کور / سياسي / دوښمنان د افغانستان د تجزېې هڅې کوي

دوښمنان د افغانستان د تجزېې هڅې کوي

څه موده وړاندې چې کله په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو د پیل خبرې تودې شوې او حتې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو د واقعي سولې راتلو لپاره له دې خبرو اترو تود هرکلئ وکړ د امریکا کانکریس یو شمیر سناتورانو په سم لاسي ډول یو شمیر هیواد پلوري او د شمال ټلوالې ټوپک سالاران جرمني ته وروبلل او د افغانستان لپاره د پارلماني نظام او حتې تجزېې په اړه ېې ورسره پټې خبرې اترې وکړې چې جزیات ېې هم رسنیو او خلکو ته ښکاره نه شول .
له هغې څه موده نه وه تیره شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کابل ته راغله او تر ټولو د مخه ېې د ټلوالې له مشرانو محقق ، د مسعود ورور اویوه بل مشر سره ولیدل او داسې خبرونه هم خپاره شول چې حنا رباني په افغانستان کې د پارلماني نطام او حتې د افغانستان له تجزېې د پاکستان له ملاتړه هغوی ته ډاډ ورکړ .
د کار پيژاندو په باور افغانستان ته د حنا رباني له سفر تر ټولو مهمه موخه همدا وه نه له نورو افغان چارواکو سره تکراري خبرې اترې .
د محقق او حنا رباني له لیدنې وروسته د وحدت ګوند مشر محقق په ډیره خوشحالۍ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ بدلون موندلئ او دوی غواړي له پاکستان سره نوې اړیکې ټینګې کړي .
په دې معنی چې هغه پردي پالو مشرانو چې تر پرونه ېې طالبان د پاکستان په غلامۍ تورنول نن ېې په خپله د پاکستان د غلامۍ کړۍ په غاړه کې واچوله .(په داسې حال کې چې له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا د طالبانو او پاکستان په جګړو کې تر ۴۷ زره زیات کسان وژل شوي )
له افغانستان سره د پاکستان دوښمني خو اوس له هیچا هم پټه نه ده ځکه همدا پاکستان چې د جهاد په کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د امریکا د غلیمانه سیاستونو مجري ؤ د افغان مجاهدینو په منځ کې ېې د نفاق تخم وشینده او بیلابیل تنظیمونه ېې را منځته کړل او حتې په خپله د حزب اسلامي په شان د مهمو تنظیمونو د کمزوري کولو په موخه ېې په پاکستان کې د کوټه شویو مهماتوډیره برخه د تنظیم په ځای په خپله قوماندانانو ته ورکوله چې په دې سره په افغانستان کې د یوې واحدې ادارې په ځای ملوک طوایفي را منځته کړي چې په دې موخه کې امریکا او پاکستان په ښه ډول بریالي هم شول .
او بیا ېې د طالبانو تر را منځته کیدو وروسته تر هغه وخته طالبان پیاوړي کول تر څو ېې چې د حزب اسلامي په ضد جګړه کوله خو د ټلوالې په ضد په جګړه کې امریکا د پاکستان او نورو ګاونډیانو له لارې په افغانستان کې د جګړې انډول وساته او یواځې د جګړې اوږدولو او د طالبانو کمزوري کولو او په مخالفه جبهه کې هم د هیواد پالو په ځای ېې د لنډغرو او بد ماشانو مطرحولو او پیاوړي کولو ته مخه کړه چې په کندهار کې د طالبانو له خوا د وسلو د یوې ډکې الوتکې را کوزول او په بامیانو او مزار کې د طآلبانو لاسو ته د لسګونه زره ایراني وسلو او مهماتو لاس ته ورتلل د دې یوه بیلګه ده . حتې په همدې نوي حکومت کې ټلوالې یو فلم خپور کړ چې د ټلوالې مشران له دوی سره د روسېې د سلو جنګي ټانګونو (ماشین محاربوي) او نورو ډول ډول وسلو او مهماتو هر کلئ کوي .
چې خبره را نه اوږده نه شي څو ورځې وړاندې په آینه تلویزون کې د دوستم او د ایټالیا د سفیر تر منځ د لیدنې خبر خپور شو چې په هغه کې د ایټالیا سفیر د افغانستان له پارلماني نظام چې کار پوهان ېې د افغانستان د تجزېې لومړنئ ګام بولي د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په ډاګه وویل چې په افغانستان کې باید پارلماني نظام ټينګ شي .
که د انټرنیټ فیس بوک ،ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې د خلکو بحثونو ته لږ ځیر شئ پوه به شئ چې په دې اړه تر پردې شاته ډیر بهرني لاسونه هم فعال دي .
که په فیس بوک کې د طالبانو په ضد نویو جوړو شویو ګروپونو ته سر ورښکاره کړئ ډیر زر به درته پته ولګي چې دا ګروپونه د طالبانو په ځای د پښتنو پر خلاف جوړ شوي او په دې ګروپونو کې څومره د تجزېې لپاره کار کیږي او حتې د ډیرو ګروپونو محتوا او د ګروپ د فعالو کسانو لهجې او د سیاست ډول ته که ځیر شئ پوه به شئ چې د ګروپونو آدمینان په ګاونډیو هیوادونو پورې تړوا لري ټول هغه کامینټونه ډلیټوي چې د افغانستان د یوالي خبره په کې شوې وي .


په نړۍ کې د تبلیغاتو ، رسنیو په تیره د انټرنیټ ټولنیزو شبکو رول ته په پام سره دا یو ډیر خطر ناک رول درلودلئ شي .
بهرني هیوادونه په تیره یرغل ګر او ګاونډیان ډیره هڅه کوي تر څو یو ځل یبا په افغانستان کې د قومي نښتو په رامنځته کولو سره د افغانستان د پرمختګ مخنیوئ وکړي او په دې هیواد کې خپلې ناروا ګټې ولټوي .
او دې هر څه په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پيلیدو وروسته زور موندلئ او ګاونډیان په افغانستان کې د یوې واقعي سولې له را منځته کیدو اندیښمن شوي دي .
خو د امریکا شیطنتونو ته پا پام سره هیله نه کیږي چې دا خبرې اترې به زر په افغانستان کې د واقعي سولې راتللو لامل شي .
د شمالي ټلوالې پردي پال مشران او ګاونډیان فکر کوي چې طالبان هم د دوی په څير د قدرت تر لاسه کولو لپاره هرې بې شرمۍ ته چمتو دي خو دا دې هغوی تیروتنه ده او هغوی دې ډاډه شي چې لرې ښکاري طالبان به د خپلو شهیدانو وینې خرڅې کړي ، که ېې دا کار کولای د خپلې واکمنۍ پر مهال ېې هم کولای شو او دومره نورو جګړو ته اړتیا نه وه .