کور / علمي / په افغانستان کې دځمکې پوښ(Crust)

په افغانستان کې دځمکې پوښ(Crust)

دځمکي پوښ دځمکي پاسنۍ برخه ده اودنورودریوطبقوپه پرتله ډیرنری ده دتودوخي درجه یې دعمق په زیاتېدو زیاتیږي(په ۱۰۰ متره کې ۳ سانتې ګریډ)چې په ترټولوژوره برخه کې یې تودوخه۸۷۰ د سانتي ګریډ درجې دی،دقشرپه ترکیب کې په ترتیب سره لس عناصرزیات شامل دي چې عبارت دي له:اکسیجن، سلیکان، المونیم،  سودیم، مګنیزیم، وسپنه، نایتروجن،هایدروجن،کاربن او منګان. دځمکي قشر له اورنیو،متحوله اورسوبي ډبروڅخه جوړ شوی او لاندي یی منټل واقع دی دمنټل پاسنۍ برخه زیاتره له پریدوتیک ډبرو څخه ترکیب شوې ده داهغه ډبري دي چې کثافت یی دپوښ دډبروپه پرتله ډیر اوپه ترکیب کې یې ډیری اوسپنه ،مګنیزیم اوسلیکاټونه شامل دي دپوښ اومنټل ترمینځ سرحد په قراردادي ډول په موهوانفصال کې واقع دی داهغه سرحد دی چې دزلزلې دڅپودچټکتیا دتغییرله مخي تعریف شوی دی . دځمکي پوښ دټولي ځمکي ۱ سلنه حجم تشکیلوي. دځمکي پوښ په څوټوټووېشل شوی چې هریوه ته یې پلیټ ویل کیږي.


بحری پوښ دوچې پوښ سره توپیر لری ،بحري پوښ له 5km نه تر 10km پوري پنډوالی لري او ډیری برخه یی له ګبرو،بازالټ اوډیابازډبروڅخه جوړه شوې ، دوچې پوښ پنډوالی له 10kmڅخه تر50km پوري رسیږي اودډبروکثافت یی دبحري پوښ په پرتله لږڅه کم دی. 
که څه هم په افغانستان کی دځمکي دپوښ (قشر) د پنډوالی دقیق جیوفزیکي معلومات شتون نه لري خوبیاهم (دسلاوین په نقل-۱۹۸۴) دزلزلې دامواجوڅخه په ګټي اخیستني اودزلزلې دژورو څپو دقوانینوپربنسټ دځمکی دپوښ پنډوالی په بدخشان کې ۵۱ کیلومتره اوپه نژدې سیموکې لکه د پامیرپه لوړوکې د۷۵-۷۰ کیلومتره پوري ټاکل شوی دی.
خودرسوبي طبقوپنډوالی په افغانستان کې یودبل څخه ډیر توپیر لري،اودسلګونو متره څخه تر۲۰کیلومترو پوری تغییرکوې.دبېلګي په ډول دکوکچې سیندپه شاوخواکې (دفیض آبادغرب خواته )دځوانو رسوبي طبقو ټول پنډوالی ۲۰کیلومتروته رسیږي خوپه نوروبرخوکې لکه نورستان ،جنوبي بدخشان ….اونوروکې مګمایي اومتحوله ډبري دځمکي پرمخ لوڅي شوې . په پامیرکی دګرانیت ضخامت د۲۰څخه تر۳۰ کیلومتره پوري اودبازالټ پنډوالی تر۴۰کیلومتره پوري هم اندازه شوی ده. دځمکي دقشرپنډوالی دافغانستان په جنوب غرب کی د۴۰څخه تر۵۰ کیلومتره پوري رسیږی. دمنټل جوړښت(دهستې پوښ یادځمکي غوښینه برخه ) دافغانستان په شمال ختیځه برخه کې ډیر پېچلي اومبهم دی اوپه هغه کې دجیوفزیکي ځانګړتیاوو له نظره ۱۰بیلابېلي طبقی دلړزه یې څپودچټکتیا پربنسټ پیژندل شوې دي. 
دافغانستان دشمال ختیځي برخي پورتنی منټل په ژوروبرخوکی د۱۱۰څخه تر۲۴۰ کیلومتروپوري یوه طبقه په لږ سرعت سره پیژندل شوې اونوري طبقې په ژوروبرخوکې د۲۴۰
څخه تر۲۸۰کیلومتروپوري چه یوازي دعرضي څپوانتشاریې څرګند شوی دی پیژندل شوې دي.