کور / علمي / وګړنېزه اروا پوهنه – لومړۍ برخه

وګړنېزه اروا پوهنه – لومړۍ برخه

نوټ : ددې ژباړي متن کټ مټ له اصلي متنه را ژباړل سوى دى البته داسلام له نقطه نظره ځيني ملاحظات پردې ليکنه سته چي که وخت وو انشا الله دنقد په ډول به خپاره سي ((ژباړن))


اروا پوهنه زموږ دژوند دهري برخي سره اړيکي لري ، هرڅومره چي دژوند لاري چاري پېچلي کېږي په هغومره اندازه يې اروا پوهنه وبشريت لره دخلاصون لاري پرانيزي


اروا پوهنه په بېلابېلو ډولو دژوند له اړخونو سره سر او کار لري چي ځيني برخي يې دپراخ ا هميت او وړ تيا لرونکي دي دساري په ډول : دنارغيو پيدايښت دانسان درواني ستونزي لامل ګرځي ، کومي شېوې دي چي دکوچنيانو په پالنه سره دهغوئ دلوى والي لامل کېږي ؟ څه ډول کولاى سو چي درواني ناروغيو مخنيوى وکړو ؟ کوم سلوک دي چي دکورنۍ پالني او پراختيا لپاره مثبت رول لري ؟ دغه او دې ورته نور سلګونه سوالونه دي چي کولاى سو دارواپوهني په زده کړه سره ورته جوابونه ولټوو .


په عين حال ارواپوهنه يا روانشناسي په سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالاتو کي پر ژوند اثر غورځوي او موږ دې ته اړباسي چي دنژادي تبعيض او ياپه هغه پوري داړوندو مجازاتو چي خپله دانساني کړنو زېږنده ده او پر هغه يې اثر ښندلى دى موږ ته را وپېژني


دې خبري ته په مخ ور اړونه سره چي ارواپوهنه زموږ دژوند په بيلا بېلو اړخونو کي اثر درلودونکې ده ښه خبره ده ، حتي تر دې هغه کسان چي ددې پوهني دبنيادي او تخصيصي زده کړو په لټه کي نه دي هم يو څه ورته ور وښوو ، څو ددې سر سري زده کړي په تر لاسه کولو سره هم هغوئ څه تشخيص وکړاى سي او په سر سري ډول له دوى سره همکاري ولري له ټولو علومو سره دمقايسې په درلودلو ارواپوهنه نسبتاً ځوانه پديده ده چي ورځ تر بلي وده او نمو کوي ، کوم چي په دې وروستيو کلونو کي يې دتحقيق او پلټني شاهد يم


پر دې بنسټ چي ددې پوهي مرکزي ټکئ انسان باله سي او انسان هغه موجود دى چي ددې پوهي تګلوري ته دخپلو تحقيقاتو په پايله کي تغير ور کوي ځکه دا پوهه هر وخت په تغير کي قرار لري هغه څه چي موږ مخکي وويل په هغه ډول ډېر اسانه دي کوم چي ويل سوي دي ولي په هيڅ ډو ل دايمي دا سي نه سي پاته کېدلاى خو په ټوليز حالت کي بايد دې ټکي ته متوجه سو چي د انسان ژوند د راوا پوهني له اړخه له درو ډولو څخه برخمن دى


1. عضوي ژوند


2. رواني ژوند


3. ټولنيز ژوند


دژوند دا پورته درې ډوله يو بله سره اړيکي لري خو ، دتحقيق او تدقيق په اړخ کي هره يوه برخه ځانته بېل اساسات او علم لري ، همدا رنګه هغه پېښي چي دعضوي ژوندانه په اړخ پوري تړاو لري دبدني غړو ، فيزيولوژي او هغه پېښي چي په رواني اړخ پوري تړاو لري دارواپوهني اوهغه پېښي چي دانساني ژوندانه په ټولنيز اړخ پوري تړا لري دټولنيز يا اجتماعي علم اړخ جوړوي نو له دې څخه څرګندېږي چي ددې درو واړو اړخونو په تړاو لازم دي چي داروا پوهني علم دي يې دواړه پاته اړخونه تر نظر لاندي ونيسي چي يو يې عضوي او بل ټولنيز يا اجتماعي اړخ دى


همدا سي ددې درو واړو علومو له ټله څخه پخپله دارواپوهني علم هم پر درو عمده برخو ويشل سوي دى چي عبارت دي له :


· دپېژند ساحه


· متاثره ساحه


· حرکي او ارادي ساحه


دپېژند ((معرفي)) ساحه :


په دې برخه کي انسان دژوند دچاپيريال ټولي برخي پېژني چي دا اړخونه چي انسان يې پر کار اچوي په لاندي ډول دي لکه : احساس ، ادراک، حافظه ،تخيل او ……


حرکي ساحه :


دا هغه ساحه ده چي دانسان دعضلاتو او دماغي سيستم ترمنځ اړيکي قائموي ، تر دې وړاندي دا ساحه دانسان ځانګړي ځانګړني يابېلابېل خصوصيتونه لکه مزاج ، استعداد او نور ……… مطالعه کوي چي په ارواپوهنه پوري تړاو پيدا کوي


له تاريخي پلوه اروا پوهنه پر دوو برخو وېشو چي لمړۍ برخه دپخوانيو فلسفي افکارو پيرو تيوري او دوهمه يې دنن ورځي علمي او اکاډميکه اروا پوهنه ده نو له دې امله پخواني روحيات دارواپوهني له نظره له نننيو هغو سره درې ډوله توپير لري :


الف : دموخي يا هدف پخاطر


ب : دمطالعاتي موضوع پخاطر


ج: دڅېړني او دقت پخاطر


لمړئ :


دهر علم له زده کړي هدف دهغه له اساساتو څخه دګټي دلاس راسته راوړو په معني ده ځکه، دراواپوهني پخوانى ماهيت دا وو چي دروح حقيقت په دقيقه توګه معلوم کړي ځکه نو هغه کسان چي دارواپوهني دپخوانيو اساساتو په پيروي خپل نظرياتو ورکوي هدف يې دجوهر، وړتيا، پيل ،غايې ، نېستۍ ، پاته والي او روح تر څېړني لاندي نيول وي


ولي نننۍ اروا پوهني داډول څېړني تر شا پرېښي دي ، نننۍ اروا پوهنه چي تر څېړني لاندي هدف يې دروحياتو څېړنه نه ده بلکه ، هغه پېښي چي له روح سره تړاو پيدا کوي هغه تر څېړني لاندي نيسي چي په دې سره دتجريبو په تر لاسه کولو سره کوښښ کوي چي دپايلو په پايله کي داروا پوهني لپاره قوانين ترتيب کړي او ددې قوانينو او پېښو تر منځ يو علمي روش او اړيکي قائمي کړي


دوهم :


څه ډول چي دمخکنيو علومو په تاريخ کي دمخکنيو پېښواودرياضي کي دعلم په اعدادواوارقاموکي دڅرنګوالي اوڅومره والي خبره مطرح ده همداډول پخواني دارواپوهني علوم دروح سره تړاو لري ولي نور دارواپوهني موضوعات دروح پېښي دي چي په دې هيڅوک په اوسنيووختونوکي دروحي پېښوله موجوديت څخه سترګي نه سي پټولاى.


دساري په ډول : کله چي ديوه کوچني له لاسه دبازيو يوه بازيچه لکه :توپ ، کاغذباد،پلاستيکي موټر او .. اخلوهغه خفه کېږي اوبلاخره په ژړاپيل کوي .او داسي نوري ډېري پېښي اوکړني دي چي دحافظې، زده کړي،او حيران تيا په صورت کي يې وينو .


درېيم


دمخکني او اوسنۍ ارواپوهني دروشونو ، سلوکو تر منځ توپير سته دساري په ډول: دپخوانۍ اروا پوهني اساسات دروح پر تور والي او پيکه والي را څرخېدل او دهغه پيکه ماهيت يې څرګنداوه چي دا کړني روح ته دحقيقت موندني په اړوند ستونزي پيدا کولې تر څو پر عقل دفشار راوړلو په پايله کي استدلال وکړي او له هغه رويه خپل نظريات پر نورو وتپي خو انسانان له زرګونو کلونو را په دې خوا ونه توانېدل چي په پاى کي دروح موندني او پېژندني په اړوند پوه سي ځکه نو اوسنۍ تيورۍ دا نظريې صرف نظر کړلې .


په درنښت


په دري کي ددې ليکني اصلي ليکوال




دارواپوهني تعريف (پېژندنه)


په لغوي ډول :


اروا پوهنه چي ديوه يو ناني اسم (PSYCHOLOGY) څخه اخيستل سوې کلمه ده چي (PSYCHO) په معني دروح يا اروا او(LOGOES) دخبري کولو يا بحث کولو په معني ده


په اصطلاحي ډول :


عبارت له هغه پوهي څخه ده چي دانساني او رواني کړنو ، حرکاتو او سلوکو څخه بحث کوي


په نننيو اصطلاحاتوکي عبارت له هغه انساني درواني احساساتو او پاريدو څخه بلل کېږي چي د عمل په مقابل دانسان عکس العمل، يا دحرکت په وړاندي دانسان غبرګون ښيي


داسلام له نظره يې تعريف :


په اسلامي فرهنګ کي دا پوهنه د((علم النفس ))او ((علم روح)) په نامه يادېږي که په ديني ډول موږ د روح يا نفس کلمه وڅېړو نو پايله يې د((ذهن)) په نامه تعبيرولاى سو خو ،نه په کلي صورت سره :


لکه څه ډول اولنيو خلګو فکر کاوه چي موږ به يوه له بله سره بېل نه سو ، په همدې سبب داوسنيو پېړيو محققين او مفکرين دا علم درواني تګلاري په نامه هم يادوي داروا پوهني پېژندنه دنفس دعلم ، دذهن دعلم او دعقل دعلم په نامه څه مبهموالى را منځته کوي او په زغرده سره نه سو کولاى چي يو علمي تعريف ولرو ، هغه تعريف چي زموږ لپاره يوعلمي سند وبلل سي او په دقيقه توګه يې خلګ ومني نو اړتيا لرو په لاندي څو مواردو کي يې تعريف ولټوو:


1. انسان عموماً دوه ډوله حرکتونه سرته رسوي چي يويې ظاهري ياښکاره دى،چي نه سوتوانېدلاى هغه په دقيقه توګه مشاهده کړودساري په ډول: دکولو ، خندېدلو ، او ليکلو دې ډول فعاليتونو ته عيني يا (objective ) ويل کېږي ، دا ډول کړني له ډېرو خلګو وډېرو خلګو ته په بېلابېل ډول دمشاهدې وړ دي ولي بل ډول فعاليتونه دروني يا دانساني وجود په ننه کي دي چي دانساني وجود دنننۍ برخه جوړوي ،هغه کس په پوهېږي چي خپله يې سرته رسوي لکه : فکرکول،خيال کول،رغبت يا مئيل کول ، نفرت کول او …. چي د(subjective) په نامه سره يادېږي دا ډول فعاليتونه ذهني دي چي عموماً يې خلګ رواني حرکتونه بولي، ددې رواني حرکتونو مشاهده اسانه نه ده، دبدن له يوه ځانګړي غړي څخه نه سي څر ګندېدلاى چي خلګ ووايي چي يا يې لاس وښوراوه يايې پښه وښوروله حال داچي اروا پوهنه دوه ډوله فعاليتونو((کړنواوسلوکو)) ته دمطالعې کولو لاره جوړوي پس ويلاى سو چي د ارواپوهني دتعريف ساحه تر هغه ډېره پراخه ده کوم چي خلګ يې ورته ټاکي


2. ځيني خلګ په دې اصرار کوي چي : هغه په جسماني يا رواني ډول ترسره کېږي يو له بله سره توپيرلري همدا ذهن له حسابي استعداد څخه بېل بولي هغه په دې خاطر چي سړئ دکاراو نويشتې پر وخت له کاغذ او قلم څخه کاراخلي ولي دحساب دترسره کولو لپاره عمليه په ذهن کي ساتي چي صرف دى په خبر دى ولي لاس يوازي فعاليت سرته رسوي په حساب کولو کي کوم دبدن عضوه فعاليت نه کوي ولي دانساني فعاليتونو په سرته رسولو کي دقت کوي بېله دي چي حرکت دي پر بله ولاړ سي ولي بيا هم پخپله دا ذهني حرکتونه دي چي داعضاؤ حرکتونه تعقيبوي دفعاليتونو، دحواسو ، دانساني غدو دترشحاتو،دانساني تنفسي سيستم تغير،دوينوګرديش، اودانسان په مغزکي څپوياامواجوترخوځښت برسېره انسان دخپل فکري دقت تر څنګ چي کوم څه کوي دسترګو تنګېدل او پر ټاکلي ځاى کښېنستل او نور….. دا ثابته کړېده چي انسان کله فکر وهي ، له ځان سره خبري هم کوي پس له دخبري کولو ددستګا سره فکر کول له حنجرې، ژبي او شونډانو سره ملګرى وي ډېر وخت داسي هم کېږي انسان دفکر کولو پر وخت له ځانه سره په لوړ ږغ خبري وکړي بنائا دانسان فکردانساني اعضاؤ سره په يو ډول په تړاو کي دى کله چي ليکل کوو نو يوازي مو لاسونه حرکت نه کوي بلکه ، ددماغي فعاليتونو په لړ کي له درک ، دقت ، دسترګو دهماهنګۍ او ددماغ له مرکزيت څخه هم خبرېږو په پايله کي ويلاى سو چي انسان دهرڅه په اړه فکر کوي دهغه دفعاليتونو سره هم تړاو لري


3. کوم څه چي وويل سول دانسانيت ديووالي څرک په لاس راکوي په دې معني هر هغه حرکت چي له انسانه څخه دمحيط په تړاو را منځته کېږي يوازي رواني او يا يوازي بدني حرکت نه دى بلکه يو کًلي يا ټوليز حرکت چي په ځل وړاندي کېږي ځکه نو ويلاى سو چي انسان په فکري يا جسماني ډول دمتفرقو پديدو داسي يو واحد دى چي په ژوند نه سره تجزيه کېږي


4. انسان هر وخت له چاپيريال سره دسازش يا جوړ جاړي په تکل دى يعني له يوه اړخه خپل ځان له ټولني سره جوړوي او پر بل اړخ په ټولنه کي تغير را منځته کوي څو ددې تغير دوام دخپل ژوندانه په دوام ور سره جوړ کړي دساري په ډول : په يخني کي دکاروني لپاره يخي اوبه په حرارات ګرموي ولي په توده هوا کي بيا کوښښ چي دځان لپاره دبېلابېلو آلاتو په مرسته ګرمي يا تودې او به ځانته سړې کړي ، کښت او کرونده کوي او متفرقوډولو خپل ځانته غذا تياروي، کانونه کيندي او بيا يې له موادو ګټه پورته کوي او ……(( موږ دانسان سلوک او رفتار له ټولني سره دتړاو په خاطر تر څېړني لاندي نيسو )) ځکه روانشناسي يا اروا پوهنه غواړي په فردي ډول دانسان نقش په ټولنه کي څر ګند کړي .


5. هر يوه کړنه چي له انسانه صادريږي يو علت لري دساري په ډول : که خواړه خوري ددې لپاره يې خوري چي له لوږي ځان وژغوري ، که اوبه چيښي دتندي دمخنيوي لپاره يې چيښي ، که په خبرو کي قسم اخلي دا په دې معني چي نور خلګ دده په خبرو باور نه کوي. ددې مثالونو په يادونه سره موږ دانسان دروشونو فتار ځانته معلومه وو په بل عبارت موږ وايو چي اروا پوهنه هغه څه دي چي ديوه تحقيق په پايله کي ديوې کړني علت معلوموي


6. کله چي دانسان علتونه ښکاره سي ددې سره جوخت دهغه درفتار تغير هم څر ګندېداى سي دساري په ډول دچپ لاسو يا منفي ګرا خلګو دنده چي ګوچنيان په درواغو اموخته کړي که دکوچنيانو وحرکاتو ته توجه وکړو او دهغوئ دحرکاتو بېلابېل اړخونه وڅېړو ، هغه کارونه چي دوئ په ښه ډول سرته رسوي تحسين يې کړي ، په دې سره دوئ دا خبره ځانته را جع کوي چي ما(کوچني) ښه کار کړي دى دادى تحسين يې کړم بله ورځ دوئ کوښښ چي دمنفي ګرا حرکت څخه ځان دښو پر لور وخوځوي چي په دې سره موږ دنوموړي کوچني په سلوکو کي مثبت تغير را وستئ وي او په دې سره به ورو ،ورو له درواغو لاس اخيستى وي ددې پورته ټکو په پام کي نيونه سره کولاى سو چي اروا پوهنه يا روانشناسي په لاندي ډول تعريف کړو :


(( ارواپوهنه دهغو علمي کړو وړو څخه عبارت ده چي انساني تجريبې ، رواني کړني ، له محيط سره اړېکي ، دعلتونو راسپړل ، دکړنو دسرته رسوني لپاره دلارو چارو سنجولو څخه ده ))


دوهم تعريف :


(( ارواپوهنه يا روانشناسي هغه پوهه ده چي رواني پېښي تر څارني لاندي نيسي او هغوئ ته دحل لاري پرانيزي ))


ً دارواپوهني ګټي


1. ارواپوهنه دځان او نورو دکړو وړو په پېژندنه کي دعلتونو داسبابو دپيداکېدواو هغوئ ته په ټاکلو شرايطو سره ديوخاص ښکارندويي لامل ګرځي او ارثي فهم يې په يوه جغرافيوي چاپيريال کي دټولنيز روش په لرلو سره دټولني له افرادو سره بېل ــ بېل فرهنګ را پېژني


2. پوهېږو چي کوچنيان ورو ، ورو وده او نمو کوي او له خپل دې رشد سره بېلابيل توانونه پيدا کوي دا چي کوچنى وتوانيږي ديوه کار تر عهده ووزي هغه بايد داسي کارونه تر سره کړي چي دجسمي ودي تر څنګ يې پر ذهني وده هم مثبت اثر وغورځوي دساري په ډول : کوچنى چي ديوه کال وى دئ بايد پل واخلي ، چي ددوه کلونو وي معني لرونکي کلمې بايد له خولې را وباسي ،چي د پنځو يا شپږ و کلونو سي ليک او لوستل زده کړي په دې اساس چي هر يو کار ځانته ټاکلى وخت لري ځکه نو نه سي کېداى چي ټول کارونه دي پر يوه ځاى تر سره سي څوک چي دا کارونه پر غوږ نه نيسي معني يې داده چي پر وچه مځکه کښتۍ چلوي پس دارواپوهني دزده کړي په پايله کي ويلاى سو چي کوچنيان بايد د ژوند په مسير کي دوخت دغوښتني سره سم تر روزني لاندي ونيول سي


3. يوه کلمه چي هر وخت زموږ پرژبه را اوړي هغه د((هوښ )) کلمه ده چي کاروو يې هغه کوچنئ چي ښې خبري کوي ، ښه الفاظ وايي او يا ښه حرکات تر سره کوي موږ يې هوښيار بولو ، محصل ، کارکوونکى ، او نور چي پر کار برلاسي وي هوښيار يې بولو ددې ډول کسانو دهوښ مهم عامل پر کار موفقيت په زده کړه او بوختوالي سره ثابتېږي ، بايد وويل سي چي هوښ دانسان په ژوندانه او عادت کي له دوو لارو صورت نيسي چي يو يې له مور او پلاره په ميراث ورپاتي ځيرکتيا او بله له محيطه د دزده کړي په پايله کي تر لاسه سوې ځېرکتيا يا هوښياري باله سي اروا پوهني دزده کړي په پايله کي دا پايله اخلو چي برلاسي توب يوازي په هوښ پوري اړه نه لري بلکه ،ډېر داسي کسان سته چي زيات زغم له لرلوسره هغوئ دهوښ څښتنان نه وي دا مضمون تاسي دا په ياد درکوي چي ميراثي اومحيطي اساسات دهوښ په پيا وړتياکي مهم رول لري ، هيڅ کله داسي نه سي کېداى چي په يوازي توګه دي يو له دغو په هوښ کي رغنده رول ولري پښتنئ متل دى چي وايي:(( له يوه لاسه ټک نه خېژي ))


4. تر هر څه دمخه دا خبره اړينه ده تاسي پوه سئ ،چي تاسي محصلين ياست او غواړي ټول هغه کتابونه چي تاسي يې په پوهنتون کي واياست ښه ترا زده کړئ دا يوازي زده نه کړي بلکه دزده کړي تر څنګ تاسي په دې مطمن سئ چي دا زده کړه په راتلونکو ازموينو کي ستاسي دبرياليتوب لامل سي په تاسي کي داسي څوک سته چي ددې بريالتوب په پايله کي ښه لاسته را وړنه لري ولي ستاسي ټول ټولګۍ وال کله هم داسي نه سي کېداى چي ټوله پوره برياليتوب ولري اروا پوهنه په دې اړوند ستاسي سره مرسته کوي چي ددې زده کړي په لاسته راوړنه تاسي خپل ځان وپېژنئ او دځان تر څنګ دمحيط هغه کسان هم وپېژنئ چي ستاسي په درس کي درسره همکار وي په دې اساس به تاسي وتوانېږي چي ښه لاسته راوړنه ولرئ


5. په ژوندکي ډېر داسي خلګ وينوچي پخپل ژوند بېلابېل هدفونه ځانته ټاکي يو دقدرت دلاسته وړلو په لټه او بل دمال دلاسته را وړلو په لټه وي او بل بيا ټولني ته دچوپړ کولو په لټه وي او ….. حي په يوه پوهنتون کي بېلابېل محصلين بېلابېل هدفونه ځانته لري چي ټوله يو ډول نه وي بايد په دې پوه سو چي تفاوتونه په کوم ځاى کي دي


6. انسانان ټول په يوه شان نه دي کله ډېر خوښ او کله ډېر غمګين وي کله چي خوشحاله يو ډېر خاندو او کله چي غمګين يو کوښښ کوو چي ژر ځان ترې وباسو چي داډول حالت دحيرانتيا په نامه نومونه ده پر همدې بنسټ حيرانتيا يعني عکس العمل ښوول پس ډا ډول ارګانيزم موږ په دې پوه کوي چي يا په ښه حالت کي يو او ياهم په بد حالت کي ځکه نو ويلاى سو هيجان يا حيرانتيا په بدن کي دحرکت را پاروونکې ده په دې اړه بايد وويل سي چي اړتيا وي او انګېزي دي چي ديوه انسان درواني کړو وړودتحرک لامل سي همدا حيرانتيا کولاى سي چي دانسان بقا تضمين کړي


7. کېداى سي تاسي ديوه رواني مريض دخبرو کلمات ، هستريا،شېزوفرنيا، ساديزم ، او افسر دګي اورېدلې وي ولي دهغوئ په دقيقه معني به تاسي نه پوهېږئ ، ممکن تاسي ونه پوهېږئ چي ديوه انسان طبعي او غېرطبعي کړه وړه څه تفاوت لري ښايي دا درته څرګنده نه سي چي لېونتوب خپله يوه مريضي ده ، احتمال لري چي ستاسي مور پلار او دچاپير وګړي دمعدې له درده په تکليف دي خو دهغوئ ډاکټر دهغوئ سالم تشخيص ور کوي او وايي چي دوئ په ((هستريا)) اخته دي ، تاسي دهمدې ((هستريا)) په مفهوم نه پوهېږئ ددې په مفهوم دپوهېدا په موخه تاسي ته ښايي دډېرو پوښتنو په پايله کي يو قانع کوونکى جواب پيدا سي


8. کېداى سي تاسي دا خبره اورېدلې وي چي (( له غمه وېره کول بده تر هغه چي تاسي په غم کي واوسئ )) ددې خبر مفهوم دادى چي تاسي بايد دخپل هدف دتر لاسه کولو لپاره بې زړه يا په دوه زړه کي ونه اوسئ هڅه وکړئ چي ددوه لاري پرسر ونه درېږئ لازمه ده چي دخپل تګ دسرته رسولو لپاره په يادو دوو لارو کي يوه لاره ځانته غوره کړئ پر تاسي ټول کېدونکي ازمويني ستاسي لاري ته دکېدو خنډ ثابتوي هرڅوک چي په هر وخت کي په دوه زړه توب کي قرار ولري هغه دمعدې دزخم په رنځ اخته کېږي که غواړئ چي له دې حالته ځان وباسئ نو له دوه زړه توبه ځان وژغورئ


داروا پوهني تاريخي تګلاره


دژوندانه دهري پديدې تاريخ چي څه ډول پيدا سوى دهغه پدېدې دپورايني څر ګندونه کوي هره پديده پخپل اړخ کي له پيدايښته تر دې دمه خپل ځانته تاريخي پيلامه يا مبدا لري چي څه وخت پيدا سوې ده ،او دزمان په تېرېدو سره په هغې کي تراوسه کوم تغيرات راغلي او اوس يې پوراينه څه ډول ده؟؟ دنورو علومو تر څنګ داروا پوهني دپوهي په اړوند بايد وويل سي چي دا علم دانسان له پيدا يښت سره جوخت دخپل پيدايښت په تېرېدوکي له بېلابېلو پېچلو پړاوونو څخه تېر سوئ دى زموږ اجدادو او نېکونو دجهان دپيدايښت په اړوند له خپلو ځانونو پوښتني کولې چي دا ډول پيدا سوى دى ددې ډول سوالونو په وړاندي ددوئ فکر دوئ ته دجوابونو په ور کولو سره ځانته قناعت ور کاوه چي پايله يې دفزيکي يا نجومي علم دپيدا يښت لامل سوه


همدا سوالونه وه چي يوه ځانګړې برخه يې په رواني اړخ کي دڅېړني په پايله کي داروا پوهني دپيدايښت سبب سوه


دخوب او خوب ليدلو پديدې زموږ نيکونه حيران کړي ول کله چي به دوئ په خوب وليدل ، سفر کوي ، دښمن مغلوبوي ، داسمان په غېږه کي پرواز کوي ، يومړ سړئ په خوب ويني اوبيا هغه ويني چي ټولي غوښتني يې په پوره ساده ګي پوره سوي ، له ناچاريه دى خبري ورسره کوي بيا بيداره کېږي او له ځانه پوښتنه کوي چي دارنګارنګ شيان څه ډول ويني ، دا ډول ــ ډول ږغونه څنګه اوري ؟ او يا کله چي وغواړي يو ښه دلاوره ور څخه جوړ سي په دې وخت دى دبدن لړزه احساسوي داسي او داسي نور چيري ؟څنګه ؟ ولي ؟ او کله ؟ چي غواړي جواب ورته ولټوي نو داسي تصورکوي چي دده په دننه وجود يو بل انسان دى او په نا اګاه ډول په ويښه او خوب دانسان په وجود کي ژوند لري


دفلسفې دلرليدني پر اساس چي په دې اړوند يې بحث ډېر پېچلى اوپراخ دى نه سو توانيدلاى چي ډېر پر وږغېږو ځکه نو په لاندي څو مواردو بسنه کوو :


يوه له دغو نظريو څخه ديوناني تبعه [افلاطون٣٤٧ـــــ٤٢٧ق م] کي يې ژوند درلود نوموړي له دې سره علاقه لرله چي پوه سي انسان څه ډول پخپل ذهن کي خپل تصورات پالي؟ له دې ډول سوال څخه موږته څرګندېږي چي دافلاطون له دوره څخه دوه ګرايې يا دوه ګروهه توب چي په انګليسي کي ((dualism))ويل سوى پېلېږي.تنويث يادوه ګرايي توب هغه يو ناني نظريه وه چي په جهان کي دوه متفاوت جوهره يا رنګه وجود لري دا ډولونه عبارت له مادې او عقل څخه دي چي په دې تيوري سره خپله افلاطون هم باور درلود [ارسطو ٣٢٢ــ ٣٨٤ق م] کي يونوم وتئ روانشناس چي ددې علم په لړ کي يې نور اروا پوهان داروا پوهني دپلار په نامه نوموي ، دخپل استاد افلاطون په خلاف کالبوت او روح يو له بله نه بېلېدونکي بللې. هغه په دې باور وو چي دانسان روح دانساني له عکس العمل څخه پرته بل څه نه وو، هغه دا خبره ښکاره کوله چي که موږ فرض کړو : چي سترګي روح لرونکي دي نو ليدل يې دهغه نفس ،روح يا ساه ده ، په دې سره موږ پوهېږو چي ليدل خپله څه نه دي بېله دي چي په سترګو دي يوه کړنه سرته ورسېږي ارسطو په دې عقيده وو چي انسان بايد داروا دپېژندني په اړ ونددبدن او غړو حرکتونه په دقت سره مطالعه کړي، ليدل کېږي چي دارسطو له خبرو موږ دې ته نور اړېستل کېږو چي دانساني بدن نور حرکتونه وڅېړو


دروح اوبدن حرکات که هر څومره وڅېړو بيا به هم هغه دا خبره کوي لکه دحافظې دروح په شان دبدن يو عکس العمل او ….. کله موږ خپل ذهن ته ديوې په عوض دوې نظريې وسپارو ددې پايله اخلوچي يوه نظريه دي دبلې نظريې دپاريدني لامل سي لکه د((ګاونډيتوب قانون )) يا لکه جامې((کالي)) چي يو چا په تن اغوستي وي ، هر کله چي سره ورته پديدې خپل مغز ته وسپارو يو بله سره پرله پسې کېږي دمشابهت يا ورته والي قانون هم دعکس او دعکس دخاوند تر منځ دوې يو په بل را تلونکي پديدې دي چي له يو بله سره پالي ، (( دتضاد قانون )) لکه يخني او ګرمي ،توراو سپين ،لوړ او کښته ، ښايسته او بدرنګه ، دوست او دښمن ، ….. دا هغه قوانين دي چي په معاصر وخت دحافظې په قانون کي ښه رول درلوداى سي


خو [ډيکارټ ١٦٥٠ـــ١٥٩٦] دارواپوهني په اړوندنوى نظرور کړ: (( هغه ويل انسان دپېچلي سيستم لرونکي هغه ماشين ته ورته دى چي دنور، اواز ، او نورو دباندينو حرکتونو په پايله کي حرکت کوي چي ددې نامرئي موجود اړوند اړتيا نسته چي له دننه دي حرکت وکړي )) موږ دحقيقتونو دپلټني په تعقيب پوهېږو چي ووايو : دکارت عقايد که هرڅومره ور سره ومنو خو په دې بايد پوه سو چي هغه ددې عمليو دکنترول په اړوند خبره کړېده ولي دانسان کړه وړه ، دفيزيو لوژى دپوهي تر څنګ داعصابو نقش په اروا پوهنه کي مهم رکن دى ))


په همدې ډول د١٩سمي پېړۍ په لمړنيو کي دفيزيو لوژۍ مکتب په لړ کي نوي تجريبې را منځته سوې چي دار وا پوهني پر علم يې يو غير علمي لوى اثر وښانده دمغزي او عصبي سيستم په اړوند نوو انکشافاتو وښوول چي دفيزيو لوژۍ فکر دعاطفې او روشونه تر څېړني لاندي ونيسي هغه همدا لامل چي دتجريبو او طبعي علومو لاري پسي تعقيب کړى ((يوهاينس مولروهلم هولتز))په ترتيب سره دعصبي سيستم اړوند دباصرې حس يوه مثالي اندازه وښووله همدا شان يوه ساحه يې دنوي PSYCHOPHYSICISپه نامه ونوموله دې نوي څېړني دفزيکي حرکاتو تر منځ اړېکي ايجاد کړې پر همدې بنسټ دارواپوهني ترڅنګ فيزيولوژي هم د١٩سمي پېړۍ تر پايه پوري يو ځاى مطالعه کېدله د١٩سمي پېړۍ په وروستې ربع کي ارواپوهنه دفيزيولوژۍ او فلسفې څخه په بېل ډول را منځته سوه چي لمړنى هدف يې دانساني تجريبو پېژندل وه .


بايد وويل سي چي ددې اروا پوهني په پايله کي نوى ژوند وپېژندل سو وروسته تر دې چي اروا پوهنه له فلسفې بېله سوه په ١٨٧٩ميلادي کال کي ارواپوهنه يو مستقل علم سو په دې اړوندجرمني اروا پوه ويليم وونټ دلايبزيک په پوهنتون کي يوه نوې رشته دهمدې علم په اړوند پرانيستله چي په تګ تګ کي يې فردي توپيرونه، حافظه ،دکوچنيانو روزنه ،او درواني ناروغيو ترڅنګ دحيواناتو دڅېړني تګلاره دالاتو او وسايلو په مرسته تر څېړني لاندي ونيوله چي په راتونکي کي به ددغه پوهي په اړوند نور هم مخته ځو


دراواپوهني مکتبونه


مخکي وويل سول چي ارواپوهنه دټولني يوه دژوند څېړلو پوهه ده او ددې پوهي موضوع دانساني کړو ، وړو پېژندنه او دعلتونو دعواملو څېړنه ده، له محيط سره دانسان اړيکي او په ځيني مواقعو کي دهغوئ تغير دى او يا دهغوئ رد حتمي خبره باله سي په دې وروستيو وختونو کي چي دټولو علومو رشد او پر مختګ ډېر په تيزي سره پر مخ روان دى دبېلابېلو علومو پوهان سره راغونډاودخپلو تحقيقاتو په پلټنه سره نوي سپړني کوي ددې لپاره چي دارواپوهني لپاره نوطرحي جوړي کړي .دارواپوهني مکتبونه ور سره ومني تر څو په علمي او پريکنده دلايلوسره دانسان کړه وړه له همدې مکتبه وڅېړي موږ دا هر يو علم په لاندي توګه پېژنو.


1. structuralism يادجوړښت مکتب دا پوهنه دويليم وونت په مرسته چي يو المانئ ارواپوه دى وپېژندل سوه هغه په لمړي ځل دارواپوهني منظمه او سيستماتيکه طريقه را منځته کړه دارواپوهني دا مکتب دعلمي تجريبو په لړ کي جوړ سو ددې مکتب دپرمخبېوونکو څخه يو بل ارواپوه ((نيچر))دى چي دوونت زده کوونکئ وو چي ددې پوهي رواج يې په امريکه کي خپور کړ ددې پوهي دپيروانو په نزد ارواپوهنه دهغه پوهي څخه عبارت ده چي دانسان شعوري ياو اګاهانه حرکات څېړي دوونت له نظره شعوري يا اګاهانه حرکات پرڅو برخوويشله سوي دي چي دارواپوهني دموضوع مطالعه کول هغه عوامل ياعناصردي چي شعوريې ترکيب کړى دى له همدې امله يې دې مکتب ته دجوړښت يا((ساختماني مکتب))نوم ورکول سوى دى


2. Funk tinalism عملي يا ووظيفوي مکتب يو ې ډلي پوهانو او مفکرينو درواني ، ذهني جوړښت تفسيراو تشريح نه ده لېدلې او له دې سره چي رواني پديدې مهم عنصر شعور نه بولي ورسره جوخت دې ټکي ته ډېر پام کوي چي خپل دانساني عمل يوه کړنه دانساني شعور په جوړېدو کي رول لري په همدې عقيده دوئ وايي چي ارواپوهنه انساني کړه وړه چي دشعور د را منځته کېدو مهم عامل باله سي ځکه نو ددې مفکورې لرونکي کسانو ددې پوهي لپاره ((عملي يا وظيفوي مکتب)) ايجاد کړى دى دوئ وايي چي : ذهن ورځنۍ چاري سمبالوي ،کړنه يا عمل ګرايي لمړئ مکتب دى چي د((ويليم جېمز)) لخوا په امريکا کي را پيل سو هغه په ((١٨٩٢)) ميلاد ي کال کي وظيفوي روانشناسي يا کړنيزه ارواپوهنه په عملي ډول مطرح کړه چي بنسټګر يې همدى دى له ده پرته ددې مکتب دنورو پيروانو له جملې ((جاندوى)) دى چي په ١٨٩٦ميلادي کال کي يې دحرکت دوړتيا په اړه مقاله وليکله چي داروا پوهني په پوهه کي دده دشهرت لامل سوه تر څه مودې وروسته پردې مکتب هم څه ګذارونه او انتقادونه وسول ولي ددې انتقادونوسره ــ سره دامکتب تراوسه ژوندى دى چي دخپل نفوذپه لرلواوس هم پيروان لري


3. Behaviorism دتګ ګرايي مکتب دساختماني او عملي مکتب په وړاندي يو بل مکتب هم په وجود راغى چي دتګلاري دمکتب په نامه سو دامکتب د ((جان بي واټسون)) لخوا رامنځته سوددې مکتب له مخي ديوه کار په تر سره کېدو نه سو کولاى دانسان ټول دروني يا دننني حرکتونه وپېژنو ددې مکتب له مخي هوښياري يا په يو شي دپېښي ترمخي خبرېدنه په ارواپوهنه پوري کوم تړاو نه لري بايد موږ مطالعه کړو چي سلوک دي ، استعدادونه دي ،ذهنيتونه دي، په زړه پوري والى او…. چي بايد تر دباندنۍ څېړني لاندي ونيول سي چي يوازنى روش هم همدا دى ، موږ کولاى سو مختلفي عمليې په وپېژنو او دانساني غوښتني پيمانه په کښي ولټوو


4. Psycho-Analysis ارواپلټني مکتب ددې پېژندل سوو مکتبونو له جملې څلرم مکتب دروح پلټني په نوم مکتب دى چى په رشتيايې داروا پېژندني په پېژندنه کي دانسان نقش اړين بللى دى، ددې پوهي په لټه سره يو بل غربي عالم (( زيګموندفرويدپه ١٩٣٤ـــــ١٨٥٩))ميلادي کلونويونوى سيستم د ارواپلټني په نامه راوپېژاند درواني مريضانو او دفکري مرکزيت نه لرونکو انسانانو هغه دې ته اړيست چي په دې اړوند پلټني وکړي هغه وويل چي : زما دمعلوماتو له مخي تر څو رواني وضعه ونه څېړل سي موږ دانسان په کړو نه سو مطمئن کېدلاى ، بلکه موږ دانسان له رفتاره پوهېږو چي ټول فعاليتونه دانسان له حرکاتو ثابتېږي ځکه نو ددې اروا پلټني علم يو ځانګړي مکتب له همدې اټکله پېژندلاى سو


5. دګشالټ مکتب دساختماني ، عملي، تګ ګرايي او ارواپلټني دمکتبونوترڅنګ بل مکتب دګشالټ دمکتب په نامه يادېږي چي پر پورته سيستمونو نوى رامنځته سو، دې پوهني ديادو پوهنو تر څنګ دانسان په وجود کي دبېلابېلو عناصرو لکه ، احساس، ادراک، حيرانتيا او حرکت په وړاندي دغبرګون په شکل انتقاد کول دارواپوهني په علم کي دګشالټ په نامه يادېږي دا پوهه د کفکا، کهلر،وماکس او ورتايرلخوا په ١٨٨٠ ـــ١٩٨٣ميلادي کلونو را منځته سوه ددې مکتب پيروان په دې باور وو چي دا پوهه دهوښيارۍ لاره چاره سنجوي هغه په دې معني چي په ښکار دحرکتونو وړتيا په متفاوت ډول تشکيلوي ددې مکتب دپيروانو په عقيده حرکت يوه کُلي پديده ده ، نه ده دبېلابېلو اجزاوو يو ځاى کېدنه دوئ وايي چي لمړئ کل په وجود راځي وروسته اجزاوي تشکيلوي اوکُل يو خاصيت لري چي په اجزاووکي يې نه سومشاهده کولاى پرهمدې بنسټ کل ياټوليز حالت خپل ځانته بېل شکل لري چي له سره نه سي تجزيه کېدلاى دسار ي په ډول هايدروجن او اکسيجن دواړه په لمړي حالت کي سره مخلوط وي دامخلوط چي اوبه بلل کېږي ، نه وي سره بېلي سوي څو چي دوى ته اور نه وي ور ته سوي او کله چي ددوئ اور بيرته ځيني مري په دې صورت دوئ بيرته سره يو ځاى کېږي ولي چي کله بيا اور ، ورته کېږي بيا دتبخير لاره خپله وي چي په پايله کي پر اجزاوو اوړي ځکه نو ويلاى سو چي کل عموماً په لمړي سرکي نه وي تجزيه کېدونکى ، په لمړي کلي حالت کي ځانګړني يو شان وي او بيا چي کله تجزيه سي خصوصيات يې بل ډول سي په همدې شکل دګشالټ دمکتب پيروان د محافظوي ، روزنيزي، او ښوونيزي ارواپوهني په اړوند ځان دحقيقت تل ته رسوي هغه په دې معني چي په يوه کورکي مثبت تغيرات راولي کوم چي په لمړي سر کي يو شانته مفهوم لري او په پايله کي دکورنۍ پر فرد ــــ فرد بېل ــــ بېل اثر غور ځوي ،يا په بل مثال ښوونکى دخپل اړوند مضمون په ټولو محتوياتو خبر دى‌ ولي ، دزده کوونکو مغزونو ته دهغه مضمون په ورسپارلو کي دهر زده زده کوونکي مغز ته له بېل ـــ بېل تدريسي ميتود څخه کار اخلي چي ښوونکئ بايد دمضمون کل او زده کوونکي يې اجزاوي وبولو


دعلومو په منځ کي دارواپوهني ځاى


دبشر ژوند دبېلا بېلو بې حسابه پديدو شاهد دى چي په يوازي سر انسان نه سي کولاى داټول پديدې وپېژني دساري په ډول يو سړئ نه سي توانېدلاى چي دنور، ګرمۍ ، يخنۍ ، ورځو شپو ، دسيارو په ډولونو ،بېلابېلوژوو ، او نباتاتو په اړوند پوره اشنايي ولري او پردې بنسټ چي انسان دپېچلو مسايلو څخه دکونجکاوۍ اوځانته دښه ژوتدانه په لټولو سره له خپل چاپيريال سره ځان اشنا کوي نو په هيڅ صورت نه سي کولاى چي دمحيط له بېلابېلو اړخونو څخه دي ښه تراوسي ځکه نو پر ځان باندي هغه قوانين غواړي پلي يې کړي کوم چي تدوين سوي دي ، له دې امله ځيني انسانان علاقه لري چي خپلي اړتياوي په دقيقه توګه له قسمته را پيل کړي او هغوئ ته حل لاره پيدا کړي په همدې اساس غواړي بېلابېلي مختلفي علمي او تخصيصي لاري رامنځته کړي په هرډول چي وي موږ به وتوانېږو چي دژوند دترلاسه کولو دا سي يو سيستماتيک نظام ولرو چي پر دوو عمده برخو وېشلى وي


1. هغه علوم چي په دقيقه توګه دانسان پېژندني څخه بحث کوي : داډول علوم له بېلابېلو کړنو يا فعاليتونو څخه منځته سرته رسېږي دساري په ډول تغيرات رامنځته کوي ، انسانان ټول سره را ټول سي او خپلو ځانو ته درونقور کولو په موخه يو قانون جوړوي چي داډول علوم دانساني علومو په نامه يادېږي چي ټولنپېژندنه ، انسان پېژندنه ، او ارواپوهنه يې برخي دي


2. هغه علوم چي دنظام جوړوني په موخه را منځته کېږي هدف يې انسان څېړنه ، نه ده لکه ،فزيک ، کېميا ، رياضي ، هندسه چي دمادي علومو په نوم يادېږي ددې لپاره چي وپوهېږو ارواپوهنه دمختليفو علومو تر منځ قرار لري دعلومو طبقه بندۍ ته په اشاره سره په کلي مفهوم سره دا روښانه کېږي چي څه ډول ددې پدېدو پېژندنه وکړو، هغه هم پر دوو عمده برخه وېشو .


الف : وصفي يا ستاينيز علوم :


داهغه علوم دي چي له قوانينو څخه څارنه او له هغوئ سره اشنايي پيدا کوي او داخبره را سپړي چي کېميا او فزيک په طبيعت کښي وجود لري


ب : وضعي يا معياري علوم :


په دې سره د((څه بايد وکړو او څه بايد ونه کړو )) موضوع تر څېړني لاندي را ځي دا ډول علوم قانون را منځته کوي چي په کارولو سره،دمنطقو،عقايدو،اخلاقو ،حقوقواو …… علوم يې توکي باله سي


دوصفي علومو څخه يوه هم بيولوژي ده ، چي په څو ډول دژونديو موجوداتو تکامل يا پوراينه تر څېړني لاندي نيسي پردې بنسټ چي داروا پوهني موضوع په ژوند پوري اړه لري ځکه نو ځيني علما ارواپوهنه دبيولوژۍ يوه برخه بولي ولي ، هغه پېچلتيا وي چي ارواپوهنه لري ځکه،يې نو له بيا لوژي بېله بولي که اروا پوهنه يوازي دانسان له کړو وړو څخه بحث وکړي چي انسان يو ټولنيز ژوئ دى نو ويلاى سو چي ارواپوهنه يو اجتماعي علم دى داروا پوهني امتياز ور کوونکې ځانګړنه داده چي انسان ته له محيط يا چاپيريال سره تړاو ور کوي انسان يوازي يو ژوندئ موجود نه دى بلکه انسان يو اجتماعي موجود هم دى چي کله دده کړنه پر انسانانو او کله بيا دنورو انسانانو کړه وړه پر ده اغيزه کوي پس ويلاى سو چي ارواپوهنه په اصل کي دژوند او داطرافو علم دى چي په ((BIOSOCIAL SCINCE)) سره هم ياديږي
نور بيا