کور / سياسي / د نن او پرون ديپلوماسي

د نن او پرون ديپلوماسي

ديپلوماسي څه ته وايي؟


 
دیپلوما سی د لاتینی لغت دیپلوما څخه اخستل سوی چی د کت یا پیچیل سوی کا غذ په معنی ده په هغه وختو نو کی چی مراسلات یا تلیفونی وسا یل نه وه دولتونوبه یو له بل سره د خطونو د لیږدولو په طریقه باندی اړیکی قا یمولی هغه
 با اعتباره سړی چی دغه محرم سند به یی  مقا بل هیواد ته وړی هغه ته به یی Diplomat ویل.
راځو د دیپلوما سی اوسنی ډول او تعریف ته یی :
د هیو ا دونو تر منځ د سولیزه ا ړیکود تا مینولو مدیرت یا رهبری ته دیپلو ما سی وایی.
یا په بل عبارت هغه هنر اومهارتونه چی یو رسمی شخص یی د بل رسمی شخص په وړاندی د یو دولت یا یو ګروپ په نماینده ګی وړاندی کوی عبارت د دیپلوماسی څخه ده. دیپلوما سی مختلف تعریفونه لری چی هر څوک یی د خپل لرلید په ړڼا کی تعریفوی علما تر اوسه پوری په یو وا حد تعریف باندی سره متفق نه دی.
د دیپلوماسی خبری هغه وخت تودی سولی چی په لمړی جنګ جها نی کی 35 Million کسا ن مړه، زخمیا ن او لا درکه سول او په دوهم جنګ جها نی کی د 50 څخه بیا تر 70 Millions پوری انسا نا ن تباه سول چی دا د بشر په تا ریخ کی بی ساری انسا نی ناورین بلل کیدلا سی  په انګلیسی کی یو مقوله ده وا یی : –
Winner is loser and loser by its self a loser په دی معنی چی ګټوونکی با یلوونکی دی اوبایلوونکی پخپله با یلوونکی دی. یعنی چی  که په جنګ کی هرطرف کامیا به هم شی بیا یی هم یو څه خودلاسه وړکړیدی مثلا: امریکا د صدامحسین حکومت چپه کړی جنګ یی وګټی مګر تا سو فکر وکړی چی څومره کسا ن یی ووژل سول څومره پیسی یی مصرف شولی. http://www.bbc.co.uk/news/world-14745907 د بی بی سی د را پور له مخی تقریباٌ ۴۵۰۰ امریکا یی عسکر ووژل شول یا په مخا مخ جګره کی یا هم د ځمکی لاندی بمونو چا ودونو باندی ایا دا د نا کا می یو اړخ نه بولی.
څرنګه چی می په خلص ډول ذکر کړل چی په  دواړو جها نی جنګونو کی په دومره لوړه کچه انسا نی او مالی تلفا ت ورکړل شول بلاخره نړیوا ل د خبرو میز ته کښینا ستل پدی  پوه شول چی په جنګ کی فایده نسته هیوا دونه یو د بل همکا ری ته ضرورت لری منا فع یی یو له بل سره نغښتی دی نو ځکه په یوه خوله سلا ح سول چی یو داسی اورګا ن را منځته کړی چی ټوله هیوا دونه د جنګ څخه را وګوځوی او په نړی کی د ثبا ت د ټنګښت لپاره کار وکړی.


په اسلام کی دیپلوماسی
ا لحمدا لله که د اسلام په تاریخ کی  وګورود دیپلوماسی ډیر ښی بیلګی لرو حضرت محمد صلی ا لله علیه وسلم و نجا شی اصحم بن ابحر ته لیک د خپلو ا ستا زو سره یو ځا ی ورولیږی چی اسلام قبول کړی او دا د یپلوما سی یوه ښه بیلګه ده. [1]
 همدارنګه د ایران پاچا خسروپرویز ته یی لیک ولیږی چی متن یی په دا ډول دی


(بسم الله الرحمن الرحیم، د خد ای د پیغمبرمحمد له طرفه څخه د فارس و پاچا ته، درود دی وی پر هغه چا چی پر نیکه لاره روا ن وی د خد ای ج او  د هغه د رسول پیروی کوی او درود دی وی پر هغه چا چی د خد ا ی تعالی په وحدا نیت با ندی ایما ن لری او د هغه سره شریک نه نیسی .زه تا سو د اسلام مبا رک دین ته رابولم زه د دی لپاره را لیږل سوی یم چی د ا لله د توحید او وحدا نیت پیغا م و ټوله جها نیا نو ته ورسوم. که ایما ن راوړی نو ا لله ج به در څخه راضی سی کنه نو  تاسو پرغلطه لار روان یا ست).


[2] ددی موضوع متن په طبری تاریخ،ابن خلدون او صحیح بخاری شریف کی ذکر شوی.
  اولین دیپلوما تا ن د ا لله ج را لیږل سوی رسولا ن او پیغمبرا ن دی تر څو د خد ای پا ک پیام و خلګو ته ورسوی . همد ا دیپلوما سی ده او بس.


هغه وخت چی نړیوال د جنګ څخه ستړی شول په دواړه جها نی جنګونو کی یی بی ساری ځانی او مالی تلفا ت ورکړل وروسته یی په دی غور وکړی چی را ځی چی یو دا سی اداره را منځته کړو تر ځو را تلوونکی بشریت د دوی په شان  د ا شتبا ها تو مرتکب نه شی نو د نړی هیوادونه په کا ل نولسوه پنځه څلوویښت کی د اکتوبرپرڅلرویشت تاریخ با ندی په رسمی ډول  د ملل متحد یا د(UN) United Nations  په نوم با ندی یی یوه اداره جوړه کړل تر څو هیوا دونه د جنګونو څخه منع او پرځای یی د یپلوما سی دخبرو اترو څخه کارواخستل شی. اوددی دیپلوما سی په نتیجه کی د ملګرو ملتونوسازما ن یا اداره را منځته شول.  نور بیا…


نجیب ا لله علیزی
دحقوقو اوسیا سی علومو محصل