کور / سياسي / ظرفيت اوکادري پاليسي

ظرفيت اوکادري پاليسي

ظرفيت هغه بشري معلوماتي ، تجربوي اوتعليمي قوه دي چه په مختلفومسلکونوکي دکاردپرمخ بيولودپاره کارول کيږي .که دهيوادزمونږ۳۴کلن تاريخ ته وګورومونږپه هيوادکې مختلف رږيمونه دولتي رهبرۍ وليدي چه افغان وولس له ډيروکړاوونو،محاجرتونو،شهادت اومعيوبيت سره دژوندټولوناخوالواومشکلاتوسره ښوونځيو،پوهنتونوته تلل اوخپلې زده کړوته يي دوام ورکاوه . څه دهجرت په وخت کې څه دافغانستان کي دنڼه لکه دکابل اوڼنګرهارپوهنتونونه ،په پخواني شرقي بلاک ،غربي هيوادونه،همسايه هيوادونوکي په لس هاووزروافغانانوزده کړې وکړي اوپه ډيرشميريي په پخواني دولت کي کارکاوه . دوي ټول په چاپسې تړلي نه وو.اوس راځواصل مطلب ته چه هغه امنيتي اواقتصادي سکتوردی .پخواني ډيرښه هيواډدوست اوبآاحساسه پوه کادرونه چه په چاپسي اګاهانه تړلي اوپلورل شوي نه وو.د۱۳۷۱کال راپه دي خواچه دمجاهدينوحکومت دپشاورګوونرهاوس څخه دجناب حضرت صاحب مجډدي ترمشرۍ لاندې دډوومياشتولپاره کابل ته راغئ له هغه وړاندي نوره ډلي اوتنظيمونه په خاصه توګه دنظارشوراغړي ،پلويان اوحاميان راغلل چوروچپاوول ويراني اوبي پتي شروع شوه.بانکونه ،سراي شهزاده دصرافئ مارکيت ،وزارتونه موسيسات چوراوتالان شول .همسايه ووملکونوته کباړشول .ترټولومهم دافغانستان د۵۰۰۰کلن تاريخ ،ارشيف محرم رازونه خرېطي دهيوادتاريخي دوشمنانوته تحفه کي ورکړل شول .ترکومه پوري چه مادسلګونوپوهوکادرونوسره مرکې کړي دي دوي په خپل ټول توان غواړي چه په اردوکي اوډولت په نوروملکي اداروکي کاروکړي اوهيوادته خدمت وکړي مګرچارواکي ورته دکاراوخدمت چانسس نه ورکوي ځکه په کومي ډلي اوټپلې پوري تړلي نه دي .اوس دولتي اداري ،حکومتي سکتورونه شخصي اووزارتونه ،ولايتونه اوولسوالي هغه چه سرحدي دي خرڅيږي اوحتې ځيني پرهمسايه هيوادونوپوري تړل شوي .همسايه هيوادونه دومره اثرلري چه دارګ ماڼۍ څخه شروع تروزارت ،ولايت اوولسوالي پورې رسيږي .علت يي دډولت بي احساسي ،بي کفايتي ،د۴۹هېوادونواستخباراتومرکزونوفعاليت په خاصه توګه دايران اوپاکستان،اجنټان اوشخصي ګټي دي نه ملي ګټې .اوس دولت اوحکومت تنظيمي دي نه ملي ،کادري چه خپلي شخصي ګټې دهيوادترملي ګټوقربان کړي .يوولس کاله ډيروخت دئ هغه چه بايدشوي واي ونه شول ځکه دولت اوحکومت دهيوادابادۍ لپاره هيڅ ۵کلن اولس کلن پلان اوستراتيږي نه لري.ځکه کادري اوشفافه اداره موجوده نه دې .بآاحساسه،پوه کادرونه ټول بيکاره اوپه روحي مرضونواخته دي .دنړۍ په ډيروهيوادونوکي انقلابونه کيږي څه اسلامي څه ملي څي غربي اونوره .مګراقتصاد،اردواوظرفيت بشري قووايي څوک نه تالان کيږي .يواځي رهبرئ کي تغيړراځي ښه غوره مثالونه زمونږه همسايه ملکونه ايران اوپاکستان دي چه دواړه هسته يي قدرتونه شول ،مګرزمونږهيواډخپلوشخصي ګټودپاره دنورودخدمت لپاره هرڅه دخاوروسره خاوري کړل داردوجنازه مواوچته کړه .تجهيزات کباړشول .تراوسه چا دڅوپروند هليکوپترواوجټ الوتکو چه تاجکستان اوپاکستان ته بېول شوي چا پوشتنه ونه کړه نه يي دهيوادبۍ کاره کادرونه په کار نه دي ګمارلي په خاصه توګه پښتانه له هرڅه محروم دي په اردواوپوليسو کی ډيره کمه فيصدي لري .يوشميروزيران ،واليان ،ريسان اوولسوالان هيڅ مسلک اوتحصيل نلري په دندوګمارل شويدي داړيکوپه حساب نه دمسلک ،لياقت اوتحصيل اوتخصص په لحا ظ.مثلا دکورنيوچاروپه وزارت کي ډيرمسلکي اکادميک کادرونه له کاره ګوښه شوي يآاحتياط کي منتظرپاتې دي اکثريت ديوي ډلي شوراي نظارغړي په حساسورهبري پوستونوکې کارکوي لکه دکابل امنيتي حوزي اوولايتونه چه اکثره تنظېمي اوجهادي اوافتخاري رتبي لري نه مسلکي ،تحصيلي اوتخصصي سوابق .دجهاداومقاومت ترنوم لاندي هرډول استفادي کيږي .ډولت کادري پاليسي غلطه اوناکامه ډي عواقب ېي ډيربډي.داردوجوړيدل دهيوادپه تاريخ اوټولې پرمخ تللې نړۍ کي تهداب يي دوړوظابطانو – حربي شوونځئ ، حربيي پوهنتون ،هوايي پوهنتون اودپوليسواکادمي جوړوي چه دمجاهدينوددولت په وخت کي يي هرڅه له مينځه ويوړل .لوټ اوتالان شول. ديولسو کلونودکرزي صاحب په واکدارۍ کي هم پورتنئ ملي نظامي ،تعليمي اوتربيتي اکادمئ په خپل حالت غيرفعالي دي .مکلفيت دوره نشته يوازي قراردادي خاص خلک چه هيڅ ملي هويت اواحساس نلري ګمارل شويدي دخاصوډلوټپلونماينده ګي کوي .اصيل اکادميک افسران تقاعد ،انتظاراودي-دي-ار شوي دي . بل مثال دپارلما ن له خواديوشميروزيرانوته چه غيرمسلکي خلک دي اړيکوپربنياد رايي ورکړي پداسي حال کي چه دغووزيرانوهيڅ نه دي کړي غوره بيلګه داوبواوبرښناوزيردئ .لکه چه واېي اب درکوزه من تښنه لبان ميګردم….داکابينه په دي نه دي توانيدلې چه خپله عادي اوانکشافي بودجه ولګوي ځکه هيوادډيراباډي هيڅ رغولو ته ضرورت نلري


. دهيوادرهبرۍ څخه ترحکومت ترپارلمان پوري ټول روابط اړيکي لکه شخصي ،قومي ،ژبني ،تنظيمي ،اومافيايي موجودې دي .فساډ،د۴۰۰۰۰۰جريبوځمکوچورول ،دمخدره موادوکراوصادرول کي دتيرکال په نسبت ډفتردسروې UNله مخي تر۶۰تر۷۰فيصدوزيات شوئ . د۵۰۰۰متريک ټنوڅخه ۷۰۰۰مټريک ټنوته ورسيد چه ۱۳۰۰۰مټريک خام موادهرکال دهمسايووهيوادونوڅخه دمختلفولاروافغانستان ته راځي ځکه ذمونږهيواډ۵۷۶۰کيلومتره خلاس سرحد له همسايووسره لري چه مواداسلحي له دي خلاصوسرحدونوافغانستان ته راځي ټول علت ېي غلطه کادري پاليسې که څه هم ډدي کاردبندولولپاره هيڅ افغاني اونړيواله اراده موجوده نه دي ،چورچپاول،غصبول فساد په مدرنه توګه ښه جريان لري .تراوسه پوري دکابل بانک درسوايي په تعقيب اوس هم هرکال ۸مليارده دالر دکابل هوايي ډګرڅخه دوبۍ اونوروهيوادونوته انتقا ل کيږي چه غټه اقتصادي ضربه دې تاثيرات به يي ډېربدوي .دغه کارونه درهبرۍ چارواکي دډوي کورنۍ مافيايي ډلي اوټپلېې کوي .دغه دمنفي کادري پاليسۍ اثردئ .نوذماوړانديزډولت ته ديوولسوکالونومطالعې اوارزونې پربنياداودهيواډملي ګټوپربنياد دهيواډنجات لپاره دهيواډپخواني کادرونوته دکارزمېنه برابره کړي اوورڅخه کارواخلي .هغه تيره مياشت دمالمو په ښارکي دلمړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند په وياړغونډه شوې وه چه پکي په اروپاېي هيوادوکې ميشتوسلګونوافغانوپکي ګډون درلود.بايدپه افتخارسره دعبدالاحد مومند په وياړغونډه په کابل کي يادګيرنه شوې واي مګرپه هجرت کي يي يادګيرنه کيږي . ماهلته دلسګونوپيلوټانوسره خبري وکړې چه لسګونې کلونه يي په اردوکې کارکړئ وودخپل مسلک اوتجربوپه اړوندخبرې وکړې ټولوغوښتل چه ګران هيوادته خدمت وکړي .مګردادچارواکواودودلت مسوليت دي چه داعلان په کولواورسمي غوښتنو په وسيله افغاني نظامي ،اقتصادي ،کرنيز،انجنري اوصحي کادرونه احترامانه افغانستان ته وغواړي اودمسلک ،تخصص له مخي په کاروګماري .نوره ډي روابطومنفي کادري پاليسۍ ته دپاي ټکئ کيږدي ځکه ديوکادرلکه پيلوټ انجنرډاکتراقتصادپوه روزل ډيروخت اوغټ مصرف غواړي.اود۲۰۱۴وروسته دهېوادسيمي هېوادونوپاليسۍ په اړونډفکروکړي . ظرفيتونه شته دي خوچارواکي ورته دکارکولوچانس نه ورکوي .نوردهيوادراتلونکي ته،افغان وولس ته اودخداي تعالی په وړاندې به دغه چارواکي ،دډلومشران اودسياست لوبغاړي مسول وي . ومن الله التوفيق