کور / سپورټي / ننګرهار: پر ۳۰ جريبه مځکه د کرکيټ ميدان جوړيږي

ننګرهار: پر ۳۰ جريبه مځکه د کرکيټ ميدان جوړيږي

دننګرهارپه کامې ولسوالۍ کې په دېرش جريبه ځمکه کې دکرکټ ديوه لوبغالې دجوړيدو دبنسټ ډبره کېښودل شوه .
دافغانستان دکورني کرکټ مسؤل نظيم جار عبدالرحيم زي ديکشنبې په ورځ په جوړشويو مراسموکې وويل چې دلوبغالي دجوړيدو سيمه چې دکامې ولسوالۍ روغتون ته څېرمه موقيعت لري دکرکټ بورډ په همکارۍ او دمالي سوداګرو په مالي مرسته به شاوخوا ديوه کال په موده کې ورغول شي .
نوموړي زياته کړه که څه هم ددغه لوبغالې دجوړيدو مالي لګښت ندى معلوم شوى خو په ديرش جريبه ځمکه کې په نړيوال معيار ديوه لوبغالې پرجوړيدو شاوخوا يومليون امريکايي ډالرلګښت راځي او که دغه لوبغالى هم په نړيوالو معيارونو جوړ شي نو يومليون امريکايي ډالرلګښت به پرې راشي .
هغه همدا راز وويل ملي سوداګرو ورسره ددغه لوبغالې درغولو ژمني په شفاهي ډول کړي او که ياد سوداګر ورسره مرستې ونکړي نو دافغانستان کرکټ بورډ دومره توان نلري چې ياد لوبغالى په نړيواله کچه جوړ کړي .
دپټي پرېکولو په مراسموکې دننګرهار ولايت اداري اومالي ريئس قريب الله هجرت وويل کرکټ بورډ ته ديادې ديرش جريبه ځمکې دورکړې چارې په رسمي ډول پيل شوي
هغه زياته کړه چې دکرکټ بورډ سره دولايت مقام اداره ددغه لوبغالې په جوړيدو کې په خپله برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو ده .
په همدې حال کې دملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق او دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې ددغه لوبغالې په جوړيدو کې دکرکټ بورډ سره په مالي برخه کې همکاري وکړي .
دوي زياته کړه چې ددغه لوبغالې په جوړيدو سره به دکامې ولسوالۍ دکرکټ لوبغاړو سربيره دکونړ او ننګرهار نورو ولسواليو لوبغاړو ته هم په نړيوال لوبغالې کې دلوبو کولو زمينه برابره شي .
دا لومړى ځل دى چې په ختيځ زون کې دولسوالۍ په کچه ديوه لوبغالي دبنسټ ډبره کېښودل کيږي .