کور / علمي / په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی

په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی

دوهمه برخه


په ويلو او ليکلو کي د همرنگۍ يا نيژدې والي دپاره بايد څه وکو؟


د وينگ او کښنگ تر منځ د همرنگۍ يا نيژدې والي په خاطر بايد تر وسه وسه کوښښ وکو، چي ليکل د ويلو تابع کو. د دې خبري مانا دا ده، چي د خپلي ژبي په ليکدود کي بايدد نورو ژبو د املايي دود او دستور له کورکورانه پاللو څخه لاس واخلو. نوري ژبي پوهېږي، خپل ليکدود او املايي سيسټم يې . لکه څنگه چي مخکي هم يادونه وسوه، د ژبي د لغوي زېرمي د پراخولو او شتمن کولو دپاره به د اړتيا پر مهال د نورو ژبو له بېلابېلو ټکو څخه پراخه گټه اخلو؛ خو سره له دې به هم هر څه د خپلي ژبي د ويونکود اسانۍ په مقصد له خپلو ږغيږو ځانگړتياوو او گرامري قواعدو سره برابروو. زموږ خلگو له سوو کلو راهيسي د پاړسي ژبي « لشکر» ، « آبدست »، « شادی » په « لښکر »، « اودس » او « ښادي » اړولي دي؛ عربي « نْفْس »، « نعره »، « مسجد» او « تعبيه » تې (ته يې) د« نوس »، « ناره »، « ماجت/ ماجيت » او « تابيه/ تابيا» رنگ ورکړئ دئ . هندي الاصله ټکو لکه : « اډا»، « بوجهـ »، « جهگړا»، « دکهـ »، « دهندها»، « دهوکا»، « ډهول »، « گهړی »او سوو نورو تې هم د « اډه »، « بوج »، « جگړه »، « دوک »، « دنده »، « دوکه »، « ډول »،« گړی » او داسي نورو په بڼه، پښتني جوله ورکړې ده . د ځينو ټکو پر ظاهري جولې سربېره یې د هغو په مانا او مفهوم کي هم بدلونونه او زياتوني راوستي دي؛ لکه عربي« نعره » چې (چي يې) په شکلي بدلون سره په « ناره » اړولې؛ اوپه مانوي بدلون سره يې پر عربي مانا( چغه/ چيغه) سربېره، يوه بله پښتو مانا هم ور زياته کړې ده . د پښتو په سوهيل – لوېديځه لهجه کي د « نارې » نوې زياته سوې مانا دا ده، چي يوه کليوالي نجلۍ د مور او پلار د رضايت  او مسلط دود و دستور پر خلاف د مېړه غوښتنه او انتخاب وکي . د داسي نجلۍ په باره کي نو عام خلگ وايي : « پلانۍ ناره وکړه . » د « نارې » دا نوی مفهوم يوازي په سوهيل-  لوېديځو پښتنو کي باب دئ؛ عربان څه چي د نورو سيمو پښتانه هم د عربي نعرې له دې مانوي تطور او بدلون  سره اشنا نه دي .


 


لکه څنگه چي ژوندي موجودات د خپل پايښت او بقا دپاره و ځان او ځای بدلولو ته اړ دي، ژبنۍ مسألې هم د نورو ټولنيزو پديدو او پېښو په شان، په نوي ماحول کي د ژوند او پايښت دپاره و ډول ډول بدلونو ته اړتيا لري . د همدې منطقي استدلال او ټولنيزي قانونمندۍ په روڼا کي پوښتنه دا ده : کله چي زموږ پلرو او نېکو د پردو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو له رنگ اړولو او جامې اليشولو څخه چاره نه لرله، ايا موږ کولای سود دې جبري او قهري بهير مخه ونيسو؟ مهمه لا دا چي ايا د دې شکلي او مانوي تغيیراتو مخنيوی زموږ د ژبي، ادب او فرهنگ و راتلونکي پرمختگ ته  څه گټه هم لري که يا؟ د سليم عقل له مخي د دواړو پوښتنو جوابونه منفي دي؛ ځکه نه هيڅ ژبپوه او ليکوال په ژبه کي د سادگۍ او اسانۍ مخه نيولای سي؛ او نه هم په دې کار کي د منطق او تعقل څه څرک ليدل کيږي .


 


په دې توگه گورو، چي له وينگ سره د کښنگ مطابقت يا نيژدې والی د پښتو ليکدود د بشپړتيا او پرمختيا تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده . د سوچه پالني د ورانوونکي او مردودي کړنلاري پر خلاف، په دې ډول همرنگۍ او نيژدې والي کي نه يوازي پښتو ژبه له هيڅ ډول پردو او مفغنو ټکو څخه نه بې برخي کيږي، بلکي نوره هم د سادگۍ، اسانۍ،  ښکلا او پوخوالي پر خوا گام اخلي؛ ځکه ژبه د يوه ژبپوه، لغتپوه، گرامرپوه، شاعر او ليکوال بازيچه نه، بلکي د پراخو خلگو مال او ميراث دئ . هر څونه چې( چي يې) د ژبي ليکلې بڼه له ويلو سره يو رنگي او نيژدې والی ولري، په هغونه اندازه يې اولسي خوند او رنگ هم زياتيږي . يوازي دغه راز ژبه کولای سي د خپلو خلگو سم او ريښتينی استازيتوب وکي . د ژبپوهانو، څېړونکو، ليکوالو، شاعرانو، ژورناليستانو او نورو فرهنگپالو رسالت او مسووليت هم په واقعيت کي دا دئ، چي د ژبي او نورو کولتوري برخو همدا اولسي جوهر ژوندی او خوندي وساتي . بېله شکه، دا زرين اصل په عمل کي له ستونزو او پېچومو خالي هم نه دئ . د ليکني په دې برخه  کي د دغه راز خنډو او حل لارو پر ځينو اړخو خبري کوو.


 


د پښتو وينگ او کښنگ د همرنگۍخنډونه اوحل لاري 


–  د پښتو ويلو او ليکلو د همرنگۍ په لار کي اول خنډ دا دئ، چي پښتو ژبه له بېلابېلو لهجو( گړدودو) څخه جوړه ده . په داسي شرايطو کي که هر څوک د خپل مورني، کليوالي او محلي تلفظ له مخي ليکنه وکي، بيا خو د پښتو ژبي د يوه واحد معياري ليکدود په را منځ ته کولو او ترويج کي له خورا لويو کړاوو او سرخوږييو سره مخامخ کيږو؛ مثلاً« موږ » کلیمه  په پښتني قبيلو کي د « موږ »، « ميږ »، « مونگ »، « مينگ »، « موگ » او داسي نورو په بڼه ويل کيږي . که هر څوک دا ډول کليمې د خپل مورني او محلي تلفظ له مخي وکاږي، پښتو ژبه په کليوالي او محلي دېوالو کي کلابنده پاتيږي؛ ځکه د يوې لهجې ويوونکو ته به هرومرو د بلي لهجې تلفظونه پردي او نااشنا وبرېښي؛ او په دې توگه به د ژبي د يووالي او پرمختگ مخه ونيول سي . دا خنډ بايد څنگه له مخي ليري کو؟ په داسي اختلافي مواردو کي بې روغي جوړي يا ټولنيز تړونه بل هيڅ لار نه ليدل کيږي . له بېلابېلو مغيره تلفظو څخه به د سادگۍ، اسانۍ او عموميت د اصولو له مخي يو تلفظ د معيار په توگه ټاکل کيږي؛ او ټول به په همغه واحده معياري بڼه ليکني کيي . البته، معيار ټاکل په خپله هم د يوه يا دوو کسانو کار نه دئ .  په دې ستر او ارزښتناک  گډکار کي بايد له علمي اصولو او معقولو لارو چارو څخه گټه واخيستل سي .


 


–  دوهم خنډ د هغو ټکو په ليکلو کي دئ، چي تلفظ يې په  ځينو پښتو لهجو کي خپله اصلي او لرغونې بڼه اړولي ده . بايد هېر نه کو، چي د وينگ  او کښنگ همرنگي يا د ويلو پر اساس ليکل، يوازي هغه مهال جايز گڼل کېدای سي، چي د بېلابېلو کليمو په وينگ کي د ژبي و اصلي او لرغونو ځانگړتياوو ته زيان ونه رسيږي؛ مثلاً که څوک « پښتو »، « پښتون  »، « پښتونخوا »، « ښايسته »، « کښېناستل »، « کښېښوول/ کښېښودل  »، « ښکنځل »، « ژبه »، « ژوبل » او داسي نور سپېڅلي ټکي د خپل مورني يا سيمه ييز تلفظ له مخي د « پختو »، « پختون  »، « پختونخواه/ پختونخوا »، « خايسته/ خيسته/ خايشته / خيشته »، « کیناستل »، « کېښوول/ کېښودل »، « کنځل »، « زبه/ جبه »، « زوبل/ جوبل » او داسي نورو په بڼه کاږي، دا کار قطعاً علمي جواز نسي لرلای؛ ځکه په دې ډول تلفظو کي د پښتو ژبي هغه سپېڅلي او لرغوني ږغونه اوښتي يا مسخ سوي دي، چي تر اوسه هم په ځينو پښتو لهجو کي په  خپله اصلي او پخوانۍبڼه ژوندي دي . ژبپوهان  او ادبپوهان پوهېږي، چي دغه راز  ټکي پر « پټه خزانه » سربېره د روښانيانو، خټکو او پښتو ادب د منځنۍ دورې د زياترو شاعرانو او ليکوالو په اثارو کي له « ښ » سره يو ځای کښل سوي دي . په بله وينا، د « ښ » ږغ د داسي ټکو نه بېلېدونکې برخه ده . د پټي خزانې په حواله زموږ په لرغونو اثارو کي هر ځای « ږغ » راغلئ دئ نه « غږ » يا « غگ » .۵ د خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ –  ۱۱۰۰ هـ ق) د ديوان او نورو اثارو په خطي نسخو کي هم دا ټکی هر ځای په خپله اصلي او لرغونې بڼه ( ږغ)کښل سوئ دئ .۶ له نېکه مرغه، د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا د خوشحال خان خټک د خپرو سوو کُلياتو په لومړي ټوک کي هم د سموونکو او اوډنکو له ساتوله خوندي پاته سوئ دئ .۷ ښاغلي عبدالقيوم زاهد مشواڼي هم د ځينو کوچنييو موچنييو لاسوهنو پر خلاف، د خوشال خان خټک د کلياتو په وروستي چاپ کي، په خپله اصلي او لرغونې بڼه ثبت کړئ دئ .۸  د پښتو ادب د منځنۍ دورې په ځینو نورو اثارو کي هم دا کليمه د « ږغ » په ډول راغلې ده .


 


لکه څنگه چي په « کيناستل »، « کنځل »، « بښل »، « نښه » او داسي نورو باندي د « کښېناستل »، « ښکنځل »، « بخښل »، « نخښه » او داسي نورو الېشېدل له تاريخي پلوه وروستۍ پېښه ده، په « غږ » باندي د « ږغ » اوښتل هم اوږده سابقه نه لري . په ځينو خطي نسخو کي د « غږ » په بڼه د« ږغ » املا له ورايه د متأخرو کاتبانو او ناسخانو تصرف او لاسوهنه گڼله کيږ ي . تاسي په يوټيوب کي د وزيرو او مسودو خبري واروئ، تر اوسه پوري د « ښ » او « ږ » ږغونه د پښتو د جنوب – لوېديځي لهجې په شان، په خپله اصلي او لرغونې بڼه  ادا کيي . له بلي خوا د « ږغ » پر ځای د « غږ » کاروَنه د پښتو په جنوب – لوېديځه لهجه کي د « غږ » له اسم صوت سره د التباس  ستونزه هم پېښيي؛ ځکه « بږ »، « سږ »، « غږ » او داسي نور په جنوب – لوېديځه لهجه کي د ږغ د نامه يا اسم  صوت په ډول استعماليږي . سره له دې ټولو خبرو تاسي د بې بې سي او ځينو نورو راديوگانو ويبپاڼي وگورئ، هر ځای يې د« ږغ » پر ځای « غږ » ليکلئ دئ؛ او په دې توگه يې خپل تحريف سوي تلفظ ته معياري بڼه ورکړې ده؛ حال دا چي په دغو راديوگانو کي د پښتو د جنوب –  لوېديځي لهجې داسي ډېر ويونکي هم کار کيي، چي دا ټکی په خپله اصلي او لرغونې بڼه وايي . دا خبره سمه ده، که څوک د خپلو ژبنيیو اړتياوو له مخي د « کښېناستل  »، « کښېښوول/ کښېښودل »، « ښکنځل »، «  ږغ »، «  ژبه »، «  بخښنه » او داسي نورو پر ځای « کيناستل »، « کېښوول/ کېښودل »، « کنځل »، « غږ »، « زبه/ جبه » ، « بښنه » او داسي نور کاږي، په دې کار سره اسمان نه را نړيږي . موږ ټول د هغوی په  دې ضرورت او مشکل ښه پوهېږو؛ خو دا خبره بايد تل په ياد ولري، چي خپلو تحريف سوواو مسخ سوو تلفظو ته بايد هيڅکله معياري بڼه ور نه کي؛ ځکه هيڅوک د هغو ږغيږو ځانگړتياوو، ژبنيیو اصولو او فرهنگي ميراثو د اړولو او بدلولو واک نه لري، چي د پښتو ژبي په ځينو لهجو کي پخې او مزبوتي ريښې لري . د تعصب او تنگ نظرۍ له مخي د « کښېناستل » پر ځای د « کیناستل » يا د « ږغ » پر ځای د « غږ » معياري کول، له ورايه د پښتو ژبي د تباهۍ په مانا دي . په دې چي د« کښېناستل » او« کېناستل » ترمنځ فرق د« وېره » او « بېره »، « ليار » او « لار »، « رڼا » او« روڼا»، « شي » او « سي »، « شو » او « سو» او داسي نورو ټکو په شان ساده او معمولي لهجه يې بدلون نه دئ، بلکي په  دغه راز توپير او بدلون کي د پښتو ژبي د اصيلو او لرغونو ږغود نابودۍ خطر نغښتی دئ .


 


هو، پر دې خبره بايد باور ولرو، چي ژبه تل د تغيیر او تحول پر خوا روانه ده؛ زموږ په تلفظو کي هم د طبيعې ( جغرافيايي چاپېر او اقليم) او غير طبيعي ( سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنگي او اقتصادي) عواملو پر اساس پر له پسې بدلونونه راځي . که دغه راز بدلونونه د ژبي په ټولو لهجو کي پېښ سي، بيا خويې هيڅوک هم مخه نسي نيولای . هرومرو بايد له هغو سره سم عمل و سي؛ خوکه يوې لهجې د ژبي اصالت او لرغونيتا ساتلې يي، بيا نو موږ ټولو ته ښايي، چي د انحرافي بدلونو په وړاندي د سموالي او اصالت پلوي وکو . که دا هم نسو کولای، نو لږ تر لږه خو بايد د نورو د سمو او اصيلو تلفظود رواجولو او تعميم مخه هم و نه نيسو.  زموږ پوه او باصلاحيته لوستونکي دي په خپله قضاوت وکي، چي د سليم عقل او پاخه استدلال خاوندان و دغه راز خپلسرو او غيرعلمي پرېکړو ته د معيار په سترگه کتلای سي؟! ايا دا نيمگړي، اومه او کاږه معيارونه پښتو ژبه يو ځای ته رسولای سي؟!


 


–  د وينگ او کښنگ د مطابقت يا نيژدې والي په لار کي بل خنډ د التباسو او گډوډييو پېښېدل دي، چي بايد تر وسه وسه يې مخه ونيسو؛ مثلاً قوم/ قام عربي ټکی دئ، چي موږ يې په پښتو کي د « ق » نه لرلو په وجه د«کام »په بڼه وايو؛ او هغه بيا د پښتو له کام (تالو،کومه، حلق)، د پهلوي/ پاړسي له کام ( غوښتنه، هيله، نيت، هدف، مقصد، پلان)، د سنسکريت له کام ( غوښتنه، هيله، موخه، هدف، مقصد، نيت، پلان، مينه، محبت، عشق، الفت)او د هندي، اوردو، پنجابي او ځینو نورو هندي الاصله ژبو له کام ( کار، کِسب، دنده، وظيفه، کاروبار، خواري، غريبي، خدمت، چوپړ او داسي نورو) سره مانوي التباس پيدا کيي .  دغه راز، که د قانون (canon)  ټکی، چي په حقيقت کي له اوروپايي ژبو څخه  وعربي ته تللئ دئ، د پښتنو د تلفظ له مخي د«کانون » په بڼه وکښل سي، د پاړسي ژبي له کانون ( مرکز، کوره، بټۍ او داسي نورو) سره د گډوډېدو سرخوږی را ولاړيي . د چايو« شمه » او د روښانولو« شمعه » که دواړي په يوه املا وکښل سي، هرومرو وگډوډۍ او التباس ته لار پرانيزي . د « دُراني » کليمه له پاړسي « دُر» څخه مشتق سوې ده، چي د ملغلري/ مرغلري په مانا ده، کې په واو وليکو سمدستي له « دَوْراني » سره التباس پيدا کيي، چي د « دوران » له کليمې څخه اخيستل سوئ دئ .  له دې رنگه التباسو او مغالطوڅخه د ژغورني دپاره کېدای سي، د هري ليکني په پيل کي يو پلا د مفغن ليکدود تر څنگ، په قوسو يا لينديو کي، د پام وړ ټکي عربي ليکدود هم وکښل سي؛ او په هر هغه ځای کي بيا تکرار سي، چي له نورو مشابه ټکو سره د گډوډېدو يا التباس پېچومه پېښيي . سربېره پر دې بايد ددغه راز  کليمو د ويلو او کښلو په  همرنگ کولو کي تل له متانت او سړې سينې څخه کار واخيستل سي؛ ځکه زموږ اوسنۍ تقليدي او تعاملي ليکدود پېړې پېړۍ چلېدلئ دئ، په اړولو کې هم بايد پوره زغم او اتيات ( احتياط) وسي . دا کار يقناً په سر کي  خورا گران او پېچلی ښکاري؛ خو کله چي نورو مفغنو ټکو لکه : جگړه، دنده، دوکه، کوښښ، تلاښ، اودس، مانا، تسپې، مالوم، سوله، تابيه، لوبه، وس، خلگ/ خلک او سوو نورو ته وگورو، بيا نو په «  الوا »، « هونر/ اونر »، « روستم  »، « سوهراب » او داسي نورو باندي د« حلوا»، « هنر»، « رستم »، « سهراب » او زرو نورو عربي، پاړسي، هندي، تورکي، انگليسي او داسي نورو ټکو اړول هم څه مشکل کار نه دئ .


 


د ويلو او ليکلو په همرنگۍ يا نيژدې والي کي د مرکبو ټکو د لنډولومسأله


د پښتو په جنوب – لوېديځه لهجه کي له پخوانو زمانو څخه تر اوسه پوري د مرکبو ټکو د اختصار يا لنډولو(contraction) ځيني شکلونه کاريږي، چي مثالونه او بولگې يې د پښتو د منځنۍ دورې په منظومو او منثورو اثارو کي هم خورا ډېري تر سترگو کیږي . د ژبي په وينگ او کښنگ کي د يو رنگۍ يا نيژدې والي اصل دا غوښتنه کيي، چي د شفاهي ژبي دا لرغوني، اصيل او ژوندۍ لنډوَني بايد د ژبي په تحريري بڼه کي هم هيڅکله له پامه ونه غورځول سي . د دې لنډو بڼو ځيني نمونې دا دي :


–  بې ( به يې) : چيري بې يوسي؟ څوک بې واخلي؟ چاته بې ورکئ؟ او داسي نور . لکه څنگه چي ښکاري، په دې جوملو( جملو) کي د« بې » اختصاري کليمه د هغه شي (object) دپاره استعماليږي، چي مخکي يې په خبرو کي يادونه سوې يي .


–  تې ( ته يې) : احمد تې ورکه! دوی تې ورکه!  ما تې را که! او داسي نور . دا لنډ سوئ ټکی زياتره په سمتي يا استقامتي (dative) بڼه کاريږي .


–  چې ( چي يې) : نوی چې رانيوئ، سم نه ؤ؛  له کوره چې وشړئ، په لېونتوب اخته سو؛ له کندهاره چې کډه وکړه، سيده وکراچي ته ولاړئ؛ او داسي نور .


–  څې ( څه يې) :  څې ورکړه؟  څې وغوښته؟ څې ولېده؟  او داسي نور ، چي زياتره په پوښتنو کي کاريږي .


–  دې ( دي يې) :  موږ ته دې را کي؟ دوی ته دې يو سي؛ موقت حکومت ته دې وسپاري؛ او داسي نور .


–  زې ( زه يې) زې غواړم؛ زې ولېدم؛ زې تر سترگو ښه نه اېسم؛ او داسي نور .


– کې ( کي يې) : په دوکان کې هېر کړئ دئ؛ په جېب کې دئ؛ په المارۍ کې ايښئ دئ؛ او داسي نور . دا لنډ سوئ ټکی هم د هغو شيانو دپاره کاريږي، چي مخکې يادونه سوې يي .


– کې ( که يې) : کې سوغات بيرته ورکم، خدای مکړه خوابدی نسي؛ کې امانت سم و نه ساتو، غاړي مو بنديږي؛ کې روغه جوړه ونه کړه، خدای دي و ټولو ته خير پېښ کي؛ او داسي نور . لکه څنگه چي گورو، دا لنډه بڼه زياتره په شرطي جوملو کي استعماليږي . په جنوب – لوېديځه لهجه کي د « کښي/ کي » او « کې » تر منځ لوی توپير سته، چي هيڅکله يې بايد په خبرو او ليکنو کي له ياده و نه باسو. په دې لهجه کي د ظرفي حالت (locative) د افادې دپاره همېشه له « کښي » او « کي » اداتو څخه کار اخيستل کيږي لکه : په جيب کي/ کښي؛ په کور کي/ کښي؛ په ښار کي/ کښي او داسي نور ؛ حال دا چي کې ( په مجهوله يا اوږده یا) لکه څنگه چي مخکي وويل سوه، د «  کي يې يا که يې » مخففه بڼه ده .  د پښتو په لرغوني ادب کي هم دا ټکي کټ مټ په همدې بڼه او همدې مفهوم کار سوي دي . د پښتو نوري لهجې د« کې » اختصار سوې بڼه د ظرفي « کي/ کښي » پر ځای کاريي، چي علمي اساس نه لري؛ ځکه په دې کار سره د نورو لهجو « په کور کې » عبارت د لوېديځي لهجې له « په کور کي يې » سره  التباس پيدا کيي .


– کې ( وکړې) : « کې » د « کول » له مصدر څخه اخيستل سوئ دئ . د لنډون يا اختصار دا شکل هر ځای په ندايي (vocative)بڼه ويل کيږي لکه : احمده! دا کار به وکې؟  يو څه به ماته هم را کې؟!  دا به دوی ته ورکې؟! او داسي نور .


–  مې ( مي يې) : پيسې مې ورکړې؛ خونه مې ور پاکه کړه؛ کالي مې ور اوتو کړه؛ او داسي نور . په دې ټولو مثالو کي د « مې » مخفف ټکی په اضافي (genitive) بڼه کاريږي .


– نې ( نه يې) : نې ورکوم؛ نې غواړي؛ نې منو، او داسي نور .


–  وې ( وه يي) :  چي وې ليدئ، ډېر خوشاله سو .  چي وې کتله، ډېره خوابدې سوه . چي وې واهه، سمدلاسه پر مځکه ولوېدئ؛ او داسي نور.


–  غه ( هغه) :  زما موبايل ستاسي تر غې ښه دئ؛ زما امتحان ستاسي تر غې گران ؤ؛ زموږ چمن ستاسي تر غې لوی دئ؛ او داسي نور . د اختصار يا لنډون دا بڼه د پښتو د منځنۍ دورې په منظوم ادب کي هم خورا ډېر مثالونه لري . د معيار ناپوه او بې خبره محتسبين دغه راز جوملې هر ځای په بشپړ ډول کاږي، چي نه يوازي د جنوب –  لوېديځي لهجې د ويونکو له ږغيږو جوړښتو او سکښتو سره سمون او برابري نه لري، بلکي زموږ له مکتوب ادب سره هم ښکاره مغايرت لري : زما موبايل ستاسي تر هغې ښه دئ؛ زما امتحان ستاسي تر هغې گران ؤ؛ زموږ چمن ستاسي تر هغې لوی دئ؛ او داسي نور . د هغې په بڼه د دې ټکي ويل او ليکل د پښتود ليکلي ادب تر څنگ د ميلونو پښتنو په مروج او مأنوس تلفظ کي بې ځايه او خپلسرې لاسوهنه ده .


–  غو ( هغو) :  ستاسي تر سيمو زموږ غوته ډېر تاوان رسېدلئ دئ؛ ستاسي تر انارو زموږ غو ډېر بار کړئ دئ؛ ستاسي تر غو زموږ  لاسی خامک ډېر ښه دي؛ او داسي نور .


–  وا ( وايې) :  دونه خلگ را غونډ سوي دي، ته وا گرده ښار راغلئ دئ؛ په شنه اسمان داسي توره دربه ده، چي ته وا لمر تندر نيولئ دئ؛ په ښار کي داسي چپه چپتيا ده، چي ته وا لوی اپت او ناورين پېښ سوئ دئ .


–  ول ( ويل يې) : ول زه به درسم؛ ول زه بې کار ور وکم ؛ ول موږ بې دروړو او داسي نور. په دې ټولو جوملو کي « ول » د غايب شخص ( مفرد او جمع) دپاره د لنډون يا اختصار په بڼه کاريږي . د پښتو په نورو لهجو کي د « ول » پر ځای « وې » لنډه بڼه پراخ استعمال لري .


– څه (څخه) : له/ د چا څه دي واخيستئ؟  له کور څه نه راړول کيږي؛ له محمود دوی څه يې غوښتل ښه کار نه دئ؛ او داسي نور . په دې جوملو کي « څه » د « څخه » پر ځای په مخففه بڼه کار سوئ دئ . البته، د پښتو په نورو لهجو کي د دې مخفف ټکي پر ځای له « نه » څخه کار اخلي .


 


اوس چي مو د پښتو په سوهيل – لوېديځه لهجه کي د ځينو مرکبو کليمو لنډ سوي شکلونه وليدل، دا پوښتنه پيدا کيږي، چي موږ ولي د شفاهي ژبي دا مأنوس،  مروج او لرغوني شکلونه په ليکنو کي هم نه کاږو؟ ايا په انگرېزي ژبه کې د(ain’t, can’t, won’t,‘m, ‘ve, ‘re, ‘d) په څېر لنډوَني له تحريري ژبي څخه حذف کړي دي؟ تر ټولو مهمه خو لا دا چي، ايا د « چې » پر ځای د « چي يې » او د « کې » پر ځای د « کي يې » ليکل، ژبه له  خپل لرغوني اصالت او اولسي تومني څخه نه بې برخي کیي؟!  ايا موږ  په اصطلاح ژبپوهان، ليکوال، شاعران، ژورناليستان او نور فرهنگيان دا حق لرو،چي دغه راز ټکي هرومرو په بشپړه او تشريحي بڼه وکاږو؛ او له دې لاري په لوی لاس د ژبي د وينگ او کښنگ تر منځ واټنونه پيدا کو؟! ايا دا ډول لاسوهني د ژبي له ږغيږو خصوصيتو، دود او دستور سره  ښکاره مخالفت نه دئ؟!  ايا څوک د دې روښانه حقيقت له منلو څخه نټه کولای سي، چي ژبه د خلگو مال او ملکيت دئ؛ فرهنگيان يې يوازي د خوندي کولو، غوړوَلو او بډايولو رسالت او مسووليت پر غاړه لري؟! ايا دا خبره څه تعقل او منطق لري، چي خلگ عملاً په يوه ژبه ږغېږي؛ او موږ د ژبپوه، اديب، ليکوال، شاعر، ژورناليست او داسي نورو په نامه، په بله ژبه ږغېږو؟! راسئ ريشتيا ووايو، ايا زموږ  اوسنۍ لغوړنه او زموخته مطبوعاتي ژبه د پښتون اولس يا دري ژبو خلگو د خوږې، ساده او اسانه ژبي استازيتوب کولای سي؟!  هر څوک پوهېږي او خپله رايه يې .  زما رايه دا ده، چي په پښتو او دري دواړو کي زموږ جعل سوې رسمي او مطبوعاتي ژبه هيڅکله د خلگو د اسانه او ساده ژبي طبيعي ښکلا او خوږوالی نه لري .  زموږ رسمي او مطبوعاتي ژبه ورځ په ورځ د پردو هيوادو د فرهنگي يرغلو، د فرهنگي واکمنانو د خپلسرو او غير علمي پرېکړو، ډول ډول تعصبو او تنگ نظرييو په وجه، له خپل اولسي رنگ او جوهر څخه بې برخي کيږي . د دې ستر فرهنگي ناورين د بېلابېلو علتو او عواملو هر اړخيزه  شننه او څېړنه، اوږد بحث دئ،چي په دې لنډو ټکو کې هيڅکله حق نسي ادا کېدلای .


 


پاته لري


 


لمنليکونه


 ۵ محمد هوتک، پټه خزانه، به تصحيح  و تحشيه و تعليقات عبدالحی حبيبي ( کابل :  پښتو ټولنه، ۱۳۲۳۲۳، ۲۹، ۶۱، ۱۲۷ . . .


۶ وگورئ : په بريټيش کتابتون کي د خوشال خان خټک د ديوان د ځينو خطي نسخو د المارۍ نخښي :


B.M.Or.2800-Foll.119


B.M.Or.4229-Foll.511


I.O.MSS.Pashto D.1-Foll.310


B.M.Or.4492-Foll.262


 


۷ خوشحال خان خټک،  د خوشحال خټک کليات ، لومړی ټوک ( د غزلونو برخه)، د دوست محمد دوست، څېړندوی محمد صديق روهي، څېړندوی محمد اکبر معتمد، څېړنمل محمد اسمعيل سړبن، څېړنمل محمد عارف غروال، څېړنيار عبدالواحد واجد، څېړنيار نور الله ولسپال، څېړنيار محمد عمر وزير، څېړونکي عبدالباري جهاني او سعدالله په زيار ( کابل :  د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ، ۱۳۵۸)  ۳۸، ۱۸۱ . . .


۸  خوشال خان خټک،  د خوشال  خان خټک کليات،  د عبدالقيوم زاهد مشواڼي اوډنه، پرتلنه، سمون او وييپانگه (  کابل :  دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴)  ۲۹، ۱۱۳،  ۴۰۳، ۵۱۲ . . .