کور / علمي / د پریزنتیشن مهارتونه

د پریزنتیشن مهارتونه

لنډیز :
نن سبا د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو ډیره اغیزناکه او ښه لار د پریزنتیشن وړاندې کول دي. پدې لیکنه کې په همدې موضوع بحث شوی چې لوی ټکي یې دادي:
موږ ولې پریزنتیشن ورکوو؟
هڅونه ډیر ارزښت لري
پیغام مو څنګه رسوئ؟
دپریزنتیشن مهم ګامونه
داغیزمن پریزنتیشن په اړه څو ټکي
د سلایډونو جوړونه
موږ ولې پریزنتیشن ورکوو؟
معمولاً د پریزنتیشن مقصد خبرول او هڅول وي
څنګه خپل اوریدونکي هڅولی شو؟
داوریدونکو د هڅونې لپاره د یوناني فیلسوف ارسطو د هڅونې درې عمده منابع یا عناصر اوس هم د تطبیق وړ دي. نوموړي ویلي دي ددې لپاره چې خپل اوریدونکي وهڅوو نو موږ باید درې عنصره په پام کې ونیسو: زموږ اعتبار چې زموږ له پوهې، تجربې، احترام، یا صلاحیت څخه منشا اخلي، زموږ منطق چې په بیلابیلو طریقو يي وړاندې کولی شو، او زموږ احساسات چې جذبات، علاقه او او احساساتي تړاو پکې ګډون لري. د نوموړو عناصرو د تقویه کولو لپاره په لاندې جدول کې بیلابیلې لارې چارې پيشنهاد شوي دي. درې واړه عناصر مهم دي او باید له پامه ونه غورځول شي.
دیوناني فیلسوف ارسطو دهڅونې منابع اوس هم د تطبیق وړ دي
لارې چارې
منابع
دیوې موضوع په اړه د پوهې څرګندونه
دخپلې تیرې تجربې سره تړاو ورکول
په ډاډمن ډول د ماخذونو یادونه
دژمنتیا بیانول
Ethos (اعتبار)
د پوهې، تجربې، احترام، یا صلاحیت پر بنسټ هڅونه
دمنطق او د دلایلو د بیلابیلو لارو چارو کارونه لکه قیاسي دلیل وینه
Logos (منطق)
دمنطقي دلایلو له مخې هڅونه
له اوریدونکو سره د مشترکې وجې موندل
دهغوې د هڅوونکو عواملو پیژندنه
دیوې کیسې بیانول په پریزنتیشن کې
د همزړه توب (Empathy) ، مثبتو هیلو، او شوق څرګندونه
Pathos (احساسات)
د جذباتو، علاقې او او احساساتي تړاو پر بنسټ هڅونه

پیغام مو څنګه رسوئ؟
ددې لپاره چې اوریدونکي وهڅوو باید لومړی هغوې ښه وپيژنو. د دماغ دښي او کیڼ لوري ترمنځ یی باید احساساتي تړاو رامنځته کړو. په لاندې تصویر کې ددماغ دښي او کیڼ لوري دندې ښودل شوي دي او داچې څنګه سره نښلول کیدای شي.
پیغام مو څنګه رسوئ؟
لاندې جدول د اوریدونکو بیلابیل ډولونه، دهغوې ځانګړتیاوې او دا ښيي چې نوموړي څنګه هڅولی شو:
داوریدونکو ډولونه
داوریدونکو ځانګړتیاوې
توصیه شوې لارې چارې
Dominators
(CEO)
تسلط غوښتونکی
باوري
پریکړه کوونکی
سپینې خبرې کوونکی
بې حوصلې
خپل وخت ته ډیر ارزښت ورکړئ
منظم او څرګند اوسئ
ارقام په هوش سره وړاندې کړئ
بدیلونه وړاندې کړئ
Influencer
(Sales)
اغیز ښندونکی
اجتماعي
هڅوونکی
ژر عمل کوونکی (Impulsive)
تشریحاتو هیروونکی
اجتماعي اوسئ
جالب اوسئ
تشریحات کم کړئ
په شوق پریزنتیشن ورکړئ
Steady
(Middle Managers)
ثابت
صادق
مقصد لرونکی
له خطر ډډه کوونکی
کم جراته
شوق او علاقه څرګنده کړئ
رښتینې اوسئ
اعتماد جوړ کړئ
تهدید مه کوئ
Conscientious
(Engineer)
دنده پيژندونکی
تشریح خوښوونکی
میتود خوښونکي
محطاط
نقدکوونکی
تشریحات وړاندې کړئ
دقیق اوسئ
منطقي اوسئ
مه يي حیرانوئ

دپریزنتیشن مرحلې :
لاندي مرحلې په وصفي ډول په پریزنتیشن کې په نظر کې نیول کیږي:
چمتوکول او پلان جوړونه
د محتویاتو او جوړښت تعینول
تکرار او تمرینول
د پریزنتیشن وړاندې کول
چمتوکول او پلان جوړونه
په پلان جوړونه کې باید لاندې سوالونو ته ځواب وویل شي:
د پریزنتیشن مقصد څه شی دی؟
د پریزنتیشن عنوان څه دی؟
له چاسره به خبرې کوم؟
هغه عمده ټکي کوم دي چې زه به يي وړاندې کوم؟
زه له اوریدونکو څه غواړم چې تر پریزنتیشن وروسته يي وکړي؟
د محتویاتو او جوړښت تعینول
پریزنتیشن معمولاً درې برخې لري:
پيژندنه (پيل)
ښه راغلاست
معرفت
هدفونه/ مقصدونه
د لنډیز اعلانول
بدنه (منځنۍ برخه)
محتویات
مقدار
د نظریو تسلسل
د اوریدونکو د پام د جلب ساتنه
Signposting او دا ذکر کول چې چيرته یاست
د معلوماتو لست کول
د مفکورو نښلول / له یوې موضوع بلې ته انتقال
نتیجه (پای)
دهغه څه لنډیز چې تاسو یی وړاندې کول غوښتل
لنډه نتیجه
له اوریدونکو مننه کول
پوښتنو او تبصرو ته رابلنه
تکرار او تمرین کول
پریزنتیشن باید په سمه توګه تمرین شي او مناسبه اندازه وخت باید ورته ورکړل شي. څومره وخت چې د پریزنتیشن جوړولو ته ورکوئ په همغه اندازه وخت یی تمرینولو ته ورکړئ:
خپل پریزنتیشن تمرین کړئ او ښه پرې ځان پوه کړئ
خپل اوریدونکي وپيژنئ
ښايي اوریدونکي په انفرادي ډول د تلیفون له لارې او یا داچې تر پریزنتیشن مخکې وپيژنئ
دهغو پوښتنو او اعتراضونو وړاندوینه وکړئ چې ښايي منځته راشي
په فزیکي او رواني ډول ځان چمتو کړئ

داغیزناک پریزنتیشن په اړه څو ټکي
له سلایدونو یی مه لولئ
اوریدونکو ته مخامخ شئ او سترګې ورسره وجنګوئ
په جیبونو کې مو پیسې يا کلي ګانې مه شرنګوئ
خپل اواز په اغیزمن ډول وکاروئ
خپل تمرکز په خپل پيغام او اوریدونکو وساتئ
راځئ چې د سلایډونو په جوړولو وغږیږو
رنګونه
درنګونو په انتخاب کې دقت وکړئ
ډیر تیز او روښانه رنګونه مه کاروئ
ګټور شکلونه
تل شکلونه موازي کړئ
Clip arts
بدشکله کلیپ ارتونه مه کاروئ
پرځای يي جالب انځورونه وکاروئ
جدولونه
جدولونه په پاورپوینټ کې پخپله جوړ کړئ
دسلایډ د حدودو احترام وکړئ
سلايډ مه ګڼوئ
په لنډه توګه
پریزنتیشن ښه پلان کړئ
ښه يي تمرین کړئ
خپل اوریدونکي ښه وپيژنئ
اغیزناک سلایډونه جوړ کړئ
او نور…..