کور / سپورټي / کندهار د ګرېډ ون کرکټ سياليو اتلولي وګټله

کندهار د ګرېډ ون کرکټ سياليو اتلولي وګټله

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٢٩
کندهار افغانستان_ د کندهار ولايت د کرکټ منتخبي لوبډلي تر يوې په زړه پوري پاى لوبي وروسته کابل لوبدلي ته په ٢ ويکټو ماته ورکړه او د لومړۍ درجې ولايتونو د کرکټ اتلولي يې وګټله.
ياده پنځوس اووريزه سيالي نن د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کي پيل سوه چي کابل لوبډلي د پچې تر ګټلو وروسته بيټنګ غوره کړ او په ټاکل سوو ٥٠ اوورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٢ منډي جوړي کړې او کندهار ته يې د ٢١٣ منډو هدف وټاکه.
د کندهار لوبډلي هدف ته د رسېدو په موخه تېزه لوبه پيل کړه او په لومړيو شلو اوورونو کي يې د پنځه په اوسط منډي وکړې چي خورا زياتي ښکارېدې ولي تر هغه وروسته يې په وار وار سره خپلي ويکټي له لاسه ورکړې.
يادي لوبډلي د ويکټو بايللو سره سره بيا هم يوه باثباته لوبه وکړه او په ٤٨ اوور کي د اتو لوبغاړو سوځېدو وروسته وتوانېدل چي ټاکل سوى هدف تر لاسه کړي.
کندهار لوبډلي تېره ورځ په نيمه پايلوبه کي د ننګرهار په نړيوال کرکټ لوبغالي کي د کنړ لوبډلي ته د ١٥٠ منډو په توپير لويه ماته ورکړې وه.
محمد سميع اغا چي تېره ورځ يې په نيمه پايلوبه کي د کنړ لوبډلي پر وړاندي سليزه وهلې نن بيا ښه وځلېدى او د خپلي لوبډلي په ګټه يې ٦٤ مهمي منډي وکړې.
همداراز دلاور هم ٤٥ منډي وکړې او په دې توګه يې د کوربه کابل لوبډلي لخوا ورته ټاکل سوى هدف په اسانۍ سره تر لاسه کړى او اتلولي يې وګټله.
نسيم خان د لوبي غوره لوبغاړى وبلل سو چي نن يې څلور ويکټي اخستې وې او هم يې ٣٥ منډي جوړي کړي وې. او ورته جايزه ورکول سوه، دده ترڅنګ د کندهار نوره ټوله لوبډله هم وستايله سوه.
د روانو سياليو طلايي لوبغاړى هم د کندهار لوبډلي لوبغاړى محمد سميع اغا و او هم د ټورنامينټ تر ټولو غوره بالر نسيم خان د کندهار ولايت د لوبډلي لوبغاړى و.
کندهار څو اوونۍ وړاندي د افغانستان د دوهمي درجې ولايتونو سيالۍ هم ګټلي وې او کپ يې دې ولايت ته په برخه کړى و.
له دې څه باندي يو کال وړاندي کندهار ولايت د افغانستان په کچه ولايتونو، ورپسې د کلبونو او له هغه وروسته د زونونو سيالۍ هم ګټلي وې، ولي تر اوسه هم په ملي او نولس کلنو لوبډلو کي د کندهار ولايت لوبغاړي شتون نه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ په يو شمېر داسي ولايتونو کي چي کرکټ پکښي چندان وده نه ده کړې او نه هم پکښي دغه لوبه تر ډېره ځايه دود سوې کرکټ لوبغالي جوړ کړې ولي کندهاري لوبغاړي تر اوسه هم په څو ډبرينو ميدانونو کي خپل تمريونه کوي او سيالۍ پر مخ وړي.