کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان په ټيسټ لوبه کي هالنډ ته ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان په ټيسټ لوبه کي هالنډ ته ماته ورکړه

د افغانستان او هالنډ ترمنځ د کرکيټ پنځه ورځنۍ يا ټيسټ لوبه د دريمي ورځي په نيمايي کي د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
هالنډي لوبغاړي اول سر د منډو جوړېدو ته ودرېدل، خو د ١٣٣ منډو تر جوړېدو وروسته يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د افغانستان له خوا دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي د هالنډ څلور_ څلور لوبغاړي وسوځل، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري يو – يو لوبغاړى وسوځاوه.
افغانستان د هالنډ په جواب کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډي جوړي کړې.
د افغانستان کپتان نوروز منګل په ډېر خراب حالت کي تر ټولو ښه بيټينګ وکړ، چي د ١٢٩ له جملې څخه يې ٦٧ منډي په يوازي سر جوړي کړې. تر منګل وروسته په دوهمه درجه کي ميرويس اشرف ١٨ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي تر لسو په کمو منډو وسوځېدل.
د لوبي په دوهم ايننينګ کي هالنډ د ٢٢٨ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، چي عزت الله دولتزي پنځه، سميع الله شينواري درې او دولت ځدراڼ دوه هالنډي لوبغاړي وسوځل.
د افغانستان په دوهم ايننينګ کي افسرخان ځاځى تر ټولو لوبغاړو وځلېدئ.
نوموړى که څه هم پر شپږم نمبر په داسي حال کي منډو ته راووتى چي لوبډله تر زيات فشار لاندي وه، خو په سنجيده لوبو او ټينګ مقاومت يې افغانستان ته برياليتوب ورپه برخه کئ. افسرخان ځاځي د يوې شپږيزي او ١٢ څلوريزو په وهلو ٨٣ منډي جوړي کړې او تر پايه ونه سوځېدئ.
تر افسرخان ځاځي وروسته د اصغرستانکزى ٤٣ منډي تر نورو لوبغاړو ډېري وې.
افغانستان د هالنډ له خوا ٢٣٣ منډي هدف په شپږاويايم اوور کي په داسي حال کي پوره کړ، چي درې ناسوځېدلي لوبغاړي يې په لاس کي درلودل.