کور / علمي / په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی – اوله برخه

په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی – اوله برخه

په ويلو او ليکلو کي د همرنگۍ يا نيژدې والي اړتيا
د کليمو په وينگ ( تلفظ) او کښنگ ( ليکلو) کي همرنگي يا نيژدې والی د هري ژبي له خورا مهمو مسألو څخه شمېرل کيږي . پر ژبپوهنه او ږغپوهنه سربېره، د عقل او منطق غوښتنه هم دا ده، چي د ژبي و هر ږغ (phoneme) ته جلا توری (grapheme) يا نخښه (symbol) و ټاکل سي؛ ځکه هغه ليکدود ( توري او نخښي) د يوې ژبي د ويونکو اصلي ږغونه په سمه او دقيقه توگه نسي څرگندولای، چي د ږغپوهني (phonetics/phonology) د اصولو او قواعدو پر خلاف، يوازي د دود او دستور له مخي ټاکل سوئ يي ( وي). له دې وجي نو يو راز  ويل او بل راز کښل، نه يوازي د ژبو وږغيږ يا صوتي اصالت ته لوی زيان رسيي، بلکي ويونکي او لوستونکي هم په خبرو اترو کي له لويو پېچومو او کړاوو سره مخامخ کيي( کوي) . د نړۍ په خورا ډېرو ژبو کي د دغه راز  نيمگړتياوو او کمزوريیو روښانه نخښي گورو.
 


د ژبو په شفاهي او تحريري بڼوکي د جلاوالي او توپير اساسي علت دا دئ، چي د دغو ژبو د املايي سيسټم جوړونکو، پېړۍ پېړۍ مخکي و خپلو ژبو ته د ځانگړو تورو او نخښو په غوره کولو کي تر ډېره حده د تعامل او قرارداد لار اخيستې ده . په بله وينا، د الفبايي سيسټم واضعينو د نورو ژبو په ميخانيکي پيروۍ سره د خپلو ژبو په ويلو او ليکلو کي هم جلاوالی راوستئ دئ . البته، د هغه مهال د شرايطو او حالاتو غوښتنه هم دا وه؛ ځکه نوې ژبپوهنه، په تېره بيا ږغپوهنه داسي پوهه ده، چي په پخوانو زمانوکې( کي يې) چندان څرک نه ؤ .  د دغه راز توپيرو د ښه پوهېدو دپاره، دلته د څو مثالو او بولگو وړاندي کول بې گټي نه دي . زموږ انگرېزي پوه لوستونکي پوهېږي، چي په ننني عصر کي د نړۍ په تر ټولو اَرته او متمدنه ژبه ياني انگرېزي کي، په زرو ټکي يو ډول وايي؛ خو بل ډول يې کاږي؛ مثــــــلاً« جج judge » ، « فارن foreign »، « اکناليج acknowledge »، « کرنل colonel »، « نب knob » ،« نايف knife »، « رايټ write »، « اينډايټ indict »، « اُوټم autumn » او په زرو نور، ټول داسي ټکي دي، چي په ويلو او کښلو کې لوی توپيرونه ليدل کيږي . د همدې نيمگړتيا او کمزورۍ له سَوَبه د دې ژبي ويونکي او لوستونکي مجبور دي، چي د زرو ټکو د معياري املا د پوهېدو دپاره له بېلابېلو فرهنگو يا قاموسو څخه کار واخلي .
 


په پاړسي کي هم د عربي ليکدود په پيروۍ يو څه وايي او بل څه کاږي؛ د مثال په توگه په املا کي « رستم »، « سهراب »، « جدا»، « گمان »، « گناه »، « هنر»، « بلکه »، « چه » او داسي نور کاږي، خو په خوله يې د « روستم »، « سوهراب »، « جودا»، « گومان »، « گونا »، « هونر»، « بلکي »، « چي » او داسي نورو په بڼه وایي . همدغه راز، د ځينو ږغو د ټرانسکريپشن(transcription) دپاره له داسي تورو او نخښو څخه کار اخلي، چي په حقيقت کي د دې ژبي له  ږغيږو ځانگړتياوو او اساساتو سره سمون نه لري؛ مثلاًپه « ايتلاف »، « رييس »، « عزراييل »، « اسراييل » او داسي نورو ټکو کي د لومړۍ « ی » پر ځای د عربي ليکدود په شان له همزې څخه کار اخلي لکه : « ائتلاف »، « رئيس »، « عزرائيل »، « اسرائيل » او داسي نور؛ په داسي حال کي، چي همزه (ء) په يوازيتوب سره، هيڅکله په پښتو او پاړسي کي د « ی » ږغ نسي افاده کولای . سربېره پر دې، په پاړسي کي د ځينو کليمو اضافي، نسبتي يا نور مغيره حالتونه هم په همزه کاږي لکه : « از بدوء اين منازعه »، « اندر رثاء شاعر »، « غشاء معده »، « امحاء بی سوادی »، « افشاء جنايات » او داسي نور . په دې ډول مثالو کي، بې ږغه همزه هيڅکله د « ی » استازيتوب نسي کولای . د عربي ليکدود له مخي، په داسي مواردو کي، تر همزه لاندي يو زېر هم راځي (ءِ)چي په واقعيت کي له همغه زېر څخه د « ی » کار اخيستل کيږي . البته، په عربي کي داسي کليمې هم خورا ډېري دي، چي همزه يې زېر نه لري . له داسي همزې څخه په تلفظ کي هيڅ اواز نه پورته کيږي لکه : اولياء ، ابتلاء ، فناء ، بقاء او داسي نور . کله چي د زْوَر، زېر، پېښ او داسي نورو ږغونه ورسره ملگري سي، بيا نو همزه ظاهراً د ږغيږ توري رنگ اخلي؛ حال دا چي ږغ په حقيقت کي په زْوَر، زېر او پېښ پوري اړه لري . خير، دا د عربي ژبي پخوانی دود او دستور دئ، چي د قرآن مجيد په استناد يې عمر تر څورلسو سوو کلو پوري رسيږي . په پاړسي يا پښتو کي دا دود پالل، بې ځايه تقليد دئ . سمه او معقوله لار خو دا ده، چي دغه راز کليمې د همزې پر ځای  په « ی » سره وليکل سي لکه : « از بدوی اين منازعه »، « اندر رثای شاعر»، « غشای معده »، « امحای بی سوادی »، « افشای جنايات »او داسي نور؛ ځکه په پاړسي، پښتو او داسي نورو ژبو کي د عربي ژبي د همزې او زېر (ءِ) ږغ د « ی » په مرسته ډېر اسانه او رسا ښوول کېدای سي .


 


گرانو لوستونکو ته مالومه ده، چي په پاړسي کي « پينټاگان » د « پنتاگون »، « کلينټن » د « کلينتون »، « جگسن » د « جگسون » . . . په بڼه ليکي .  دا خبره سهي ده، چي په پاړسي کي د « ټ » ږغ نسته؛ ځکه يې نو د اواز د تړانسکريپشن دپاره له نيژدې مخرج ياني « ت » څخه کار اخيستل کیږي . دا خود د دې ژبي په ږغيږ سيسټم کي د ځينو ږغو او هجاوو د نسته والي مشکل دئ، چي ټول يې بايد د سر پر سترگو و منو؛  مگر په « پنتاگون » باندي د « پينتاگان » د اړولو اړتيا په څه کي ده؟ ايا « گونgon » او « گان gᾱn» د ږغپوهني له پلوه يو شان دي؟! سربېره پر دې، په پاړسي کي خو د « ی » د نسته والي مشکل هم نلرو . گران لوستونکي کولای سي د لاندي لينک۱ په کښېکښلو سره، په دري ژبه کي، د « ی » درې ډوله ږغونه له ژوندييو مثالو سره وگوري . که په پاړسي ژبه کي د « ی » گانو کمی هم نه لرو، بيا نو ولي د خلگو د مروج تلفظ پر خلاف د « پینتاگون » يا « کلينتون » غوندي کليمو په ليکدود کي، په لوی لاس د « ی » له ليکلو څخه ډډه کوو؟ « پنتاگون » يا « کلنتون »خو د ږغپوهني له پلوه د « پينټاگان » او « کلينټن » څه چي د« پينتاگون » يا « کلينتون » استازيتوب هم نسي کولای؟  ژبپوهانو ته مالومه ده، چي په پاړسي کي د « ابتدا به ساکن » ستونزه عامه ده . له همدې اسيته « ستراتيژي »، « سټار»، « سټريټ »، « ستوری »، «  سپوږمۍ »، « خپل » او داسي نور ټکي د « ايستراتيژي »، « ایسټار»، « ايسټريټ »، « ايستوری »، « ايسپوږمۍ »، « ايخپل »  او داسي نورو په بڼه وايي؛ مگر دا مو هيڅکله نه دي اروېدلي، چي په دې ژبه کي دي څوک د « ی » په ويلو کي هم ستونزه ولري . د يو بل مثال يادونه هم بې ځايه نه ده .  موږ  ټول اروو، چي  انگرېزي ژبي خلگ په روښانه او واضح ډول « جگسن Jackson» وايي؛ خو په پاړسي کې، بې ضرورته، د نورو ژبو په پيروۍ، په « جگسون » اړيي . که څوک پوښتنه وکي، چي کاکا د« جگسن » په نامه کي خو« و» گرسره نسته، نو تاسي يې د کومي اړتيا او کوم دليل له مخي، له ځانه په کښې باسئ؟ د « جگسن » او « جگسون » په اواز کي  خو ډېر توپير  دئ .
 


موږ بايد په دې روښانه واقعيت ښه سر خلاص کو، چي د بېلابېلو کليموپه تلفظ کي له ځانه ږغونه زياتول او کمول د ږغپوهني له اړخه ډېره لو( لويه) تېروتنه ده . له دې امله بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي د بېلابېلو کليمو په تلفظ کي له ځانه کمی او زياتی و نه کو، په تېره بيا هغه کمی او زياتی، چي د مجبورۍ او اړتيا له مخي نه يي . په تلفظ او املا کي ددې ډول تحريفاتو او لاسوهنو شمېر تر انده پاس دئ . د ټولو را غونډول يې حتا په يوه مقاله کي هم نه ځاييږي . د دونيا خورا ډېري ژبي په دې ناروغۍ اخته دي . پښتو هم له دې ډلي څخه مستثنا نه ده . بېله شکه، د دې ستونزو او پېچومو د ختمولو تر ټولو ښه او معقوله لار دا ده، چي د ژبو املايي سيسټم ( ليکدود) د خلگو د معياري تلفظ له مخي جوړ سي . په نننۍ مقاله کي د پښتو ټکو د وينگ او کښنگ د همرنگۍ يا نيژدې والي پر ځينو ستونزو او حل لارو خبري کوو؛ خو تر هر څه مخکي بې گټي نه گڼو، چي د پښتو ليکدود و تکاملي بهير، نيمگړتياوو او کمزورييو ته هم يوه لنډه او چټکه کتنه وکو .
 


د پښتو ليکدود د جوړېدو او پرمختگ وپړاوو ته لنډه کتنه
پښتو ليکدود هم د نورو متمدنو او پرمختللو ژبو په څېر په يوه پلا نه دئ  جوړ سوئ، بلکي د پېړييو په اوږدو کې سَوکه سَوکه  وده او پرمختگ کړئ دئ؛ او دا بهير به تل تر تله په همدې ډول جاري او ساري یي . د تاريخي شواهدو په اِستِناد، پخوا زموږ په تاريخي ټاټوبي کي له آرامي، براهمي، يوناني او خروشتي ليکدود څخه کار اخيستل کېدئ .۲    و افغانستان ته د اسلام تر راتگ او نفوذ وروسته کرار کرار د عربي ژبي وليکدود ته لار هواره سوه . عربي ليکدود هم په خپل وار سره ورو ورو و پښتو او پاړسي ليکدود ته زمينه برابره کړه . د تر لاسه سوو مالوماتو له مخي، د پښتو اوسنۍ الفبې واردواره د سلطان محمود غزنوي ( ۳۸۹-  ۴۲۱ هـ ق) د پښتون وزير احمد بن حسن ميمندي ( ميوندي) په امر ، د قاضي سیف الله له خوا جوړه سوه .۳ د پښتو ليکدود په پرمختگ او بډاينه کي بل لوی گام، هغه مهال واخيستل سو، چي بايزيد روښان اورمړ انصاري ( ۹۳۱  – ۹۸۰ هـ ق) پر پخوانييو عربي تورو سربېره، دولس ( د هغه د ځینو پيروانو د ادعا له مخي ديرلس) نور پښتو توري پر زيات کړل . وروسته خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ –  ۱۱۰۰ هـ ق)، د پښتو مرکې غړو، وزير محمدگل خان مومند( ۱۲۶۳- ۱۳۴۳ ش)، د پښتو ټولني مؤسسينو اواوسنييو ژبپوهانو د وخت او زمان له ايجاباتو سره سم د پښتو ليکدود په پراخېدو، علمي کېدو او پرمختگ کي ارزښتناکه برخه واخيستله . متأسفانه سره له دې اوږدو پراختيايي او پرمختيايي پړاوو، پښتو ليکدود بيا هم له هره پلوه بشپړ نه دئ؛ ځکه تر اوسه پوري زموږ د ژبي وځينو ږغو او هجاوو ته خپل ځانگړي توري او نخښي نه دې ټاکل سوي . د ځينو نورو ږغو او هجاوو دپاره که څه هم توري او نخښي لرو؛ خو د دودپالني او پېښه گرۍ په وجه يې پر خپلو اصلي ځايو نه کاروو. د دغو نيمگړتياوو او کمزورييو د ايسته کولو په هيله د پښتو ژبپوهانو، څېړونکو او لیکوالو پام و دغو ټکو ته را گرځوم :


–  زموږ ځيني اوسني ژبپوهان، اديبان او ليکوال تر اوسه پوري عربي، پاړسي يا عربي – پاړسي مرکب ټکي؛ لکه مالوم، مانا/ معنا، تسپې/ تسبې ، سوله، پوځ، گونا، هونر او داسي نور د عربانو او پاړسي ژبو په څېر په خپله اصلي بڼه ( معلوم، معنی، تسبيح، خوشحال، صلح، فوج، گناه، هنر) کاږي . ښايي دليل يې دايې، چي دا راز کليمې په نورو ژبو لکه عربي، پاړسي، اوردو او داسي نورو کي هم په دې بڼه کښل کيږي . له دې کبله يې نو دوی هم بايد اصلي او عمومي بڼه خوندي کي .  ښايي ځيني ځيني دا اندېښنه هم ولري، چي که دا ډول کليمې په مفغنه بڼه وليکي، نو عربان، پاړسي وانان او نور به د ناپوهۍ او بې سوادۍ ټاپه پر و وهي؛ حال دا چي واقعيت داسي نه دئ . زموږ سترگه ورو ژبپوهانو او څېړونکو ته دا خبره روښانه ده، چي د پښتو ادب مخکښانو په سيمه او هيواد کي د عربي ژبي د پراخ او ژور نفوذ له وجي، نه يوازي د عربي، پاړسي، تورکي ( ترکي)، هندي، سنسکريت او نورو ټکو په ليکلو کي د عربي ټرانسکريپشن له اصولو څخه استفاده کوله، بلکي د خپلو سپېڅلو پښتو ټکو په کښنگ کې هم له دې لاري کار اخيستئ؛ مثلاً « ښه »، « ونه »، « اوبه »، « گوندي »، « غوندي » او داسي نوري کليمې يې د « ښَ »، « ونَ »،« اوبَ »، « گُندِ »، « غُندِ» په بڼه ليکلې . هغوی په دې کار کي د خپلي ژبي د ږغيږو ځانگړتياوو پر خلاف، په پټو سترگو د عربي ژبي دود او دستور پاله . لکه څنگه چي د پرمختللو او مهذبو اوروپايي ژبو وتلو ژبپوهانود نورو ژبو د دود او دستور و پاللو ته اړتيا لرله، زموږ ادبي او علمي مخکښانو هم دا حق لاره، چي د خپل وخت د مهذبي اوغني ژبي ( عربي) د دود او بايدې پيروي وکي؛ خو کله چي په خپله ژبه کي د مختلفو اصواتو د ټرانسکريپشن دپاره مختلف توري او نخښي لرو، بيا نو د عربي اِعرابو کارول، تل تر تله هيڅ منطق، تعقل او علمي اساس نسي لرلای؛ ځکه عربي اِعراب په ځینو حالاتو کي دپښتو ژبي د ځانگړو ږغود ټرانسکريپشن وړتيا نه لري؛ د مثال په توگه عربي زېر( -ِ) نسي کولای په ټولو حالاتو کي د پښتو ژبي د پينځو ډولو « ی » گانو سم او دقيق استازيتوب وکي؛ ځکه ټول پوهېږو، چي په عربي کي خو له لويه سره د پښتو په شان د« ی » پينځه ډوله ږغونه نسته .


له هغو ښاغلو ژبپوهانو او ليکوالو څخه، چي د پښتنو د مروج اولسي تلفظ پر خلاف، ټولي يا زياتره عربي او پاړسي کليمې په خپله اصلي بڼه کاږي، اوله پوښتنه دا ده، چي که عربي او پاړسي ټکي په خپله اصلي بڼه ليکئ، بيا نو سنسکريت،  هندي، پنجابي، تورکي او نور ټکي لکه « اډا»، « بوجهـ » ، « جهگړا»، « دکهـ »،«  دهندها»، « دهوکا»، « ډهول »،«گهري »، « اطاق »، « اوجاق »، « طوفان » او داسي نور ولي په خپله اصلي بڼه نه کاږئ؟!  مگر په ژبو کي د بېلابېلو کليمو له شکلي او مانوي ( معنوي) بدلون څخه سترگي پټېدلای سي؟  مثلاً د« نمازديگر » ترکيبي ټکی له پاړسي څخه وپښتو ته را ننوتلئ دئ . زموږ خلگو تې( ته يې) په اصلي بڼه ويل گران ؤ؛ ځکه يې نو د اسانۍ او سادگۍ له اصل سره سم، اول په « مازديگر » او بيا په « مازيگر » يا « ماځيگر» واړاوه . د ايتيمولوژۍ ماهران او پلټونکي پوهېږي، چي د هندي او سنسکريت ژبو ترکيبي کلیمه – آټنگر ( آټ = اته +  نگر =  ښار) په پښتني چاپېر کي واردواره په « هشتنگر» واوښتله . وروسته يې کرار کرار د « هشتنغر» بڼه واخيستله . د زمانې په تېرېدو سره يې« ت » د دروندوالي او گرانۍ له امله حذف سوه؛ او د« هشنغر» رنگ يې واخيستئ . په « الف » باندي د « هـ » اِبدال په پښتو کي ډېر عام او معمول دئ، ځکه نو « هشنغر » هم په پای کي جوله واړوله؛ او د « اشنغر» په ډول يې رواج پيدا کئ . په دې توگه گورو، چي د هندي او سنسکريت ژبو همغه « آټنگر » کليمه اوس تر څو پېړييو شکلي بدلونو وروسته په ټولو پښتنو کي د « اشنغر» په ډول ويل کيږي . دا د کليمو د شکلي بدلون يو دوه مثاله وه، چي په پښتو کې شمېر تر زرو هم اوړي . هغه ليکوال او ژبپوهان، چي په ژبه کي د بېلابېلو ټکو د شکلي بدلون پر اصل باور نه لري، باید د پښتو ځیني لنډي سوي مرکبي کليمې لکه « هيچا »، « هيڅوک »، « هيچيري » او داسي نوري هم د« هيڅ چا »، « هيڅ څوک »، « هيڅ چيري » او داسي نورو په بڼه و وايي او وليکي؛ حال دا چي عام و خاص گرده دا کليمې د درندوالي يا ثقلت له جهته د « هيچا »، « هيڅوک » او « هيچيري » په بڼه وایي؛ او موږ ټولو ته په کار ده، چي د داسي ټکو په ليکلو کي دخلگو و مروج تلفظ ته د معيار په سترگه وگورو. « گرسره »، « اوسرۍ »، « درنه » او داسي نور ټکي هم ټول په دې ډله کي راځي، چي لرغوني تلفظونه ( گردسره، اوسترۍ، درنده) يې اوس د ثقلت او گرانۍ له مخي هيچيري نه ويل کيږي . کې څوک په بې خبرۍ سره وایي هم، نو د ټولنيز پرمختگ له قوانينو او اولسي نرخ و نوا څخه ښکاره سرغړونه کيي .
 


البته، کليمې له يوې ژبي څخه و بلي ژبي ته په تگ راتگ کي، نه يوازي له شکلي، بلکي کله کله مانوي تغييراتو سره هم مخامخ کيږي؛ مثلاً « مکان » اصلاً عربي کليمه ده، چي په دې ژبه کي زياتره د ځای، موقعيت، مقام، ارزښت، نتيجې، تسلسل، فاصلې، وزن، فضا، د کتاب د يوې برخي، شرایطو او احوال په مفهوم استعماليږي .۴ همدغه عربي کلیمه په اوردو ژبه کي د کور په مانا پراخ استعمال لري؛ حال دا چي کنداري پښتانه يې د بيت الخلا يا کناراب په مفهوم کاريي . په دې توگه گورو، چي د همغي يوې کليمې مانا د ژبو په بدلولو سره څونه تفاوت کيي . دې مانوي تطوراتو او بدلونو ته په پام سره، ايا پښتانه  يا اوردو ژبي خلگ مجبور دي، چي د عربانو د خوشالۍ يا عموميت ساتلو دپاره هرومرو دا کليمه په خپله اصلي عربي مانا استعمال کي؟ ايا عربان به پښتنو یا نورو قومو ته پېغور ورکي، چي ولي يې د دوی عربي ټکی د مانا په لحاظ اړولئ دئ؟ که چيري د ژبو د پرمختگ او بدلون له قوانينو بې خبره عربان داسي ناسولټه خبره  وهم کي، بيا به نو نور قومونه هم سمدلاسه د عربي ژبي هغه ټکي ورته کتار کي، چي عربانو له نورو ژبو څخه اخيستي دي؛ او د خپلو ژبنيیو اړتيا وو له  مخي یې درانه بدلونونه پکښي راوستي دي لکه : تلفيزيون، بارک، باور، برنامج، کمبيوتر، فيکتوريا،  قانون، صندل، آفت، صابون، نارنج، نرجس، نيروز او داسي نور، چي اصلي بڼه يې ټلوېژن  (television)، پارک (park)، پاور (Power)، برنامه، کمپيوټر (computer)، ويکټوريا (Victoria)، کنن/ کېنن (canon)، چندڼ، اپت، سابون/ ساپون، نارنگ، نرگس او نوروز دي . په پاړسي کي هم « کهچړي »، « کهوټي »، « کوټوال »، « کهوسا»، « حِنا »، « مزاح » او په سوو نور ټکي د دې ژبي د اړتيا له مخي په « کچری »، « کوتی/کُتی »، « کوتوال »، « کوسه »، « خِنه »، « مزاق » او داسي نورو اوښتي دي . د انگرېزي په گډون د نړۍ په نورو ژبوکي هم دکليمو په شکلي او مانوي جوړښت کي د دغه راز بدلونو مثالونه په پېخر دي، چي راټولول يې د يوه کتاب يا لويي رسالې په گچه کار او پلټنه غواړي . د دې مثالو او خبرو د يادوني  اساسي مقصد دا دئ، چي موږ  په هيڅ وجه مجبور نه يو د نورو ژبو( عربي، پاړسي، هندي، سنسکريت، پنجابي، تورکي، انگليسي، فرانسوي، روسي او داسي نورو) دخيلي کليمې د هغو د اصلي او بومي ويوونکو په څېر و وايو او وليکو.  موږ به هرومرو له خپلي اړتيا سره سم د هري ژبي ادبي، علمي، تخنيکي او نوري کليمې اخلو؛ خو ټولي به په خپله پښتني کټو کي ايشوو؛ افغاني رنگ او جوله به ورکوو؛ او په ټولو حالاتو کي بې (به يې) د خپلي ژبي د قواعدو او اصولو تابع کوو.  دا د ژبي او نورو ټولنيزو پديدو د ژوند او بقا قانون دئ .
 


پاته لري
 


لمنليکونه


1 http://afgazad.com/Elmi/092611-HKS-Cheraa-Yak-Yaa.pdf


۲ پوهاند عبدالحی حبيبی، تاريخ خط ونوشته های کهن افغانستان :  از عصر قبل التاريخ تا کنون ( کابل : نشر کردۀ انجمن تاريخ و ادب، اکادمی افغانستان، ۱۳۵۰) ۸، ۱۲، ۱۴، ۲۱ .


۳ پوهاند عبدالکشور رشاد، « د خير البيان ليکدود او لُغتنامه، » خيرالبيان د بايزيد روښان، عکسي چاپ . ( کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی،۱۳۵۳)  ۶۱ .


4 Hans Wehr, A  Dictionary of Modern Written Arabic. ed. by J. Milton Cowman, 3rd. ed. (Beirut: Librairi du Liban, 1980) 847