کور / علمي / په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی دريمه برخه

په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی دريمه برخه

د پښتو وينگ او کښنگ په همرنگۍ يا نيژدې والي کي د« کول » او « کړل » مسأله



په پښتو کي د کار کولو دپاره عموماً دوه فعلونه کاريږي، چي يو يې « کول » او بل يې «کړل » دئ . دا دوه فعلونه د ټولو پښتنوپه ورځنييو خبرو او مرکو کي ليدل کيږي؛ خو د پښتو په زموخته رسمي او مطبوعاتي ژبه کي يوازي د يوه فعل ( کړل) استعمال گورو او بس . په ژبه کي د وينگ او کښنگ د يو رنگۍ مسأله په کلکه غوښتنه کيي، چي شفاهي او تحريري ژبه بايد کټ مټ يو شان يي . په بله وينا، د شفاهي خبرو فعلونه او نور ژبني جوړښتونه او سکښتونه بايد په ليکلو کي هم استعمال سي؛ مثلاً موږ په خبرو کي وايو: « پلانی کار چا وکئ؟ » خو په ليکنه کې کاږو:  « پلانی کار چا وکړ؟ » دوهمه جومله زموږ له شفاهي او گفتاري جوړښت سره سمون نه لري؛ ځکه د « ړ » ږغ په ويلو کي گران او دروند دئ . خلگ يې تر وسه وسه له ويلو ډډه کيي؛ مثلاً هيڅوک نه وايي : « کتاب دي چاته ورکړ؟» بلکي د دې پر ځای وايي : « کتاب دي چا ته ورکئ يا ورکه؟ » موږ ټول وايو: « پلاني د خپل مېلمه هرکلی وکئ/ وکه . » نه وايو، چي « پلاني د خپل مېلمه هرکلی وکړ . » ټول پښتانه په خپلو اولسي سندرو او غاړو کي وايي : « شين خالۍ به خدای پيدا کي–  توره شپه به خدای روڼا/ رڼا کي »؛ خو سره له دې هم په ليکلو کې کاږو:  « شين خالۍ به خدای پيدا کړي –  توره شپه به خدای روڼا/ رڼا کړي » زموږ په جعلي او غيرطبيعي مطبوعاتي ژبه کي ولي همېشه په دغه راز جوملو کي د « کول » پر ځای « کړل » استعماليږي؟ مگر « کول » د کومي بلي ژبي کليمه ده، چي د ژبي بې خبره سوچه پالونکي يې له ليدو تراه کيي؟! البته، د « کړل » فعل دپاره هم په ژبه کي جلا جوملې لرو لکه : « احمده څه دې وکړه؟ » يا وايو: «  ښه مو وکړه، چي زموږ خواته راغلاست . » او داسي نور. په دغه راز جوملو کي هيڅکله « کول » فعل نه کاريږي . موږ حق نه لرو، د ژبي اولسي جوړښتونه او سکښتونه په شعوري ډول تر پښو لاندي کو. که « کول » کټ مټ د « کړل » مانا رسيي؛ او موږ يې شپه و ورځ  په خپلو خبرو او مرکو کي هم وايو، بيا يې نو د اړولو يا حذف کولو اړتيا په څه کي ده؟!  زما خو په دې خبره هيڅ سر نه خلاصيږي، چي ولي بايدخامخا په دې يا هغه نامه د خلگو سپېڅلې او خوږه ژبه بې خونده او کږه وږه کو؟!  له بلي خوا، ايا په دا ډول تقليدي او کورکورانه ليکلاري سره د پښتو ژبي لغوي، ادبي او گرامري زېرمه نه محدودوو؟!


 


د وينگ او کښنگ په همرنگۍ يا نيژدې والي کي د ځينو مُغيره حالاتو مسأله


که څوک په خبرو کي« دپاره » وايي بايد په ليکلو کې هم هرومرو « دپاره » وکاږي نه « له پاره يا لپاره »؛ ځکه « دپاره » پر لرغونتيا او اصالت سربېره د ميليونو پښتنو په ورځنييو خبرو او مرکو کي ژوندۍ کليمه ده . موږ په جنوب –  لوېديځه لهجه کي « واله »، « لار »، « بولگه » وايو؛ د نورو لهجو ويونکي يې په ممال شکل وایي : « وياله/ ياله »، « لياره »، « بېلگه ». هيڅ دليل نسته، چي دا معياري او هغه غير معياري وگڼو. ماته چي « پزه »، « واله »، « شيدې »، « ملغلره »، « پسرلی »، « پسور »، « لار »، « بېره »، « بولگه »، « گچه » او داسي نور اسانه دي، همېشه بې په همدې ډول کاږم، نورو ته چي « پوزه »، « وياله/ ياله »، « شودې »، « مرغلره »، « سپرلی »، « سور »، « لاره/ لياره»، « وېره/ ېره »، « بېلگه »، « کچه » او داسي نور اسانه دي، تل دې په همغه ډول کاږي . په دې کوچنييو موچنييو توپيرو پښتو هيڅکله له معياري توبه نه را گرځي؛ ځکه دلته د « موږ »، « ميږ »، « مونگ »، « مينگ »، « موگ » او داسي نورو پر خلاف د توپير او رنگارنگۍ ورشو دونه پراخه نه ده، چي لوستونکي ځان پکښي ورک کي؛ او د ژبي د پرمختگ مخه ونيسي . د انگرېزي ژبي په برتانوي او امريکايي لهجو کي هم د دغه ډول مغيره تلفظو او املاوو شمېر لږ نه دئ . 


 


موږ په جنوب – لوېديځه لهجه کي د ښځينه شي يا شخص د توصيف دپاره د « لو» صفت کاروو، چي په لرغوني ادب کې هم پراخي بولگې او مثالونه سته؛ مثلاً موږ وايو :  « لو واله »، « لو ډبره »، « لو ښځه » او داسي نور . په نورو لجهو کي وايي : «  لويه وياله/ ياله »، « لويه ډبره »، « لويه ښځه » او داسي نور.  « لو » او « لويه » دواړه بالکل سم او سهي دي . د غزني له مقُر څخه بيا تر هراته ، له تخار، کندوز، فارياب او بادغيس څخه بيا تر جنوبي پښتونخوا پوري ټول پښتانه په پوهېږي . که کنداری په خبرو کي د « لو والې » پر ځای « لويه وياله » ووايي، نو کنداريان هرومرو د تعجب او اريانۍ په سترگه ورته گوري؛ ځکه « لويه وياله » د دوی د وينگ سکښت او جوړښت نه دئ . اوس نو که په ويلو کي « لو واله » وايو، خو په ليکلو کې « لويه واله » کاږو، ايا دا د وينگ او کښنگ تر منځ ناحقه او بې ځايه جلاوالي ته لمن وهل نه دي؟ موږ بايد تر يوې ريښتيني او منلي معياري ژبي مخکي لږ تر لږه خپلي لويي لهجې هم وپېژنو. کله چي مو ټولي يا لږ تر لږه لويي لهجې وپېژندلې بيا به په هغو کي د سادگۍ، اسانۍ،  ښکلا، پوخوالي او عموميت پر بنسټ يو د نورو له منځه خوښوو. په دې حقيقت هم بايد ښه سد ورسوو، چي معياري ژبه نه د يوه ژبپوه، لغتپوه او گرامر پوه په فتوا منځ ته راتلای سي؛ او نه هم د سياسي واکمنانو په قانوني يا غيرقانوني پرېکړو.  معياري ژبه په واقعيت کي د يوه هيواد يا يوې سيمي د همژبو اولسو د سياسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي اړېکو د ټينگښت او پياوړتيا په نتيجه کي منځ ته راځي . هر څونه چي دا راشه درشه يا مناسبات ټينگ او اَرَت يي، په هغونه اندازه د يوې معياري ژبي د زېږېدو، ودي او پرمختگ لار لنډيږي . موږ دمگړی له يوې معياري ژبي څخه ليري يو.


 


ما په پښتنو کي له هيچا څخه نه دي اروېدلي، چي پينځه ( ۵) ته دي، « پنځه » او « پينځلس » ته دي « پنځلس » و وایي . په بله وينا، هر پښتون دا عددونه د « پ » په زېر وايي، چي سمه او سهي بڼه يې هم داسي ده، نه « پنځه  »او « پنځلس » بې « ی ». په پخوانييو خطي نسخو کې هم د « پينځه » مثالونه خورا ډېر دي . سره له دې هم زموږ  زياتره ليکوال په پټو سترگو دا ټکي بې « ی » ليکي . « هينداره » پښتو ټکی دئ، چي د جنوب – لوېديځي لهجې ټول پښتانه يې د « هـ » په زېر ( هينداره) وايي . د ختيځي او مرکزي لهجې زياتره ويونکي د هينداري پر ځای د پهلوي/ پاړسي ژبي « آيينه/ آئينه » استعماليي . د پښتو ادب په منځنۍ دوره کي يا له پاړسي « آيينې/ آئينې » يا د هندي ژبي د « آرسي » له مفغن شکل ( اُرسۍ) څخه کار اخيستل سوئ دئ . د دې استدلال له مخي نو پښتو« هينداره » تر « آيينې/ آئينې » او «  آرسۍ/ اُرسۍ » دواړو غوره گڼله کيږي؛ خو سره له دې ټولو خبرو، زموږ  ځيني ليکوال، شاعران او حتا لوی او نامي څېړونکي هم تر اوسه پوري دا پښتو ټکی د« هنداري » په بڼه کاږي، چي د خلگو له عام او مروج تلفظ سره روښانه مغايرت لري . زما د دې قدامت پالني په منطق هيڅ سر نه خلاصيږي . نېخه چي ولي بايد د « غُندِ »، « گُندِ »، « چه » او داسي نورو په شان اصيلي پښتو کليمې هم د عربي دود او دستور له مخي وکاږو؟! « يينداره »، « ينداره » او « اينداره (په دې ډول ليکدود کي بيا هم  وعربي اِعراب ته اړتيا ليدل کيږي) ټوله تر « هنداره » زموږ له پښتني تلفظ سره ډېر سمون او همرنگي لري .


 


زه  د کندهار (Kǝndah́r)،کنداری (Kǝnd́ray)او کنداري (Kǝnd́rí) په ويلو کي د ږغپوهني او ږغ پېژندني له نظره ډېر توپير گورم . د جنوب – لوېديځي لهجې ويوونکي وايي : « موږ د کندهار يو. » په دغه راز جوملو کي « کندهار Kǝndah́r» کليمه له « هـ » سره يو ځای ويله کيږي . ياني په تلفظ کې له ورايه د « هـ » ږغ شامل دئ . په ځينو نورو جوملو کي بيا « هـ  » د« کندهار» په تلفظ کي برخه نه لري؛ مثلاً خلگ وايي : « پلانی کنداری دئ . » نه وايي : « پلانی کندهاری دئ . » يا وايي : « د پلاني کنداري کره تللئ وم . » په داسي جوملو کي هم د« کندهار » ټکی بې « هـ  » ويل کيږي . ایا په داسي حالاتو کي، موږ د خلگو د خاص ږغيږ جوړښت د اړولو او کږولو واک لرو؟!  بايد د وينگ او کښنگ دې مهمو فرقو ته سم او دقيق پام وکو؛ او هر څه له وينگ سره يو شان وکاږو. زما په عقيده، تر هغه وخته، چي ژبني توپيرونه او اختلافات ډېر پراخ او بې لاري کوونکي نه يي، بايد د خلگو په ليکنۍ ژبه کي بې ځايه او بې دليله لاسونه و نه وهو؛ او هر څه په خپله اصلي يا اورېجنل بڼه وکاږو . بېله شکه که چيري د توپيرو او رنگارنگۍ ورشو پراخه سوه، بيا يې نو د اسانۍ، سادگۍ، ښکلا، عموميت او پوخوالي له مخي بايد، په گډه، پر يوه منلې معياري بڼه، سلا او مشوره وسي .


 


که غواړوچي د اولس ژبه په پوره امانت وساتل سي، بايد نه يوازي د بېلابېلو ټکو په ليکلو کي د هغو ږغيږي ځانگړتياوي له پامه ونه غورځوو، بلکي د داسي ناوړه جعل سوو، ترجمه سوو، بې خونده او بې محله ټکو، ترکيبو او عبارتو له کارولو څخه هم په کلکه لاس واخلو، چي د خلگو په ژبه، ادبياتو او فرهنگي دود و دستور کي ريښه يا استعمال نه لري . په بله وينا، خپلي خبري، نظريې او مفکورې بايد تل په داسي ټکو، عبارتو او جوملو بيان کو، چي د خلگو په ژبه کي باب يي؛ خلگ يې په مانا او مفهوم ښه  وپوهېږي؛ او له اروېدو يا لوستلو څخه يې خوند واخلي . يوازي دغه راز بيانونه او ليکني د اولسو د ژبي، ادبياتو او کولتور /  کلتور ريښتينی استازيتوب کولای سي . «  صورت نيول »، « اړيکه نيول »،« تر مشرۍ لاندي »، « تر مطالعې لاندي »،  « تر معالجې لاندي »، « په لاره / پر لاره اچول »، « لاسته راوړنه »، « ترينگلي حالات »، « تشريف راوړل »  او داسي نور په پښتو يا « به خورد مردم دادن »، « به خوانش گرفتن »، « روی خط بودن » او داسي نور په دري کي، ټول زموږ د خلگو له ساده، خوږې او پخې ژبي سره سمون نه لري .  د پښتو په کرغېړنه مطبوعاتي ژبه کي وايي : « اړيکه ونيسئ! » زه نه پوهېږم، چي اړيکه څه شي ده؛ او څنگه نيول کيږي؟!  اول  خو بايد « اړېکی » و ويل سي نه  « اړيکه » .  دوهمه پوښتنه دا ده، چي اړيکه يا اړېکی، څنگه نيول کيږي؟  ما خوله هيڅ پښتانه څخه دا پوچ او جعل سوئ عبارت نه دئ اروېدلئ . کله کله د تلوېزون نطاقان په تليفون کي له چا سره د خبرو پر مهال وايي : « اړيکه به واورو يا اړيکه به را واخلو » کله کله بيا وايي : « اړيکه روښانه نه ده »  حال دا چي زموږ خلگ د « اړيکه ونيسئ! » پر ځای په ساده او خوږه ژبه وايي : « خبري را سره وکئ! »،  « خط/ ليک را ولېږئ! »، « ايميل را ولېږئ! » او داسي نور . پښتانه هيڅکله په خپلو ورځنيیو خبرو کي نه وايي، چي « اړيکه به واورو يا اړيکه به را واخلو » بلکي وایي : «  له ليدونکو يا اروېدونکو سره به خبري وکو» کله چي په تليفون کي ږغ سم نه اروېدل کيږي، نو موږ همېشه مقابل لوري ته وايو، چي « خبري مو ښې يا سمي نه اروېدل کيږي . »  پښتانه هيڅکله نه وايي، چي ليکه يا اړيکه روښانه نه ده . دا ټول د ناپوهو او بې خبره ژبپوهانو، ليکوالو او ژباړونکو له خوا جعل سوي، ترجمه سوي او مروړل سوي عبارتونه دي او بس . په پاړسي کي وتليفون کوونکي ته وايي : « روی خط هستی! » ياني څه؟ سړی څنگه پر خط کېدای سي؟  له اوروپايي ژبو څخه دا ترجمه سوئ، ناوړه او بې خونده عبارت په پښتو او پاړسي کي هيڅ ښکلا، خوند او مانا نه لري . د « روی خط استی/ هستی » پر ځای بايد په ساده او خوږه ژبه وويل سي :  « آواز تان شنيده می شود »، « آواز تان را می شنويم »، « آواز تان پخش می شود » او داسي نور . سربېره پر دې ناوړه او تپل سوو عبارتو، د پښتو او دري په بدخوندو مطبوعاتي ژبوکي په سوو داسي نوي لغتونه اروو، چي د نيولوجيزم (neologism) له هيڅ اصل او قاعدې سره برابري نه لري . زموږ خلگ ( پښتانه او دري ژبي) په خپلو ژبو کي ډېر ښکلي، خواږه او با مفهومه لغتونه لري، چي په خواشينۍ سره يې زموږ پېښه گر ژبپوهان، ليکوال، شاعران او ژورناليستان د پلټني او شنني زيار نه باسي . بايد په روښانه او څرگندو ټکو ووايو:  هغه ژبه، ادب او کولتور، نه هيڅکله د اولس په زړوکي ځای نيسي؛ اونه هم هيڅکله د خلگو د ژبي، ادب او نورو فرهنگي ارزښتو استازيتوب او ترجماني کولای سي، چي اولسي تومنه  او جوهر ونه لري . له همدې جهته بايد همېشه د ژبي، ادب، هونر او نورو فرهنگي ارزښتو و اولسي روح ته په ټينگه پام وکو.


 


د اشخاصو او تاريخي – جغرافيايي ځايو نومونه به څنگه وايو او ليکو؟


ټول پوهېږو،چي مومند، اپرېدی، ساپی، ساکزی او داسي نور د پښتني قبيلو او خېلو نومونه دي . له دې کبله بايد تل په هغه بڼه وليکل سي، چي پښتانه يې وايي . له بده مرغه، زموږ ځيني شاعران، ليکوال او پوهان تر اوسه و دغه راز ټکو ته حق و ناحق هندي، عربي یا پاړسي رنگ ورکيي؛ او د مهمند، صافی، اسحاقزائی، فوفلزائی/ پوپلزائی او داسي نورو په ډول يې کاږي . همدغه راز زموږ خلگ له پېړييو پېړييو راهيسي خپل تاريخي او جغرافيايي اماکن لکه کندهار، هلمند، روزگان، ارغسان، زين داور، زنگاوات او داسي نور په پښتني بڼه وايي، چي ځيني ځيني يې په تاريخي او جغرافيايي اثارو کي هم په همدې بڼه راغلي دي؛ خو د مطبوعاتي او رسمي ژبي ناپوه محتسبين يې هرومرو په هغه ډول وايي اوکاږي، چي د سيمي د خلگو له ژبني دود او دستور سره مطابقت او همخواني نه لري : قندهار، هلمند، ارزگان/ اور زگان، ارغستان، زمين داور، زنگي آباد او داسي نور . تاريخي او جغرافيايي نومونه باید همېشه په هغه بڼه وويل او ليکل سي، چي د همغو سيمو په خلگو کي جال يي؛ ځکه اساسي هدف او مقصد د دغو ځايو سمه او اسانه پېژندنه ده، چي د خلگو په اوسنييو تلفظو کي په ښه  بڼه خوندي دئ . البته، د  ځينو تاريخي او جغرافيايي ځايو د لرغونو نومو را ژوندي کول، کاملاً بېله مسأله ده؛ مثلاً په تېرو دېرشو کالو کي د سياسي ملحوظاتو له مخي پر « جلال آباد » د « زرغون ښار» نوم کښېښوول سو، چي د پخواني نامه را ژوندي کول يې ډېر معقول کار ؤ .


 


د ځينو ږغوپه ويلو کي د دروندوالی او فشار مسأله بايد څنگه وښوول سي؟


په زياترو ژبو کي د ځينو ټکو هغه توري دوه پلا کاږي، چي په ويلو کې خج يا فشار راځي؛ لکه ښوونکی، اووه، مسووليت او داسي نور. په انگرېزي کي هم هغه توري په ماضي حالت يا له (ing) سره دوه پلا کاږي، چي و مخ تې ږغيږ توری (vowel) راغلئ يي لکه : stopping, transferred, referred   knitting , shopping, controlling, warring, ebbing او داسي نور. 


 


د پښتو ژبي د ځينو مؤنثو( ښځينه) جمعو په مُغيره حالاتو کي هم د خج يا فشار څرگنده نخښه ليدله کيږي؛ خوموږ يې تر اوسه لا د دود او تعامل په حُکم تر خج پښه اړوو؛ او په يوه توري يې کاږو لکه : پخوانييو، پېړييو، سېلييو، هوسييو او داسي نور. د دې ټکو په ويلو کي د « ی »  ږغ دوه واره تکراريږي، چي په واقعيت کي پر همدې ږغ د زور يا فشار څرگندوی دئ؛ ځکه يې نو بايد په ليکلو کي هم د يوې « ی » پر ځای په دوو ياوو وکاږو. بده نه ده دا خبره د فونيميکي الفبې په مرسته، په يوه مثال کي، يو څه نوره هم روښانه کو: لنډۍ په مفرد او جمع دواړو حالتو کي يوه بڼه لري؛ خو جمع يې په ټولو مغيره حالاتو کي په دوو « ی » گانو تلفظ کيږي . سره له دې هم تر اوسه پوري هر چيري په يوه « ی » باب دئ . په دغه راز مغيره جمعو کي د دوو « ی » گانو ږغ د فونيميکو تورو او نخښو په کومک ډېر ښه پېژندل کیږي :


که  « لنډيو » په يوه « ی » وکاږو، نو په فونيميکو تورو به داسي بڼه ولري : lanᶁ-yu


که « لنډييو » ( په دوو ياوو) وکاږو، نو په  فونيميکو تورو به داسي بڼه ولري : lan-ǝyyu


لومړۍ بڼه دوه سېلابه او دوهمه بڼه درې سېلابه لري . موږ هم ټولي مغيره جمعي په درې سپوڼه وايو لکه : هوسييو( هو+ سۍ+ يو)، خوښييو( خوَ+ ښۍ+ يو)، ښادييو( ښا+ دۍ+ يو)، ورځنييو( ورځَ+ نۍ+ يو) او داسي نور؛ ځکه يې نو بايد همېشه له تلفظ سره سم، په دوو « ی » گانو وکاږو . له هستۍ(lǝ-has-tǝ́y) او له هستييه (lǝ-has-tǝ́y-ya) د « ی » د دروندوالي يا تکرار له اړخه ډېر فرق لري . « له عاشقۍ » او « له عاشقيیه » هم د دې ډلي دوه نورو مثالونه دي، چي په هغو کي د « ی » ږغونه د ثقلت له پلوه ډېر تفاوت لري . البته، دلته بحث پر دې نه دئ، چي « له عاشقۍ » سهي دئ، که « له عاشقيیه »، بلکي مقصد دا دئ، چي په دوهمه بڼه کي د « ی » ږغ په واضح ډول دروند، زورور او تکرارېدونکی دئ . د دواړو عبارتو وسېلابو يا هجاوو ته که ښه پام وکو، له ورايه گورو، چي اول عبارت درې سېلابه او دوهم څلور سېلابه دئ . « له عاشقۍ » او « له عاشقييه »، « له خودۍ » او « له خودييه »، « له کښتۍ » او له « کښتييه » او داسي نور ټول د « ی » په ږغ  کي يو له بله توپير لري . د پخوانو شاعرانو په شعري ديوانو کي هم دوهم راز عبارتونه  په دوو ياوو ويل کيږي،که نه نو د يوه نيم بيتي په وزن کي هرومرو کمی يا زياتی پېښيږي .


 


موږ په خوله « کيي/kayi kaii » وايو؛ خو په ليکلو کې « کوي kawi » کاږو. تاسي څه فکر کوئ، ايا زموږ پلرو او نيکو دا ټکی « کيي » وايه که « کوي »؟  ښايي ځيني کسان د زياترو زړو خطي نسخو په استناد استدلال وکي، چي زموږ پلرو او نيکو دا ټکی د « کوي » په بڼه وايه . زه وايم دا خبره سمه ده، چي د پښتو ادب د منځني پېر په خورا ډېرو خطي نسخو کي د « يي » پر ځای « وي » او د « کيي » پر ځای « کوي » کښل سوي دي ( که څه هم په ځينو شعري ديوانو کي د « يي » او « کيي » شکلونه هم راغلي دي)؛ خو سره له دې هم د املا دا بڼه د پښتو ژبي د لرغونو ږغو بشپړ او دقيق استازيتوب نسي کولای؛ ځکه زموږ پلرو او نيکو خو « چي »، « بلکي »، « تسپې/ تسبې »، « اروا»، « مانا/ معنا »، « پام »، « غوندي »، « گوندي » او داسي نور ټکي هم د « چه »، « بلکه »، « تسبيح  »، « ارواح  »، « معنی »، « فهم  »، « غُندِ »، « گندِ » او داسي نورو په بڼه نه ويل؛ مگر سره له هغه هم په  ټولو زړو خطي نسخو کي د دغه راز ټکو املا د پښتنو د مروج تلفظ پر ځای د عربي ژبي د دود او دستور په پيروۍ کښل سوې ده . گومان کوم زموږ مشرانو به هم څو سوه کاله مخکي « کوي » ، «  اړوي » ، « بدلوي »، « کاروي » او داسي نور عبارتونه کټ مټ په هغه بڼه ويل، چي موږ يې نن وايو: کيي، اړيي، بدليي، کاريي او داسي نور؛ خو د هغه وخت  د مسلط عربي او پاړسي ليکدود د ژوري اغېزې په وجه يې، له خپل مروج پښتني تلفظ سره سم نه ليکل يا يې نه سوای ليکلای . « دنيوي »، « عنعنوي »، « قبيلوي »، « جبهوي » او داسي نور هم  ټول له دې ډلي څخه دي، چي په ليکلو کې د عربي او پاړسي ليکدود پيروي سوې ده . که نه نوپښتانه خو دا ټکي په عمومي ډول د « دونيايي »، « عنعنه يي »، « قبيله يي »، « جبهه يي » او داسي نورو په بڼه وايي؛ ځکه همدا رنگه تلفظ يې د ژبي له ږغيږو ځانگړتياوو سره همرنگي او نيژدې والی لري .  په پاړسي کي لا ځيني ليکوال د « دنيوي »، « عنعنوي »، « قبيلوي »، « جبهوي » او داسي نورو په عربي رنگ او جوله پوهېدلي دي؛ ځکه يې نو نن سبا د خپلو صوتي خصوصياتو له مخي د « دونيايي/ دنيائی »، « عنعنه يي/ عنعنه ئی »، « قبيله يي/ قبيله ئی »، « جبهه يي/ جبهه ئی » او داسي نورو په بڼه وايي او کاږي . په دې څو مثالو او بولگو کي له ورايه ښکاري، چي زموږ پخوانو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو د خپلو او پردو ټکو په ليکلو کي د عربي او پاړسي ژبي د پراخ نفوذ له کبله د پښتو ژبي و ږغيږو ځانگړتياوو او پښتني تلفظ ته د معيار او ملاک په سترگه نه کتل .


 


که تصور وکو، چي زموږ مشرانو پخوا دغه راز ټکي د لرغونو خطي نسخو د ليکدود ( کوي، اړوي ، بدلوي، کاروي او داسي نورو) په بڼه ويل؛ خو تر څو پېړييو بدلون او تطور وروسته اوس په دې بڼه ( کيي، اړيي ، بدليي، کاريي او داسي نورو) اوښتي دي، بيا هم د اوښتي وينگ په منلو او رواجولو کي هيڅ خنډ او مانع نه ليدل کيږي؛ ځکه په داسي تغيير او تحول کي د « کيناستل »، « کنځل »، « بښل »، « کوسه »، « زبه/ جبه » او داسي نورو پر خلاف، د پښتو و اصيلو ږغو ته هيڅ زيان نه رسيږي . زموږ خلگ اوس په خپلوورځنييو خبرو او محاورو کي وايي : « احمد په دوکان کي کار کيي . » نه وايي : « احمد په دوکان کي کار کوي . » زموږ خلگ د پوښتني په ډول وايي : « دا بم به د چار کار يي؟ » نه وایي : « دا بم به د چار وي؟ » يا وايي : « څه کيې؟ » نه وایي : « څهکوې؟ »


 


موږ ټول پوهېږو، چي « درنده » د جنس له اړخه مؤنثه کليمه ده؛ او له « دروند » څخه اخيستل سوې ده؛ خو خلگ يې اوس د ثقلت او گرانۍ  له اسيته د « درنده » په بڼه نه وایي . خلگ اوس دا کليمه د« درنه » په بڼه وايي؛ مثلاً وايي : « هغه هيندواڼه درنه ده »، «  آ گونۍ درنه ده »، « دا وسله درنه ده » او داسي نور . گرسره، اوسرۍ، مازيگر/ ماځيگر او داسي نور هم گرده له دې ډلي څخه دي، چي د زمانو په تېرېدو سره يې په ږغيږ  سکښت او جوړښت کي واضح بدلونونه راغلي دي . خلگ نور دا ټکي په عمومي توگه د « گردسره »،  « اوسترۍ »، « مازديگر » او داسي نورو په بڼه نه وايي . موږ يې هم بايد د خلگو له اوسني تلفظ او ږغيږ جوړښت سره سم وکاږو. کله چي د يوه ټکي په ويلو او ليکلو کي توپير او دو رنگي وگورو، بايد سمدلاسه نتيجه واخلو، چي د پاکستانيانو په اصطلاح هرومرو څه گړبړ پېښ دئ . دا گړبړ له ورايه ښيي، چي موږ په پټو سترگو د نورو ژبو پر دود او بايده پل ايښئ دئ؛ او له دې لاري مو وخپل ليکدود ته لوی زيان اړولئ دئ . زموږ پوه او داراک لوستونکي دي په خپله قضاوت وکي، چي د ايرانيانو اوسنۍپاړسي د «  زبون  »، «  آسومون  »، «  شيطون »، «  مون  »، «  جونم  »، « ميتونيم  »، «  ميتونيستيم » او داسي نورو په بڼه ښه معرفي کېدای سي، که د « زبان  »، « آسمان  »، « شيطان  »، « مان  »، « جانم  »، « ميتوانيم  »، «  ميتوانيستيم » او داسي نورو په بڼه ؟ په بله وينا، د ايرانيانو اوسنی تلفظ له کم ( کوم ) ډول ليکدود سره همرنگي  يا نيژدې والی لري؟  که څوک څو سوه کاله وروسته د ايرانۍ پاړسي د اوسنييو ږغيږو ځانگړتياوو په اړه څېړه او پلټنه کیي، ايا « زبون  »، «  آسومون  »، « شيطون  »،«  مون  »، «  جونم  »، «  ميتونيم  »، « ميتونيستيم  » او داسي نور به هغه ته د ايرانيانو د اوسنييو تلفظو په باره کي سمه او دقیقه لار وښيي، که  « زبان »، « آسمان  »، « شيطان  »، « مان »، « جانم »، «  می توانيم  »، «  می توانستيم  » او داسي نور؟  له شکه وتلې خبره ده، که ايراني ليکوال په خوله « آسومون  » او « شيطون » وايي؛ خو په قلم «  آسمان  » او «  شيطان  » کاږي، په دې کار سره خو خپل راتلونکي نسلونه له لوی جنجال او سرخوږي سره مخامخ کيي . د راتلونکو نسلو محققان بې ( به يې) هم هېښ پېښ يي، چي پلرو او نيکو يې په څه ډول خبري کولې؛ ځکه د کاغذ پر مخ خو« آسمان  » او « شيطان » ليکل سوي دي، حال دا چي د هغوی اصلي تلفظ د « آسمون » او« شيطون  » په بڼه دئ . البته د نړۍ نوري ژبي هم  له دې ږغيږي نيمگړتيا څخه خالي نه دي؛ مثلاًپه برتانوۍ او امريکايۍ انگليسي کي ځيني خلگ (often) کلیمه د « آفټن » او ځيني نور يې د « آفن  » په بڼه وايي؛ خو ټول يې په گډه د آفټن (often) په بڼه کاږي . ستاسي درنو لوستونکو په نظر د دې ټکي کم تلفظ وليکدود ته نيژدې دئ؟ بېله شکه  هر څوک وايي، چي د « آفټن  » په بڼه د دې ټکي ويل و ليکدود ته ډېر نيژدې دئ؛ په دې چي هر توری يې د يوه ځانگړی ږغ استازيتوب کيي .که ځيني کسان اوس دا ټکی د «  آفن  » په ډول وايي دا د بېلابېلو کليمو په وينگ کي د تغيير او بدلون و اصل ته گوته نيسي، چي هيڅوک يې مخه نسي نيولای . د دې دپاره چي  د تلفظ دا نوی بدلون ښه وپېژندل سي، معقوله لار دا ده، چي د دې ټکي له املا څخه هم د ټي ( t ) توری وباسي(ofen)؛ او په دې وسيله خلگ په ويلو او ليکلو کي د دو رنگۍ او جلاوالي له عذابه وژغوري . د همدې دلايلو له مخي ټينگار کوم، چي زموږ ليکلي اثار بايد د پښتنو دږغيږو خصوصيتو، لغوي زېرمي، گرامري جوړښتو او نورو فرهنگي ارزښتو هر اړخيزه او بشپړه ترجماني وکي .


پاته لري