کور / علمي / ګلوبلایزېشن یا «نړیوالتوب»

ګلوبلایزېشن یا «نړیوالتوب»

ګلوبلایزېشن د انګلیسي له «ګلوبل» (نړیوال) څخه اخیستلشوى دی. د دې لغت معادل په پښتو کې «نړیوالتوب» غوره شویدی. په انګلیسي کې انټرنېشنل هم د نړیوال معنا ورکوي، ولې ګلوبلایزېشن یا نړيوالتوب، چې کله کارول کېږي، بیا پر نړیوال سربېره یوشمېر مفاهیم له ځانه سره لېږدوي، چې په دې لیکنه کې پرې بحث کېږي.


د نړیوالتوب اصطلاح د لومړي ځل لپاره په(١٩٣٠م) کال کې وکارولشوه، ولې د شلمې پېړۍ له اوویایمو کلونو وروسته یې استعمال زیات شو. د نړیوالتوب دتعریف په پام کې نیولو سره ویلی شو، چې د نړیوالتوب بهیر هغه مهال پیل شوی، چې کلهانسان له خپل کور و کلي ووت او دنړۍ نورو برخو ته یې سفرونه وکړل. دغه ډول سفرونه د یو شمېر نورو پېښو لامل کېږي. یعنېکله چې انسانان سفرونه کوي، له ځانه سره یو شمېر افکار نورو ته لېږدوي او له نوروڅخه یې خپل کور و کلي ته راوړي.


هغه مهال چې انسان پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لاره،سوداګریز سفرونه یې پر اوښانو ترسره کول، چې دغه سوداګریز سفرونه په خپله کولای شود نړیوالتوب پیلامه وګڼو. وروسته چې کله انسان وتوانېد ګړندي ټرانسپورتي وسایل،لکه موټر، الوتکه، بېړۍ، رېل ګاډی او … منځ ته راوړي، د نړیوالتوب بهیر یې لاګړندی کړ. پر ټرانسپورتي وسایلو سربېره، نورو ارتباطي وسایلو هم لکه، راډیو،تلویزیون، موبایل او دا دی اوس انټرنیټ منځ ته راغلل، چې د دوی منځ ته راتګ دنړیوالتوب پروسه کې انقلاب ګڼلی شو.


کله چې انسان په مخابراتو او ټرانسپورت کې دومره پرمختګوکړ، څرګنده ده، چې سوداګري په کې زیاتېږي او له دغو وسایلو په استفاده انسانانکولای شي تر ډېرو لرو پرتو سیمو پورې په کلتوري لحاظ له ډېرو لرو وګړو سره سوداګريولري. د دغو سوداګریزو سفرونو سره چې کله د مختلفو کلتورونو اړوند انسانان د یو بلهېواد ته ځي، دی له هغو متاثرېږي او هغوی له ده اغېزمنېږي. نه یوازې سفرونه، اوس دډله ییز ارتباط وسایل، لکه تلویزیون یا انټرنیټ په زرګونه کیلومتره لرې خلک پهکلتوري لحاظ له یو بله متاثروي. د بېلګې په ډول، نن زموږ د ټولنې د پام وړ وګړي دامریکا سي.ان.ان تلویزیون، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز اخبارونه او نیوزویک اوټایمز مجلې ګوري او لولي، چې په نتیجه کې له هغو متاثرېږي.


د یادو پرمختګونو په نتیجه کې نن دنیا یو «ګلوبل» یا نړیوالکلی ګڼل کېږي. ځکه د دې نړیوال کلي په یوې لرې برخه کې که یوه پېښه کېږي، په بلهبرخه کې ترې په څو شېبو کې نور خبرېږي او کېدای شي متاثر هم شي.مثلاً، د سپتمبر د یوولسمې پېښې، چې په ټوله سیمه بلکې نړۍ یې اغېز وکړ. دغه وړپېښه پخوا شونې نه وه؛ که پېښه شوې هم وای، شاید پس له ډېره وخته ترې خبر شوي وواو ممکن نه و چې زرګونه کيلو متره لرې یې موږ اغېزمن کړي وو.


د نړیوالتوب تعریفونه


د نړیوالتوب اصطلاح هم د ټولنیزو علومو د ګڼو نورواصطلاحاتو په څېر یو ټولمنلی تعریف نه لري. مختلف پوهان ورته د خپل فکر او ګروهېسره سم مختلف تعریفونه کوي. نړیوالتوب تر ډېره یوه لانجمنه مسئله ده، چې څوک یې ګټوراو څوک مضر ګڼي.


یو شمېر پوهان یې نوی استعمار ګڼي، چې پرمختللي یا داستعماري پير دولتونه غواړي له دې لار یو ځل بیا دغه هېوادونه تر خپل اغېز لاندېراولي. ځینې یې د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل او د آزاد بازاردودول بولي. نامتو مسلمان عالم، علامه قرضاوي نړیوالتوب داسې تعریفوي:« نن ورځنړیوالتوب په ډاګیزه ډول د لوېدیځ جوړولو په معنا ده یا په بله معنا د دنیاامریکایي کول دي. همدا ښکلې اصطلاح «نړیوالتوب» يې د استعمار کولو لپاره په کار اچولې ده؛ داسې اصطلاح چېپخوانۍ طریقه هېروي او د دې تر سیوري لاندې پر نړیوالو خپله ولکه ټینګوي».


د نړيوالتوب لپاره تر یوه بریده ټولمنلی تعریف داسې شوی:« دا[نړیوالتوب] یوه دوامداره پروسه ده، چې سیمه ییز اقتصادونه، ټولنې، کلتورونه،نړیوال بعدونه پیدا کوي، یو له بل سره مدغمېږي، د نړیوال پوهاوي، اړیکو، ټکنالوژۍاو علم د پرمختګ له امله ملي اقتصادونه په نړیوال اقتصاد کې مدغمېږي».


د ټکنالوژۍ پرمختګ، د نړیوالتوب عمده محرک


ټکنالوژۍ په تېرو پنځوسو کلونو کې د پخوا په پرتله بېحده وده کړې ده، چې له دې بې ساري پرمختګه په استفادې د انسانانو تګ راتګ اوسفرونه خورا زیات شوي؛ په پایله کې د نړیوالتوب بهیر د پام وړ ګړندیتوب موندلی دی.د تاریخ نوي فیصده (۹۰٪) ټکنالوژیکي پرمختګ او کشفیات و اختراعات له ۱۸۰۰م کالراهیسې ترسره شوي دي. دغه بې سارې پرمختګونه د راشه درشې عمده لاملونه دي. نن ورځهره شېبه ۵۰میلیونه وګړي په الوتکو کې د سفر په حال کې دي. دا لا معلومه نه ده، چېد رېل ګاډي، بېړیو او موټرو له لارې به څومره انسانان د سفر په حال کې وي؟ دغوراشه درشو ځان سره د ایډیالوژیو، افکارو او کلتورونو د لېږد بهیر چټک کړی دی.


په ۱۹۸۵م کال کې د امریکا له متحده ایالتونو څخه بهرنیوهېوادونو ته ۴۲۵میلیونه تیلیفونونه شوي دي. دغه شمېره په ۲۰۰۹م کال کې ۶بلیونو تهلوړه شوه. له دې سره-سره څومره نوي ارتباطي وسایل منځ ته راغلي، لکه، ګړندۍ الوتکې، رېل ګاډي، ګرځنده تیلیفونونه، راډیو، تلویزیون،انټرنیټ او په انټرنیټ کې ټولنیزې شبکې (فیسبوک، ټویټر…) او … دا ټول هغهوسایل دي، چې د دوی د منځ ته راتګ له امله اوس که د نړۍ حتی په لرې سیمه کې کومهپېښه کېږي، د نړۍ نورې سیمې ترې متاثرېږي. د دې خبرې ښه بېلګه د ۲۰۱۱م کال لهلومړیو راهیسې په عربي نړۍ کې روان پاڅونونه دي، چې د دغو سیمو د دېرشو، څلوېښتوکلونو واکمن د فیسبوک له لارې له منځه ولاړل. دغه پاڅونونه د فیسبوک د اوښتونونوپه نامه مشهور شول. همدا راز په ۲۰۰۹م کال، کله چې په ایران کې لانجمنې ټاکنېترسره شوې او خلکو په لاریونونو لاس پورې کړ، واکمن رژیم پر انټرنیټ او کله پرفیسبوک بندیزونه ولګول. د دغو نا آشنا پرمختګونو په نتیجه کې اوس د هېوادونو ترمنځپولې له منځه تللي، ځکه نو ځینې اوس نړۍ «ګلوبل ویلیج» یا نړیوال کلی بولي.


د نړیوالتوب مختلف اړخونه


د یادو پرمختګونو په نتیجه کې په نړۍ کې یو لړ بدلونونهتر سترګو کېږي. په دغو بدلونونو کې تر نورو څرګند هغه يېاقتصادي، سیاسي او کلتوري اړخونه دي، چې هر یو به په لنډ ډول وڅېړو:


د اقتصاد نړیوالتوب


د اقتصاد نړیوالتوب کې مهمه مسئله د سوداګرۍ ده. د ارتباطي وسایلو د زیاتېدا په صورت کې د ټکنالوژۍله اړخه سوداګرۍ ته ډېره مناسبه زمینه برابره شوې ده؛ ولې اوس د اقتصاد دنړیوالتوب د لارې خنډ د دولتونو له خوا مالیات دي. د نړیوالتوب پلوي مفکرینپه دې باور دي، چې باید دولتونه د نړیوالې سوداګرۍ پر مخ د خپلو هېوادونو پولېپرانیستي پرېږدي، څو نړیوال تولیدات وکولای شي په ټيټه بیه زموږ تر کورونو ورسېږي.


مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونه دې کار ته زړه نه ښهکوي. ځکه که دوی پر نړیوالو تولیداتو مالیات کم یا بیخي لرې کړي، بیا نو د دوی خپلتولیدات له ماتې سره مخ کېږي. د بېلګې په ډول، که افغانستان ته امریکايي تولیداتپه ارزانه بیه راشي او په همدې بیه افغاني تولیدات هم وي، څرګنده ده چې خلک به دامریکايي تولیداتو د رانیولو هڅه کوي، نه د افغاني. په نتیجه کې به افغاني شرکت پهطبیعي ډول له کار او فعالیته ولوېږي او افغانستان به په یو مصرفي هېواد بدل شي(لکه اوس چې دی). همدا لامل دی، چې د سویلي آسیا د همکارۍ ټولنه دهند او پاکستان د رقابتونو له امله پر دې نه ده توانېدلې، چې د غړو هېوادونو ترمنځد آزاد بازار تړون لاسلیک کړي. پاکستان د دې تړون مخالف دی. ځکه پاکستانیان پوهېږيچې که هندي مالونه د دوی هېواد ته له مالیې پرته داخل شي، بیا به د دوی خپلتولیدات (چې طبعاً له هندي هغه به یې کیفیت ټیټ وي) پېرېدونکي نه لري.


د اقتصادي نړیوالتوب په هکله نړیوال ګڼ ملتیز شرکتونه هممهم رول لري. نړیوال ګڼ ملتیز شرکتونه په ټولیز ډول غربي شرکتونه دي، چې له آزاد بازاره په استفادېکولای شي د درېیمې نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې له ارزانې ځمکې، ارزانه اومه موادو او همدارنګه ارزانه کارګر نه په استفادې خپل تولید منځته راوړي او د همدې هېوادونو پر وګړو یې په لوړه بیه وپلوري. دلته یوازې د ګټېخبره مطرح نه ده. دغه ګڼ ملتیز شرکتونه د هېوادونو پر سیاستونو په ډېرې آسانۍ سرهاغېز شیندي. دوی خپلې پانګې د ویستو(يعنې دولتونه ګواښي چې که د دوى ځانګړې غوښتنې و نه مني، نو دوى به خپلې پانګېوباسي، چې د پانګې ويستل د دولت پر اقتصاد ډېرې بدې اغېزې لري) او نورو ګواښونو په واسطه کولای شي د درېیمې نړۍحکومتونه ځان ته اېل کړي.


په اقتصادي نړیوالتوب کې د نړیوالو موسسو څرګند رول دی.د بېلګې په ډول، نړیوال بانک، د سوداګرۍ نړیواله موسسه او د پیسو نړیوال صندوق.دغه درې واړه موسسې وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو ته پورونه ورکوي، چې د سودځانګړې فیصدي په کې وي. د دغو موسسو اداره د اروپايي او غربي هېوادونو په لاس کېده. دوی چې کله پورونه ورکوي، پر دغو هېوادونو خپل شرایط هم مني. معمولاًً دویداسې شرایط تپي چې د هغو په نتیجه کې د پور اخیستونکو هېوادونو لاسونه او پښې تړلکېږي؛ بیا دوی کولای شي په آسانۍ سره پر دغو هېوادونو خپلې غوښتنې ومني.


د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې داستعماري پیر له پای ته رسېدو سره، نویو آزادو شوو هېوادونو سیاسي خپلواکۍ ترلاسهکړې، ولې په اقتصادي اړخ کې یې بیا هم لاسونه پخوانیو استعماري هېوادونو ته غزېدليپاتې شول. استعماري هېوادونو د دوی د بیا اېل کولو لپاره دوه کاره وکړل: لومړی یېد نویو آزادو شوو هېوادونو واګې څو بې کفایته او خپلو لاسپوڅو کورنیو ته پرې ښودېاو له بلې خوا یې د دغو سوداګریزو موسسو پر مټ دوی ته د پورونو   په ډول بې خرته پیسې خوشې کړې. په دغوهېوادونو کې تر دې دمه داسې رهبري منځ ته نه ده راغلې چې له دغو پورونو د خپلو هېوادونولپاره کار واخلي، د فساد لوړه کچه د دې لامل شوه، چې لا هم د استعماري هېوادونو پهګروت کې پاتې شي.


د درېیمې نړۍ یا اسلامي نړۍ هېوادونو ته د ژغورنې ښه لارهمدا ده، چې په خپلو منځنو کې (سویل-سویل) اقتصادي همکارۍ وکړي. ځکه دوی په لږتوپیر سره کولای شي یو له بله د پام وړ اقتصادي ګټې ترلاسه کړي. دوی کولای شي داروپايي اتحادیې په څېر په خپلو منځنو کې دغه وړ د اقتصادي همکاریو ټولنې جوړېکړي؛ ولې دلته بیا د رهبرۍ د بحران خنډ دی، چې د دې لرې کول څه آسانه کار نه دی.


د سیاست نړیوالتوب


د سیاست د نړیوالتوب پیل له نړیوالو کانفرانسونو شوىدى. د نولسمې پېړۍ پهوروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې څو اړخیز نړیوال کانفرانسونه په ویانا کېترسره شول. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸م) وروسته چې کله نړۍ سولې ته تر هر بلوخت ډېره اړتيا لرله، نړیوالو د نړۍ د سولې او امنیت د ساتلو په موخهد ملتونو ټولنه تاسیس کړه. د دې ټولنې هدف د جګړې مخنیوی و، د سولې ټینګښت او دجګړې مخنیوی د نړۍ د هر هېواد هیله وه. د ټول بشریت د ژغورنې لپاره د دې ټولنېجوړښت د سیاست دنړیوالتوب پیلامه بلل کېدای شي.


د ملتونو ټولنه د سولې په ټینګښت کې پاتې راغله، ځکهدویمه نړیواله جګړه ونښته. له دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۳۹-۱۹۴۵م) وروسته د نړۍځواکمن هېوادونه یا د جګړې ګټونکي را ټول شول او د (۱۹۴۵م) کالپه اکتوبر کې یې دملګرو ملتونو د موسسې بنسټ کېښود. د ملګرو ملتونو پر عمومي اسمبلۍ سربېره، د عدالتنړیواله محکمه، د امنیت شورا، دارالانشا او ګڼ شمېر نور بنسټونه لري. د امنیت شوراله پينځلس غړو جوړه ده، چې پينځه یې (امريکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیه) دایمي غړي او پاتېلس یې د دوه کالو لپاره ټاکل کېږي. که د امنیت شورا هره پرېکړه وکړه، هغه پر نړۍعملي کېږي. حتی که کوم هېواد چې د ملي حاکمیت لرونکی دی، مخالفت هم وکړي، کوم ځاینه نیسي. افغانستان ته د ناټو ځواکونو راتګ چې اصلاً د امریکا د ګټو غوښتنه وه، دامنیت شورا د پرېکړې په نتیجه کې تر سره شو. دا چې د امنیت شورا د پرېکړې پروړاندې د دولتونو ملي حاکمیت کوم ارزښت نه لري؛ نړیوالتوب دی. یاده دې وي، چې د امنیت شورا په پرېکړوکې دایمي غړي د ویټو (ممانعت) حق لري؛ په دې معنا، چې که څوارلس غړي یو خواته وي او یو دایمي غړی یې ممانعت وکړي، پرېکړه نه شي صادرېدای. د سوریې د رژيم لهلورې د ولس پر ضد د پیل شوې غمیزې په هکله د امنیت شورا پرېکړه د چین او روسیې لهخوا ویټو شوه.


د سیاست د نړیوالتوب په برخه کې، د اقلیم تودوخه، داټومي وسلو نه خپراوی، ناروغۍ، د بشر حقوق او … د پام وړ رول لوبوي. یا هغهمسایل چې بشریت د هغو پر وړاندې متحددریځ خپلوي. دناروغیو پر ضد مبارزه، د اقلیم تودوخه، ناروغۍ، د بشر حقوق او … هغه ښکلي شعارونهدي، چې دنړۍ پرمختللي یا لوېدیز هېوادونه له دو په استفاده خپل ځانګړي اهداف پليکوي. د اقلیم تودوخه کې تر ټولو ډېر رول، د همدغو پرمختللو هېوادونو دی، ولې دوی ددې ستونزې د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی، ځکه د دوی ګټې زیانمېږي. یا دبشر حقوق، لوېدیز رسنۍ ځینې هېوادونه، لکه ایران، چین، سوډان، شمالي کوریا او داسېنور… د بشري حقوقو پر سرغړونې تورنوي؛ ولې کله هم اسراییل د فلسطینیانو پر وژنونه ګرموي، امریکا پر افغانستان او عراق کې د ملکي خلکو پر وژنو د بشري حقوقو د یوسرغړونکي په توګه نه ګڼي. یا د منځني ختیځ هغه شاهي دولتونه چې د دوی ګټې په پامکې نیسي، کله هم دې ته نه مجبوروي چې د ولس رایې ته درناوی ولري.


اوسنی نړیوال سیاست د سیکولریزم تر بشپړې اغېزې لاندېدی، ځکه په ټوله نړۍ کې د ادیانو اخلاقي لارښوونې د حکومتونو د ځانګړو اهدافو دلارې خنډ نه شي کېدای. د بشر حقوق، سوله، امنیت، د اټومي وسلو نه خپراوی او …داټول تر هغې ښه وي، چې د زبرځواکو دولتونو ګټې خوندي وساتي. که د دوی ګټې په جګړهکې وي، باید جګړه وي او که سوله کې وي بیا سوله ښه ده!


دغه پرمختللي هېوادونه د ملګرو ملتونو د ادارو پرېکړو تهځکه د درناوي تظاهر کوي، چې دا ټول د دوی تر اغېز لاندې دي. د دغو موسسو ټولېپرېکړې د دوی په واسطه عملي کېږي، بنا پر دې سیاسي نړیوالتوب په بشپړ ډول دپرمختللو هېوادونو په ګټه دى، نه د درېیمې نړۍ بې وزلو ولسونو په ګټه!


د کلتور نړیوالتوب


د اسلامي نړۍ نامتو عالم او مفکر، علامه قرضاوي،نړیوالتوب له توپان سره ورته بولي، چې نه شو کولای د خپلو کورونو د ورونو په پورېکولو سره ځانونه ترې خوندي وساتلای شو. دنړیوالتوب بهیر هر اړخیز دی. دومره هراړخیز او پراخ چې د انسان ژوند پورې ټولې تړلې چارې یې په ځان کې رانغښتي دي.


نړیوالتوب، هم ګټې لري او همزیانونه؛ مسلمان مفکرین په ټوله کې د نړیوالتوب له مسئلې سره مخالف دي. سیاسي او اقتصادي اړخونه یې مخکې تېر شول. په کلتوري لحاظ اسلامينړۍ او مسلمانان تر ګواښ لاندې دي. د نړیوالتوب له کبله نن په موږ کې لوېدیزرواجونه دود شوي دي، لکه، له خوړو سره د ګاز لرونکو مشروباتو څښل، د الکوليمشروباتو عامېدل، انګلیسي ژبې ته ارزښت ورکول، تر دې چې خپلې ژبې مو هېرې کړې،امریکایانو ته ورته د دوی جامې
 په شوق اغوستل، د دوی تولید شوي خواړه،برګر، مکډونالډ، پيزا او… خوړل چې زموږ په ټولنه کې پخوا دود نه وو. غربي رسنۍتعقیبول، لکه سي.ان.ان تلویزیون کتل، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز، نیوزویک مجله،ټایم مجله، وال سټریټ ژورنال، اکانومیسټ…. لوستل؛ په هره برخه کې د لوېدیزلیکوال کتاب او مقالې ته ارزښت ورکول، د اکسفورډ او کامبرج پوهنتونونو له خوا چاپشوي کتابونه په لوړه بیه پېرېدل، امریکایي فلمونه او سایټونه کتل او بې شمېره نورېبېلګې هم شته، چې د ټولو لیکل دلته شونې نه دي.


د نړۍ د ټکنالوژۍ (۹۰٪) پنځونې له (۱۸۰۰م) کال راهیسې ترسره شوي دي. دغې ټکنالوژیکي برلاسي د نړیوالتوب بهیر خورا ګړندی کړ. نن که یوختیځوال یا د درېیمې نړۍ د یو هېواد اړوند څوک امریکايي جامه خوښوي؛ دا د دې لپارهچې دغه وړ جامه يې د تلویزیون پر مخ په ځلونو لیدلي دي او یا یې د الوتکو پر مټ لوېدیز هېوادونو ته سفرونه کړي، چې په طبیعيډول له هغو متاثر شوی دی. سره له دې چې الکولي څښاک د اسلام د مبارک دین له لوري منع شوي، خو وینو چېپه اسلامي هېوادونو کې په پراخه پیمانه دود دي. دا هم د رسنیو او سفرونو له امله داسېشوي دي. مسلمان ځوان چې کله امریکایي فلمونه ګوري، چې په فلم کې د ده اتل سګرټ یاشراب څښي په بیا بیا کتو دی هم عادی کېږي. نن زموږ حتی په ډېرو وروسته پاتې کلو اوبانډو کې ګورو چې د هندي او امریکایي فلمونو د اتلانو انځورونه په ډېره مینه ځړولشوي دي.


زموږ په ټولنه کې داسې ډېر دود دی، چې زموږ روڼ اندي بهضرور د خبرو په جریان کې پر سي.ان.ان، واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمز او … حوالهورکړي، څو یې خبره ځانګړی وزن پیدا کړي. که څوک کتاب لیکي هڅه به یې دا وي، چې پهانګلیسي يې ولیکلای شي، څو په اکسفورډ پوهنتون یې خپور کړي، چې ارزښت یې لا زیاتشي! زموږ په هېوادونو کې ادیب، لیکوال، مفکر او … هغه ښه برېښي، چې کره وړه یېله لوېدیز دود او دستوره اغېزمن شوي وي. په دې باب افغان لیکوال او سیاستوال،ډاکتر فاروق اعظم د «زموږ روشنفکران» تر سرلیک لاندې یې په زړه پورې لیکنه کړې ده،چې د هغې لیکنې په ترڅ کې يې د روڼ اندو په واسطه په کورونو کې د سپي ساتنې دود پهکې ښه شاربلی دی.


زموږ د ټولنې لوړه طبقه د مکډونالډ، برګر، پيزا او …خوړو سره به اشنا وي او د دوی د ژوند عادي برخه به وي. د ژوند پهډېرو عادي او کوچنیو چارو کې که ورته ښه ځير شو، د نړیوالتوب د څپو اغېزې په کې لهورایه لیدلای شو. ژبه د کلتور یوه ډېره مهمه برخه ده. دا ژبه ده، چې د تاریخ پهپاڼو کې د ملتونو د تېرو کړو وړو ټولګه خوندي ساتي. د نړیوالتوب بهیر په عمومي ډولد ختیځوالو او په ځانګړې ډول د درېيمې نړۍ د ملتونو ژبو ته ګواښ ګڼل کېږي.


ژبه او نړیوالتوب


د نړیوالتوب د بهیر په پایله کې د پرمختللې نړۍ ژبې دوروسته پاتې یا مخ پر ودي هېوادونو کې خپرېږي، چې په نتیجه کې د دغو وروسته پاتېملتونو ژبې د مړینې له ګواښ سره مخ کېږي. د لوېدیځ د ټکنالوژۍ، رسنیو او سوداګریزوفعالیتونو له امله نن انګلیسي ژبه د هر چا کور ته ننوتې ده. دا طبیعي عمل دی. کلهچې یو هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او خپله ټکنالوژي نورو ته واستوي،هغوی مجبوره دي، چې د تولید کوونکي هېواد ژبه زړه کړي. یا یو پرمختللي هېواد ته دمزدورۍ لپاره څوک ځي، له هر څه مخکې بایدد هغوی ژبه زده کړي. سر بېره پر دې دلوېدیځ ډله ییزې رسنۍ په دومره لوړه کچه خپرېږي، چې زموږ په هېوادونو کې لهانټرنیټ پرته په چاپي ډول موږ ته رسېږي.


نن ورځ انګلیسي نړیواله ژبه ده. انګلیسي د نړۍ د نفوس د۵٪ وګړو ژبه ده، چې په یو ډول یا بل ډول د ۹۶٪ په واسطه پرې خبرې کېږي.


·        د نړۍ ۳۵٪ برېښنالیکونه او فکسونه په انګلیسي دي؛


·        د نړۍ ۴۰٪ راډیويي پروګرامونه په انګلیسي ژبه دي؛


·        د نړۍ ۵۰٪ د انټرنیټ چارې په انګلیسي ژبه دي.


زموږ په هېواد کې نن انګلیسي ژبېتقریباً د علم ځای نیولی دی. که چا په کومه بله څانګه کې لوړې زده کړې کړې وي، خو چې په انګلیسي پوه نه شي، نه پر دندې په آسانهلګېدای شي او نه د لوستي انسان سلوک ورسره کېږي. هر څوک په دې هڅه کې دی، چې دخپلې مورنۍ ژبې پر ځای په انګلیسي لوړې څه چې لومړنۍ زده کړې هم وکړي. د انګلیسيژبې زده کړه کې کومه ستونزه نه شته په دې شرط چې خپله ژبه پرې و نه بایلو. دلته ستونزه دا ده، چې که چا په بهرنیو هېوادونو کې پرانګلیسي زده کړه وکړه، بیا نو له خپلې ژبې سره مخه ښه کوي.


د نړیوالتوب ننګونې


د کلتور یو کېدل یا له منځه تګ


نړیوالتوب په څرګند ډول د رسنیوله لارې د درېیمې نړۍ د هېوادونو کلتورونه له منځه وړي. د امریکا د ټایم اوونیزه۳.۲میلیونه ګڼې خپرېږي. نیوزویک ۴میلیونه ګڼې خپرېږي. سر بېره پر دې زموږ ولسونه دمعلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر ډېره بریده پر بي.بي.سي، امریکا غږ، جرمني غږ،فرانس پریس، رویټرز، ازادي راډیو او … باندې متکي دي. دا رسنۍ دي چې ولسونو ته دپېښو په باب په خپله خوښه معلومات ورکوي او د وګړو افکارو تهلورى ورکوي.


سربېره پر دې، د غربي فلمونو دکتلو له امله نن ډېری برخه ځوانان په دې هڅه کې دي، چې د همغو فلمونو د اتلانو پهڅېر ځانونه جوړ کړي. زموږ په ښارونو کې پر دېوالونو د غربي او هندي فلمي ستوروانځورونه ځړېدلي وي. په اخلاقي لحاظ یې زموږ ټولنه له لوی کړکېچ سره مخ کړې ده.شراب څښل، نا محرمو نجنو سره نامشروع تیلیفوني اړیکې، غربي ډوله تظاهر، غربي کړه وړه کول او پرې ویاړ او .. دا ټول هغهڅه دي، چې د رسنیو په تېره د فلمونو له لارې زموږ په ټولنه کې خپاره شوي دي.


زده کړه


نن په نړیواله کچه سیکولر ښوونیزنظام چلېږي. دغه وړ تعلیمي نظام به په راتلونکي کې اسلامي نړۍ ته بلا ډېرې ستونزېوپنځوي. ځکه همدا ښوونیز نظامونه د زده کوونکي فکري لوری ټاکي. هر څوک اوس په دېهڅه کې دی، چې د طبیعي علومو سربېره په ټولنیزو علومو کې هم له غربي هېوادونو دفراغت سندونه ولري. د اجتماعي علومو په برخه کې په غربي هېوادونو کې لوړې زده کړې،هغه هم په هغه صورت کې چې زده کوونکی د خپل هېواد له تاریخ و کلتور او په فکريلحاظ اسلامي مطالعه و نه لري؛ په زیاته کچه ډېر ژر خپل هویت له لاسه ورکوي. د دېستونزې مخنیوی په هغه صورت کې شونی دی، چې له تګه مخکې محصل د خپل دین او کلتور پهباب د پام وړ مطالعه کړې وي.


سیاسي او اقتصادي ستونزې


په سیاسي لحاظ به اسلامي نړۍ دنړیوالتوب د بهیر د لا پرمختګ په صورت کې، تر ابده غربي هېوادونو ته لاس په نامهوي. نړیوالتوب په سیاسي برخه کې د یوه نړیوال دولت په لور په حرکت کې دی، چې د دغهنړیوال آیډیال دولت واګې به د لوېدیز هېوادونو په واک کې وي. د دې دولت ښه سریزه داوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ده، چې د پرېکړو په لار کې یې حتی د هېوادونوملي حاکمیت هم خنډ نه شي کېدای. ملي حاکمیت د معاصر دولت یوه اساسي، نه بېلېدونکېاو نه تجزیه کېدونکې برخه ده، چې د امنیت شورا په نامه د پينځو دایمي غړو هېوادونو د پرېکړې پر وړاندې بیا خپلارزښت له لاسه ورکوي.


په اقتصادي برخه کې به د درېیمېنړۍ هېوادونه تل لوېدیزوالو ته د مرستو لپاره لاس اوږد وي. موږ به تل د دوی پوروړيیو او د پورونو د لګولو لارې به هم له دوی زده کوو؛ نه دا چې د خپلو هېوادونواړتیاوې په پام کې ونیسو او د اړتيا وړ پروژې پيلکړو. دغه وخت وي، چې د دولتونو اوولسونو ترمنځ د مخالفت خلیج پراخېږي. د سوداګرۍ په برخه کې به موږ په بشپړو مصرفيهېوادونو بدل شوي وو. د دوی پر صادراتو به هېڅ ډول مالیه نه شو لګولی او موږ ته بهدومره چانس هم نه راکول کېږي، چې خپل تولیدات لږ تر لږه پر خپلو خلکو وپلورو.


د نړیوالتوب ګټې


د نړیوالتوب له امله د ارتباطاتوپه برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. اوس دا آسانه خبره ده، چې د موبایل اوانټرنیټ له لارې د نړۍ په بل سر کې له چا سره په ساعتونو خبرې وکړو. د ټرانسپورتپه برخه کې ګړندي موټر، رېل ګاډي او الوتکې منځ ته راغلې، چې اوږده واټنونه یې خورا لنډ کړيدي. د رسنیو د پرمختګ له امله کولای شو، په څو شېبو کې د پېښې سیمه په ژوندۍ بڼهوګورو او د لرې دنیا له حالاتو خبر شو.


د سوداګرۍ ګړندیتوب


له نړیوالتوب سره سوداګرۍ د پاموړ پرمختګ کړی دی. نن د ارتباطي وسایلو د پرمختګ له امله انسانان کولای شي، لرېهېوادونو ته سره سوداګري وکړي.


ډاکتر محمد ابراهیم شینواری د«سبا به ناوخته وي؛ د افغانستان د ثبات او پرمختګ څو مسئلې» کتاب کې د سوداګرۍ دودې په هکله حیرانونکې شمېرې وړاندې کړي دي. ښاغلی شینواری لیکي:« نړیوالتوب دخارجي تولیداتو جریان چټکوي. د نړیوال تجارت له لارې په وروستیو ۴۰کلونو کې د اشیاووتولید ۱۰۰ چنده زیات شوی دی. او له ۹۰میلیونه تر ۱۲ترېلیونه پورې رسېدلی دی. د۲۱مې پېړۍ په پیل کې د ۱۰۵ترېلیونه په ارزښت تجارت په بهرنۍ کرنسۍ شوی دی».


د دندو فرصتونه


اوس د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کېد ګڼ ملتیزو شرکتونو څانګې پرانیستل شوي دي، چې دې کار سره د کوربه هېواد وګړو تهبې شمېره دندې پیدا کېږي. کله چې سوداګري وده کوي، طبیعي ده، چې په بې سارې ډول دندېمنځ ته راځي.


ځوانان او نړیوالتوب


په اسلامي نړۍ کې د سالمې رهبرۍ دنه شتون له امله نه شو کولای په بېړني ډول د سیاسي او اقتصادي نړیوالتوب پر وړاندېځانونه چمتو کړو. د رهبرۍ بدلون او یا اصلاح اوږ مهاله او هر اړخیزه کار ته اړتیالري. په کلتوري لحاظ هر څوک په تېره ځوانان کولای شي په آسانۍ سره د نړیوالتوب لهناوړو اغېزو ځانونه خوندي وساتي او له اسانتیاوو او ګټو څخه یې د خپل دین، وطن،کلتور او هویت په ګټه کار واخلي.


د اسلام پر اصیل فهم ځان پوهول اود خپلو مسلمانو مفکرینو او فیلسوفانو د آثارو د مطالعې له لارې کېدای شي د نن ورځېمسلمان ځوان په زړه کې پر ځان ویسا، پر خپل اسلامي/ملي تاریخ، کلتور، ژبې وطن اوولس ویاړ پیدا شي. نن چې مسلمان ځوان ډېر ژر د لوېدیز کلتوري څپو پر وړاندې ځانهېروي، عمده لامل یې همدا دی، چې د نامتو مسلمانو مفکرینو لکه، علامه سیدجمالالدین افغان، علامه اقبال، شهید سید قطب، ډاکتر محمد عماره او داسې نور… پوهانوله آثارو او افکارو اصلاً خبر نه دى. نن چې مسلمان ځوان د لوېدیځ مادي پرمختګونه ویني، بیاداسې انګېري، چې ګواکې لوېدیځوال په هره برخه کې په تېره کلتور کې مخکې دي او ددوی د پیروۍ پرته ورته پرمختګ شونی نه دی. که مسلمان ځوان د ارواښاد اقبال لاهوري د «خودي» فلسفه وپېژني،بیا به کله هم ځان هېر نه کړي.


د نړیوالتوب له ناوړو اغېزو دځوان د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده، چې پر خپل ځان باور ولري، پر خپل اسلامي/مليهویت، ژبه، کلتور او هېواد وویاړي؛ دغه حالت هغه وخت منځ ته راتلای شي، چې ځوان داسلامي نړۍ د مفکرینو او لیکوالو افکار ولولي او ښه غور پرې وکړي، له خپلې مطالعې د اوسني وخت د ننګونو درمل راوباسي. مخکې یادونه وشوه، چېاسلامي نړۍ د رهبرۍ له بحران سره هم مخ ده. بنا پر دې له اوسنیو حکومتونو څوک داتمه نه شي کولای چې د ځوان پوښت د فکري روزنې غم ورسره وي. په پای کې ځوان باید پهخپله د خپل پایښت لپاره هلې ځلې وکړي او له حالاتو سره مبارزه وکړی. د پښتو ژبېنامتو لیکوال او فیلسوف، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د «نثري کلیاتو» په یوه برخهکې لیکي:« د سیند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرئت غواړي او د اوبو له جریانسره موافق تګ مړه کبان هم کولای شي». اوس د نړیوالتوب له بهیر سره سم ځان عیارولطبیعي کار دی، کمال دا دی چې د دې سېلاب پر خلاف حرکت وشي، زیانونه او ګټې یېوڅېړل شي او په پای کې یې له زیانونو ځان وژغورو او له ګټو یې د ځان لپاره کارواخلو.


موږ او نړیوالتوب


نړیوالتوب یو اوږد، پېچلی او علميبحث دی، چې په یوې دوه مقالو د دې پدیدې د هر اړخ څېړنه، نه آسانه ده او نه همممکنه. نن سبا د نړۍ په ګڼو پوهنیزو او څېړنیزو مرکزونو کې پوهان په دې باب څېړنېکوي او د دې بهیر پر مختلفو اړخونو نظر ورکوي، نړیوالتوب هم د اجتماعي علومو دنورو څانګو په څېر د ګڼو پوهانو له مختلفو نظریاتو سره مخ شوی دی. هر څوک له خپللیدټکي نړیوالتوب ارزوي او بیا پرې د ګټې او یا تاوان پرېکړه کوي. دا هم باید پهپام کې ونيسو، چې له دې پدیدې خلاصون نه شته، ضرور به ترې اغېزمنېږو، بلکې وخته لا اغېزمن شوي یو.


ډاکتر نجم الدین بکر، د نړیوالواړیکو نایجېریایی استاد، نړیوالتوب له سمندر سره ورته وباله. ده وې:« هر څوک لهسمندره خپله برخه وړي؛ دا نو بیا د خلکو توان پورې اړه لري، چې څومره وړلی شي». دنړیوالتوب د ګټې او زیان د معلومولو لپاره دا په زړه پورې مثال دی. د نړۍ په سمندرکې ډېر هېوادونه اوسېږي، دوی کې ځینې کوچني او ځينې ستر دي؛ ځینې ځواکمن او ځینېکمزوري دي. طبیعي ده، چې ځواکمن به ډېره برخه لري او د کمزورو برخه به په هر څه کېخواره وي. په دې معنا، چې په سیاسي لحاظ به دوی برلاسي وي، په اقتصادی لحاظ به مولاس ورته اوږد وي او په کلتوري برخه کې به ورځ تر بلې له خپلې ژبې اوکلتور سره پردي کېږو او د دوی هغه به راخپلوو.


د پورته ستونزو په پام کې نیولوسره باید په سیاسي لحاظ ځانونه دومره پیاوړي کړو، چې د امکان تر بریده د هغوی لهغېزې خوندي اوسو. په اقتصادي برخه کې، د درېیمې نړۍ هېوادونو ته د ژغورنې لار همداکېدای شي. چې په خپلو کې اقتصادي ټولنې جوړې کړي او له یو بل سره د مالونو پهتبادله کولای شي په اقتصادي لحاظ وده وکړي او که سوداګريله پرمختللو هېوادونو سره وي او پروارداتو مالیې هم لرې او یا کمې کړي بیا به نو په یوه مصرفي هېواد بدل شي. پهکلتوري برخه کې موږ ډېر اغېزمن شوي یو. د خلاصون بهتره لار همدا ده، چې خپل ځوانپوښت له خپل اسلامي او ملي هویته خبر کړو او پر هغو ورته د ویاړ احساس ورکړو. لهدې سره سره په خپلو ژبو کې دومره آثار ولیکو چې دې ته اړتیا پاتې نه شي، چې پهانګلیسي ژبه د خپل ضرورت وړ کتابونه ولولي.


اخځونه


۱. اسلام او نړیوالتوب؛ یوسفقرضاوي، ژباړن، محمد داود منصوري؛


۲. سبا به ناوخته وي؛ د افغانستاند ثبات او پرمختګ څو مسئلې؛ ډاکتر محمد ابراهیم شینواری؛


۳. History of International Relations, Prof. Bakhtiar


۴. International Conference on“Globalization and its Impacts on Indigenous Culture”


۵. An Advanced Study in InternationalRelations, M Imtiaz Shahid


٦. د الفت نثري کليات، استاد ګل پاچا الفت، د محمد اسماعيل يون په زيار.