کور / علمي / د ژبو تاريخ – پنځمه برخه ( د ژبو غټ ګروپونه)

د ژبو تاريخ – پنځمه برخه ( د ژبو غټ ګروپونه)

ددې اثر تېري برخي له دې ځايه ولولئ


(   د ژبو غټ ګروپونه  )   


جرمانیکي ، سلاويکي ، رومي


په سویډني ژبه کي ډوډۍ ته  برووډ وایي، او په انګلیسي ور ته  بریډ ، په جرمني کي  برووت  او په ایټالوي کي  پین   وایي. او د سویډني ژبي د زوی کلمه  سون  په عین ډول په انګیسي کي سن  ، په جرمني کي سوون  او په ایټالوي کي فیګلیو  دئ. په دغو دواړو مثالو کي په سویډني، انګلیسي او جرمني ژبو کي دا کلمات یو راز دي، مګر په ایټالوي کي ور ته بلکل بل راز کلمه ذکر سوې ده.
دا کوم تصادف نه دئ. ځکه سویډني ، انګیسي او جرمني ژبي اصلأ به ډېرو ساحو کي سره ور ته دي، په داسي حال کي چي ایټالوي خورا ډېر توپیر ځیني لري. که موږ د هري ژبي څخه کوچنۍ جملې سره مقایسه کړو، دا تفاوت به نور هم سم معلوم سي. مثلأ : د پښتو معادل ئې داسي ده . «  موږ نسوای کولای چي راسو. »  پښتو جمله د ژباړونکي له خوا پر زیاته سوه.) ) . 


Svenska        سویډني       Vi kunde inte komma
Engelska       انګلیسي       We could not come
Tyska              جرمني    Wir konnten nicht kommen
Italienska         ایټالوي    Non potevamo venire
په دي جملو کي د سویډني ، انګلیسي او جرمني ژبو هر یو لغات یو د بل په مقابل کي په ترتیب سره راغلي دي. په ایټالوي کي بیا د نه  لغت لومړی راغلی دئ، او د موږ  لغت له پاره هیڅ متقابل لغت نسته، پر ځای ئې د پوتیوامو کلمه چي «  موږ کولای سو  »  راغلې ده، په داسي حال کي چي د پوتیوامو کلمه د  «  دوی کولای سوای » معنی لري
ځیني ژبي یو له بله سره ډېري ورته وي، په داسي حال کي ځیني بیا ډېر توپیر سره لري. چي علتونه ئې په تېر فصل کي وویل سوه. ژبه هر وخت تغیر کوي. هغو خلکو چي د شروع څخه په یوه ژبه خبري کولې او بیا یو له بل سره لیري سوی دي، ددې تغیراتو د پېښېدلو په آخر کي، ددې ګروپونو خبري کول هم سره بدل سوي دي.  ځکه ژبه هم پر چا باندي تأثر ښندي.  دوه بېلابېل ژبي ویونکي ګروپونه، چي د یوې اوږدې زمانې له پاره یو له بله سره نزدې ارتباط وساتي، ژبه ئې په ډېرو ساحو کي سره ورته والی پیدا کوي. چي دا عملیه د لغاتونو د پورولو څخه شروع کیږي، او وروسته تر نورو شیانو پوري رسېږي. دا چي دا تغیرات به څومره غټ وي، او پر کمي ژبي باندي ډېر اثر ښندي، ددې ګروپونو په ارتباطاتو، او قدرت لرولو پوري اړه لري. د ژبو تغیرات له تاریخي حوادثو سره هم ټړلي دي.
 په مجموع کي یوه ژبه ډېر ورو تغیر کوي. او په حقیقت کي د نورو ژبو څخه لغاتونه ژر پورولای سي، مګر په ژبه کي ئې د آوازونو بدلون، یو څه وخت ته اړتیا لري، او که خبره د ګرامر و اړولو ته ورسیږي، بیا نو ښه پوره ډېري زمانې ته ضرورت سته. دا تغیرات همېشه پر یوه قرار نه وي، ځکه بعضي وخت د دوی تر منځ ورته والی ان تر زرو کلونو جلاوالي وروسته هم معلومیږي. چي دا د لیري لید یو سوال دئ.
 د سویډني، انګلیسي او جرمني ژبو تر منځ نژدېوالی په همدې ډول دئ. د ژبو پوهان او تاریخپوهان ددې درو ژبو ( او یو شمېر نورو ژبو، لکه ډنمارکي او هالندي ) په باره کي په یوه نظر دي،  د دوی د نیژدې والی ریښه د یوې ژبي څخه بولي. د ژبو دا ګروپ ته جرمانیکي ژبي وایي، او اصلي ژبه ئې لرغونې جرمني ژبه نومیږي.
     دا چي دا لرغونې جرمني ژبه څرنګه ویل کېدل، د هیچا سره صحیح معلومات نسته. ځکه دا ژبه هیڅکله نه ده لیکل سوې، او موږ په دې باندي هم خبر نه یو، چي دا ژبه په کومه زمانه کي موجوده وه، او د چا له خوا ویل کېدله. مګر په مقابل کي بیا په دې باندي یو څه خبر یو، چي دې ژبي څرنګه د وخت په تېرېدو سره پر مختګ کړی دئ ، پخواني انګلیسي متون، د پخوانۍ لویي جرمانیکي ژبي په شان تقریبأ دیارلس سووه کاله عمر لري. نو سړی کولای سي، ددې دوو ژبو پرمختګ یو ځای د پېړیو په دوران کي سره مطالعه کړي.
دا مسٔله د  سویډني ژبي په باره کي یو څه بل ډول ده. تر ۱۲۰۰کلونو څخه هم څه وړاندي د سویډني ژبي متنونه وجود درلودل. ډېر داسي پخواني متنونه هم سته، چي پر ګردیو ډبرو باندي لیکل سوي دي. اما که څوک له مېلاد څخه اته سوه کاله وړاندي کلونو پوري مخ ته ولاړ سي، بیا نو د سویډني ژبي د متنونو موضوع د بحث وړ ده. د هغه وخت ژبه د شمالي اروپا د نورو هیوادونو له ژبو سره ډېر لږ بېلوالی درلود. ځکه به نو دوی د شمالي اروپا او یا د پخوانۍ شمالي اروپا د ژبو تر عنوان لاندي یادي کړو. په دې ژبه کي د اوولسو یا اتلسو سوونو کلونو یعني په  ۳۰۰  – ۴۰۰ د میلاد څخه وزوسته کلونو پوري لنډ لیکل سوي متونه لا موجود ول. زوړ ترین متن ئې په پخوانۍ ایسلنډی ژبه چي د شمالي اروپا د ژبو له جملې څخه ده لیکل سوی دئ. او وخت ئې د ۱۰۰۰ کلونو شاوخوا ده. کله چي موږ پخوانۍ لویي جرمانیکي، پخوانۍ انګلیسي او پخوانۍ ایسلنډۍ ژبي سره پرتله کوو. نو ددې ژبو نژدېوالی به تر دې موډرني ورته والي ډېر په روښانه توګه معلوم سي. دلته ئې ځیني کلمات د مثال په ډول راوړو.


svenska  ( سویډني )               fågel ( مرغه )               väg    ( لار)                 gå        ( تلل )
engelska   ( انګیسي)                 bird                            way                         go
tyska  ( جرمني )                     vögel                           Weg                       gehen


Fornisländska   ( لرغونې ایسلنډي )     fuglar                       vegr                ganga
Fornengelska   ( لرغونې انګیسي )       fugelas                       weg                  gan
Fornhögtyska ( لرغونې جرمني )         fugala                     uueg                gangan                   
 
دا په ښکاره ډول معلومیږي، چي د پخوانیو ژبو لغاتونه ئې ډېر سره ورته ول. چي په حقیقت کي پخواني انګریزیان او د شمالي اروپا خلک تر نن ښه سره پوهېدل.
د ۸۰۰ کلونو څخه یو دوه سووه کاله نور هم وړاندي، د ډنمارک ویکینګار ( سمندري غله ) د انګلینډ پر ډېري لویي برخي باندي حکم چلاوه. داسي نه معلومیده، چی دوی دي یو تر بله ژبنۍ ستونزه درلودله. دوی په عادي ډول خبري سره کولې. دوی په دې  نوي ځای کي د ژبي له وجي نه ، بلکي د ځینو نورو کارونو له امله، ځایي خلکو ته غیري عادي معلومېدل . د دوی ژبه د خارجي ژبي په توګه نه ، بلکي د یوې عجیبي لهجې په توګه سره تعبیرېدل. د دوی اولاده سمدستي ددې نوي ملک و ژبي ته راواوښتل ، مګر د شمالي اروپا ژبي خپله نښه د ځینو انګیسي سيمو د نومونو او د ځینو نورو کمو لغاتونو په ایښودلو پرېښوده. تر نن دوولس سوه کالو دمخه، د یوې لویي غربي سییمي د ژبو ورته والی د شمالي اروپا له ژبو سره ډېر وو. ډېر د ژبو څېړونکي او تاریخ پوهان ودې نتیجې ته رسېدلي دي، که چیري سړی ددې ژبي نور هم زر کاله مخکي اسناد په لاس راوړي ، معلومه به سي، چي دا ژبه چي په دې سیمو کي ویل کېدل، یوه ژبه وه. او د لرغوني جرمانیکي ژبي په نوم یادېدل .
په احتمالي توګه به داسي ول. خو دا یوه بله پوښتنه هم را پيدا کوي. هغه دا چي، دا څرنګه کېدای سي، چي یوه ژبه دي پر دومره پراخي سیمي باندي خپره وي ؟  چي دغه فصل ټول ددې پوښتني په باره کي دئ، او یو ډول جواب به په آخر کي هم ورکړل سي. خو دمخه تر دې به د اروپا پر نورو ژبو او پر یو بل غټ ګروپ باندي یو تیز نظر و ځغلوو.
اصلأ د اروپايي ژبي يوه لویه برخه ، د درو غټو ګروپونو څخه په یوه ګروپ پوري تړلې ده.  د ختیځو او جنوب ختیځو جرمانیکو ژبو تر څنګ بیا سلاویکي ژبي پرتې دي، چي غټه ئې روسي ژبه ده، او په دغه ګروپ پوري بیا اوکرایني، پولنډي، بیلاروسي، چکي، صربي، کرواتي، بلغاریایي او داسي نوري کوچنۍ ژبي هم تړلي دي. په عمومي ډول ددې ژبو ورته والی د جرمانیکو ژبو په تناسب ډېر دئ. یوه نښه چي د ځینو ژبو په لیکلو کي ئې لیدل کیږي، هغه د روسي ژبي الفبأ ده. په داسي حال کي چي د نورو ژپو لکه پولنډی او چکي لیکل په لاتیني الفبأ سره دي.‍ که موږ د روسي څخه یو څه را نقل کړو، داسي به معلوم سي. مثلأ د ډوډۍ او لمر له پاره ئې لغاتونه له نورو سره ډېر ورته دي :
                                                                                     bröd  ( ډوډۍ )          sol  ( لمر )
                                                Ryska ( روسي)                  xleb                              solntje
                                                Polska ( پولنډي )               chleb                            slonce
                                                Tjeckiska   ( چکي )           chle’b                            slunce
د روسي ژبي د « ډوډۍ » د لغت لومړنی آواز ما  ( ایکس ) ښودلی دئ، څنګه چي په آواز پوهنه کي معمول دئ. او د ( چه ) آواز لکه د جرمني ژبي ( ایخ ) . او همدارنګه ئې په پولنډي او چکي ژبو کي ددې آواز له پاره ډېر ورته لغت سته.
په سلاویکي ژبو کي هم د ۸۰۰ کلونو څخه لا څه وړاندي، زاړه متنونه سته. چي ډېر ئې مذهبي متنونه دي. ددې ژبي ډول ته لرغونې کلیسایي سلاویکه ژبه ویل کیږي. لکه د جرمانیکو ژبو په څېر، سلاویکه ژبه هم د لرغوني سلاویکي ژبو څخه منځ ته راغلې ده. او ښايي زموږ له وخت څخه لږ وړاندي په ډېره لویه ساحه کي ویل کېدل.
د ژبي دریم غټ ګروپ د اروپا په لویدیځ او جنوب کي، رومي ژبه ده. چي لویي ژبي ئې فرانسوي، هسپانوي، ایټالوي او پرتګالي دي. د ډوډۍ او لمر لغاتونه په دې ژبو کي داسي دي :
                  bröd                    sol
                 Franska                                  pain                    fils
                Spanska                                pan                     hijo
                Italienska                               pane                   figlio
                Pertugisiska                            pao                     filho
موږ په آساني سره وینو، چي لغاتونه ئې ډېر سره نژدې دي، چي دا یوه پېښه کېدای نسي. او هغه پوښتني چي ددې ژبي په تاریخ پوري اړه لري. د ګومان کولو څخه وتلي دي. ځکه چي په دې ژبه کي د پخوانیو بېلابیلو دورو څخه زښت ډېر متنونه موجود دي. او د هغو په واسطه موږ پوهېږو چي دا ژبه له کومه راغلې ده. دا ټولي ژبي د لاتین ژبي څخه بیلي سوي او پرمخ تللي دي. ویل او لیکل ئې هم تر تقریبأ دوو زرو کالو مخکي په همدې سیمو کي چي نن دا ژبه پکښي ویل کیږي، رواج ول.
په دې صورت کي موږ ددې پوښتني سره هم نه مخامخ کیږو، چي ولي یوازي یوه ژبه په دې دومره لویه سیمه کي ویل کېدل ؟  دا تاریخ هم د هغو ساتل سوو لیکنو او د هغو ډېرو توکو څخه چي موږ ته د لرغون پېژندونکو له خوا پاته سوي دي معلوم دئ. تر مېلاد مخکي د۶۰۰ یا ۷۰۰ کلونو په شروع کي لاتیني ژبه یوازي په روم او د هغه په شاوخوا سیمو کي ویل کېدله. د رومیانو امپراطوري په تدریجي ډول پراخېده. د مېلاد څخه ۱۰۰ کاله مخکي ئې پر ټوله لویدیځي اروپا او د مدیترانې پر ټولو شاوخوا سیمو باندي حکومت کاوه. خو پسله څو سوو کالو څخه ددوی حکومت سقوط وکړ، مګر ژبه ئې د دوی د امپراطورۍ د ډېرو اتباعو د مورنۍ ژبي په حیث پاته سوه.
آیا د جرمانیکو او سلاویکو ژبو تاریخ هم په همدې ډول وو ؟ جواب ئې نه دئ !  ځکه، څه چي د لرغون پېژندونکو او تاریخي منابعو څخه را پاته دي، هیڅ شی هم پر داسي حادثو باندي دلالت نه کوي. ښايي سلاویکي او جرمانیکي ژبي په یوه بله توګه پر دې سیمو باندي خپرې سوي وي . هغه ځنګه ؟


هـندواروپايي ژبي


د ژبو دا درې ګروپونه چي موږ تر اوسه بحث پر کوۍ، یو په بل پوري ټړلي نه دي. دوی په ډېرو ساحو کي سره ورته دي. او د ژبو پوهان په دې فکر دي، چي دا درې ژبي د ځینو نورو ژبو سره په یوه غټ ګروپ پوري اړه لري. دا غټ ګروپ د هندواروپایي ژبو ګروپ دئ.
په ډېر لنډ ډول داسي ویلای سو، چي د هندواروپايي ژبو ګروپ د درو ګروپونونو څخه چي مخکي تشریح سول، جوړ سوی دئ. د اروپا ځیني نوري ژبي، لکه یوناني ژبه، بالټیکي ژبه، کیلتیسکه ژبه او الباني ژبه هم په هندواروپایي ژبو کي داخلي دي. د ایران ځیني ژبي لکه فارسي او د هندوستان د ځینو مهمو ژبو څخه هندي ژبه هم په دې ګروپ کي راځي. او همدارنګه ځیني پخوانۍ ژبي، چي متنونه ئې تر اوسه هم پاته دي  پکښي راځي. د مثال په ډول  د سانسګریټ ژبه چي په هند کي ویل کېدل ، او د هېتستسکه ژبه چي په ترکیه ویل کېدل پکښي راتللای سي.
دا ژبي یو له بل سره ډېر توپیر لري. موږ سویډنیان په هندواروپايي ژبه خبري کوو. مګر موږ د فارسي ژبي یا د هندي ژبي په یوه لغت هم ښایي پوه نه سو. په داسي حال کي چي دا دواړه ژبي هندواروپایي ژبي دي. او علت ئې هم دادئ، چي دا ژبي خورا ډېره زمانه سره جلا وې. هري ژبي په خپله طریقه سره پرمختګ کړی دئ. مګر بیا هم سړی په دې باندي باید کاملأ مطمیٔن و اوسي، چي دا ژبي په یوه ګروپ پوري اړه لري. ددې خبري اثبات سړی په هغو پخوانیو سندونو کي پیداکولای سي، کوم چي دا ژبي ئې سره پر تله کړي دي. او دا ژبي عبارت دي له : سانسیګریت ژبه، انتیکه یوناني ژبه او لاتین ژبي څخه. دا ژبي له لرغونو جرمانیکو او سلاویکو ژبو څخه جوړي سوي او بیا اصلاح سوي دي. ځکه نو موږ په اول قدم کي ددوی تر منځ هغې مهمي او مشترکي نقطې لیدلای سو. او په دوهم قدم کي ئې هغه توپیر، چي ددوی د آوازونو د سیستم او ګرامر تر منځ، چي اکثره په منظم ډول موجود دئ، لیدلای سو. او دا ټول بیا د یو لړ معتدلو تغیراتو نتیجه بلل کېدای سي . د دوی د ورته والي مثالونه به د څو هندواروپایي ژبو څخه را واخلو.
په سویډني ژبه کي پلار او مور ته ( فادر )، ( مودر ) ویل کیږي. په لرغونو ژبو کي داسي دي:
                        Svenska  ( سویډني )                     fader                      moder
                          Latin     ( لاتیني )                        pater                      mater
                        Antik grekiska   ( انتیکه یوناني )      pater                      meter
                         Sanskrit     ( سانسګریت )              pitar                      matar
                        Fornengelska   ( پخوانۍ انګیسي )     faeder                    modor
                         forniriska   ( پخوانۍ ایرلنډي )         athir                     mathir
دا نومونه دومره سره نژدې دي ، چي ژبنۍ ریښه ئې باید یوه وي. مګر یو توپیر په دې جرمانیکو ژبو کی سته. لکه په سویډني او پخوانۍ انګیسي ژبو کي، چي د پلار د کلمې په سر کي په ترتیب سره ایف راغلی  دئ. په داسي حال چي په نورو ژبو کي پې راغلې ده. ( بېله پخوانۍ ایرلنډي څخه چي په سر کي بې آوازه توری نه لري ). ددې څخه معلومیږي، چي دا یوازي په دې لغت کي نه، بلکي په پرنسیب کي د ټولو لغاتونو له پاره ئې همداسي دي. مثلأ که موږ د سویډني ژبي د ماهي ( فیسک ) لغت ته وګورو، په لاتیني ژبي کی ورته پیسیس وایي. لومړی شی چي پکښي لیدل کیږي، هغه د لغاتونو تر منځ غیري عادي کوږوالی دئ، چي په پر له پسې ډول، ددوی د تغیراتو ښکارندوی دي.
 په ریښتیا سره هم هندواروپايی ژبي یو له بل سره خپلواني دي. کله چي داسي وي، نو ګومان کېدای سي چي ټولي ژبي له یوې پخوانۍ ژبي څخه منځ ته راغلي دي. چي هغه ژبه هندواروپایي یا لرغونې هندواروپايي ژبه بلل کیږي.
اوس به بیرته مخکنۍ پوښتني ته ولاړ سو، چي څرنګه دا ژبي خپرې سوي دي ؟  د ټولو هندواروپایي ژبو په نظر کي نیولو سره به ددې سوال جواب نور هم مشکل سي. هغه ژبه چي په احتمالي ډول له پیل څخه یوه هندواروپايي ژبه ول، او وروسته د مبدأ په حیث په ټوله اروپا او په ډېرو آسیايي سیمو کي هم وویل سوه. نو دا کومه وجه ول، چي جرمانیکي او سلاویکي ژبي په دومره پراخو سیمو کي خپرې سوې؟  و دې ته جواب ورکول آسانه کار نه دئ. او په دې باره کي ډېر وړاندیزونه سته، چي سړی باید ددوی تر منځ یو څه غوره کړي.
  تر هر څه دمخه باید په دې ډاډه واوسو، چي دا ټوله د انسانانو د ژوند په طرز پوري ټړلي دي. او تیر فصل هم په همدې باره کي وو. چي څرنګه ډله ییز ښکاریان د څو زرو کالو مخکي یو له بله سره لیري سوي ول.
تر تقریبأ لسو زرو کالو وړاندي انسانانو د لومړي ځل له پاره د نباتاتو له کرولو څخه حاصل په لاس راوړۍ . همدغه رنګه د حیواناتو روزنه او ددوی بیول د څړ و ځایونو ته پیل سوه. او داسي فکر کیږي، چي دا تغیرات په توله نړۍ کي تقریبأ په یوه وخت کي تر سره سوي دي. نو دا به ډېره د حیرانتیا وړ وي، که چیري دا ټوله تغیرات یو له بل سره له اړیکو نیولو پرته منځ ته راغلي وي. له بله پلوه دا هم مشکله ده ، چي فکر دي وسي، چي دا اړیکي، هغه هم د منځنۍ امریکا او آسیا تر منځ څرنګه جوړي سوي دي. چي دا د پخوانیو وختونو یو له هغو رازونو څخه دئ.
 په نورو سیمو لکه په جنوبي افریقا، ایتوپیا او نوي ګونیا کي هم کرنه منځ ته راغله،  دوی ښايي کرنه او د حیواناتو روزنه له نورو څخه زده کړې وي، او وروسته ئې په خپله وطني طریقه استعمال کړې وي.
دلته زما د پام وړ یوازي د نړۍ هغه سیمي دي، چي د مځکي کرني او د حیواناتو د روزني پر مختګ اغېزه پر کړې وي. او دا هم دلویدیځي آسیا سیمي دي. د لومړي ځل له پاره کرهڼه په هغه سېمه کي منځ ته راغله ، چي د « حاصلخېزه نیمي میاشتي » په نامه یادیدله. چي دا د اوسني عراق، ترکیې، سوریې او اسرایلو سیمي په بر کي نیسي. او دې پېښو ددې ځای د خلکو د ژوند کولو په طرز کي بنسټیز تغیر راوستلی دئ.
په لومړي ګام کي دوی ته کرهڼه او د څارویو روزنه ډېره د پام وړ وګرزېدل، ځکه ډېرو خلکو په هغه اندزه مځکه چي درلودلې، د هغو په کرلو ئې د خپلو ځانونو له پاره نفقه  پیدا کوله. د یوي سختي احصایٔې له مخي د مځکو د کرونکو په پرتله، ډله ییز ښکاریان  د یوه نفر د ژوند کولو له پاره لس برابره ډېري مځکي ته اړتیا درلوده. که څه هم دوی د کرهڼی له پاره ابتدایٔي وسایل کارول.  ددې څخه داسي څرګندیږي، چي د کرهڼی په راتګ سره خلکو د یوې چاودني په څېر ډېرښت وکړ.
دا پېښه نا ببره نه ول. د زرهاوو کلونو په دوران کي د نړۍ په خلکو کي د خپلو ځانو له پاره د نفقې د برارولو چل تیت سوی دئ. او په حقیقت کي دا کار په ډېري خوارۍ او ربړ سره تر اوسه پوري هم روان دئ. په دې ترتیب سره د خلکو ډېرښت و بېلابیلو سیمو ته په بېلابیلو وختونو کي سوی دئ. دمدیترانې د بحیرې په شاوخوا هیوادونو کي، په اروپا او په همدې ډول په هند او چین کي د څو زرو کلونو مخکي دا کار سوی دئ . دا سیمي هم د زرګونو کلونو په دوران کي د خلکو څخه نسبتأ ډکي سیمي وې. په استرالیا او جنوبي امریکا کي د لومړي ځل له پاره د څو سوو کلونو مخکي، کله چي اروپایان هلته ولاړه، دا کسبونه ئې رواج کړل. په هغو وختونو کي هلته د خلکو شمېر د نن په پرتله لږ وو. د نړۍ په ډېرو لږوو ځایونو کي ، په ځانګړي توګه په جنوبي افریقا او جنوبي امریکا کي داسي خلکو ژوند کاوه، چي آن تر ۱۹۰۰ کلونو پوري ئې ژوند د ډله ییزو ښکاریانو په شان وو.
دوهم په دې چي د کرهڼي د راتګ سره خلک د پخوا په پرتله په پراخو ساحو کي مېشته سول. ددې پر ځای چي په کوچنیو او حساسو ګروپونو کي ژوند وکړي، دوی پر هغو مځکو دایمي مېشته سول، کوم چي د کرهڼی له پاره مناسبي وې. اکثره داسي وو، چي پریوه ځای به ډېر خلک سره راټولېدل.
دریمه ګټه د کرهڼي او د څارویو په روزنه کي دا وه، چي په خلکو کي د کرني د وړ مځکو درلودلو او همدا رنګه د حیواناتو درلودلو ملکیت پیل سو. چي ځیني وخت به خبره تر جګړې هم رسېدله. او په یوه ترتیب سره و نظم راوستلو ته اړتیا پیدا سوه. چي وروسته ئې د فیصلو کولو له پاره د محکمې یو شکل منځ ته راغلی. او په دې ډول ئې د ټولنو جوړښت یو څه نور هم ګډوډ سو.
په څلرم قدم کي لویي جګړې منځ ته راغلې. په یوه ټولنه کي چي شخصي ملکیت موجود وي، ځیني وخت ئې په ګټو کي زیاتوالی هم راځي.  ددې ډېري ګټي څخه هغه کسان استفاده کولای سي، چي قدرت و لري. او قدرت بیا د زور چلولو یا د زور له لاري د تحدیدولو په وسیله په لاس راځي.  دا به ګرانه وي، چي پوه دي سو، چي زور چلونه او جګړه همېشه د انسانانو تر منځ موجوده وه . مګر په دي کي بیا هیڅ شک نسته، چي د زور چلوولو لار د ګټي لار وه. او دا لار هغه وخت عادي سول، چي انسانانو شخصي ملکیت پیدا کړۍ. او ددې ترڅنګ د مرستي کولو تخنیک هم پیدا سو. توري ( سلا ) بدلي سولې، هغه سلا چي د څارویو د ښکار له پاره استعمالېدل، دانسانانو پر ضد و کارول سوې. کله چي د پنځه زره کاله وړاندي اسونه اهلي سول، وروسته دوی هم د جنګي توپونو او د عسکرو د انتقالولو له پاره وکارول سول، په دې منظور چي پر پیادوو عسکرو باندي بری تر لاسه کړي.
کرني او د څارویو پالني د انسانانو د ژوند شرایط ور بدل کړل. د خلکو ژوند یو څه ارام سو. ډېرو خلکو د نورو ډېرو خلکو سره په ګاونډیتوب کي ژوند کول پیل کړه. ټولني غټي سولې، منظمي سولې او د جګړو له پاره تیاري سولې.
ددې پر مختګ په اثر ځیني ژبي او ژبني ګروپونه د نورو په بیه څرنګه پراخي سولې ؟ دا پوښتنه زیاتره د هندواروپایي ژبو په باره کي د بحث کولو له پاره را څرګندیږي. په اساسي توګه ددې پوښتني له پاره دوه جوابه سته، چي یو له بله سره بنیادي توپیر هم لري.
یوه ډله یې پر جګړې او مځکو نیولو باندي ټینګار کوي.  او داسي فکر کوي، چي هندواروپایانو د چټکو اسانو په شان جنګیالي ول، چي د تقریبا پنځه یا شپږو زرو کالو وړاندي یې خپله امپراتوري، د یوې کوچنۍ سیمي څخه د توري بحیرې تر شماله او تر ټولي اروپا پوري او همدغه رنګه یې د اسیا تر نیمي وچي پوري پراخه کړل. او هغه خلک چي مخکي په دې سیمو کي موجود ول ، د تیري کونکو د ژبو ویلو ته را واوښتل.
بلي ! دا امکان لري ، چي دا ټوله پېښه دي همدا ډول ول. دې ته ورته حادثې په تاریخ کي پېښي سوي دي. د روم امپراتورۍ په دغسي چټک حرکت سره د څو سوو کلونو په موده کي پراختیا پیدا کړه. که څوک د مسلمانانو سلطې ته متوجه سي، په همدغه ډول یې خپله امپراتوري پر ټوله شمالي افریقا او جنوبي اسیا باندي پراخه کړل. او څرنګه یې عربي ژبه ددې سیمو د ډېري غټي برخي مورنۍ ژبه و ګرځوله. مګر ورته والی یې تر هغه څه چي د شپږو زرو کالو وړاندي پېښ سوي ول ، ډېر لږ دئ. ځکه په هغه وخت کي رومیانو او عربانو هم مکتب درلود، هم یې لیکلې ژبه درلوده او هم یې یو قوي دولتي قدرت درلود. چي دا ټوله د یوې ژبي پر اړولو باندي اثر ښندي. مګر هغو تیري کونکو لکه په ۴۰۰ کلونو کي د اتیلا د وخت اسان ځغلونکي او یا په ۱۲۰۰ کلونو کي د چنګېز د وخت مغولانو، ددغو وسایلو په نه درلودلو سره ونسوای کړای، چي خپلو ژبو ته دي پراختیا ور کړي. نو هندواروپایانو حتمأ لیکلې ژبه، مکتب او یا یو قوي دولت درلود. پوښتنه دا ده. چي څرنګه یې ژبه په دومره لږ وخت او پر دومره لویي سیمي باندي، چي زیات شمیر انسانان یې هم درلودل اثر و کړ ؟  دا پوښتنه دومره اسانه نه ده، چي جواب دي ورته وویل سي. ښايي پر دې پېښو باندي به نورو لمسونکو نظریو اثر ښندلی وي.
ددې پوښتني له پاره یو بل راز څرګندوني هم سته. چي هندواروپایي ژبي د مځکي د کرني سره یو ځای وړل سوي دي. موږ پوهیږو، چي کرنه په لویدیځه اسیا کي تقریبا لس زره کاله وړاندي منځته راغلل.  د لرغون پیژندونکو د معلوماتو له مخي موږ وینو، چي دا نوی تخنیک یوازي د څو زرو کلونو را هیسي په ډېر ورو غوندي اروپا ته تللی دئ. او د جنوب شرقي سیمو له لاري تر جنوب غربي او تر شمالي اروپا پوري خپور سوی دئ. او لکه ما چي وړاندي هم ویلي وه ،چي د کرني د پراخوالي سره سم د خلکو ډېرښت هم منځته راغلی دئ. هغو خلکو ، چي دا کرنه یې له ځانه سره وړې ده، ښایي چي په هندواروپایي ژبو به یې خبري کولې. په ډول نو دا ژبه و هغو سیمو ته نزدې ویل کېدله، چیري چي کرنه منځته راغلې ده. او ښایي دا به اوسنۍ ترکیه وي. او وروسته ډېر ژر دا ژبه پر څو نورو هندواروپايي ژبو باندي وېشله سوې ده. چي علتونه یې موږ مخکي ‌ذکر کړل.
په دې صورت کي نو دا لازمه نه ده ، چي د لویو جګړو په باره کي دي باید فکر وسي. بلکي دا د هغو کوچنیو ډله ییزوښکاریانو ډلي دي، چي مخکي موجودي وې، او د خپلو نفقو د برابرولو له پاره يې په لوی تعداد ګروپونه جوړ کړي دي. او دا تغیرات د چټکو نیولو په وسیله نه دي راغلي، بلکي دا د هغو بزګرانو ډېره اولاده ده، چي نوو سیمو ته کوچېدلي، او د کرني له پاره یې نوي مځکي پیدا کړي دي. او دا د ددې موضوع له پاره یو ښه اثبات کېدلای سي، چي ولي یو ژبنی ګروپ، چي له بنیاده څخه یوه ژبه ده په دومره لویه سېمه کي موجود دئ. په عیني حال کي به دا هم ډېره سخته وي، چي د دومرو منل سوو حقایقو سره سره دي بیا هم دا نظریه د تیري کوونکو له نظریې سره یو ځای سي. په اوسني وخت کي ډېر ژبپوهان ددې دوو څرګندونو د نزدیکت په باره کي فکر کوي. چي دا موضوع اصلا څرنګه ده، چي موږ به یې هیڅکله هم په پوهېدلو بریالي نه سو. ځکه کوم اصلي ثبوت په لاس راوړلای نه سو.
که چیري هندواروپایي ژبي د لسو زرو کلونو په موده کي د نړۍ پر لویو سیمو باندي خپرې سوي وي، نو د ها نورو ژبنیو ګروپونو سرنوشت په څه ډول سو ؟
ادامه لري.