کور / سپورټي / ننګرهار دپکتياکرکټ منتخبي لوبډلي ته په ۹ منډو ماتي ورکړه

ننګرهار دپکتياکرکټ منتخبي لوبډلي ته په ۹ منډو ماتي ورکړه

دننګرهار سباون ،دپکتيکا ولايت دکرکټ منتخبې لوبډلې ته په نهه منډو ماتې ورکړه .


دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دننګرهار ولايت استازى طيب اخونزاده وايي دغه شل اورېزه سيالي چې دننګرهار پوهنتون په لوبغالي کې ترسره شوه،لومړى ننګرهار سباون لوبډلې توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي شل اورونو کې داوه لوبغاړو په سوزېدو سره يوسلو نهه پنځوس منډې ترسره کړي .


نوموړى زياتوي دننګرهارسباون لوبډلې له لورې په توپ وهنه کې عبدالاکبرترټولو ډېرې دوه پنځوس او ضياالحق بيا شپږڅلويښت منډې ترسره کړي .


په ځواب کې دپکتيکا ولايت لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړې او دلوبې په وروستي اور کې دټولو لوبغاړو په سوزېدو سره يوسلو اوه څلويښت منډې ترسره کړي اوپه دې سره يې په نهه منډو له ننګرهارسباون لوبډلې څخه ماتې وخوړه .


په دغه لوبه کې عبدالاکبر چې دخپلې لوبډلې لپاره يې دوه پنځوس منډې جوړې کړې وې او دپکتيکا درې لوبغاړي يې هم سوزولې وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.