کور / سياسي / پینځه زره کلن خوبونه

پینځه زره کلن خوبونه

 زموږ پخوانیو لیکوالانو او  مورخینو موږته ویلي دي چی  موږ له افتخاراتو ډک پينځه  زره کلن تاریخ لرو.زموږ تاریخ  د قهرمانانو او اتلانو داستان  دی او له سکندره، تر چنګیزه،  فرنګ او روس پوري چی هر  څوک دې خاوري ته راغلي دي  موږ یی غبرګي سترګي ړندې  کړي او په ماتو لیچو مو له خپلي خاوري څخه ایستلي دي. پر ایران باندي مو په سل ګونو کلونه حکومت کړی دی. چاچي زموږ تر لاس لاندي ژوند کړی او زموږ د غلامی پړی یې په غاړه کړی وي، څرنګه به زموږ خاوري ته په بد نظر ګوري او څرنګه به زموږ له افتخاراتو څخه ډک فرهنګ ته خپل ناولی فرهنګ ننه باسي. پاکستان خو یو مصنوعی هیواد دی. جنرالان یی یا دال خواره او یا تورلینګي دي. هغوی به څرنګه زموږ سره سیالي کوي. یو وخت مي د یوه پښتانه لیکوال په کتاب کی د آسوریانو د ستر امپراطور اسور بانیپال تصویر ولیدی او تر لاندي یی لیکلي وه چی پښتون ټولواک اعلیحضرت اسور بانیپال! د کتاب په متن کی یی لیکلي وه چی که اسور بانیپال سوري پښتون نه وو نو څوک وو؟ البته په دې خبري هر پښتون خوشاله کیږی چی د بین النهرین په تمدن کی د پښتنو ونډه او حتی لوی پښتانه پاچاهان وګوري. مګر دا حقیقت لري؟


           اوس حاضرخو څه باندي لس کاله  کیږی چی د څه باندي څلویښتو  هیوادونو عسکر په افغانستان  کی یوې خواته جنګی عملیات  او بمباری کوي، بلي خواته  د سولي خبري کوي، د دې ترڅنګ لا وایی چی زموږ وران ویجاړ هیواد راته جوړوي او عسکر او پولیس مو لا هم راته روزي. د دې معنی خو به، خدای ناخواسته، دا نه وي چی موږ د خپلو پینځه زره کلنو افتخاراتو په نتیجه کی اوس نه د جنګ مړونه یو، نه د سولي راوستلو حوصله لرو، نه د خپل وطن د آبادولو چل راځي او نه د خپلو عسکرو او پولیسود روزلو توان او کمال لرو. دغه ګړی افغانستان، د لویدیځو هیوادونو د پریمانه مرستو او ډیموکراسی له برکته، د اداري فساد له پلوه په نړی کي، له سومالیې څخه وروسته، دوهم مقام لري او د مخدره موادو په تولید او قاچاق کی یی پوره لس کاله په ټولي نړی کی لومړی مقام ساتلی دی.


          موږ اوس د بې اتفاقی او  جهالت په مهلکو رنځونو اخته  ملت یو. او د همدغو رنځونو له امله له یوه جنګ څخه خلاصیږو او په بل جنګ کی ګیریږو. ټول د ملي یوالي او سولي چیغي وهو او دا د عنقا افسانوي مرغه د هیچا لاسته نه ورځي. موږ افغانان، په تیره بیا پښتانه، په خپلو کي پرسمتونو، قبایلو او غلجیو او درانیو باندي دومره سره ویشل سوي یو چی که فرصت لاسته راسي د یوه بل په وینو لاسونه سره کوو. کله چي پښتانه په خپلو کي سره دښمنان وي نو دوی به د هزاره او تاجیک سره څرنګه د دوستي او یوالي خبري وکړای سي او څرنګه به د مشترک درد د علاج فکر کوي.


           موږ عادت کړی دی چي ټولي  بدی پر خارجیانو تاوانوو. له  وړوکوالي څخه تر اوسه پوري  دا افسانې اورم چی په افغانستان  کي ټولي بې اتفاقی او تعصبونه  د انګریزانو له لاسه دي. سړی  له چا څخه دا پوښتنه وکړي  چي انګریزانو خو پر هند باندي  زیات وکم درې پیړی حکومت  وکړ. اوس خو هندوستان د نړۍ  له لسو تر ټولو شته منو هیوادونو په کتار کی دی او د نړۍ شپږم اټومی قدرت دی. په ډیموکراسي کي یی په اسیا او افریقا کی مثال نسته او اقتصادي وده یی نن ورځ تر ټولي نړۍ چټکه ده. پاکستان، چی زموږ وطن پالونکي لیکوالان یی مصنوعی هیواد بولي، اټومي طاقت دی، په نړۍ کي شپږم تر ټولو لوی پوځ لري، ۱۴۳ پوهنتونونه لري، یوازي په اسلام اباد کی شل پوهنتونونه او په خیبر پښتونخوا کي ۲۳ پوهنتونونه فعال دي، چي په تقریبا ټولو پوهنتونونو کی یی د ډاکټری تر سرحده تحصیلات کیږي. د امریکا، اروپا، افریقا او اسیا په زرهاوو ښارونو کي په زرهاوو ډاکټران او انجنیران لري او د نړۍ په سل هاوو پوهنتونونو کي یی پروفیسران په درس ورکولو لګیا دي. پاکستان د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکي پوځ کي تر ټولي نړی زیات عسکر لري، او په ملګرو ملتونو کی د حیثیت خاوند هیواد دی. هغه اوس دونه غښتلی سوی دی چی زموږ د منورینو په خبرو او لیکنو کي یی د انګریزیانو ځای نیولی دی او چي هره  بده پیښه کیږی د پاکستان له پوځي استخباراتو څخه یی بولي.


       موږ د خپلو پینځه زره کلنو  افتخاراتو په نتیجه کی څشي  ترلاسه کړي دي؟ موږ د ناټو  او لویدیځو هیوادونو له مرستو  څخه، چی افغانستان په خپل  تاریخ کي دومره پیسې نه وې  لیدلي، اته زره میلونه ډالره  یوازي د دوبی بانکونو ته  وتښتول، او د نورو بانکونو  حساب خدای ته معلوم دی. په دې کي هیڅ شک نسته چی افغانانو د خپلي خاوري او ناموس څخه په توره دفاع کړې ده. پښتنو، هزاره، تاجیکو، اوزبکو او ټولو قومونو، هر یوه په خپل وار، سرونه پکښی بایللي دي. مګر هر وخت چي خارجی دښمن وتلی دی موږ یو پر بل توري را ایستلي او د کار سرونه مو رغړولي دي. د انګریز ډاکټر پینل دا خبره چي وایی پښتانه له یوه بل سره یوازي هغه وخت په سوله کي وي چي په جنګ کی ولاړ وي، د کاڼي کرښه ده. لیري تاریخ ته به نه ځو. وروستي دیرش کلونه، چي زموږ د ډیرو لیکوالانو په یاد دي، د دغه راز بدمرغو  پیښو او د وروڼو قومونو ترمنځ د خونړیو جنګونو شاهدي ورکوي.


      البته  دا نوي خبري نه دي. موږ ته  دا بدمرغي له ډیرو پخوا زمانو  څخه په میراث راپاته ده. د  پښتنو د تاریخ تر ټولو هوښیار  مشر او زړه ور سپه سالار،  خوشال خان خټک، چي زه یقین  لرم په نړۍ کي به هیڅ ټولنپوه  او تاریخ پوه، پښتانه د هغه په څیر ژور او سم نه وي پیژندلي، څه باندي درې پیړۍ مخکي د پښتنو د یوالي ارمان درلود.


اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو»»»»»»»»»» ګني ما به د مغول ګریوان پاره کړ


هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده  ««««««««««««  اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان


که توفیق د اتفاق  پښتانه مومي  «««««««««    زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان


      د خوشال خان خټک دا ارمان پوره نه سو او له هغه څخه وروسته تر نن زمانې پوري ټولو مشرانو دا ارمان ګورته وړی او داسي ښکاري چی موږ به یی هم ګورته را سره یوسو.


      په  دې کي شک نسته چی افغانان  شر یف خلک دي. په هغه اندازه  چی د خپل ناموس څخه دفاع  کوي په هغه اندازه د بل  د ناموس درناوی هم کوي. دا  یوازي موږ نه وایو بلکه زموږ  غلیمان هم پر دې خبري اقرار دي. انګریز صاحب منصب، لیکوال او مورخ میجر هینري جورج راورټي د خپل پښتو انګلیسی قاموس په مقدمه کی لیکي چی  “کله د افغانانو په باره کی ږغیږو نو باید چی ووایو چی هغوی په کال ۱۹۴۲ کی له کابل څخه زموږ د وتلو په وخت کی زموږ سره خیانت وکړ، خو موږ د هغوی پر خاوره باندي یرغل کړی وو. او دوی زموږ پر قواوو باندي حمله وکړه او تباه یی کړه. مګر له هغو بندیانو سره یی چی د دوی په لاس کي وه ښه سلوک وکړ او هغوی یی وساتل. د ښځو او ماشومانو درناوی یی وکړ. د دې غیر متمدنو خلکو سلوک د ډهلي او کانپور د هغو خلکو سره چی  څه باندي یوه پیړۍ یی زموږ نمک خوړلی وو، او فکر کیدی چی تر افغانانو ډیر پر مخ تللي او متمدن خلک دي، هیڅ نه سی مقایسه کیدلای”.  خو همدغه لیکوال یوه پاڼه وروسته د افغانانو دپاره د داخلي جنګونو د بیا پیل کیدلو بدمرغه پیش بیني کوي او وايي چی “د امیر دوست خان د ژوند وروستی شپې ورځی را نیژدې سوي دي او زه ویلای سم چی د هغه له مرګ نه وروسته به افغانستان په وینو ورنګیږی. او موږ به د خپل حفاظت لپاره مداخلې ته مجبور سو. ځکه نو زه وایم چی د پښتو ژبي پراخول او زده کول ضروري دي”.


      د  راورټی خبره ریشتیا سوه. د  امیر دوست محمد خان له وفات  څخه وروسته سمدستي د هغه  زامنو د تخت د نیولو لپاره  پر یوه بل حملې پیل کړې.  داخلي جنګونو تقریبا شپږ کاله دوام وکړ او سکه او ناسکه وروڼو د یوه بل په وینو لاسونه سره کړل او د افغانستان خاوره د بیګناه خلکو په وینو سره سوه. انګریزان مداخلې ته مجبور نه سول بلکه د مداخلې لپاره  یی په وچ زور او سپین سترګي پلمه ترلاسه کړه. په کابل او د کندهار د میوند په دښت کی یی شرمونکي ماتي وخوړلې او افغانانو ته هم په زرګونو تلفات ورسیدل. زموږ، په وینو لړلی، تاریخ له سره ترپایه د همدغه راز خونړیو او بدمرغو پیښو داستان دی. موږ ته جنګ او تباهي په میراث راپاته ده او ښایی چی خپلو راتلونکو نسلونو ته هم جنګ په میراث پریږدو. ځکه چی اوس حاضر د سولي لپاره هیڅوک ريښتوني هلي ځلي یا نه کوي او یا یی نه سي کولای او زموږ لمسیانو ته به د ژمي د اوږدو شپو د تیرولو لپاره یوازي د جنګ نکلونه پاته وي.


        د نولسمي او شلمي پیړیو د  تاریخی پیښو یادونه او تشریح  د یوه لنډ مضمون تر حوصلې  وتلی کار دی خو که د وروستیو  څه باندي دیرشو کالو غمیزو  ته یو نظر واچوو نو ګورو  چی موږ د حکومتونو د ټینګولو  او د هغوی د بیرته نسکورولو  لپاره، په دواړو صورتونو کی  له ګاونډیانواو نورو بهرنیو  قواوو څخه مرسته غوښتې ده. هغه  حکومتونه چی د بهرنیو قواوو  په مرسته ټینګیږی هغوی تر  هر څه لومړی د بهرنیو د  ګټو ساتنه کوي او هغه سوله  چی د ګاونډیو او بهرنیو قواوو  په مرسته ترلاسه کیږی هغه  تر هر څه مخکي د هغو ګاونډیانو  او بهرنیانو  د ګټو ښکارندویه  وي چی د هغوی په مرسته سوله او روغه جوړه ترلاسه سوې وي.


    د خلقیانو او پرچمیانو نظام، د مجاهدینو انارشي، له هغه څخه وروسته د طالبانو نظام او نن د کرزي نظام ټول د بهرینو قوتونو په زور ټیګ سوي دي. طبیعی خبره ده چي هر نظام چی د هر چا په زور ټینګ سي تر هر چا به د هغه د ګټو زیات خیال ساتي. نن د کرزي له نظام څخه، له هغو کسانو پرته چی د کرزي په حکومت کي د سل ګونو میلیونو ډالرو خاوندان سوي او په ټولو ناروا ګټو کی ورسره شریک دي، ټول اولسونه تر پزي رسیدلي دي. مګر د اولسونو د ارادې نمایندګي د افغانانو په لاس کي نه ده. طالبان له امریکایانو سره خبري کوي، ځکه چی کرزی په سیالانو کي نه بولي. امریکایان په دې پوهیږی چی له پاکستانه پرته یی شل کولای نه سي. ښایی څه موده وروسته پاکستان  او نور بهرني قوتونه هم د طالبانو او امریکایانو په خبرو کي برخه واخلي. د خبرو نتیجه به ځکه د افغانستان د اولسونو په ګټه نه وي چی د افغانستان د اولسونو اراده پکښی شامله نه ده.


     ملي اراده په ملي یوالي کی  تمثیلیږی. مګر ملي یوالی د افغانانو  په نصیب رسیدلی نه دی. زموږ  د منورینو زیاتره وخت د یوه  بل په وهلو، پر املایی او  انشایی اشتباهاتو باندي، په انتقاد کولو نه بلکه، ریشخند وهلو او د قومی اختلافاتو  د اور په لا تازه کولو تیریږي. زموږ په حق کی د دوږخ هغه ټوکه ریشتیا کیږی چی یوه افغان به ځان د دوږخ څنډي ته ورساوه او تیښتي ته به یی ځان برابر کړ هغه بل به تر پښو را کش کړ. ځکه یی نو دوږخ دروازه وان نه درلود. که اوسنی وضع په دغه شکل دوام وکړي، که 
په اوسني ماتم کی، چی د افغانستان په تاریخ کی یی ساری نه وو لیده سوی، ملي یوالی تامین نه سي نو داسي ښکاري چی موږ به تر قیامته د خپل سرنوشت د ټاکلو حق تر لاسه نه کړو. که د پاکستان جنرالان، یا زموږ د وطن پالو منورینو په اصطلاح تورلینګيان، د ایران اخوندان او بهرنیان اوس هم زموږ سرنوشت راته ټاکي، نو سړی نه پوهیږی چي دغه پینځه زره کلن تاریخ او افتخارات به کله زموږ په درد خوري.


      موږ به تر کله تر پینځه  زره کلونو زغرو لاندي پراته  یو. موږ به تر کله د نیکونو  په زنګ وهلو تورو ویاړو. موږ  به تر کله خپلو پاکستاني  ګاونډیو ته وایو چی اټومي  طاقت به لری، د غوري او  غزنوي په نوم د لنډ او  منځني واټن ویشتونکي توغوندي  به لری، خو پینځه زره کلن  تاریخ نه لری. په اوسنیو شرایطو  کي، چی په کابل کي مو پنځوس  ماشومان په یوه شپه له یخنیه  مري، پر ټول هیواد باندي مو غله او داړه ماران حکومت کوي، پردي هیوادونه او ګاونډیان مو د سرنوشت په ټاکلو او حکومت جوړولو لګیا دي او د نړۍ په هر ګوټ کي مو منورین، د یوه بل پر ضد، د قلمونو څخه د تورو او توپکونو کار اخلي، د پینځه زره کلن تاریخ کیسې تر درانه بړستن لاندي د خوبونو د لیدلو معنی لري. او له خوبونو څخه چا، هیڅ وخت، څه تر لاسه کړي نه دي.


      تر څو پوري چی افغانانو د  خپل هیواد او ګډ کور د  ژغورلو لپاره د ملي ارادې  د څرګندولو او یو موټی کیدلو  ریښتونی تکل کړی نه وي همدا  پینځه زره کلن خوبونه به  دوام لري او نړۍ به په  ویښو سترګو زموږ څخه تیریږي. البته په افغانستان کي د  دومره زیاتو او اوږدو  خونړیو  او تباه کونکو جنګونو له  تیریدلو او د منورینو ترمنځ  د دومره زیاتو لفظي او قلمي  جنګونو څخه وروسته د ملي  یوالي د منځته راوړلو نسخه  له هیچا سره نسته. خو زه یو  پیشنهاد کوم او هغه داچي  که زموږ منورین ریشتیا هم  د افغانستان د اولسونو د  یو موتی کولو ارزو لري نو  د لومړي ګام په توګه دي  د یوه بل پر ضد د لیکنو  څخه لاس واخلي. د زغم او  حوصلې تمرین دي وکړي. هغه کسان  دي ورو په ورو تجرید کړي  چي د یوه او بل ډول اختلاف او بې اتفاقی د ایجادولو په منظورمضري لیکني کوي. که موږ دغه زغم و درلود نو دوهم، دریم او څلورم ګام هم اخیستلای سو او کنه نو پینځه زره کلن خوبونه به تر قیامته ختم نه سي او موږ به همداسي د مرګ په خوب ویده پاته یو.


        په اوسنی نړۍ کی افتخار یوازي په جنګ او میړانه نه ترلاسه کیږی. خلک او لوی هیوادونه په خپل تمدن، پرمختګ، اقتصاد، علم او تخنیک افتخار کوي. دا هغه څه دی چی په یویشتمه پیړۍ کی د یوه هیواد او د هغه د اولسونو په درد خوري. دا هغه څه دي چي په یوه ټولنه کي د داخلي جنګونو، تباهیو او ورور وژنو مخه نیسی. دا هغه څه دی چی موږ له خپلو سیالانو سره سیالي ورباندي کولای سو. او موږ، له بده مرغه، ورڅخه محروم یو.


      افغانستان هر وخت د نن په  څیر دربدره او د زړه سوي  وړ هیواد نه وو، او که  یی ښه مشران درلودلای ښایی  د نن په څیر وران ویجاړ  نه وای. د هند مشهور نیشنلیسټ  راجا مهندرا پراتاب، چي د  لومړي نړی وال جنګ په پیل  کی د جرمني او ترکیی د  یوه هیات په مشری افغانستان  ته راغلی وو، او په کابل کی یی د هند د خپلواکی ګټلو لپاره موقتي حکومت جوړ کړی وو، د امیر حبیب الله، امان الله خان، محمد نادر شاه او ظاهرشاه په زمانو کی د افغانستان په پاسپورټ روسیې، جرمني، متحده ایالاتو، برتانیې، جاپان او چین ته سفرونه کول. مهندراپراتاب د افغان په نوم ویاړي او د خپل ژوند د پنځوس کلنو خاطراتو په نوم کتاب په ۱۴۹ مخ کي لیکي چي د جاپان د اوساکا ماینیچي ورځپاڼي د کال ۱۹۲۸ د اپریل پر دوولسمه په خپل لومړي مخ کي خبر ورکړی وو چی افغان وطن پالونکی ښاغلی مهندراپراتاب د کوبې له ښار څخه تر روانیدلو مخکي د اوساکا ماینیچي دفتر ته راغی او د چین او جاپان تر منځ د همکاریو پر ضرورت یی خبري وکړې.


        د مهندراپراتاب په څیر لوی  هندي وطن پالونکي د افغان  په نوم افتخار کاوه او کابل  د، هند د استقلال اخیستلو لپاره،د مهندراپراتاب ، مولوی عبیدالله سیندي، مولوي برکت الله او نورو هندي وطن پالونکو د موقتي حکومت او سیاسی فعالیتونو مرکز وو. خو اوس پخپله استقلال نه لري، بلکه د خپل سرنوشت د ټاکلو په خبرو کي څوک برخه هم نه ورکوي.