه دا چې دا هر څه چې وويني وحشت يې پسې اخلي. هر هغه څه چې ده خپل ځان ورپورې تړلی دی، عقيده پرې لري او يا رجوع ورته کوي ناڅاپه له منځه ځي. نو دا سړی په دې وخت کې د هغې نهيلۍ احساس کوي چې د قيامت په ورځ به يې په اصلي مانا احساسوي لکه چې په دې آیت کې د کافرانو په اړه ويل شوي دي:


وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ (النحل: ٨٧)


ژباړه: نن ورځ به هغوی ټول د الله په وړاندې غاړه کيږدي او هغه درواغ به ترې ورک شي چې په دنيا کې به يې جوړول (۸۷)


له هغې وروسته بيا دا مټرياليست کوښښ کوي چې ځان پر هغه دروغو ډاډه کړي چې په وينا د مادې اصليت ته رسيدلی شي، او شواهد هم ورته جوړوي؛ ديوال په سوک وهي، ډبره په پښه وهي، ويشتل کوي، کړيکي وباسي خو بيا هم هيڅکله له حقيقته تيښته نشي کولی.


لکه هسې چې دوی غواړي له خپل دماغه دا حقيقت لرې کړي له نورو خلکو هم غواړي چې له نظره يې وغورځوي. دوی له دې هم خبر دي چې که د مادې اصلي بڼه په ټوليز ډول خلکو ته ښکاره شوه نو د دوی د فلسفې او د جاهلانه لرليد بنسټ به عامې نندارې ته کيښودل شي او د خپلې نظريې د منطقي کولو لپاره به بيا هيڅ استدلال نه لري. دا ډار هغه دليل دی چې دوی يې د دې حقيقت په وړاندې لاس او پښه کړي دي.


د مؤمنان لاسته راوړنه:


په داسې حال کې چې مټرياليستان له دې حقيقته په ويره کې دي چې موږ د مادې له اصليت سره هيڅ مستقيم تړاؤ نه لرو او وخت يو ادراک دی، خو د مؤمنانو حالت د دوی برعکس دی. مؤمنان چې کله له مادې وراخوا راز درک کوي خوشاليږي ځکه چې دا د ټولو پوښتنو ځواب دی. له دې کيلي سره ټول رازونه راسپړل کیږي. په دې سره يو سړی په خورا آسانۍ کولی شي پر هغو ګڼو مسئلو پوه شي چې پخوا يې درک ورته ستونزمن و.