کور / سياسي / افغانستان او لس (10) سياسي انګېرنې

افغانستان او لس (10) سياسي انګېرنې

ليكوال: جاناتان سټېل، سرچينه (ګارډين ورځپاڼه-27-11-2011)
دري ژباړه: صديق رهپو طرزى- دعوت ويبپاڼه
پښتو ژباړه: جاويد واك
يادونه (( دغه ليکنه له شماله په خپرېدونکې سياسي مجلې(پسرلی) کې هم خپره شوې ده.
 افغانستان له سكندره نيولې تر دې مهاله د بهرنيو ځواكونو هديره پاتې شوې.
افغانستان د تاريخي شاليد له مخې په سيمه كې داسې هېواد پاتى شوى، چې د نړۍ هر زبرځواك يې له فاحشې ماتې سره مخ كړى دى.
په دې وروستيو كلونو كې هم موږ داسې اسناد په لاس كې لرو، چې بهرنيانو په دغه وړوكي
هېواد يرغل كړى؛ خو پاى كې له ماتې سره مخ شوي دي. له ميلاد څخه ۳۳۰ كاله وړاندې سكندر له خپل لښكر سره د مركزي اسيا پر لور وخوځېد او په هغه سيمه يې تېرى وكړ، چې په نني دوران كې د افغانستان په نوم يادېږي.
له سكندر څخه زر كاله وروسته مغول چنګېز له خپل ټول قوت سره په دغه هېواد ننوت او د افغانستان په ګډون يې د منځنۍ اسيا سيمې تر خپلې ولكې لاندې راوستلې؛ خو دغه دواړه زبرځواكه انسانان يو په بل پسې په دغه وړوكي خو جنجالي هېواد كې مات شول.
له كله نه، چې افغانستان د مډرن هېواد په توګه څرګند شو؛ نو يوازې له انګرېزانو سره يې درې جنګونه شاته پرېښې دي. په ۱۸۳۹ز، كې پر افغانستان د برتانويانو بريد د انګرېزانو لپاره د برياليتوب د وره حيثيت درلود؛ خو ډېر ژر دغه پاڼه واوښته او انګليسان په دې غرني هېواد كې په ناڅاپي ډول ګنګس او ګيچ شو.
بيا يې په ۱۸۷۸ز، كې د دويم ځل لپاره پر دغه هېواد يرغل وكړ. دا ځل بيا هم په ميوند كې له سترې ماتې سره مخ شو؛ خو د تېر په پرتله تش لاس ترې ستانه نشول. هغوى د خپل سياست له مخې پر سيمه فشار راووړ او د برتانوي هند پوله يې تر خيبردرې وغزوله، چې په پايله كې افغانستان د خپل وجود يوه مهمه برخه له لاسه وركړه او تر اوسه د هماغه تخريبي سياست له امله دغه سيمې د جګړو په اور كې سوځېږي. په درېيم ځل انګرېزانو بيا هم په افغانستان پوځي بريد وكړ؛ خو د افغانانو له كركې ډك عكس العمل سره مخ شول.
افغان باچا غازي امان الله خان د انګرېزانو له لښكرو سره كلكه مبارزه وكړه. په ۱۹۱۹ز، كې يې له هغوى څخه د افغانستان خپلواكي واخيسته او خپلو لښكرو ته يې امر وكړ، چې انګرېزان تعقيب كړي. هماغه وو، چې افغان ځواكونه د برتانوي هند خاورې ته داخل شول؛ خو د يوې مياشتې په اوږدو كې يې بېرته عقب نشيني وكړه. د دغو پېښو يو علت دا و، چې په اسيا كې برتانويانو د خپل ځواك د هوايي نمايشي تمرين پر مهال د خپلو الوتكو په وسيله پر افغانستان بمونه واچول. بالاخره جنګ په تكتيكي ډول پاى ته ورسېد؛ خو د افغانانو په پرتله د انګرېزانو تلفات يو په دوه لوړ و. د افغان انګرېز درېيمه جګړه، چې د افغانستان د خپلواكۍ لاسته راوړنه يې هم له ځانه سره درلوده، د دغه هېواد په تاريخ كې هغه ستراتيژيك او اريايي جنګ دى، چې افغانانو ترسره كړى دى. له همدغو درې جنګونو وروسته برتانيا د افغانستان پر بهرني سياست د خپل نفوذ مخنيوى وكړ او په دغه هېواد كې يې خپلې لاسوهنې په ښكاره توګه ودرولې.
د افغان انګرېز د دغو درېو جنګونو پايله دا شوه، چې د افغانانو دغه وياړ يې كمرنګى كړ، چې د دوى په اړه به ويل كېدل، چې ګني دغو خلكو تل بهرني ځواكونه مات كړي دي. كوم څه چې واقعيت دى، هغه دادي، چې په تاريخ كې هم كله چې پر يوه سيمه بهرنيانو د اوږدې مودې لپاره خېټه اچولې؛ نو تر ډېره له غټو ستونزو سره مخ شوي دي. برتانويانو هم دغه مسله درك كړه او ويې غوښتل، چې د پوځي بريد پر ځاى د افغانستان بهرنى سياست تر خپلې ولكې لاندې راولي. له همدې امله دوى وغوښتل، چې په افغانستان كې د لږې مودې لپاره پاتې شي. هغوى د پوځي بريد پر ځاى دا غوره وګڼله، چې د دغه هېواد پر بهرني سياست لاسبري وي، چې په دې ډول د اوږدې مودې لپاره دغلته خپل شتون تثبيت كړي، چې تر ډېره خپلو موخو ته ورسېدل.
 د شورويانو يرغل، د كورنۍ جګړې پيل او له مقاومت سره د غرب مرستو ته لار هواره كړه.
د ۱۹۷۹ز، په دسمبر مياشت كې، هغه وخت چې روسانو سره لا د افغانستان د نيولو فكر هم نه و؛ نو د كابل د حكومت پر وړاندې وسلوال پاڅونونه راپورته شول. په دغو وسلوالو شورشونو كې ډېرى هغه مجاهدين ګډ وو، چې د زېږديز كال په اتيايمه لسيزه كې د شهرت اوج ته رسېدلې وو. لكه د پېښور ۷ ګونې ډلې، چې د امريكا، پاكستان، سعودي عربستان او چين هېوادونو لخوا يې ملاتړ كېده. دغو ډلو له ۱۹۷۹ز، څخه وړاندې افغانستان كې فعاليتونه پيل كړل او وسلوالو بريدونو ته يې ځانونه چمتو كړل. دغه ډلې د مركزي حكومت يانې د محمد داود خان له فكر او د نړۍ ليدنې له ايډيالوژۍ سره دومره جوړ نه وو؛ نو له همدې امله يې د سردار محمد داود خان، چې ۱۹۷۳ز، كې يې خپل د تره زوى محمد ظاهر شاه له قدرت څخه وغورځوه، مخالفت وكړ.
له دغو وسلوالو ډلو سره د غربيانو همكاري مخكې له دې، چې روسان پر افغانستان بريد وكړي، پيل شوې وه. د غربيانو له دغې همكارۍ نه هغه وخت ګټه پورته شوه او په افغانستان كې د روسانو پر ضدد تبليغ په ډول وكارېده. غربيانو اعلان وكړ، چې روسان افغان خاوره تر خپلې ولكې لاندې نشي راوستى. په حقيقت كې امريكايانو وروسته له هغې دغه مرستې د افغان او روس جګړې پورې ضميمه كړې، چې مجاهدينو په ۱۹۷۸ز، كې د داود خان حكومت نسكور كړ. ښاغلى رابر ګټس چې په هماغه وخت كې د سي اى اې يو مامور وو او ورسته د بوش او اوباما د حكومتونو د دفاع وزير پاتى شوى، په خپلو يادښتونو كې ليكي:
(( په ۱۹۷۹ز، كې د امريكا د استخباراتي شبكو تر منځ په يوه غونډه كې دا مسله راپورته شوه، چې ايا دوى له افغان مجاهدينو سره مرسته وكړي، چې روس د ويټنام په څېر په يو ډنډ كې واچوي؟))
ګېټس وايي، چې په دغه غونډه كې موافقه وشوه، چې بايد چمتوالى ونيول شي او مجاهدينوسره مرستې ډېرې شي.
 روسان په افغانستان كې مجاهدينو له سختې ماتې سره مخ كړل.
دا هغه خبره ده، چې د افغانستان په تاريخ نېغه اغېزه كوي. له سياسي نظره د هماغه وخت د مجاهدينو له سترو رهبرانو نيولې تر اسامه او ملاعمره، ټول هغه كسان دي، چې د كابل حكومت ورته د غربيانو يوه ستره لاسته راوړنه ښكاري. همدغه خلك دي، چې د اوسني حكومت په رامنځته كولو كې له ټولو مخكې وو. كله كله خو خپله امريكايان هم دغو مسايلو ته اشاره كوي او ان دومره وړاندې ځي، چې هغه د چا خبره خپلې پښې له خپلې بړستنې باسي. دوى ادعاوې كوي، چې په افغانستان كې د روسانو شكست په نړۍ كې دغه هېواد له ماتې سره مخ كړى، چې په ټوله كې دا خبر سمه نه ده. په دغه خبره كې غرب له القاعده، طالبانو او مجاهدينو سره په يوه موقف كې قرار لري، ځكه هغوى هم په همدې نظر دي، چې ګني دوى د نړۍ يو ستر ځواك په ګونډو كړ او دا دى اوس يې په بل پسې پښې رالوڅې كړي دي.
اصلې خبره دا ده، چې مجاهدين روسانو ته اصلي ماتې وركونكي نه دي. هغوى په افغانستان كې ډېر وځپل شول او په پاى كې يې ډېرې سيمې له لاسه وركړې. لنډه خبر دا چې هېچا هم يو بل ته ماتې ورنكړه. روسانو دا توان درلود، چې نور وخت هم په افغانستان كې پاتې شي؛ خو كله چې ګورباچوف دې پايلې ته ورسېد، چې په افغانستان كې جګړه كومه نړيواله ګټه نه لري؛ نو يې له دغه هېواده د وتلو پرېكړه وكړه. د امريكا رسمي مقامات په هماغه وختونو كې هم دې نتيجې ته رسېدلې وو؛ خو دا خبره يې له خلكو پټه وساتله. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د استخباراتو د څانګې مشر مارتان ابرامويتز په ۱۹۹۷ز، كې په دې اړه وويل: ((په ۱۹۸۵ز، كې دا وېره وه، چې مجاهدين به په بشپړ ډول له منځه لاړشي؛ هغوى ورځ تر بلې زيانونه ليدل او د نابودۍ كندې ته لوېدل؛ خو د ځان په شان يې شورويانو ته كوم مهم تاوان ونه رسوه.
 مجاهدينو ته د سي اى اې لخوا د سټنګر راكټونو له وركولو سره شورويان مجبور شول، چې افغانستان پرېږدي.
دغه تعبير په خلكو كې هغه وخت ډېر خور شو، چې په ۱۹۸۰ز، كې جورج كري په دې اړه د (چارلي ويلسن جګړه) په نوم كتاب چاپ كړ او همدا راز يې په ۲۰۰۷ز، كې په دې اړه يوفلم هم جوړ كړ. په دغه فلم اوكتاب كې ( تام) د يو جنجالي وكيل رول لوبولى او دا ادعا هم پكې كېږي، چې ويلسن، رونالد ريګن هڅوي، چې افغان مجاهدينو ته دالوتكو ضد موشكونه وركړي. په فلم او كتاب كې دې ته نغوته شوې، چې له مجاهدينو سره د امريكايانو دغو مرستو د جګړې مسير بدل كړ. دا سمه خبره ده، چې د مجاهدينو لخوا د سټنګر توغنديو ترلاسه كول د شورويانو په جنګي تكتيكونوكې خورا بدلون راووست. هغه عمليات چې پخوا به د الوتكو په وسيله د ورځې ترسره كېدل؛ نو روسان مجبور وو، چې د شپې لخوا يې ترسره كړي، ځكه چې مجاهدينو د شپې له خوا پرمختللې وسلې نه درلودلې. د شپې لخوا به روسانو له لوړې فضا بمونه توغول، چې ډېرى وخت به يې د هدف پرځاى عادي ملكيتونو ته زيان رسوه؛ خو د مجاهدينو لخوا د دغو توغنديو ترلاسه كولو كې د روسانو او مجاهدينو په تلفاتو كې كوم ژور بدلون رانغى او په همدې ډول شپږ كاله دغه حالت دوام وكړ.
شورويانو له افغانستان څخه د وتلو تصميم په ۱۹۸۵ز، كې ونيوه. دا هغه وخت و، چې لا امريكايانو مجاهدينو ته سټنګر توغندي نه و، وركړي. سټنګر راكټونه د ۱۹۸۶ز، په مني كې افغانستان ته ولېږدول شول. په رسمي ډول تر اوسه پورې هېڅ كوم داسې سند نه دى ترلاسه شوى، چې پكې دې د سټنګر راكټونو مسله ياده شوې وي او يادې هم په دغه سياسي بدلون كې د مجاهدينويادونه شوې وي، بلكې دا ټولې هغه خبرې دي، چې هر چا له بېلابېلو ځايونو څخه كړي دي.
 د روسانو له وتلو وروسته، غربيانو افغانستان يواځې پرېښود.
په ۲۰۰۱ز، كې د طالبانو له ماتې وروسته امريكايانو بار بار اعلانونه كړي، چې دوى به بيا د تېر په څېر افغانستان يواځې نه پرېږدي. افغانان د دې خبرو په اورېدو له حيرانوونكي حالت سره مخ كېږي. هغوى د تاريخ اصلي شاهدان دي. امريكا په ۱۹۸۹ز، كې نړيوالو ته دا څرګنده كړه، چې له مجاهدينو سره د همكارۍ او په افغانستان كې له لاسوهنې څخه نه په شا كېږي. امريكان د ډاكټر نجيب الله د هڅو په اړه، چې د سولې لپاره يې كولې. بې تفاوته پاتې شول او حتى د سولې مخالفتونه يې وكړل او په مجاهدينو كې يې د خپلو مهرو په وسيله دغه هڅې شنډې كړې. دوى لا هم د شورويانو له ماتې وروسته افغانستان ته وسلې را لېږلې او دغه عمل يې تر هغه وخته تكرار كړ، چې كله يې د نجيب حكومت را نسكور كړ.
دغه حالات د افغانستان په معاصر تاريخ كې يوه توره دوره ده. په دغه وخت كې پاكستان، امريكا او مجاهدينو داسې ډېر فرصتونه له لاسه وركړل، چې كه يې نه واى وركړي؛ نو ممكن په دغه جنګ ځپلي هېواد كې سوله راغلې واى. د افغانستان د همدغو ناسمو سياستونو له امله په جګړه كې وساتل شو. په منځني ختيځ او د اسيا په جنوب كې د سي اى اې مدير چارلزكوګان په وروسته وختونو كې دا خبرې بربنډې كړې. نوموړي په يوه غونډه كې خپلو ملګرو ته وويل: ((د روسانو له ماتې وروسته له مجاهدينو سره مرستې پر ځاى دي؟ زه چې اوس په دې اړه فكر كوم؛ نو دې پايلې ته رسېږم، چې موږ يوه ستره اشتباه كړې وه، داسې اشتباه چې په تاريخ كې به هم جبران نشي)).
 مجاهدينو د كابل حكومت ړنګ كړ او مسكو ته يې ماتې وركړه.
د ډاكټر نجيب الله د حكومت د راپرځېدو اساسي عنصر هغه اعلاميه وه، چې د ۱۹۹۱ز، په سپتمبر كې په مسكو كې خپره شوه. دغه اعلاميه هغه وخت خپره شوه، چې كله د سخت دريځو كمونستانو لخوا د ګورباچوف په وړاندې ناكامه كودتا ترسره شوه. بوريس ياليستين د ګورباچوف يو مهم رقيب چې په دې وخت كې يې د واك زور ډېر شوى و، دې نتيجې ته رسېدلى و، چې بايد د روسي دولت هغه مرستې چې د نړيوالو تعهداتو پر بنسټ يې اجرا كولې، د ځينو ستونزو له امله وځنډېږي. په همدغه وخت كې يې حكومت اعلان وكړ، چې د ۱۹۹۲ز، له جنورۍ وروسته دې افغانستان ته هېڅ ډول جنګي سامان نه استول كېږي. له دې سره سم د نفتو، خوراكي موادو او په نورو اړتيا وړ موادو هم سملاسي بنديز ولګېد.
د روسانو دغه حركت د ډاكټر نجيب الله پلويانو ته سخته ضربه وه. دغه رژيم وتوانېد، چې د روسانو له وتلو وروسته دوه كاله نور هم د جنګي ډلو پر وړاندې وجنګېږي؛ خو وروسته په قطعي ډول يوازې پاتې شو. اوس ويلاى شو، چې د افغانستان د تاريخ د دغه تور او حيرانونكي كار عاملين يوازې روسي او غربي سياستونه دي، چې د افغانستان په اړه طراحي شوي وو. دوى له قصده د افغانستان حكومت ته سقوط وركړ.
د افغانستان پر وړاندې د روسانو په سياست كې هغه وخت پر ناڅاپي ډول بدلون راغى، چې كله د ۱۹۹۱ز، په نومبر كې مسكو ته د مجاهدينو يو مشر سفر وكړ. له دې سفره وروسته د شوروي د دفاع وزير بوريس پانكين په دې خبره تاكيد وكړ، چې بايد قدرت په بشپړه توګه يو اسلامي انتقالي حكومت ته وسپارل شي. په اوسنيو حالاتو كې دا كار داسې مانا وركوي، لكه هېرلي كلنټن چې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر څخه غوښتنه وكړي، چې واشنګټن ته ورشي او په پاى كې اعلان وكړي، چې امريكا غواړي حكومت له كرزي څخه طالبانو ته انتقال شي.
دغه سياسي حركت د دې سبب شو، چې د ډاكټر نجيب الله يو زيات شمېر پلويان د جنګي قومندانانو په ګډون د هغه خوا پرېږدي او د مجاهدينو له ليكو سره يو ځاى شي. په حقيقت كې د نجيب الله پوځ ماتې ونه خوړه، بلكې لكه اوبه په ګرمه ځمكه كې ورك شو.
 طالبانو له اسامه څخه غوښتنه وكړه، چې افغانستان د پټنځاى په توګه وكاروي.
اسامه بن لادن هغه وخت د مجاهدينو له رهبرانو سره اشنا شو، چې كله په ۱۹۸۰ز، كې د افغان جهاد رهبران پېښور ته ولاړل او هلته يې له اسامه سره ليده كاته وشول. اسامه دوه كاله وروسته افغانستان ته لاړ او هلته يې د دغه هېواد په ختيځو غرونو كې ځانته سمڅې جوړې كړې. كله چې امريكايانو د سپتمبر له يوولسمې پېښې وروسته په افغانستان بريد وكړ؛ نو اسامه په دغوسمڅو كې ځان خوندي كړ.
وروسته سعودي عربستان ته ولاړ؛ خو سلطنتي كورنۍ سره يې اړيكې په دې خرابې شوې، چې په ۹۰ او ۹۱ كلونو كې يې د عراق پر وړاندې د امريكا د جګړې ملاتړ كړى وو او امريكايانو سره يې په دغوجګړو كې مرسته كړې وه. په دې وخت كې؛ نو افغانستان هم په سره اور كې سوځېد. د مجاهدينو كمزورتيا د دې سبب شوه، چې د ډاكټر نجيب حكومت په خپل ځاى پاتې شي. له دې حالاتو وروسته د بن لادن نظر بدلون وموند. نوموړي د غرب پر ضد د جهاد اعلان وكړ او خپله په ۱۹۹۲ز، سوډان ته وكوچېد. څلور كاله وروسته سوډان د نړى له سخت فشار سره مخ شو، چې ولې يې اسامه ته ځاى وركړى. په دې وخت كې اسامه هم مجبور وو، چې د خپلې سرپناه لپاره يوځاى پيدا كړي. په همدې مهال ډاكټر نجيب هم قدرت له لاسه وركړ او بن لادن فكر وكړ، چې افغانستان د ده لپاره تر ټولو مناسب ځاى دى؛ نو د دې هيواد پر لور وخوځېد.
اسامه په ۱۹۹۶ز، كې افغانستان ته راغى. په پيل كې هغه د افغانستان د سياسي وضعيت سره دومره مينه نه درلوده، بلكې د ځان د ساتنې په موخه يې دغه ځاى غوره كړ. د اسامه راتګ افغانستان ته هغه كسانو برابر كړ، چې د جهاد په دوران كې يې له هغوى سره د دوستۍ تار نښلولى وو. هغه جلال اباد ته د هغې طيارې په وسيله انتقال شو، چې د يو جهادي قومندان لخوا په كرايه نيول شوې وه. له اسامه سره په دې سفر كې ځينو نورو عربي جنګياليو هم برخه اخيستې وه.
كله چې طالبانو جلال اباد ونيو؛ نو اسامه مجبور وو، چې يا له افغانستان څخه ووځي او ياهم له طالبانو سره يوځاى شي، چې په دې ډول هغه دويمه لاره انتخاب كړه.

 طالبانو په افغانستان كې بد حكومت رامنځ ته كړ.
يو كال له هغې وروسته چې طالبانو حكومت په خپل واك كې واخيست. ما په كابل كې د ملګرو ملتونو له استازي، د مرستندويه ډلو له استازو او له يو شمېر افغانانو سره ځيني خبرې درلودې. په دې وخت كې طالبانو د نجونو د زده كړو په اړه په خپل دريځ كې نرمښت راوستى وو. هغوى د شخصي ښونځيو په اړه چې په كورونو كې پكې زرګونه نجونو زده كړې كولې، هېڅ نه ويل. ويل كېدل، چې د ښځو په وړاندې به د طب پوهنځي دروازه بېرته پرانيستل شي. دې كې بيا ښځو ته اجازه وركول كېده، چې د طب په برخه كې زده كړې وكړي، ځكه چې نارينه ډاكټرانو ته اجازه نه وه، چې ښځينه ناروغانې معاينه كړي. ورو ورو ښځو ته دا زمينه برابرېدله، چې له كورونو څخه دباندې كار وكړي. همدارنګه هغو مېرمنو ته چې په جګړو كې يې د كورنۍ غړي له لاسه وركړي وو، هم اجازه وركول كېده، چې له كورونو څخه بېرون كار وكړي.
افغانانوته ښه په ياد دي، چې د ښځو د ازاديو د سلبول د طالبانو له دورې مخكې پيل شوي و، چې له طالبانو څخه مخكې په كابل كې د سيمنا دروازه وتړل شوه، په فلمونو كې به يې هغه صحنې لرې كولې، چې نر او ښځه به پكې يو ځاى ښكاره شول، ښځينه ويندويانو اجازه نه درلوده، چې د تلويزيون په پرده راښكاره شي.
د چادري اچول، لكه څنګه چې د طالبانو په وخت كې ضروري وه، داسې اجباري نه وه؛ خو ښځې مجبورې وې، چې حجاب وكړي. د نجيب الله د حكومت تر سقوطه حالات نورمال وو. د مجاهدينو له قدرت ته رسيدو سره سم، افغانو ښځو اجازه پيدا نكړه، چې د ښځو په اړه په څلورم نړيوال كنفرانس كې ګډون وكړي. جرم ته سخته سزا ټاكل شوې وه. مجرمان به يې د كابل د عمومي بازار په پارك كې په دار ځړول. له دې ټولو پېښو ور اخوا هغه امنيت چې د طالبانو په لومړيو كلونو كې موجود وو، د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ م كلونو له امنيت څخه ډېر ښه وو. افغانان به هېڅكله هغه حالات له ياده ونه باسي، چې د كورنيو جګړو په دوران كې د كابل پر ښار راغلي دي. يوازې په كابل كې ۵۰ زره انسانانو په دغوتنظيمي جګړو كې خپل ځانونه له لاسه وركړل.
 طالبان او د ښځوحقوق.
افغانستان د مېرمنو دحقوقو په ماتولو كې اوږد مهالى تاريخ لري. د ښځو پر وړاندې زورزياتى مخكې له طالبانو هم موجود وو او اوس هم دوام لري. د ښځو پر وړاندې تشدد دافغانستان په ټولو سيموكې شته او يوازې په پښتنو پورې محدود نه دى.
افغانان ډيرى له ښځو څخه په بېلا بيلو طريقو د ستونزو او دښمنيو په له منځه وړلو كې ګټه پورته كوي. دغه رسم او دود ته بدل وايي. په دې كې له يوې پېغلې سره داسې كړنه كېږي، چې ته به وايي هغه يو شى او يا هم يو ناچيزه مال دى. په افغاني ټولنه كې سړي، مېرمنې د خپلو د ښمنيو په تاوان كې وركوي او ډېرى وخت ځوانې پېغلې سپين ږيرو خلكو ته په نكاح كېږي. په ځينو ځايونو كې كه يو قرضدار خپل قرض هم ادا نكړاى شي؛ نو هم د خپل قرض په بدل كې خپله لور يا خور وركوي. همدارنګه كه د نجلۍ كوم خپل قتل وكړي؛ نو په بدل كې يې د مقتول پاتې شونو ته د قاتل كورنى د خپل كور يوه مېرمن په بدل كې وركوي، چې دې ته سوره وايي.
په ډېرى مسايلو كې په رښتيا هم طالبانو د ښځو له حقوقو څخه سترګې پټولې؛ خو دا چې ووايو يوازې طالبانو دا كار كوه، غلطه خبره ده، بلكې حقيقت دا دى، چې له دوى مخكې تاريخونو كې هم افغانستان د مېرمنو د حقوقو د يو پښو لاندې كوونكي هېواد په توګه مطرح شوى دى. په دې اړه ويلى شو. په دې اړه ويلى شو، چې ډېرى افغانان د ښځو پر وړاندې سخت دريځ لري.
په ټول افغانستان كې د ټولو قومونو تر منځ د كم عمره نجونو وركول او ودول يوه عادي مسله ده. د ښځو د حقوقو په اړه د نړيوالې ټولنې د پر مختيايي برخې او په افغانستان كې د بشر حقونو د مالوماتو له مخې په افغانستان كې ۵ سلنه ودونه داسې دي، چې په كم عمر كې نجونې ودېږي. په ډېرى ځايونو كې ښځې حق نلري، چې پرته له اجازى له خپلو كورونو څخه ووځي. د دغو محدوديتونو په پايله كې بيا نورې ستونزې هم را ولاړېږي. د بېلګې په ډول مېرمنو ته اجازه نه وركول كېږي، چې له كورونو څخه د باندې كار وكړي. د غربي سياستمدارانو او رسنيو په اذهانو كې دا باورونه دي، چې ګني پر ښځو باندې دا محدوديتونه يواځې او يواځې طالبانو راوستي؛ خو هغوى په غير مستقيمه توګه هغه څه ته كمپاين كوي، چې غربي سياست مداران ترې د طالبانو پر ضد كار اخلي. په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې زورزياتى بنيادي بڼه لري. د افغانانو كليوال فرهنګ داسې دى، چې پكې ښځو ته دومره حق نه دى وركړل شوى. د ښځو پر وړاندې دا ستونزې بنيادي حل لاره غواړي، نه دا چې له هغه څخه دې د چا پر ضد سياسي ګټه واخيستل شي.
 طالبان په خلكو كې زيات محبوبيت نلري.
له هغو طالبانو ټول افغانان كركه كوي، چې له پاكستان سره يې اړيكې وي او د نشه ايي توكو په قاچاق كې لاس لري. همداراز هغه چې د په چاودونو او بريدونو كې عام خلك وژني؛ خو هغه افغاني طالبان چې يوازې مذهبي كارونه كوي او يوازې د بهرنيو ځواكونو پر خلاف محبوبيت يې كم نه دى.
په ۲۰۰۹ز، كې د برتانيا نړيوالې پراختيايي ادارې په خلكو كې د طالبانو د حيثيت په اړه يو څېړنه تر سره كړه. د دغې نظر غوښتنې پايله دا شوه، چې طالبان اوس هم په كليوالو سيمو كې د خلكو تر منځ د پوره محبوبيت خاوندان دي. دغوڅېړنو وښوده، چې د طالبانو پر وړاندې د ناټو تبليغات هومره بريالي نه دي كوم، چې د مجاهدينو پر وړاندې د روسانو تبليغات بريالي وو.
په هلمند ولايت كې هم همدې ته ورته يوه څېړنه ترسره شوې ده. په هغه كې له خلكو څخه د عدلي او قضايي مسايلو په اړه نظر پوښتنه شوې ده. ډېرى خلكو د افغان دولت د قضايي سيستم په پرتله د طالبانو قضايي سېستم ډېر خوښ كړى دى. په دې كې خلكو ويلي، چې طالبان له ځمكو څخه زكات اخلي، چې دوى يې په خپله وركوي؛ خو د رشوت په نوم هېڅ هم نه اخلي. د دغو څېړنو له مخې ډېرى افغانان د عادي مامورينو له رويې څخه ناراضه دي او وايي چې په فساد كې لاس لري. خلكو ويلي دي، چې دولتي مامورين په بهرنيو ځواكونو پورې تړلي دي او پرته د هغوى له همكارۍ څخه كليو ته نشي راتلاى. دوى په دې هم ناراضه دي، چې دولتي چارواكي يې تارياك له منځه وړي؛ خو په بديل كې يې تخم نه وركوي. په دغه سروې كې يو شمېر خلكو دا هم ويلې دي، چې د حكومت ډېرى كليدي برخې له له يوې ډلې سره دي او همدا لامل دى، چې په ځينو ځايونو كې حكومت د مور او مېرې چلند كوي.

پايله:
په پاى كې دا پوښتنه پيدا كېږي، چې ايا امريكايان پوهېږي، ولې طالبان ورځ تر بلې د خلكو په منځ كې قدر پيدا كوي؟ او يا هم افغانان پوهېږي، چې ولې امريكايان د دوى هېواد ته راغلي دي؟
دغو بنيادي ستونزو ته د بنسټيز حل نه لټول به، بلاخره د دې سبب شي، چې په دغه جنجالي هېواد كې يو بل زبرځواك له ماتې سره مخ شي. په ۲۰۰۹ز، كې چې برتانويانو د جنوب په درې ولايتونو كې كومه څېړنه ترسره كړې، له ۱۹۸ افغانانو څخه پوښتنه شوې. په دې كې يواځې لس تنو له حكومت څخه بشپړ ملاتړ كړى دى. د دغو خلكو زيات شمېر يې حكومت ناتوانه اداره ګڼلې ده. په دغه نظر پوښتننه كې زيات شمېر خلكو له افغاني طالبانو څخه خوښي څرګنده كړې ده. هغوى له هغوطالبانو څخه خوشاله دي، چې افغاني فكر لري، مذهبي كارونه ترسره كوي او په بهرنيو ځواكونو حملې كوي؛ خو پرته له دې چې ملكي افغانانو ته زيان ورسېږي. دغه خلك له هغو طالبانو سخته كركه لري، چې له پاكستان څخه د دوى هېواد ته ورغلي دي. دغه پاكستاني طالبان په افغانستان كې د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري. همدا راز افغانان له القاعده شبكې څخه كركه لري او هېڅ كله هم كليوال افغان طالبان دغې ډلې پورې تړلي نه گڼي.
كه په افغانستان كې ټولې خواوې په پوره احساس خپل كارونه ترسره نكړي؛ نو لرې نه ده، چې دغه هېواد به يو ځل بيا په يو بحراني ملك بدل شي او ټولې نړۍ ته به ستر ګواښ وګرځي.