کور / سپورټي / د سپين غر زون مشر د اتل ځوان په ستاينليک ونازول سو

د سپين غر زون مشر د اتل ځوان په ستاينليک ونازول سو

دافغانستان اسلامي جمهوريت دمشرانو جرګې رياست مقام له لورې دکرکټ ًبورډ دسپين غر زون مشرته داتل ځوان لومړى درجه ستايلنيک ورکړل شو .
دافغانستان دمشرانو جرګې ريئس فضل هادي مسلميار وويل دا چې دکرکټ بورډ دسپين غر زون مشرقرارعزيزي په فرهنګي او ټولنيزو برخو سربېره دکرکټ په برخه کې په ختيځه سيمه کې پراخه خدمتونه ترسره کړي نو دافغانستان دمشرانو جرګه هم دنوموړي هڅې ستايي او په دې موخه چې نوموړى ځوان دى دځوان اتل په لومړۍ درجه تقديرنامه يې وياړي .
دمشرانو جرګې ريئس زياته کړه چې قرارعزيزي يوهڅاندځوان دى او افغانستان چې څولسيزو جګړو ځپلى دنوموړي په څېر ځوانانو ته اړتيا لري .
دکرکټ بورډ دسپين غر زون مشر دمشرانو جرګې له رئيس فضل هادي مسلميارڅخه مننه وکړه چې نوموړى ته يې په لومړۍ درجه ستاينليک ووياړو او زياته کړه لکه څنګه چې ځوان دټولنې دملا دتيرحيثت لري نو زه هم دټولنې يوځوان يم او غواړم چې دملا دتيرحيثت رول په کې ولوبوم .
ديادونې وړده تردې وړاندې دکرکټ بورډ دسپين غر زون مشر ته دننګرهار دپوهنې رياست له لورې هم دغوره ځوان ستايلنيک ورکړل شوى وو.